شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 ربیع الاول 1444

میلادی نېټه :     جمعه, 07 اکتوبر 2022 م

شمېره:      ۱۰/ ۱۴۴۴

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پوځ وړ مشر پر امریکا تکیه نه کوي، د خلافت بیا تاسیس ته نصرت ورکوي او د اشغال شوي کشمیر د ازادولو لپاره پوځ بسیج کوي

جنرال باجوه په واشنګټن کې له خپلو بادارانو سره د مخې ښې لیدنې کوي. غواړي چې له تګ وروسته یې هم پاکستان د امریکا د غلامۍ پر ځنځيرونو تړلی پاتې شي، له همدې امله د پنټاګون او امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره پر خبرو اترو لګیا دی. دا چې ده امریکا ته اوږد او ښه خدمت کړی و، امریکا په لوړه کچه پوځي ترتیبات ورته نیولي وو.

دا د پاکستان پوځ او متنفذینو ته یو چلنج دی چې د جنرال باجوه له تګ وروسته د استعمار له غلامۍ ځان خلاص کړي. د پاکستان ملکي او پوځي حکام باید دا تصمین کړي چې د پوځ نوی مشر به د پاکستان او مسلمانانو د ګټو ساتنه او خدمت کوي. دوی باید په سیمه کې د جنرال باجوه په څېر د امریکا د ګټو د بل ساتونکي مخه ونیسي.

د اسلام له نظره، د اسلامي ځواکونو مشر باید د خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړي. هغه باید یوې داسې ډلې ته نصرت ورکړي چې اسلام په بشپړ او انقلابي ډول پلی کړای شي. دا یو مکلفیت دی چې د الله سبحانه وتعالی له لوري د پاکستان د پوځي رهبرۍ پر غاړه پروت دی، ترڅو اوسنی نا اسلامي، بشري او ډیموکراټیک نظام ړنګ کړي. د حربي کفارو د جاسوسۍ هغه مرکزونه وتړي چې د سفارتونو او قونسلګریو په نامه یې کارونه پر مخ وړي او په دې توګه د دوی استخباراتي سرچینه ړنده کړي. باید واک یوې صادقې او باخبره رهبرۍ ته وسپاري، چې د الله سبحانه و تعالی په لار کې جهاد پیل کړي او د پوځ ځنځيرونه مات کړي.

دا د پاکستان د پوځي رهبرۍ دنده ده چې اشغال شوی کشمير ازاد کړي؛ د هندو دولت ظلمونه پای ته ورسوي، چې تر يو لکو زيات مسلمان نارينه، ښځې او ماشومان يې شهيدان کړي؛ پر زرګونو پاکو مسلمانو ښځو یې جنسي تيري کړي؛ زرګونه ځوانان یې ورک کړي او زموږ ماشومان یې اړ کړي چې د هندو مذهب سندرې ووايي.

د پاکستان وسله وال ځواکونه د اسلامي امت هغه اتلان دي چې مشري یې باید د سعد بن معاذ، خالد بن ولید، صلاح الدین ایوبي او محمد بن قاسم رضی الله تعالی عنهم په څېر کسانو په واک کې وي. له دغو ځواکونو څخه تمه کیږي چې د هند د خلاصون او د مسجد الاقصی د ازادولو په لاره کې جهاد وکړي. د پاکستان پوځ باید د اسلام او مسلمانانو ساتونکی وي؛ اسلامي امت همدا ترې غواړي او د همدې تمه ترې لري.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! په دنیا او اخرت کې د بریالیتوب لپاره مخ پر وړاندې لاړ شئ! د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړئ! د مسجد الاقصی د ازادولو او د یهودي اشغال د له منځه وړلو لپاره را ولاړ شئ! د خلافت د بيا تاسيس او د شريعت د سملاسي او هر اړخيز تطبيق لپاره راپاڅېږئ! د جنت او د تلپاتي راحت ژوند لپاره هڅه وکړئ چې الله سبحانه وتعالی یې د خپلو مطیع بندګانو لپاره ژمنه کړې. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ)

ژباړه: «هغه څه چې رسول صلی الله علیه وسلم تاسو ته راوړي، هغه واخلئ او له کوم شي څخه مو چې منع کوي، له هغو څخه ډډه وکړئ. له الله تعالی څخه ووېرېږئ. الله تعالی سخت سزا ورکوونکی دی.» [حشر: ۷]

حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې