شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 محرم 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 01 اکتوبر 2018 م

شمېره:      1440/03

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
کشمیر په زور اشغال شو او د پاکستان د وسله والو ځواکونو د جهاد په زور به ازاد شي

(ژباړه)

په تېرو څو ورځو کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه مناظره کې چې د ۲۰۱۸ م د سپټمبر پر ۲۷مه یې له الجزیرې ټلویزیون سره درلوده، د کشمېر مسلې ته په اشارې سره وویل: جګړه د کشمیر د ازادولو لپاره یوه ټاکنه نه ده. په دغه برخه کې هېڅ نظامي حل لاره نشته او یوازې د سوله ییزو خبرو لار اغېز کولی شي.» په څو وروستیو اونیو کې د پاکستان خاینو حکامو د امریکا په امر له مشرکو هندوانو څخه د کشمیر د ازادولو لپاره د دولت د وړتیا په اړه د عامو فکرونو د منحرفولو له لارې یو لړ ګامونه اخیستي دي. د هغوی دغه کار تر سره کول له مسلمانانو سره د پاکستان د نظامي او سیاسي رهبرۍ هغه خیانت په ډاکه کوي چې د دوی په حق کې یې تر سره کوي او د خپل بادار د هیلو پوره کېدو لپاره یې دغه کار ته ملا تړلې ده، تر څو زموږ ستونزې نورې هم ډېرې شي. دغه حاکمان د یو ژباړن حیثیت هم غربیانو ته نه لري او د هغوی له خبرو پرته نور څه په ژبه نه راوړي. د هغوی دغه رزالت هغه امر دی چې له مظلومو مسلمانانو څخه د ملاتړ په اړه د یوې پلمې لامل کېږي، چې مظلومیت یې د «برهاواني» تر شهادت وروسته له اشغالګرو هندوانو مبارزې ته راوبلل.

که څه هم پاکستان نن ورځ پیاوړي او پراخه ځواکونه لري او تر اووه لسیزې اشغال وروسته د اشغالګرو هندوانو د له منځه وړلو وړتیا لري؛ خو بیاهم په کشمیر کې له وسلوال قیام څخه ډډه کوي. دغه حاکمان په کشمیر کې یو وسله وال قیام ته چمتو نه دي، ځکه هغوی تل خپل بادار (غدارې امریکا) ته غوږ نیولی، چې دغه وسلوال قیام یې «تروریزم» نومولی دی. دغه حاکمان له دې وېرېږي چې که دوی دغه کار تر سره کړي، نړیواله ټولنه به پرې غوسه شي، هغه ټولنه چې د کشمیر د مسلې د حل لپاره هېڅ لېواله نه ده. د پاکستان حکام دې ته چمتو نه دي چې د هندوانو پر وړاندې وسله وال قیام وکړي. د کشمیر د مسلې په اړه د نړیوالې ټولنې دغه نه لېوالتوب د هغو ګواښونو له امله دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په واسطه د کشمیر د مسلې په اړه د پرېکړلیکونو له لارې لګول شوي او د اجباري پرېکړه لیکونو پر ځای په غیر اجباري توګه د ملګرو ملتونو په اووم څپرکي کې خپاره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکام دغه پرېکړه لیکونه د کشمیر د مسلې د حل لارې په توګه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې ښه پوهېږي چې دغه پرېکړه لیکونه د هغه کاغذ ارزښت نه لري چې پرې لیکل شوې دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا﴾

[نساء: ٦٠]

ژباړه:  اې پیغمبره! ایا تا هغه خلک نه دي کتلي چې دعوه کوي چې موږ تاته پر راغلي کتاب او له تا څخه چې وړاندې نازل شوي وو، ایمان راوړی، خو دوی غواړي چې باطل او د تاغوت لور ته ولاړ شي؟! په داسې حال کې چې هغوی ته له طاغوت څخه د منکرېدو امر شوی و. شیطان دوی غولوي او له سمې لارې څخه یې لېرې کوي.

جګړه د پاکستان حکامو ته د کشمیر د ازادولو لپاره ټاکنه نه ده، ځکه هغوی د غربي ملت دولت پر مفکوره داسې زړونه بایللي دي چې سترګې یې د کشمیر د مسلمانانو د حالت پر لیدو ړندې او د هغوی د مظلوم غږ د اورېدو لپاره د هغوی غوږونه کاڼه شوي دي؛ ځکه هغوی په هغو درواغجنو پولو او سرحدونو کې راګېر شوي چې د ښکېلاکګر انګلیس په واسطه جوړ شوي دي. نو زموږ پوښتنه دا ده چې که سریناګر لاهور او لاهور سریناګر وایي، بیا مو هم جګړنه نه ټاکله؟ ایا اوس هم د کافرو انګلیسیانو د درواغجنو جغرافیایي پولو او سرحدونو لپاره هغه سرښندنې او تاوتریخوالي چې د کشمیر د مسلمانانو د وینو په بیه تمامېږي، سترګې پرې پټوئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«مَا مِنْ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِمًا فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ وَمَا مِنْ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِمًا فِي مَوْضِعٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا نَصَرَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ نُصْرَتَهُ»

ژباړه: هر مسلمان چې بل مسلمان په داسې ځای کې پرېږدي چې ملګری ونه لري، چې بې عزته یي کېږي، الله سبحانه وتعالی یې په داسې ځای کې یوازې پرېږدي چې د الهي مرستې په تمه وي او هر مسلمان چې له بل مسلمان سره په داسې ځای کې مرسته وکړي چې برید پرې کېږي او پت یې تر پښو لاندې کېږي، الله سبحانه وتعالی په هغه ځای کې مرسته ورسره کوي چې د الهي نصرت تمه ولري.

د پاکستان د حکامو لپاره د کشمیر د ازادولو لپاره جګړه ټاکنه نه ده، ځکه کله چې د امریکا له جګړې څخه د ملاتړ په چوکاټ کې د امریکا له ګټو څخه د ملاتړ او د افغانستان د اشغال په اړه د امریکایي موخو مسله مطرح شي، د یاد رژیم توپونه او ټانکونه چمتو کېږي او زموږ ځواکونه په دغه جګړه کې د سوو لرګیو په توګه کارول کېږي؛ هغه جګړه چې پاکستان او ګټې یې سختې زیانمنوي.

د باجوا او عمران خان رژیم هغه دروغجنې ژمنې چې د هند له دولت سره یې د اړیکو عادي کولو په اړه کوي، د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي او هغوی ته دوکه ورکوي. دغه رژیم له موږ څخه غواړي چې اقتصادي لاسته راوړنو ته په کتو سره، د کشمیر مسلمانان وپلورو. د داسې امر په تر سره کولو سره یاد رژیم پر تولو اسلامي ارزښتونو سترګې پټوي او د پاکستان د مسلمانانو لپاره لوی سپکاوی روا ګڼې. هغه اسلامي ارزښتونه چې هغوی پرلپسې د اسلامي عقیدې او له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول څخه د اطاعت لپاره د اقتصادي ارزښتونو په پرتله لومړیتوب ورکوي او لاریونونه سې تر سره کړي دي.

له هند دولت سره اړیکو ته په رابللو سره، دغه رژیم زموږ د نیکونو پر هغو نه منلو وړ مبارزې سترګې پټوي چې د هندوانو تر واکمنۍ لاندې ژوند یې رد کړ او دې ته یې لومړیتوب ورکړ چې د پاکستان مسلمانان باید په بله خاوره کې ژوند وکړي. پر همدغه بنسټ د اقتصادي اسانیتاوو ژمنې له یو خیالي او درواغجن امر پرته بل څه نه دي. اروپایي ټولنه، چې له متمدنو یهودي، مسیحي او ډیموکراټیکو ملتونو څخه تشکیل شوې، نن د یو اقتصادي ایتلاف په حالت کې ده او هېڅ وخت به د کشمیر په مسله کې له پاکستان څخه ملاتړ ونه کړي؛ نو څرنګه دې ته په تمه پاتې کېدای شو چې د هند دولت چې د کفري قوانینو پر بنسټ حکم کوي، د پاکستان له مسلمانانو سره یو ځای ژوند وکړي؟ نخیره، د سولې او اسانتیا په برخه کې یوازنۍ لاره دا ده، همغه ډول چې اسلام په پېړیو پېړیو د هند پر وچه حاکم و، په همدغه بڼه باید اسلام باید پر هغوی حاکم وي.

اې د پاکستان مسلمانانو! د پاکستان په اوسنیو او مخکنیو مشرانو کې هېڅ توپیر نشته، بلکې دوی ټولو په بې شرمۍ سره د هند دولت پر وړاندې سرونه ټیټ کړي. پر همدغه بنسټ، اوس پر تاسو لازمه ده چې د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت په تاسیس سره په پاکستان کې رښتینی بدلون رامنځته کړئ؛ هغه نظام چې د مسلمانانو خلیفه به له اسلام پرته به بل څه نه پلي کوي، تر څو خلک په سوله او اسانتیا کې ژوند وکړي. دغه امر هغه څه ښيي چې قدرت د هغه امت په واک کې دی چې د اسلامي قوانینو په پلي کېدو سره سیمه او نړۍ اداره کوي. پر همدغه بنسټ، کله چې د هغه واک د اسلام تر رهبرۍ لاندې وي، په حقیقت کې د هند لویه وچه په دغه ډول له اسلامي سولې او اسانتیا څخه نه شي لویېدای. ځکه د اسلام خلیفه د هېڅ نړیوالو قوانینو او نړیوالو سازمانونو پروا نه لري. هغه داسې کس دی چې تاسو په عزت سره رهبري کوي او د جهاد په پیلولو سره د پاکستان د وسله والو ځواکونو په واسطه د کشمیر د ازادولو لپاره مبارزه کوي او د هند د فتحې لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري پر بنسټ لاس پکار کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«وَعَدَنا رسولُ اللّـهِ صلى الله عليه وسلم غزوةَ الهند، فإنْ أدركتُها أُنْفِقْ نفسي ومالي، وإنْ قُتِلْتُ كنتُ أفضلَ الشهداء، وإنْ رجعتُ فأنا أبو هريرة الـمُحَرَّرُ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د هند د فتحې ژمنه وکړه او ویې ویل که هغه وخت وم، ځان او مال به مې قرباني کړی و او که مړ شوی وای، له غوره شهیدانو څخه به وم او که ژوندی بیرته راغلی وم، ازاد شوی ابو هریره به وای.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې