شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 محرم 1445

میلادی نېټه :     دوشنبه, 07 آګست 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۳/ ۱۴۴۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اوسني پانګوال اقتصاد پراختیايي پروژې یوازې حکامو او چارواکو ته ګټه رسوي

 یوازې د خلافت تر سیوري لاندې پروژې به د خلکو ژوند ته سوکالي راوړي

د ۲۰۲۳م کال، د اګست په لومړۍ نېټه، د پاکستان پطرولیم وزرات او باراک د سرو زرو شرکت په ګډه د پاکستان د ۲۰۲۳م کال کانونو د ناستې کوربه‌توب وکړ. د انرژۍ د پطرولیم برخې لپاره د دولت وزیر، ډاکټر مصدق مالک دغې ناستې ته په وینا کې بهرنیو پانګوالو ته په پاکستان کې په بېلا بېلو برخو، په ځانګړې توګه د کانونو برخه کې د پانګونې بلنه ورکړه. هغه وویل چې له دې ناستې څخه موخه په هېواد کې د بهرنۍ مستقيمې پانګونې ډېروالی او د پرمختګ پر لور حرکت دی.

د تېرې پېړۍ په شپېتمو کلونو کې، پاکستان د کرهڼې او صنعت په ځينو برخو کې یو څه پرمختګ وکړ. دا د پرمختګ لسيزه وبلل شوه. خو ډېر ژر په ډاګه شوه چې د دغه پرمختګ د ګټو ډېره برخه د واک خاوندانو ۲۲ کورنیو ته رسېدلې وه. بیا د تېرې پېړۍ په اتیایمو او نویمو کلونو کې د ازاد بازار اقتصاد، سوداګریزه ازادي، د عامه بنسټونو خصوصي کول او د لویو لارو جوړول د پرمختګ اساسات وګڼل شول. د دغو پاليسیو او پروژو ګټه هم یوازې لږو خلکو او بهرنیو پانګوالو ته ورسېده. هېواد او خلک همداسې بېوزله پاتې شول.

دغه راز، د اوسنۍ پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې له لرې واټن څخه د اړیکو پراخېدل او بیا په دوهمه لسیزه کې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د هېودا د پرمختګ ضامن وبلل شول. خو بیا هم ډېره ګټه چينایي او څو ملیتي کمپنیو ته ورسېده. خلک او هېواد هماغسې بېوزله پاتې شول او نور هم په پور کې ډوب شول.

اوس یې خلک په دې خبره بیا خوشاله کړي چې پاکستان د ټرېلیونونو ډالرو په ارزښت کانونه لري؛ که په دې برخه کې ډېر کار وشي، د پاکستان او دغه هېواد د خلکو برخلیک به بدل شي. پوښتنه دا ده چې په دې کې څه شی نوي دي؟ پاکستان نږدې ۲۰ کاله مخکې له یوه چينایي شرکت سره تړون وکړ چې په بلوچستان کې له سایندک کانونو څخه مس او سره زر راوباسي؛ دا تړون تر ۲۰۳۷م کال پورې تمديد شو. د دغې پروژې ګټه نه یوازې دا چې د ټول پاکستان خلکو ته ونه رسېده؛ بلکې د هغې سیمې خلک لا هم په سخته بېوزلۍ او ناوړه حالت کې دي چې دغه کانونه ترې را ایستل کېږي.

که د تېرو شپېتو کلونو تجربه په پام کې ونيول شي، د دې خبرې کول به ناسم نه وي چې د دغو کانونو ګټه به بیا یوې ډلې واکمنو بهرنیو پانګوالو ته ورسېږي. دا خبره د یوه لوی څو ملیتي شرکت له لوري د دغې ناستې له کوربه‌توب او ګډونوالو ښکاري. نو تر هر څه وړاندې باید دا پوښتنه ځواب شي چې د پرمختګ د ټولو عناصرو پر شتون سربېره؛ پاکستان او پاکستانیان ولې سوکالۍ ته نه رسېږي او نهيلي دي؟

د دغه وضعیت اصلي دلیل دا دی چې په پاکستان کې پانګوال اقتصادي نظام پلی کېږي. دلته که ډيموکراسي وه، که پوځي ديکتاتوري او که بل څه؛ اقتصادي نظام یې تل همدا و. پانګوال اقتصادي نظام نیږدې ټولې شته سرچينې خصوصي سکټور ته سپاري. د دغو سرچينو اصلي ګټه پر خصوصي سکټور واکمن اړخونه ترلاسه کوي. دغه ګډ سهامي شرکتونه د پانګوال مالي تامین له موډل څخه میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي. بانکونه، سهامي بازارونه، د پانګې بازارونه او د موسسو پانګوال پر دغو سرچینو کنټرول پیدا کوي. په داسې حال کې چې د یوه هېواد د شتمنۍ ګټه باید ټولو خلکو ته ورسېږي. په پانګوال اقتصادي نظام کې د یوه هېواد د شتمنۍ ګټه یوازې څو کسانو ته رسېږي.

په «پرمختللو» هېوادونو کې هم پانګوال نظام شتمني د یوې ډلې په لاسونو کې ږدي. د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ ربع کې، په امریکا کې ۶۹ سلنه شتمني د ۱۰ سلنه مخکښو عاید لرونکو په واک کې وه. د دې په پرتله، د ټیټې کچې ۵۰ سلنه عاید لرونکو د ټولې شتمنۍ پر یوازې ۲،۴ سلنه برخې واک درلود. د پاکستان له پرېمانه سرچينو څخه به یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت تر سیوري لاندې اسلامي اقتصادي نظام کې ټولو خلکو ته ګټه ورسېږي. د اسلام اقتصادي نظام کانونه عامه شتمني ګڼي. له همدې امله، دولت اړ دی چې د کانونو پر استخراج، تصفیې او پلور پخپله څارنه وکړي. خلافت دولت باید دغه کانونه د خلکو پر اړتیاوو ولګوي، ځکه چې خلافت یو ساتونکی دولت دی او د خلکو د چارو رعایت او تنظیم کوي. په دې توګه د اسلام اقتصادي نظام د همدغه یوه حکم په پلي کولو سره ولس او دولت هوسا کولی شي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَلَوۡ اَنَّ اَهۡلَ الۡقُرٰٓى اٰمَنُوۡا وَاتَّقَوۡا لَـفَتَحۡنَا عَلَيۡهِمۡ بَرَكٰتٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَالۡاَرۡضِ]

ژباړه: «که د سيمو خلکو ایمان راوړی وای او د پرهېزګارۍ لار یې غوره کړې وای، نو موږ به هغوی ته د اسمان او ځمکې د برکتونو دروازې پرانېستې وای.» [اعراف: ۹۶]

د پانګوال نظام پر ناکامو نسخو د  نور ډېر وخت، هلو ځلو او سرچينو ضایع کولو پر ځای؛ د واک او ځواک څښتنان باید حزب التحرير ته نصرت ورکړي چې د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس کړي.

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ. ق کال، د محرم ۲۰مه

۲۰۲۳م کال، دوشنبه، د اګست ۷مه

ژباړن: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې