جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې زیانمنې سیاسي پایلې
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې زیانمنې سیاسي پایلې

پوښتنه:

د ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۱۷مه اعلان شوه چې د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې به د بین الافغاني مذاکراتو د لوړپوړو پلاوو تر منځ ناسته وشي او په دې ناسته کې دواړه لوري پر اساسي مسایلو خبرې کوي؛ چې د افغان حکومت او طالبانو اووه، اووه کسیز پلاوي به پکې ګډون وکړي. دا ناسته پر داسې مهال جوړه شوه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولای میاشتې پر ۸مه له خپلې پخوانۍ ژمنې څخه په شاه شو او اعلان یې وکړ چې ټول ځواکونه به یې د اګېسټ میاشتې تر ۳۱مې له افغانستان څخه وباسي. په ورته وخت کې بیا وسله والو طالبانو اعلان وکړ، چې د افغانستان ۸۵ سلنه خاوره د دوی په لاس کې ده.

د دوحې د هوکړې له مخې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې باید سیاسي مشارکت ته د رسېدو لپاره ترسره شي. ایا طالبان به پر حکومت واکمن شي او که به په حکومت کې ورګډ شي؟ ایا امریکا به په رښتیا هم له افغانستان څخه ووځي او که به یې نفوذ د تل لپاره پاتې شي؟

ځواب:

د دې لپاره چې غوره لیدلوری بیان کړو، پر لاندې مواردو باید بحث وکړو:

۱- کله چې امریکا د ۲۰۱۰ په وروستیو او د ۲۰۱۱ م په لومړیو کې په جدي ډول له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو وتل پیل کړل، نو دغه هېواد د طالبانو له مشرانو سره په جدي ډول خبرې پیل کړي، چې پاکستان د دغو خبرو اترو منځګړی و. په هغه وخت کې امریکا د طالبانو پر وړاندې نرمي وښوده، په همدې توګه یې په ۲۰۱۴ م کال کې له «ګوانتانامو» زندان څخه پنځه لوړ پوړي طالب زندانیان ازاد کړل. دغه طالب زندانیان د یوه امریکایي ظابط «بوبرګال» په بدل کې ازاد شول. تر دې وروسته د خبرو اترو لړۍ چټکه شوه، چې دوو تنو د تمثیلوونکي لوري لپاره ډېره خدمتونه وکړل او دا دوه تنه زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر وو. د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر پر ۵مه زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو او دنده ورکړل شوه چې په افغانستان کې د امریکا د نظامي اشغال پایته رسېدل پر غاړه واخلي. د خلیلزاد تر ټاکنې دوې میاشتې وروسته د ۲۰۱۸ م کال په اکټوبر کې پاکستان «ملا عبدالغني برادر» له زندان څخه ازاد کړ. نوموړی د ۲۰۱۰ م کال د فبروري پر ۸مه په کراچۍ ښار کې د برید په تور زنداني شوی و، چې تر ازادېدو وروسته د طالبانو د قطر دفتر د رییس په توګه وټاکل شو. «بي بي سي» د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ پر ۲۵مه لیکي: د ملا عبدالغني برادر نوم د هغو طالب زندانیانو د لړلیک په سر کې و، چې طالبانو له امریکایي چارواکو او افغان حکومت سره په پرلپسې خبرو کې د هغه د ازادۍ غوښتنه کوله. بیا هغه و چې ملابرادر د ۲۰۱۸ م کال په اکټوبر کې زاد شو او د طالبانو د قطر دفتر مسولیت یې په تېرې جنورۍ کې پر غاړه واخیست. دغو دواړو کسانو په خبرو اترو کې مهم رول درولود.

۲- له دغو خبرو اترو وروسته د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه لاسلیک شوه، چې جزیات یې «بي بي سي» په دې توګه خپاره کړل: افغان او امریکایي چارواکو اعلان وکړ، په هغه صورت کې چې طالبان له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي، امریکا او په ناټو کې د هغې ملاتړي به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي. په دې اړه افغان حکومت او امریکا په ګډه په کابل کې اعلامیه خپره کړه. 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ وویل: «دا په افغانستان کې تر ټولو اوږد او سخت سفر و.» هغه زیاته کړه: «اوس د دغو ټولو کلونو وروسته هغه وخت رارسېدلی، چې خپل سرتېري بیرته امریکا ته ولېږدوي.» یادې خبرپاڼې اعلان وکړ، چې د افغانستان په جګړه کې له ۲۴۰۰ څخه ډېر امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

۳- د دوحې تر هوکړې وروسته د نظرونو تبادله چټکه شوه او د لیدنو کچه به هم کله کمه او کله زیاته کېدله.

ـ CNN د جوبایډن نظر رانقلوي، چې هغه اعلان وکړ: «زه اوس د امریکا څلورم ولسمشر یم، چې په افغانستان کې امریکایي سرتېري مدیریت کوم. دوه ولسمشران له جمهوري غوښتونکو څخه او دوه نور له ډیموکراتانو څخه وو. زه به هېڅکله دغه مسوولیت پینځم ولسمشر ته پرېنږدم. اوس هغه وخت رارسېدلی چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوم.»

بایډن د ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۸مه خبري کنفرانس جوړ کړ، چې د امریکا او نړۍ تلویزیونو پوښښ ورکړ. نوموړي په هغه خبري کنفرانس کې وویل: «د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې پایته رسېدل اعلانوم. زموږ دنده په افغانستان کې بریالۍ وه. القاعده مو ماته کړه، د دې ډلې مشر اسامه بن لادن مو وواژه او زموږ نظامي مسوولیت به د اګېسټ تر پایه ختم شي.» هغه زیاته کړه: «امریکایي ځواکونه افغانستان ته د دغه هېواد د رغولو لپاره نه وو تللي، ځکه دا د افغانانو خپله دنده ده او څه ډول چې مناسبه ښکاري، همغسې دې د خپل هېواد اداره مخته یوسي. اوس له افغانستان څخه بهر د ګواښ احساس کېږي او زموږ لومړیتوب له چین سره ستراتیژیکه سیالي او له ګویډ ۱۹ او سایبري ترهګرۍ سره مبارزه ده. که شل کاله وړاندې جګړې ته بیا هم دوام ورکړو، دغه هدف ته نشو رسېدلی.» د سپینې ماڼۍ ویاندې «جین ساکي» په څرګندو ټکو دغې موضوع ته اشاره وکړه: «له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د بشپړ پرشاتګ د نمانځلو لپاره هېڅ پلان نشته دی. موږ به هېڅکله د هغې جګړې بریا ونه نمانځو، چې ۲۰ کاله یې له کومې بریا پرته دوام وکړ.» سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د جولای ۸مه، اناتولي خبري اژانس)

یعنې امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ ډول بریا خپله نه کړه. حتا دغه هېوا له نورو اډو وروسته د ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۲مه د بګرام ستره هوایي اډه هم پرېښوده. په همدې ترتیب خپلې صلیبي جګړې ته یې له رسمي نېټې وړاندې، چې ولسمشر بایډن مخکې د سپټمبر ۱۱مه ښودلې وه، د پای ټکی کېښود او حتا له دویمې نېټې څخه هم وړاندې و، چې هغه په خپلو خبرو کې د اګېسټ ۳۱ اعلان کړې وه.

ـ په دې وخت کې طالبانو خپلو نظامي بریدونو ته زور ورکړ او د افغانستان په شمال، جنوب، لویدیځ او مرکزي برخو کې یې ولسوالۍ سقوط کړې او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پراخوالی د پام وړ و. په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره پر پولو او د تېرېدو پر لارو. په خبرو اترو کې د دغې ډلې یوه پلاوي شهاب الدین دلاور د ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۹مه په مسکو کې خبریالانو ته وویل: «د طالبانو ډله د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاوره واکمني لري.» د افغانستان د امنیتي ځواکونو ویاند اجمل شینواري د طالبانو د یاد غړي دا خبرې رد کړې او ویې ویل: «دا موضوع ناسمه ده، ځکه د افغانستان په ډېر شمېر سیمو کې جګړې روانې دي.» (۲۰۲۱ م د جولای ۱۱مه، فرانس پرېس خبري اژانس)

د طالبانو تحریک ژمنه وکړه، چې ګاونډیو او دوستو هېوادونو ته به زیان نه رسوي او بریدونو به نه پرې کوي. دا چې له مسکو څخه د طالبانو د لیدنې هدف د ټولو هغو معلوماتو وړاندې کول وو، چې اسلامي امارت یې په واک کې لري او بل دا چې په افغانستان کې به د داعش ډلې پراخوالي ته اجازه نه ورکوي. همدارنګه دغه ډله به د ټولنې له استازو سره د دولت د جوړښت په موخه خبرو ته دوام ورکوي، چې یاد کار د بشپړېدو په حال کې دی او همدارنګه د یادې ډلې هدف هم د یو اړخیزه حکومت جوړول نه دي. (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د جولای نمه، الجزیره)

۴- د ۲۰۲۱ د جولای پر ۱۷مه اعلان وشو، چې نن شنبه په دوحه کې د دواړو لوریو د ۱۴ کسیز کمېسیون پر جوړېدو توافق وکړو، ترڅو د هغو خبرو پر اجنډا بحث وکړي، چې برخلیک ټاکونکي موضوعات پکې ځای په ځای شوي دي. د الجزیرې ټلویزیون د مرکچي پلاوي له یوه غړي څخه په نقل سره راپور ورکړ، چې د خبرو لپاره پرانیست غونډه مثبته پایته ورسېده. د افغان حکومت او طالب ډلې تر منځ د خبرو اترو نوی پړاو نن ورځ په دوحه کې پیل شو او په دې پړاو کې د برخلیک ټاکونکو لیدنو، موضوعاتو او قضیو په اړه بحث کېږي. د ملي مصالحې شورا او حکومتي پلاوي رییس عبدالله عبدالله وویل: «په هېواد کې رښتینې سوله هغه وخت راتلای شي، چې دواړه لوري نرمي وښيي.» هغه زیاته کړه: «اوس د سولې لپاره زمینه مناسبه ده» بلخوا په دوحه کې د طالبانو د دفتر رییس ملا عبدالغني برادر وویل: «موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو، ترڅو د افغان سولې هغه خبرې مثبتې پایلې ته ورسېږي، چې نن ورځ په دوحه کې پیل شوې دي.» (سرچینه: الجزیره او یو شمېر نورې رسنۍ»

۵ـ وروسته دغه کمیسیون د ۲۰۲۱م، د جولای په ۱۸مه خپل کار پای ته ورساوه او د دغې ناستې ګډه بیانیه یې صادره کړه، چې په دوحه کې د الجزیرې خبریال یې په اړه داسې راپور ورکوي: د افغان حکومت او طالبانو پلاوي په دوحه کې د قطر په منځګړیتوب د خبرو د جاري ساتلو لپاره د یوې ګډې نهایي بیانیې په اړه هوکړه وکړه او یادونه یې وکړه چې ډېر ژر به د دوحې د ناستو په تړاو یوه بله ناسته جوړه کړي. دغه راز پر دې یې هم هوکړه وکړه، چې د څو کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره به د یوې عادلانه حللارې په موخه خبرې اترې چټکې کړي. د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو تر منځ ګډه بیانیه دا ښيي، چې یوې رښتنیې حللارې ته د رسېدو په موخه دې د خبرو اترو پر چټکتیا هوکړه وشي او ان تر دې چې دغه خبرې دې د لوړ پوړو په کچه تر سره شي، ترڅو اختلافات پای ته ورسېږي. د افغان سولې د خبرو بیانیه له دویمې ناستې وروسته ورکړل شوه. دا هغه ناسته ده، چې موخه یې له کلونو جګړې وروسته یوې سیاسي حللارې ته رسېدل دي، ترڅو هېواد ته سوله راوړي. له طالب پلاوي څخه د سرچینې په توګه رانقل کېږي، چې دغې ډلې داسې وړاندیزونه کړي، چې عملي کول یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د باور رامنځته کولو ضمانت کوي او هغه له دواړو اړخونو د زندانیانو ازادول او په لوی اختر کې اوربند دی. سرچینه: (الجزیره او نورې خبري شبکې)  

۶ـ  څه چې د یادولو وړ دي، هغه د ځینو هېوادونو موضوع ده، چې امریکا له طالبانو سره په خبرو اترو کې ګټه ترې اخلي. لکه:

الف ـ پاکستان: پاکستان هغه هېواد دی، چې طالبان یې په ۲۰۱۸م کال کې له امریکا سره خبرو ته اړ کړل او زلمي خلیلزاد هم له پاکستان څخه مننه وکړه، چې د خبرو اترو لپاره یې دوحې ته د طالبانو د سفر چارې اسانه کړې.

د امریکا دفاع وزیر «لوید اوستین» د ۲۰۲۱م کال په مارچ کې د افغان سولې له پروسې څخه د ملاتړ په موخه له خپل پاکستاني سیال څخه مننه وکړه. سرچینه: (فجر مجله، سرلیک «د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان له رول څخه د پنټاګون رییس » ۲۰۲۱م، د مارچ۲۳مه)

د پاکستان لوړپوړو افسرانو او سیاسي کړۍ په افغانستان کې د امریکا په ستراتیژۍ کې اصلي رول ولوباوه. همدارنګه د پاکستان رول لوی او تاریخي دی. افغان طالبان پاکستانۍ غوښتنې لري، د پاکستان اطلاعاتو او استخباراتو په افغانستان کې نفوذ لري او په طالبانو کې یې خپل خلک ځای په ځای کړي او له هغوی سره په اړیکه کې دي. په همدې دلیل امریکا د پاکستان رول ته جدي اړتیا لري.

ب ـ ترکیه: لکه څنګه یې چې په سوریه او لېبیا کې د امریکا په ګټه کار وکړ، په همدې توګه یې د افغانستان پر لوري هم حرکت کړی او د امریکا د بهرني سیاست له موخو سره مرسته کوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د نړیوالې ناستې په بهیر کې د ترکیې د سمندري ښار آنتالیا په استراحت ځای کې د کابل هوایي ډګر د مدیریت او امنیت خبره مطرح کړه.

واشنګټن هم په بروکسل کې د بایډن او اردوغان د تېرې میاشتې له ناستې وروسته د کابل هوایي ډګر د امنیت د خوندي کولو په برخه کې د اصلي رول لوبولو په موخه د انقرې له څرګندې ژمنې څخه مننه وکړه.

امریکا له ترکیې څخه غواړي چې د هوایي ډګر د ساتنې مسوولیت پر غاړه واخلي، په داسې حال کې چې تر دې مهاله یې هوايي ډګر ته څېرمه ۵۰۰ سرتېري پراته دي. بایډن په خپلو وروستیو خبرو کې دغې موضوع ته په اشارې سره وویل: «موږ په پوره ډول د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت د ساتنې لپاره له خپلو ملګرو سره همغږي شوي یو.» اردوغان وویل: «موږ له امریکا متحده ایالاتو او ناټو تړون سره راتلونکي مهم پروګرامونه او هغه څه چې د منلو او نه منلو وړ دي، مشخص کړي دي. دغه موضوع مو د ناټو ناستې په بهیر کې، له بایډن سره په لیدنه کې او د هغو خبرو اترو په بهیر کې مطرح کړې، چې زموږ د پلاوي لخوا ترسره شوې دي. دغه امر به په افغانستان کې د امکان تر حده په ښه توګه پر مخ یوسو.» سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۱م، د جولای ۹مه) 

د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند «ابراهیم کالین» وویل: «ترکیه به د ناټو ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غوځ ملاتړ د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته په روان اوړي کې د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت چارې پر غاړه واخلي.» سرچینه: (الشرق الاوسط، ۲۰۲۱م، د جولای ۳مه)

طالبانو د ترکیې شتون غندلی او په خپله بیانیه کې یې ویلي: «موږ له هېواد څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترکي ځواکونو شتون غندو او په دې ټینګار کوو چې دا ډول پرېکړه تېروتنه ده او د ترکیې د رهبرانو دا پرېکړه حکیمانه نه ده، ځکه زموږ د حاکمیت، یووالي او جغرافیې نقض ګڼل کېږي او زموږ له ملي ګټو سره په ټکر کې ده.» سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۱م، د جولای ۱۳مه)

ج ـ منځنۍ اسیا: د امریکا متحده ایالاتو د منځنۍ اسیا له ځینو رهبرانو سره په دغو سیمو کې د خپلو ځواکونو د ځای په ځای کولو په اړه خبرې کړې دي. له نیویارک ټایمز ورځپاڼې څخه رانقلوي، چې امریکايي مسوولینو د قزاقستان، ازبکستان او تاجیکستان له چارواکو سره په سیمه کې د ځینو اډو د جوړولو پر سر خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلېنکېن» د خپلو ټويټرونو په یوه سلسله کې ویلي، چې د ازبکستان او قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې د اپرېل په ۲۲مه په سیمه کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د پوځي اډو د جوړولو په اړه خبرې کړې او نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د ساتنې لپاره به بې‌پيلوټه الوتکې، لیرې واټن ویشتونکي بمونه او د جاسوسۍ شبکې فعالې کړي. سرچینه: (نیویارک ټایمز، ۲۰۲۱م، د اپرېل ۲۷مه)

۷. له دې خبرو څخه څرګندېږي چې:

الف: د خبرو اترو دوام له افغانستان څخه د امریکا د ایستلو لامل نه کېږي، بلکې د امریکا د فرېب خوړلو لامل کېږي؛ ځکه دا هېواد له مخکنۍ دروازې څخه بهر شو، خو بېرته د شا له دروازې څخه را داخلېږي. د شا د دروازې ساتونکي په پاکستان، ترکیه او ایران کې د امریکا مزدوران او هغه کسان دي چې په داخل د افغانستان کې د امریکا لاسپوڅي ګڼل کېږي او له دغو مزدورانو سره په یو ځای په افغانستان کې د امریکا د نفوذ ساتلو لپاره اصلي رول لوبوي.

ب: قطر د خبرو اترو د فضا له چمتو کولو څخه دوې موخې لري: اول، له امریکا سره د بدل او عوض له امله؛ ترڅو په دې توګه د سعودي لخوا پرې لګول شوی اقتصادي فشار ختم کړي او دا هغه څخه و، چې په ځانګړې توګه په ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۲۰مه د دوحې له تړون څخه وروسته د ټرمپ د حکومت پرمهال پایلې ته ورسېدل. 

دویم، قطر او ورپسې انګلیس هڅه کوي، چې پر امریکا د فشار لپاره له طالبانو سره له خپلو اړیکو څخه ګټه واخلي او په قصدي توګه امریکا له اندېښنې سره مخ کړي. په همدې توګه قطر له طالبانو سره مالي مرستې کړې، د استازیتوب دفتر او رسنیز منبر ورته چمتو کوي او له هغې وروسته امریکا له طالبانو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د قطر رول لوبولو ته اړ کېږي. په همدې ترتیب انګلیس له رامنځته شوو حالاتو څخه ګټه اخلي او له طالبانو سره د اړیکو په جوړلو کې د قطر رول ته د امریکا له اړتیا څخه استفاده کوي او په پایله کې قطر او خلیج د خپلو ګټو لپاره د وسایلو په توګه کاروي.

ج: له امریکا او د افغانستان په نظام کې د هغې له مزدورانو سره د طالبانو خبرې اترې یوه لویه تېروتنه وه. له الله تعالی څخه غواړو، چې د افغانستان مسلمانان یې له شر څخه په امن شي.

استعمارګر کفار یوازې د خپلو ګټو او حالاتو لپاره خبرې اترې کوي. څوک چې د امریکا شرایطو او حالاتو ته پام وکړي او د زړه له تله یې تعقیب کړي، نو له لاندې حالاتو او پایلو سره مخ کېږي:

لومړی: په روانه پېړۍ کې د نظامي او اقتصادي ځواک په توګه د چین را پورته کېدل د امریکا ګټې ګواښي او تر بل هر وخت یې د امریکا پام ډېر ځانته اړولی دی. د امریکایي چارواکو څرګندونې همدا ادعا کوي، لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه؛ بایډن د ۲۰۲۱م د جولای په ۸مه په خپلو خبرو کې وویل: «... خطر له افغانستان څخه بهر دی او اوسنی لومړیتوب دا ښيي، چې له چین سره ستراتیژیکه سیالي وکړي.»

دویم: هغه تلفات چې امریکا د افغانستان د اشغال پرمهال ورسره مخ شوه: لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه BBC News د ۲۰۲۰م د فبرورۍ په ۲۹مه د دوحې د تړون په اړه په یوه تبصره کې وایي: «په افغانستان کې ۲۴۰۰ امریکایان وژل شوي دي.»

پورتنيو شرایطو ته په کتو ښکاري، چې امریکا له خبرو اترو پرته بیاه هم ماتې خوړله او له افغانستان څخه وتله. یعنې پرته له هغو خبرو اترو چې غواړي خپل نفوذ پرې وساتي، هغه نفوذ چې د جګړې له لارې ورته ونه رسېده!

د: موږ پوهېږو چې د طالبانو تر منځ رښتینې او مخلص وروڼه هم شته دي، نو هغوی زموږ د خبرو مخاطب دي او ورته وایو:

ـ که غواړي چې موضوع جبران کړي، نو خبرې اترې دې ودروي او امریکا باید هغه څه ته پرېنږدي، چې د جګړې له لارې یې تر لاسه نه کړل.

ـ پر دې باوري شي، چې د مسلمانانو اصلي قضیه له ډېر وخت وروسته د خلافت بېرته راګرځول دي؛ یعنې هغه موضوع چې د الله سبحانه وتعالی لخوا فرض ده او هغې ته رسېدل له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پیروي ګڼل کېږي.

ـ پر دې باید پوه شي، چې الله سبحانه وتعالی د اسلام او سېکولرېزم په ګډ حکومت کې ګډون کول نه مني؛ ځکه الله سبحانه وتعالی یوازې پاک شیان قبلوي.

حق دا دی:

﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ﴾ (یونس: 32)

ژباړه: ایا له حق وروسته له ګمراهۍ پرته نور څه پاتې شول؟ 

له حق څخه پیروي به طالبان، خاوره، د هغې اوسېدونکي او ټول مسلمانان وژغوري. دا تاسو ته د حزب التحریر لخوا نصیحت دی؛ لکه څنګه یې چې تاسو ته ستاسو د حکومت په پیل کې هم د خلافت د اعلان نصیحت وکړ، خو تاسو هغه رد کړ او وروسته مو خپلې تېروتنې ته پام شو؛ په همدې توګه له ملا عمر څخه په یوه غونډه کې رانقل شوي دي. خو تاسو داسې وخت متوجه شوئ، چې کار له کار څخه تېر و، خو هر ځل خپل دغه نصیحت تکراروو. ایا څوک شته، چې لبیک ورته ووایي؟

‏ ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ (انفال: 24)

 ‏ژباړه: اې مومنانو! د الله او د هغه د رسول امر ومنئ، کله چې پیغمبر تاسو هغه شي ته راوبولي، چې تاسو ته ژوند (مادي او معنوي، دنیوي او خروي) دربښي او پوه شئ، چې الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی (کولی شي چې انسان د خپل زړه غوښتنو ته ونه رسوي او پرې یې نږدي، چې اوږد ژوند وکړي او دا د هر انسان د زړه ټولو مهمه هیله ده) او پوه شئ چې تاسو ټول به د هغه لوري ته ور وبلل شئ (ستاسو حساب او کتاب ته رسېدنه کوي).

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې