شنبه, ۰۳ شوال ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۱/۰۵/۱۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ميانمار پوځي کودتاه پايلې
بسم الله الرحمن الرحيم
د ميانمار پوځي کودتاه پايلې

(ژباړه)

پوښتنه:

«د فبروري لومړۍ ورځې پوځي کودتا راهیسې، د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کريسشن سکرنر برګنر چهارشنبې په يوه ويډيويي کنفرانس کې په يوه ورځ کې د ۳۸ کسانو وژنه د دې هيواد لپاره يوه «خونړۍ ورځ» اعلان کړه. د ميانمار امنيتي ځواکونو لاریونوال، چې د پوځي حکومت پر ضد يې لاریون کاوه، په ډزو ويشتل....» سرچینه: (الجزيره.نيټ، ۳/۳/۲۰۲۱)

 په پام کې وه چې پارلمان په ۱/۲/۲۰۲۱ په ميانمار (برما) کې خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي، چې ناڅاپه پوځ پوځي کودتا وکړه. ولسمشر، لومړی وزير، ګڼ شمېر وزيران او سياستوال ونيول شول. امريکا د کودتا پر وړاندې سخت غبرګون وښود او پر پوځ يې ږغ وکړ، چې په بيړه واک ستون کړي. د دې کودتا تر شا د چا لاس دی؟ امريکا ولي له غوسې ډک غبرګون وښود؟ او په ميانمار کې د دې کودتا اغېز به پر ځورول شويو مسلمانانو څه وي؟

ځواب:

د لاندې موضوعاتو په څېړلو سره به غوڅ ځواب ترلاسه کړو:

  1. تر ټاکنو يوه اوونۍ مخکې، د پوځ او حکومت ترمنځ لفظي ناندرۍ کښته او پورته کېدلې، د ميانمار د پوځ مشر مين انګ حالينګ له يوې شخصي رسنۍ سره په مرکه کې د ټاکنو کميسيون پر صلاحيت او ناپيليتوب باندې شک څرګند کړ، هغه يې تورن کړ چې د رايې ورکولو پروسې مخکې يې په پراخه کچه د قوانينو او طرزالعملونو څخه سرغړونه کړې ده. په غبرګون کې یې د حکومت يوه وياند د پوځ مشر تورونه بې بنسټه وګڼل او خبرداری يې ورکړ چې هغوی له اساسي قانون څخه سرغړونه کوي- اساسي قانون صراحت لري؛ «ملکي حکومت بايد د پوځ او ملکي مامورينو له سياسي تړاو څخه پاک وي» او په ښکاره يې پر پوځ نيوکه وکړه چې اشاره يې کړې وه؛ که چېرې د ډيموکراسۍ لپاره ملي ليګ ګوند په يادو ټاکنو کې بريالی شي، پوځ به بې تفاوته پاتې نشي... سرچینه: (الحدف نيوز پورټل، ۱۱/۱/۲۰۲۱). له دې ښکارېده چې که ملي ليګ ټاکنې ګټي پوځ د کودتا لپاره چمتوالی نيسي...

  1. کله چې ټاکنې ترسره شوې، د انګ سان سوچي د ډيموکراسۍ لپاره ملي ليګ ګوند (NLD) د دویم ځل لپاره د نومبر ۲۰۲۰ م کال ټاکنې په زيات اکثريت ۸۳٪ سره ، ان د ۲۰۱۵م کال څخه په لږ زيات توپير چې ۷۵٪ رايې یې وې، وګټلې. خو د پيوستون او پرمختيا ګوند چې د پوځ له خوا تاسيس شوی دی د پارلمان له ۴۷۶ څوکيو څخه يوازې ۳۳ څوکۍ وګټلې. نو پوځ په ګواښونو پيل وکړ، ترڅو په دې موضوع کې خپل اهميت په ډاګه کړي او د اساسي قانون له مادو څخه یې په ۲۰۰۸ م کال کې زياتی کړی و، چې دوی ګټه ترې پورته کړي او د انګ سان سوچي پخواني حکومت منلې هم  وې، چې له مخې يې په پارلمان کې ۲۵٪ څوکۍ پوځ ته ځانګړې شوې او د دفاع، کورنيو چارو او سرحدونو وزارتونه بايد په مستقيم ډول په پوځ پورې تړاو ولري او په ايالاتونو کې پوځ هر وخت چې لازمه وګڼي لاسوهنه کولی شي. هغه له همدغه امتياز څخه ګټه پورته کړه او ساعتونه مخکې د نوي پارلمان له پرانيستنې څخه چې خپله لومړۍ ناسته ترسره کړي او د تېرو ټاکنو پايلې تصويب کړي، په کودتا لاس پورې کړ. ولسي خلکو اعتراضونو ته مخه کړه او تر ټولو خونړۍ ورځ چهارشنبه ۳/۳/۲۰۲۱ وه. د فبروري لومړۍ د پوځي کودتا له پيل راهيسې، د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کريسشن سکرنر برګنر د چهارشنبې په ورځ په يوه مجازي مطبوعاتي کنفرانس کې په يوه ورځ د ۳۸ کسانو وژنه، د دې هيواد لپاره يوه «خونړۍ ورځ» اعلان کړه. د ميانمار امنيتي ځواکونو لاریونوال، چې د پوځي حکومت پر ضد يې لاریونونه کول، په ډزو ويشتل....» سرچینه: (الجزيره.نيټ، ۳/۳/۲۰۲۱). که څه هم اعتراضونه کم شول؛ خو زور او ځوږ يې هم هغسې پاتې شو.

  1. د پوځ مشر، مشر کودتاچي، جنرال مين انګ حلينګ او د پوځ درې نور قومندانان په برما کې «د بشري حقونو په سرغړونو کې د ښکېلتيا» له امله  له ډيمسبر راهيسې د امريکا د بنديزونو په نوملړ کې دی. نوموړی د خپل راتلونکي برخليک په تړاو اندېښنه لري که تقاعد شي نو داسې يو ځواک نشته چې د ده ساتنه وکړي. نوموړی د پوځ د مشر په توګه بايد په ۲۰۱۶ م کال کې تقاعد شوی وای، خو دی وتوانېد چې د واک موده تر ۲۰۲۱ اوړي پورې وغځوي. داسې ښکاري چې نوموړی غواړي له تقاعد وروسته د انګليس د مزدور په توګه په سياسي رول کې راڅرګند شي او ځينو د ده نوم د ولسمشر کېدو لپاره ونوماوه او پوځ ۱/۲/۲۰۲۱ م د واکمنۍ پوځي شورا تر ناستې وروسته په غېر مستقيم ډول په خپله رسمي ويبپاڼه کې په ډاګه کړه: «د پوځي ځواکونو لوی درستيز جنرال مين انګ حلينګ ژمن دی، چې ريښتنی ټولشموله ډيموکراتيک سيسټم په ښه ډول وچلوي» د هېواد ولسمشرۍ کېدو لپاره د ده د کمپاين يوه برخه ده...

  1. له همدې امله، پوځ چې د ۱۹۶۲م راهيسې، پر حکومت ژوره اغېز ه لري، د ټاکنو پايلې یې ونه منلې او د ټاکنو کميسيون، چې مشر يې انګ سان سوچې ټاکلی و، تورن کړ چې لس مېليونه باطلي رايې يې شمېرلي دي، خو سوچي ياد تورونه بابيزه وګڼل او د پارلمان لومړنۍ ناستې ته يې چمتوالی نيوه. د پوځ مشر ګواښ وکړ چې نوموړی به د اساسي قانون د مادې له مخې بېړنی حالت اعلان کړي او واک به په خپله ولکه کې واخلي. د نوي پارلمان د لومړنۍ ناستې ساعتونه مخکې د پوځ مشرانو له سوچي وغوښتل چې غونډه وځنډوي، خو نوموړي او د ګوند مشرانو يې چې په تېره نومبر مياشت کې ټاکنې په لوی اکثريت سره ګټلي وې د هغوی وړانديز ونه مانه... نو پوځ واک په خپل لاس کې واخيست او بېړنی حالت يې اعلان کړ، د حکومت سلاکاره انګ سان سوچې او ولسمشر وين مېنټ يې په کور کې نظر بند کړل او د هغوی پر ضد يې جرمي قضيې پرانيستلې.

  2. اصلي موضوع په ټاکنو کې د درغليو نه وه. دواړو غاړو نه غوښتل چې د خپلو ګوندونو د ملاتړ لپاره په ټاکنو کې درغلي وکړي. اصلي موضوع د امريکا او سوچي له يوه لوري او برتانيه او د پوځ مشر د بل لوري ترمنځ سياسي مبارزه ده. امريکا د سوچي ملاتړ کوي او غواړي چې ميانمار د چين پر وړاندې يو خنډ وي... برتانيې د هند ټاپوزمې د نيواک په وخت کې د برما پوځ جوړ کړ، ترڅو میانمار هم د خپل اغېز په ساحه کې راولي او ياد اغېز په مستقيم يا غېر مستقيم ډول دوام درلود، تر هغه چې امريکا د سوچې ګوند ملاتړ پيل او په ۲۰۱۵ م ټاکنو کې ستره بريا ترلاسه کړه او حکومت يې تشکېل کړ، خو پوځ له هره اړخه د  ۲۰۰۸ م اساسي قانون له مخې ياد حکومت څاره. کله چې ياد ګوند په ۲۰۲۰ م ټاکنو کې ۸۳٪ رايې ترلاسه کړې، برېټانیه اندېښمنه شوه، چې ګواکي د امريکا اغېز ثبات مومي، نو پوځ يې کودتا ته وهڅاوه او هم هغسې وشول. اصلي موضوع د امريکا او برېټانیې سياسې ډغرې دي او ټاکنې يوازې د يادې موضوع د پيل ټکي دي. هغه کسان چې سياسي ليدلوری او بصيرت لري په دې موضوع پوهېږي... د ۲۶/۶/۲۰۱۲ م د پوښتنې په ځواب کې موږ داسې يادونه کړې وه: «د برما رژيم په تېر کې په مستقم ډول د هغو جنرالانو له لوري اداره کېده، چې پوځي جامې يې په تن وې او اوس د متقاعدو جنرالانو له لوري چې ملکي جامي يې په تن دي اداره کېږي، چې تراوسه پورې برېټانيې ته وفاداره دي. برېټانيې په پټه او ښکاره، مستقيم او غېر مستقيم ډول د خپلو مزدورانو په مټ له هند څخه د ياد رژيم ملاتړ کاوه. همدارنګه برېټانيې نه يوازې په دې وروستيو کې بلکې له هغه وخت راهيسې، چې اسلامي نظام په دې هېواد کې پای وموند، د بودايانو له لوري د مسلمانانو د وژلو او ځورلو ملاتړ کاوه... امريکا د ملي ډيموکراتيک ګوند چې انګ سان سوچي يې مشري کوي ملاتړ کوي، هغې په ۱۹۹۱ م کې د نوبل د سولې جايزه وګټله. د هغې پلار انګ سان له برتانيې سره مخالف و او په ۱۹۴۷ م کې ووژل شو... امريکا په ميانمار کې له اوسني وضعيت څخه راضي نه ده...)

  1. له همدې امله، د امريکا غبرګون سخت و، د سپينې ماڼۍ وياندې جن ساکي وويل: (امريکا له هرې هغې هڅې سره مخالفه ده، چې د ټاکنو پايلو ته بدلون ورکړي يا د ميانمار د ډيموکراتيک لېږد خنډ شي او د هغوی پر ضد به اقدام وکړي، چې د يادو اقداماتو د شاتګ لامل شي... سرچینه: (بي بي سي، فرانس پريس ۱/۱/۲۰۲۱). د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکين په ميانمار کې «د ټولو حکومتي چارواکو او مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: «پوځ بايد په بيړه له يادو اقداماتو څخه پرشا شي...» سرچینه: (بي بي سي، ۱/۱/۲۰۲۱). د ختیځې اسيا لپاره د اوباما پخوانی ستر سلاکار ډانېل روسيل چې د انګ سان سوچي سره يې اړيکې جوړي کړي وې، د واک په زوره نيول يې په سيمه کې د ډيموکراسۍ لپاره يو ستر پر شاتګ وباله... سرچینه: (ای ايف پي، ۱/۱/۲۰۲۱). رويټر خبري اژانس د ۲/۲۰/۲۰۲۱ د يوه امريکايي چارواکي په حواله خبر ورکړ، چې د امريکا د لويو درستيزانو د کميټې مشر جنرال مارک ميلي هڅه وکړه چې د سپينې ماڼې په غوښتنه د ميانمار له پوځ سره اړيکې ټينګي کړي؛ خو ونه توانېد او ياده اداره وايې «چې د ميانمار پوځ له چين سره نیږدې اړيکې لري او له امريکايي پوځ سره يې اړيکې محدودي دي». له دې ښکاري چې د سوچي تر شا امريکا ده او په حقيقت کې په ميانمار کې د امريکا ګټې له چين سره د ميانمار په تړاو دي. ځکه امريکا غواړي چې چين په هر اړخيز ډول مهار کړي او د ځمکني پراختيا مخه يې ونيسي، نو امريکا غواړي چې د برېټانيې نفوذ په ياد هېواد کې په ځانګړي ډول د هند په نيمه وچه کې ختم کړي، لکه څرنګه چې په ټولو سيمو کې همدغه کار کوي.

  2. سربېره پردې، د ۱۹۶۲ م د لومړۍ پوځي کودتا راهيسې، برېټانیې د خپلې سياسي ځيرکتيا له مخې په برمايي پوځ کې خپل مزدوران چين ته نیږدې ښيي او هڅه کوي چې د کمونيستانو څخه ياد حقيقت پټ کړي. د برېټانيې مزدوران خپل ځان روسيې ته هم نیږدې ښيي او له همدې امله هڅه کوي چې د امريکا پر وړاندې روسيه او چين هم د برمايي رژيم ملاتړ وکړي. له همدې امله کله چې د سوچي حکومت نسکورولو په موخه کودتا ترسره شوه، په دې تړاو د برېټانيې غبرګون پڅ و او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې د يوې مسودې په سپارلو سره کودتا غندلې او د واک ستنول يې غوښتي و، ځکه هغه پوهېده چې چين د پوځي حکومت ملاتړ کوي او ياده مسوده به د چين له لوري رد شي. په ملګرو ملتونو کې د برېټانيې سفيرې بربارا وډوارډ په نرمه ډيپلوماتيکه لهجه د مسودې پرېکړه ليک د معرفي کولو په وخت کې وويل: (موږ به حالت څارلو ته دوام ورکړو او هغه وخت به اقدام وکړو چې شورا يوې هوکړې ته ورسېږي... موږ غواړو چې د خلکو د ډيموکراتيکي ارادې درناوی وشي...) سرچینه: (عربي ۲۱ چينل، ۲/۲/۲۰۲۱). کله چې پر ۲/۲/۲۰۲۱ برېټانيې امنيت شورا ته مسوده وړاندې کړه، چين يې مخالفت وکړ او له پيل څخه یې د کودتا په ملاتړ څرګند دريځ اعلان کړی و. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينبين وويل: [«موږ پرې خبر يو څه چې په ميانمار کې پېښ شول او د حالت د لا ښه پوهېدو په درشل کې يو. چين د ميانمار صميمي ګاونډی دی. موږ هيله لرو چې ټولې غاړې به په ميانمار کې د اساسي قانون او نورو قوانينو په چوکاټ کې خپلو اندونو ته بدلون ورکړي او سياسي او ټولنيز ثبات به وساتي» سرچینه: (شينهوا، ۱/۲/۲۰۲۱).

همدا رنګه روسيې هم کودتا ونه غندله، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وويل: «موږ هيله لرو چې د هيواد دوامداره اجتماعي-اقتصادي پرمختيا ته په کتو او د اوسني قانون سره سم د سياسي خبرو اترو له لارې وضعيت په سوله ييز ډول حل شي...» سرچینه:  (روسي نووستي، ۱/۲/۲۰۲۱). نو چين او روسيه دواړه له پوځ سره ودرېدل او د برېټانيې چل او فريب کامياب شو!

  1. په ميانمار کې د مسلمانانو په تړاو، په ۲۰۱۷ م کې مشر کودتاچي د مسلمانانو د ځورولو او بېځايه کولو مسوول دی. د ۲۰۲۱ فبروي په لومړۍ د ملګرو ملتونو وياند سټيفان ډوجاريک وويل: په راخين ايالت کې ۶سوه زره روهينګيايان شته، چې له ډلې ۱۲۰زره په پنډغالو کې بند پاتې دي، په ازاد ډول ګرځيدلی راګرځيدلی نشي او لومړنيو روغتيايي او ښوونيزو خدمتونو ته ډېر محدود لاسرسی لري... موږ اندېښمن يو، چې په ميانمار کې وروستۍ پېښې به د هغوی لپاره نور هم حالت خراب کړي» سرچینه:(رويټر، ۱/۲/۲۰۲۱). د يادونې وړ ده، چې د مسلمانانو په ځورولو کې دواړو غاړو لاس لاره، که څه هم طريقو يې توپير درلود. موږ د ۲۶/۶/۲۰۱۲ پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو: «له دې سره سره چې برما د امريکا او برتانيې د سيالۍ سياسي ډګر دی، غرب پرته له دې چې بشري حقونو ته پام وکړي، هغوی د بودايانو له لوري د مسلمانانو ځورولو ملاتړ کاوه، يوازې کله ناکله به يې تشې ويناپاڼې صادرولې» دا هغه څه وو چې پېښ شول. کله چې پوځ د متعصبو بودايانو په ملتيا چې مشري يې متعصبو راهبانو کوله په ۲۰۱۷ م کې مسلمانان وځورول، امريکا هېڅ ونکړل او د هغې مزدورې د سولې نوبل جايزه ګټوونکې سوچي د پوځ له لوري د سل ګونو زرو مسلمانانو د ځورونې او جبري ايستنې عملياتو دفاع وکړه. د يادو بې ځايه شويو روهينګيايي مسلمانانو شمېر ۷سوه زرو ته رسېد، چې له خپلې سيمې اراکان څخه بې ځايه شول او هغوی د دوی شتمني او ځمکې غصب کړې. په ۱۶/۹/۲۰۱۷ د برمايي پوځ مشر جنرال مين انګ حلينګ پر خپله فېسبوک پاڼه د مسلمانانو پر ضد د برېټانيې او اروپا ملاتړ ته په پام سره، کرکجن الفاظ وکارول، د نړيوالو غبرګونونو په پام کې نيولو پرته،  د دوی له ژوند، شتون او حق څخه انکار وکړ، هغه وليکل: «هغوی غوښتل چې د روهينګيايانو په توګه په رسميت وپېژندل شي، هغه ډله چې هېڅکله په ميانمار پورې تړاو نلري». نوموړي دوی بنګاليان وګڼل او زياته يې کړه، «د بنګاليانو موضوع يوه ملي موضوع ده او موږ د دې موضوع حقيقت معلومولو په موخه د نظرونو يووالي ته اړتيا لرو.»

پوځ وويل: «د راخين ايالت شمال کې د پيل شويو عملياتو موخه د روهينګيايي بلواګرو شړل دي، چې د اګیسټ ۲۵ مه يې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل...» سرچینه: (بي بي سي، ۱۷/۹/۲۰۱۷) او بي بي سي زياته کړه:  «د پوځ مشر حلينګ په ۲۰۱۶ م  په نومبر کې له اروپا څخه د پوځي قومندانانو کنفرانس کې د ګډون په موخه ليدنه وکړه او په اروپا کې ورته هرکلی وويل شو. دغه راز نوموړی ان په اېټاليا او بلژيک  کې له هيڅ ډول نیوکې سره مخ نشو.) غرب په برما کې د مخالفو غاړو په ملاتړ سره هلته د مسلمانانو د وژلو هېڅ پروا نه کوي او په بوسنيا او نورو سيمو کې د مسلمانانو پر ټولوژنې سترګې پټوي، دوی د استعمار په دور کې هم مسلمانان قتل عام کړل او اوس د يهودي ادارې، چې د فلسطين خاوره يې اشغال کړې ده، ملاتړ کوي. يهودي ادارې ګڼ فلسطينيان ووژل او له خاورو سره يې خاورې کړل او د دوی تر څار لاندې ياد کار ته دوام ورکوي. هره غاړه د مسلمانانو له بدې ورځې څخه د خپلو سياسي اهدافو په موخه ګټه پوره کوي، کله چې لازمه وګڼي. امريکا د مشر کودتاچي په ګډون د ميانمار پر ځينو پوځي مشرانو بنديزونه په دې موخه ولګول چې هغوی د انګليس مزدوران دي او د امريکايي نفوذ مخالف دی، نه په دې موخه چې دوی مسلمانان ووژل او له خاورو سره يې خاورې کړه. که نه، امريکا بايد په لومړۍ وزيرې سوچي بنديزونه  لګولی وای چې د مسلمانانو ټولوژنه يې توجيه کوله او د پوځ او بودايانو کړنو له غندلو يې ډډه کوله، خو هغې هېڅ سزا ونه ليده... 

  1. پر اسلامي نړۍ حاکم واکمانان د مسلمانانو هېڅ پروا نلري. دوی په تېر کې پر ياد رژيم باندې له فشار څخه کار اخيسته او اوسمهال له دوی څخه د مسلمانانو د ملاتړ هيله نه کېږي. هغوی د امريکا او غرب په تقليد کولو سره د ډيموکراسۍ پر ضد کودتا غندنه کوي او د مسلمانانو د ساتنې موضوع د دوی له مغزو څخه وتلې ده، ځکه د مسلمانانو سپر (خليفه) نشته.

«الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» [امام مسلم] په حقيقت کې امام سپر دی چې تر شا يې خلک جګړه کوي او په هغه سره ساتنه پکې کېږي. او که هغه آه د يوې روهينګيايي ښځې چې د «وا معتصما» ږغ يې کړی وای، پر وړاندې چوپ نه پاتې کېدای. هغه خو پرېږده چې په زرګونو له خپلو هېوادونو بې ځايه کېږي او وژل کېږي. له همدې امله تر ټولو مهمه وجيبه د داسې سيسټم د تاسيس لپاره جدي او په اخلاص کار کول پکار دي، چې د مسلمانانو ملاتړ به کوي، د الله سبحانه وتعالی په اراده، د نړۍ په هر ګوټ کې به د محمد صلی الله عليه وسلم امت ياد سيسټم غځوي. دغه سيسټم د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه راشده خلافت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په زيري ورکولو سره فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» «وروسته د نبوت پر طريقه خلافت وي...» [امام احمد].

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيباً) [الاسرا: ۵۱]

ژباړه:..دوی وايې، هغه به کله وي؟ ووايه، ښايي ژر به وي.

ژباړن:صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې