هجری قمری نېټه : 3 صفر 1447
میلادی نېټه : دوشنبه, 28 جولای 2025 م
مطبوعاتي دفتر
په داسې حال کې چې یهودي رژیم د غزې د مسلمانانو ټولوژنې او د هغوی وږي ساتلو ته دوام ورکوي او په داسې حال چې اسلامي امت د غزې له خلکو سره د اسلامي خاورو د حکامو له نصرت او مرستې څخه ناهیلی شوی دی؛ یوه ستره مایوسي د اسلام آباد له زړه څخه مخې ته راغله؛ هغه دا چې د ۲۰۲۵م کال د جولای په ۲۶مه نېټه د سيمې د دفاع وزیرانو غونډه وشوه. یاده غونډه د پاکستاني پوځ په کوربهتوب ترسره شوه او د امریکا، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان لوړپوړو نظامي چارواکو ګډون پکې کړی و. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې اعلان وکړ چې د دغې غونډې موخه د امنیتي همکاریو پیاوړتیا او د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزه ده.
د امریکا له تکراري پالیسۍ او اجنډا سره سم؛ چې اسلام او مسلمانان او هر هغه څوک هدف ګرځوي چې د مسلمانانو د ویښتابه او نهضت لپاره مبارزه کوي؛ په دغې غونډه کې د فلسطین د قضیې او د یهودي رژیم د وحشيانه او تروريستي جنایتونو هیڅ یادونه ونه شوه.
د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې ان د غزې د خلکو د کړاوونو او هغو دوامدارو جنایتونو یادونه نه ده شوې چې د هغوی پر وړاندې ترسره کیږي؛ جهاد ته بلنه او د اسرائیلې اشغال په تړاو شرعي دریځ او د اسلام حکم بیانول خو لا لرې خبر ده؛ هغه دریځ چې نبي علیه السلام د خپل نبوت پر مهال اعلان کړی و:
«تقاتلکم الیهود فتسلطون علیهم حتی یقول الحجر:یا مسلم هذا یهودي ورائي فاقتله.»
ژباړه: يهود به له تاسو سره جګړه کوي، او تاسو به پر هغوی بريالي کېږئ، تر دې چې (یهود به د یوې ډبرې شاته پټ شي) او دا ډبره به ووایي: ای مسلمانه! دلته زما شاته یو یهودی دی، راشه و یې وژنه (رواه البخاري و مسلم)
د شرم وړ خو دا وه چې د امریکا د مرکزي قوماندې مشر په یاده غونډه کې د مشر او لارښود په توګه ګډون وکړ؛ له ګډونوالو سره یې د امریکا پالیسي او د غونډې او سیمې په هکله د امریکا لیدلوری شریک کړ. په داسې حال کې چې نوموړی پر غزه د یهودي اشغالګر رژیم له مهمو پلان جوړوونکو، ملاتړو او د یهودي رژیم له یرغل څخه د امریکا د حمایوي او مرستندویه عملیاتو مستقیم مسؤل دی. سره له دې په جلا رسمي مراسمو کې په مډال ونازول شو او قدردانی یې وشوه.
د یادې غونډې ټول پام د امریکا له اجنډا سره سم د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزې ته و. دا هغه شعارونه دي، چې موخه یې د هغو اسلامي ډلو ځپل دي چې د اسلامي امت د ویښتابه او نهضت لپاره کار او د یهودي او هندي اشغال پر وړاندې مبارزه کوي. په دې غونډه کې د انسانیت د اصلي دښمن، یهودي رژیم او د هغه د ملاتړو پر ضد کوم شعار نه و.
بېشکه چې د امریکایي چارواکو ګډون او له هغوی سره د امنیتي شریکانو په توګه تعامل؛ نه یوازې دا چې له اسلام او مسلمانانو سره ښکاره خیانت دی — یعنې د شر په جبهه کې د یهودي دولت تر مشرۍ لاندې، او د خیانت په جبهه کې د سیسي او د آل سعود د واکمنانو تر مشرۍ لاندې ځای نیول، په داسې حال کې چې د غزې د ماشومانو وینه هره ورځ بهېږي — بلکې؛ دا د امریکا غلامۍ ته دوام ورکول او په داسې حال کې چې د امریکا او چین ترمنځ سخته سیالي روانه ده، په سیمه کې د امریکا د اجنډا او لیدلوري پلي کول دي.
موږ د پاکستان او اسلامي امت د پوځونو شریف مشران او افسران مخاطب کوو او ورته وایو:
امریکا د اسلامي امت سرسخته دښمنه ده؛ یهود قاتلان دي؛ څوک چې په دې سختو حالاتو کې له هغوی سره مرسته او تعاون کوي، د اسلام او مسلمانانو استازیتوب نه شي کولای. دوی باید درک کړي چې همدا نظامي مشرتابه یې زموږ د اوسنۍ تباهۍ لامل ده. همدوی د هغه ذلت او سپکاوي لامل دي چې موږ یې د یهودو او هندوانو له لاسه ګالو، او تر شا یې امریکا ولاړه ده. نو پر تاسو لازمه ده، چې دا خاینان لرې کړئ او د دوهم راشده خلافت د اقامې په موخه حزب التحریر ته نصرت ورکړئ؛ یوازې همدا اسلامي خلافت کولای شي د غزې مرسته وکړي؛ د ماشومانو غچ یې واخلي او مسجد الاقصی آزاد کړي.
پوه شئ چې اسلامي امت له جاکارتا نیولې بیا تر رباطه، ټول ستاسو یوې تاریخي پریکړې ته په تمه دي چې د یهودو، هندوانو او د هغوی د ملاتړو تر پښو لاندې ځمکه ولړزوي. په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان د اتومي ځواک، مؤمن او مجاهد پوځ او داسې ولس په لرلو سره چې له اسلام سره مینه لري؛ کولای شې په څو ساعتونو کې د غزې ټولوژنه ودروي؛ بلکې د ځواک نړیواله معادله بدلولای شي؛ خو په دې شرط چې مخلص مشرتابه د چارو واګې په لاس کې واخلي.
اې د پاکستان د پوځ افسرانو! اې د اسلامي امت د پوځونو افسرانو او هر هغه څوک چې په زړه کې یې لږ ایمان هم وي! له تاسو څخه به څوک د مسجد الاقصی د آزادۍ شرف ترلاسه کړي؟ ستاسو له منځه به څوک د صلاح الدین ایوبي په څېر په تاریخ کې د مسجد الاقصی آزادوونکی ولیکل شي؟
دا هغه ورځ ده چې مسلمانان پکې د الله تعالی په نصرت خوشالیږي او دا هغه ورځ ده چې د جنتونو دروازې پکې د هغه چا لپاره خلاصیږي چې جهاد یې وکړ او بری یې ترلاسه کړ.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ٧]
ژباړه: «اې مومنانو! که تاسو الله (د الله دين) ته نصرت ورکړئ، نو هغه به ستاسو مرسته وکړي او قدمونه به مو ټينګ کړي.»
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۳مه
۲۰۲۵م کال د جولای ۲۸مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۰۵
ژباړن: عمر حمزه