یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 جمادی الثانی 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 18 فبروری 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۴۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
کپیټلېزم یو ظالم او استثماري نظام دی، ځکه پر شتمنو او بېوزلو خلکو یو ډول مالیه لګوي

د مالیې وزارت ورستی راپور په ډاګه کوي، چې د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له خلکو څخه په راټوله شوې مالیه کې ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په داسې حال کې چې د تېلو او ګازو  واردات ۲۰ سلنه او داخلي تولید بیا ۱۰ سلنه را کم شوی دی. د باجوه-عمران رژیم پر اجناسو د مالیې لوړولو له لارې د عامه خلکو  د شتمنیو لوټل پیل کړي دي. دا څه ډول عادل نظام دی؟ هغه چې پر شتمنو او بېوزلو خلکو یو ډول مالیه وضع کوي او په حقیقت کې بېوزله خلک ځانوژنې ته اړباسي. دغه حالت په کراچۍ کې یو رېکشا چلوونکی محمد سفدار او په رګمان کې یو خرګاډی چلوونکی ابراهیم حیدري ځان سوزولو ته اړ اېستل، ځکه دوی په دغه یخ ژمي کې خپلو ماشومانو ته د ګرمو جامو پر نه برابرولو سربېره، د هټۍ والا د پور ورکولو توانایي هم نه درلوده.                                                                                               ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍                  

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍دا ظالم سیستم له هغه کسانو څخه هم مالیه راټولوي، چې خپلو ماشومانو ته خوراکي توکي او سرپناه نه شي برابرولی. د ۲۰۱۹ کال په بودیجه کې ۲۰ ډوله جبري (ناروا)  نامستقیمه مالیه د ټارګېټ شوو عوایدو ۶۲ سلنه برابروي، چې ۳۵۰۰ بیلیون پاکستانۍ روپۍ اټکل شوې ده. د پام وړ خبره دا ده چې دغه ډول نامستقیمه مالیه پر ټولو شتمنو او  بېوزلو خلکو یو ډول لګول کېږي، چې پر شتمنو کسانو ډېر اغېز نه کوي، خو د بېوزلو د عایداتو یوه لویه برخه له منځه وړي. په اسلام کې مالیه یوازې پر هغې شتمنۍ لګول کیږي، چې د لګښتونو له پرې کولو بیا هم پاتې کېږي. دا ډول مالیه یوازې د هغو چارو د سمبالولو لپاره لګول کیږي، چې الله سبحانه وتعالی د امت مکلفیت بللې دي او په هغو کې جهاد، نظامي صنعت، غربت، بېوزلي، مهاجرت، د دولت د مامورینو تنخوا، د سړکونو، ښوونځیو، روغتونونو او جوماتونو جوړول، وچکالي، د سیلابونو راوتل او نور بېړني حالات شامل دي. د شرم وړ خبره داده، چې د تېرو شپږو میاشتو د راټولې شوې مالیې ۵۷ سلنه د سود په خلاصولو کې ورکړل شوې او دا په ښکاره د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر وړاندې د جګړې اعلان دی. په اسلام کې بېوزله خلک له هر ډول مستقیمې او نامستقیمې مالیې څخه خوندي دي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:  

﴿كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ﴾

[حشر: ۷]

ژباړه: ترڅو چې هغه یوازې ستاسو د شتمنو ترمنځ لاس په لاس نه شي.

اسلام د مسلمان ژوند، شتمني او عزت سپېڅلی (خوندي) بولي. که له شرعي دلیل پرته د یو چا شتمني واخیستل شي، نو دا د غلا حیثیت لري او ظلم دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع کې وفرمایل:

«إِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوَالَكُمْ وَأَعْرَاضَكُمْ عَلَيْكُمْ حَرَامٌ كَحُرْمَةِ يَوْمِكُمْ هَذَا فِي بَلَدِكُمْ هَذَا فِي شَهْرِكُمْ هَذَا»

(متفق علیه)

ژباړه: په حقیقت کې ستاسو وینه، شتمني او عزت یو بل ته داسې سپېڅلې (خوندي) دي، لکه د حج ورځ چې په دغه ښار (مکه) کې خوندي ده.

نن ورځ په پاکستان کې ۹۰ سلنه مالیات په جبري ډول له خلکو څخه راټولیږي، چې په قطعي ډول حرام دي. په پاکستان کې د کپیټلېزم ظالم او استثماري نظام په مکمله توګه ناکام شوی دی. دغه نظام پر لویو پانګوالو، د مېډیا له مالکانو، سترو دولتي سوداګرو، فاسدو جنرالانو، امریکایي اجینټانو، مزدورو سیاسونو، لویو صرافانو، فاسدو حقوقپوهانو... مالیه نه شي لګولی. دغه سېستم د قدرتمنو خلکو پر وړاندې غلی دی او یوازې د ټولنې د بېوزله اکثریت پر وړاندې رمباړې وهي. په حقیقت کې کپیټلېزم نور د مرګ کندې ته رسېدلی او یوازې یوې جټکې ته اړتیا ده، ترڅو په مکمل ډول له منځه لاړ شي. د پوځ هغه افسران به د میلیونونو دوعاګانو ګټونکي شي، چې حزب التحریر ته د نصرت په ورکولو سره کپيټلېزم تر خاورو لاندې کړي او نړۍ ته د بې ساري نظم ورکولو په موخه د نبوت پر تګلاره خلافت تاسیس کړي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې