شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 ربیع الاول 1443

میلادی نېټه :     یکشنبه, 31 اکتوبر 2021 م

شمېره:      1443 / 19

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
قدرتمندان باید موږ له هغو واکمنانو وژغوري، چې زموږ هوايي حریم ماتې شوې امریکا ته سپاري، چې نه یوازې زموږ جاسوسي، بلکې پر افغانستان برید وکړي

د CNN د خبر له مخې د بایډن ادارې ګانګرېس ته وویل چې له پاکستان سره ښايي یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړۍ، چې پر اساس به یې د امریکا متحده ایالات د پاکستان هوايي حریم په افغانستان کې د استخباراتي او نظامي عملیاتو لپاره وکاروي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دغه راپور تکذیب هم د تصدیق په معنی دی.

د امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د پاکستان د هوايي حریم د یوه دهلېز په کارولو سره دوه ډرون بریدونه ترسره کړل چې ډېري خلک یې پکې ووژل. په افغانستان کې د امریکا له شرموونکې ماتې وروسته د پاکستان نظامي او سیاسي رهبري څنګه د پاکستان هوايي حریم د امریکا بې پيلوټه او جنګي الوتکو ته پر یوه لویه لار بدلوي، چې په وسیله یې دوی زموږ افغان وروڼه بمباروي، په افغانستان کې د طالبانو پر دولت نظامي فشار راوړي او په بلوچستان کې د زموږ د اتومي اثبات جاسوسي کوي!؟

پاکستاني چارواکي په اغېزمنه توګه بایډن ته اجازه ورکوي، چې له مخکینۍ دروازې څخه تر وتلو وروسته له شاتنۍ دروازې څخه له لازیاتو وړتیاوو سره راشي. پر دې سربېره دغه خاین چارواکي د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له اوامرو څخه په ښکاره سرغړونې سره له بایډن څخه غواړي، ترڅو له هند سره اړیکې ښې کړي؛ امریکا ته تسلیمېږي، چې امریکا خپلې سیمه‌ييزو موخو ته ورسېږي یعنې مودي په سیمه‌ کې ځواکمن کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! زموږ ګډوډ حالت د نظامي کمزورۍ له امله نه دی. موږ مخکې شوري روسیه له اسلامي نړۍ وشړله او اوس مو امریکا ایستلو ته اړ کړې ده. زموږ د کمزورۍ دلیل اقتصادي کمزوري هم نه ده. د مسلمانانو سیمې د اقتصادي سرچینو له اړخه بډایې دي، د افغانستان په ګډون چې امریکایانو د «لیتیمو سعودي عربستان» ګڼلی دی. زموږ د کمزورتیا لامل هغه امریکا پلوه سیاسي او نظامي رهبري ده، چې غواړي د امریکا ماتې پر بریا بدله کړي، د مسلمانانو د مقدساتو په ساتنه کې غفلت کوي، د اشغال شوو اسلامي خاورو د ازادۍ مخه نیسي او د غرب نړیوال نظم ته وفادار پاتې کیږي؛ چې قدرت ته د اسلام د بېرته راګرځېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.  

اې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو مسلمانو افسرانو! تر اوسني نړیوال نظم لاندې د مسلمانانو خیانت به ورځ په ورځ زیاتېږي. زموږ حاکمان به د FATF لېستونو، د پیسو نړیوال صندوق شرایطو او د ملګرو ملتونو د حللارو په نامه د غرب د ګټو خوندي کولو لپاره پلمو جوړولو ته دوام ورکړي. د دغه نړیوال نظم جرړې وباسئ، که نه دغه خاین چارواکي به د خیالي اقتصادي ګټو د خونديتوب په نامه زموږ ستراتیژیکو ګټو قرباني کولو ته دوام ورکوي. الله سبحانه وتعالی تاسو ته یو زرین فرصت درکړی، ترڅو د خلافت دولت په تاسیسولو سره د دغه نړیوال نظم ځنځیرونه وشلوئ او پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا د یوه دولت په توګه سره متحد کړئ.  ټپي امریکا په داسې دریځ کې نه ده چې ستاسو پر وړاندې ودرېږي. د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب‌التحریر ته په نصرت ورکولو سره موږ له دغو امریکا پلوه چارواکو څخه وژغورئ. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ ‌[آل‌عمران: ۲۶]

ژباړه: ووایه اې الله، د هر څه مالکه! ته چې هر چا ته وغواړي حکومت او واکمني ورکوې او هر چا ته چې وغواړې ترې اخلې یې؛ هر چا ته چې وغواړې عزت ورکوې او هر چا ته چې وغواړې ذلیل کوې یې. ستا په لاس کې خیر دی او بېشکه ستا هر څه په وس کې دي.

د حزب‌التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

#أفغانستان

#Afganistan

#Afghanistan

 

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې