جمعه, ۱۵ صَفر ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۰/۱۰/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
جهاد څه شی دی!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
جهاد څه شی دی!؟

لومړۍ برخه:

اوسمهال له جهاد څخه ناسم درک شوی، چې د اسلام مهم او اساسي مفهوم دی. استعمار او د هغوی لاسپوڅي حاکمان د دې توطیې په سر کې راځي. دغه راز په اصطلاح روښان فکره کسان او پوهان د رسنیو له لارې د جهاد او د هغو د احکامو په اړه ناسم تبلیغ کوي، چې دغه حالت تر ډېره امت له یوه ګونګ حالت سره مخ کړی دی. نو د قران او سنتو د لارښوونې پر بنسټ د دغې مهمې اسلامي قاعدې د تشریح او توضیح لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده.

لکه څرنګه چې د جهاد کلیمې اصلي مانا (هڅه) ده، خو په اسلامي فقهه کې یې بیا مانا (جنګ، وژل او جګړه) ده، چې په ځمکه کې د الله د نوم او احکامو د نافذېدو لپاره کېږي. دغه راز د شهید مانا (شاهد) ده، خو په فقهه کې د شهید مانا هم د جهاد په څېر متفاوته ده. دغه قاعده د حدودو په برخه کې هم صدق کوي، خو په فقهه کې یې بیا مانا د اوو ځانګړو ګناهونو لپاره ټاکل شویو سزاوو ته ویل کېږي.

 جهاد هم یوه اسلامي حقوقي اصطلاح ده چې د لغوي مانا پرځای یې باید تر ډېره پر حقوقي مانا تمرکز وشي. د جهاد اصلي مانا ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې په دې ډول اشاره کړې ده. کله چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې د الله په لاره کې وژل کېدل څه ډول دي؟ هغه صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وویل:

«من قاتل لتكون کلمة اللہ هي العلیا، فھو فی سبیل اللہ»

ژباړه: هغه کس چې د الله د کلمې د لوړولو لپاره ووژل شي، دې ته د الله تعالی لاره وایي. (مسلم او بخاري)

د جهاد تعریف او پېژندګلوي:

مشهور څېړونکی عبیدین وایي: «الجهاد هو بذل الوسع فی القتال فی سبیل اللہ» ژباړه: د الله په لار کې د جګړې لپاره اقدام کولو ته جهاد وایي.

امام ابن ابي زید القیرواني جهاد داسې تعریفوي: «وھو قِتال الكفار لِإعلاء کلِمةِ اللہِ» ژباړه: د الله سبحانه وتعالی د کلیمی د لوړولو لپاره له کفارو سره جګړې(وژلو) ته جهاد وایي.

له اسلامي شریعت سره سم، جهاد د الله په لار کې هڅې ته وایي، که دا جهاد مستقیم (جسمي مبارزه) وي یا هم د شتمنۍ (د جهاد لپاره د بودجې او توښې برابرول) له لارې وي او یا هم د خبرو له لارې (د جسمي جګړې او مالي امکاناتو د برابرولو لپاره د خلکو تشویقول)

که د بدني هڅې، شتمنۍ او خبرو له لارې وشي جهاد دی؛ خو که دغه هڅه له کفارو سره د مستقیمې مبارزې له لارې ونه شي، نو د شریعت پر بنسټ په دې لاره کې د پرتو ستونزو له تحمل پرته په جهاد کې نه راځي. دغه راز د ویلو(خبرو) او لیکنې په برخه کې هم دغه موضوع یو شان ده، یعنې خبرې او ویل به له جهاد سره مستقیمې اړیکې لري. یوازې د حاکمانو په مخ کې د حقیقت خبرو پرځای له اخلاقي اصولو کار اخیستل، د شریعت له نظره په جهاد کې نه راځي. پر دوښمن د برید لپاره د امت او پوځونو هڅول او په مقابل کې یې دوی ته د اجر یادونه او داسې نور ویل په جهاد کې راځي. سیاسي مبارزې چې د دین او د حاکمانو د ځواب ویلو په موخه کېږي، په حقیقت کې دا ډېر اجر لري. ځکه چې امت ترې ډېره ګټه اخلي، خو د شریعت پر بنسټ د دوی دغه کار د جهاد په تعریف کې نه راځي. سربېره پر دې، د دې واضیح کول هم اړین دي، چې که موږ د سرطان، پولیو او هوا د ککړتیا پر وړاندې هڅه او مبارزه کوو او دې مبارزې ته د جهاد نوم ورکول قطعاً ناسم کار دی. دغه ډول کارونو ته د جهاد اصطلاح کارول نه یوازې دا چې منعه ترې شوې، بلکې خطرناکه هم ده؛ ځکه چې پر دې سره د جهاد د اصلي او قانوني اصطلاح درک او مفهوم کمزوری کېږي.

 د ځان (نفس) پر وړاندې جهاد او یا په اوسنيو سختو حالاتو کې رښیتني اوسېدل هم جهاد نه دی، سره له دې چې دغه کارونه اجر لري. د مومنانو د مور سیده عایشه رحمت الله په یوه روایت کړي حدیث کې دغه موضوع ډېره واضیح کړې ده. کله چې هغې (رح) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چې ایا د ښځو لپاره هم جهاد شته؟ هغه صلی الله وسلم ورته وویل:

«نعم علیھن جهاد لا قتال فیه، الحج والعمرة» (ابن ماجه)

ژباړه: بلې، د دوی لپاره هم جهاد شته، خو جګړه نه پکې راځي، بلکې حج او عمره د دوی لپاره جهاد دی.

دغه راز دېته ورته حدیث شریف په بخاري کې هم راغلی دی. له همدې کبله دا په ډاګه شوې چې په جهاد کې واقعي مبارزې راځي. دا محدویت یوازې د ښخو لپاره دی، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یادونه ورته کړې، چې د دوی لپاره په جګړه کې شاملېدل جهاد نه دی؛ بلکې ښځې کولای شي چې د حج او عمرې له لارې د جهاد اجر او ثواب ترلاسه کړي.

د جهاد اړتیا:

د قرآن او سنتو د شواهدو پر بنسټ جهاد اړین او ضروري دی. الله سبحانه وتعالی په قران کریم کې فرمایلي:

[كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ ] (البقره: ۲۱۶)

ژباړه: جنګ (جهاد) پر تاسو ضروري ګرځول شوی دی.

[وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلّهِ] (البقره: ۱۹۳)

ژباړه: له دوی سره تر هغې وجنګېږئ چې د ځمکې پرمخ فتنه پاتې نه شي او د الله دین پاتې شي.

[قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُواْ الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ] (التوبه: ۲۹)

ژباړه: له هغوی سره وجنګېږئ چې پر الله سبحانه وتعالی او د اخرت پر ورځ ایمان نه لري. هغه څه چې د الله او د هغه رسول منعه(حرام) ګرځولي وي، هغه نه حراموي او حق دین خپل دین نه ګرځوي(له هغو سره وجنګېږئ) تر دې پورې چې په خپل لاس جزیه ورکړي او ذلیل شي.

[إِلاَّ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ] (التوبه: ۳۹)

ژباړه: که د الله پر لاره لاړ نه شی، هغه سبحانه و تعالی به درته سخت او درنادک عذاب درکړي.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً] (التوبه: ۱۲۳)

ژباړه: ای مومنانو، د حق له هغو منکرانو سره وجنګېږئ چې تاسې ته نږدې دي او باید هغوی په تاسې کې کلکوالی (زېږوالی) ومومي او وپوهېږي چې الله د پرهېزګارانو ملګری دی.

په نسایي کې له انس (رض) څخه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُم»

ژباړه: له مشرکینو سره په خپلو شتمنیو، ځان او ژبې سره وجنګېږئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه راز فرمایلي:

«الجِہادُ ماضٍ الی یومِ القِیامة»

ژباړه: جهاد د قیامت تر ورځې دوام کوي.

بخاري  له انس (رض) څخه یو حدیث شریف روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَغَدْوَةٌ في سبِيلِ اللَّهِ، أوْ رَوْحَةٌ، خَيْرٌ مِن الدُّنْيَا وَمَا فِيها»

ژباړه: د الله په لاره کې یوه شپه او ورځ جهاد کول، له دونیا او په دونیا کې له ټولو شته شیانو غوره دي.

دغه راز بخاري او مسلم په یوه بل حدیث کې له رسول الله څخه روایت کړي دي:

«أمرت أن أقاتل الناس حتی یشھدو أن لا إله إلا اللہ، فإذا فعلوا ذلك عصموا مني دماءھم وأموالھم إلا بحقھم»

ژباړه: ماته امر شوی چې له ټولو انسانانو سره تر هغې جهاد وکړم، تر څو چې دوی شاهدي ورکړي، چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل هېڅ معبود نشته او محمد د هغه رسول دی. لمونځ وکړي او زکات ورکړي، که دوی دغه کار وکړي، دوی به خپل ژوند او شتمني له څخه په امن کې وساتي او دا به ومني چې د شریعت پر بنسټ څه شی سم دي.

په یوه بل حدیث کې چې ابو هریره روایت کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ وَلَمْ يُحَدِّثْ بِهِ نَفْسَهُ مَاتَ عَلَى شُعْبَةٍ مِنْ نِفَاقٍ»

ژباړه: که څوک په داسې حال کې ومري چې نه یې په جهاد کې ګډون کړی وي او نه یې د دغه کار هیله کړې وي، په نفاق کې مړ شوی دی. (صحیح مسلم)

ابو داوود له امام حسین (رض) څخه روایت کړی چې رسولله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لا تزال طائفة من أمتي يقاتلون على الحق، ظاهرين على من ناوأهم، حتى يقاتل آخرهم المسيح الدجال»

ژباړه: زما په امت کې به تل داسې ډله وي چې د حقیقت لپاره به جنګېږي، پر هغوی به غالبیږي، چې د دوی پر وړاندې ولاړ دي، وروستۍ ډله به یې له مسیح دجال سره جګړه کوي.

په یوه بل حدیث کې چې له امام حنبل رض څخه روایت شوی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«أنا محمَّدٌ وأحمدُ والمُقفِّي والحاشرُ ونَبيُّ الرَّحمةِ ونَبيُّ المَلحمةِ»

ژباړه: زه محمد یم، زه احمد یم، زه مقفی یم، حاشر یم، د رحمت پیغمبر یم او د جهاد پیغمر یم.

د جهاد بېلابېل حالتونه:

جهاد یو جمعي مسوولیت او پر ټول امت فرض عین دی. دا په دې مانا ده چې جهاد زموږ له لوري د دښمن پر وړاندې پیل کېږي، ان که مقابل لوري هېڅ تېری هم نه وي کړی. دا د دې لپاره چې هغه ځمکه هم د اسلامي دولت برخه وګرځي او پر هغو خلکو هم اسلام تطبیق شي. د جهاد جمعي اړتیا ته په لاندې ایت کې اشاره شوې ده:

[لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُـلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا] (النسا: ۹۵)

ژباړه: هغه کسان چې په کورونو کې ناست دي (پرته له معذورو کسانو) له هغو کسانو سره نه دي برابر چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې پر خپلو ځانونو او مالونو جهاد کوي. الله سبحانه وتعالی تر هغو کسانو چې په کورونو کې ناست دي، د هغو کسانو درجې لوړې کړي، چې په خپل ځان او مال جهاد کوي. دغه راز الله سبحانه وتعالی له هغوی سره د لوی اجر ژمنه کړې ده.

الله سبحانه وتعالی په دغه ایت کې د هغو کسانو ستاینه نه ده کړې، چې جهاد نه کوي، بلکې له هغوی سره یې د (خیر) ژمنه کړې ده. که جهاد فردي کار او مسوولیت وای، نو هغه کسان به مجازات کېدل چې جهاد ته نه تلل. په همدې ډول په یوه بل ایت کې هم د جهاد ترکیب (په جمعي ډول) اثبات شوی دی:

[وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ] (التوبه: ۱۲۲)

ژباړه: اړینه نه وه، چې ټول مومنان له یوې مخې بیرون راوتلي وای، خو داسې ولې ونه شوه چې له هغوی څخه یوه برخه راوتلي وای، دیني پوهه یې تر لاسه کړې وای او بېرته خپلې سیمي ته ستانه شوي وای او د خپلې سیمي خلکو ته یې خبرداری ورکړی وای، تر څو هغوی له غیر اسلامي چوکاټ څځه ډډه کړې وای.  

 دغه ایت په ډاګه کوي چې اړینه نه ده ټول مسلمانان د جګړې(جهاد) ډګر ته ووځي. دا چې جهاد یو فردي تکلیف (مسوولیت) نه دی، نو له همدې کبله ټولو مسلمانانو ته امر نه دی شوی چې ټول دې راووځي. که موږ مسلمانان په هر وخت کې د یوه ملت یا هېواد پر وړاندې پر جهاد بوخت نه وو، نو ټول مسلمانان ګنهکار بلل کېږي، که دغه ضرورت بیا د یوې ډلې مسلمانانو له خوا ترسره شي، نو په دې سره د نورو مسلمانانو غاړې هم خلاصېږي.

که څه هم چې د جهاد احکام مطلق او په هېڅ شي پورې مشروط نه دي، خو دا چې جهاد د اسلامي خاورې (دارالاسلام) د پراختیا په خاطر کېږي، نو دلته تر جهاد وړاندې شرط د اسلامي خاورې حکومت دی. له همدې کبله یوازې یو اسلامي چارواکی په اغېزمنه او ښه توګه جهاد مخکې بیولی شي.

د دفاعي جهاد په اړه ویلی شو چې دغه ډول جهاد په هره سیمه کې چې مسلمانانان تر تيري لاندې راشي، نو پر هر مسلمان فرض او پر نورو مسلمانانو جمعي ضرورت دی. دغه اړتیا او فرض له اسلامي خاورې  څخه د کفارو تر مکمل وتلو او د خاورې تر پاکولو پورې باقی دی. دغه فرض او اړتیا په پیل کې له نږدې مسلمانانو پیلیږي، وروسته پراختیا مومي ان تر ټولو مسلمانانو رسیږي.

 له افغانستان او عراق څخه د متحده ایالتونو شړل، په پیل کې د دغو دوو هېوادونو پر مسلمانانو واجب دي. وروسته پر هغو مسلمانانو په ځانګړې توګه پوځونو یې واجب دي، چې دغو دوو هېوادونو ته نیږدې دي. لکه؛ پاکستان، ایران او سعودي عربستان. دوی باید جسماً په جهاد کې ګډون وکړي او  تر هغې باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي، چې له دغو خاورو څخه په بشپړه توګه د امریکا وتلو ته لاره برابره او اشغال پکې ختم شي. د دفاعي جهاد په وخت کې مسلمانان اړ نه دي چې له رهبر، حاکم او یا هم خلیفه څخه اجازه واخلي. داسې چې ان یو غلام د خپل بادار، یوه ښځه د خپل مېړه (که د جنګېدو وړتیا ولري)  او اولادونه د خپل پلار او مور اجازې ته اړتیا لري. 

کله چې په یوه اسلامي خاوره برید کېږي، لاندې ټکي باید پکې روښانه شي:

۱ـ په لومړي سر کې د هغې خاورې پوځ له خپلې سیمې دفاع کوي. که دوی پر دې وتوانېږي چې د دوښمن برید دفع او له خپلې خاورې دفاع وکړي، نو له دوی څخه د نورو ملاتړ واجب دی. امام المواردي وایي: «دا چې دا دفاعي جهاد دی، دغه اړتیا په سیمه کې پر هر وړ(توانا) مسلمان پاتې کېږي» په دې مانا چې د دفاعي جهاد پر وخت د سیمې پر هر مسلمان (پرته له معذورو کسانو) اړینه ده چې له خپلې سیمې دفاع وکړي. د بېلګې په ډول؛ د ۱۹۶۵م کال په جګړه کې خلکو د لاهور له جبهې په ګټنې له خپل پوځ سره هر ډول ممکنه مرسته او ملاتړ کاوه.

۲- هغه واقعیت چې په دې وخت کې د سیمې پر هر مسلمان په فردي ډول جهاد فرض دی، په دې مانا چې دا په وړ(توانا) مسلمانانو، لکه پوځونو، وسله والو ډلو او هغو قبیلو چې نظامي وړتیا ولري، فرض دی. دلته ځکه د وړتیا  بحث مطرح دی چې تر دې وړاندې شریعت په هر حکم کې دې ته اشاره کړې، لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

[لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا] (البقره: ۲۸۶)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هېڅوک له خپلې وړتیا په پورته شي نه مکلفوي.

پورتنۍ شرعي قاعده په ټولو مواردو کې صدق کوي. دا سمه نه ده چې ووایم د تعریف له بدلون سره جهاد یوازې پر پوځ، مبارزو ډلو او پیاوړو قبیلو واجب دی؛ ځکه د (مسلم) کلیمه عمومي ده او مانا یې هم مشخصه ده، دا پر هغو مسلمانانو واجب دی چې وړتیا او توانایي لري او باید له شریعت سره سم جهاد وکړي.

اوسمهال عملاً او په ارزانه توګه د ټولو اسلامي هېوادونو پوځونه د هغو استعماري ګټو د خوندیتوب په خدمت کې دي، چې غلام حاکمان یې پلي کوي. د امت پر صمیمي افرادو لازمه ده، چې له دې مزدورۍ څخه د اسلامي پوځونو د خلاصون په پار سیاسي مبارزه وکړي، څو د استعمار د سیاسي نفوذ په له منځه وړلو سره دغه پوځونه بیاځلي جهاد ته تیار کړل شي.  دغه موخه یوازې د نبوت پر منهج د راشده ثاني خلافت د تاسیس په مرسته شونی ده. دا یوازې د خلافت سپر دی چې  جهاد ته لار هوارولای او همدارنګه اسلامي خاورې بېرته له اشغال څخه ازادولای شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّة یُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَیُتَّقٰی» (مسلم)

                                    ژباړه: خلیفه هغه سپر دی چې تر شا یې مسلمانان جنګېږي او ملاتړ ترې کوي.

۳- جهاد خپله ځانګړې موخه لري. دا جګړه نه دې جنګي موخو لپاره ده او نه هم د کفارو د وژلو لپاره. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي: 

[وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ]

(الانفال: ۶۰)

ژباړه: هر څومره ځواک او روزل شوي اسونه چې لرئ، د دوښمن پر وړاندې یې تیار کړئ او په دې سره د خپل ځان او الله تعالی دوښمنان ووېروئ.

[يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ يَغْلِبُواْ أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَفْقَهُونَ * الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُواْ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ]

(انفال: ۶۵- ۶۶)

ژباړه: ای پیغمبره! مومنان جګړې ته راوباسه، که ستاسو په منځ کې شل نفره وي او صبر ولري، دوی به پر دوو سوو کسانو غالب شي او که ستاسو په منځ کې سل کسان وي، پر زرګونو کفارو به غالب شي؛ ځکه هغه داسې قوم دی چې نه پوهېږي. اوس الله سبحانه وتعالی ستاسو پېټی سپک کړی او هغه پوهېږي چې ستاسو په صف کې کمزوري شته. له همدې کبله که تاسو سل کسان وی او صبر ولري، نو پر دوو سوو کسانو په غالب شئ. که ستاسو په منځ کې زر کسان وي، د الله سبحانه وتعالی په خوښه به پر دوو زرو کسانو عالب شی. الله سبحانه وتعالی د صبر کوونکو ملګری دی.

په لومړي ایت کې د برید لپاره له تیاري څخه موخه د دوښمن وېرول دي او دا د دوښمن د ماتې لپاره اړین کار دی. په دویم او درېیم ایت کې الله سبحانه وتعالی پر دوښمن د بري لپاره موږ له اړین شمېر څخه خبروي. نو ویلی شو چې جهاد د یوې موخې لپاره ترسره کېږي، نه یوازې د جنګ لپاره.  

دغه راز په صحیح مسلم کې له سلیمان بن برهد او هغه له خپل پلار څخه روایت کوي؛ کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه پوځ لپاره امیر ټاکه، نو هغه صلی الله علیه وسلم به ځانګړې سپارښتنې ورته کولې، د دې لپاره چې له الله سبحانه وتعالی ووېریږي او له مسلمانانو سره سم چلند وکړي. هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«...ولا تغلوا، ولا تغدروا، ولا تمثلوا، ولا تقتلوا وليدًا، وإذا لقيت عدوك من المشركين فادعهم إلى ثلاث خصال، فأيتهن أجابوك إليها، فاقبل منهم، وكف عنهم: ادعهم إلى الإسلام، فإن أجابوك فاقبل منهم...فإن هم أبوا فاسألهم الجزية، فإن هم أجابوك فاقبل منهم» (صحیح مسلم 4294)

ژباړه: ...د غنیمت په مال کې خیانت مه کوئ. د ژمنې خلاف کار مه کوئ. د مړه شوو کسانو د بدن غړي مه پرې کوئ. ماشومان مه وژنئ. کله چې له دوښمن سره مخ شوئ، هغوی دریو کارونو ته راوبولئ، که هر یو یې ومنلو تاسو جګړه مه ورسره کوئ؛ لومړی یې اسلام ته راوبولئ که یې ومنلو جګړه مه کوئ... او که یې اسلام ونه منلو له هغوی جزیه وغواړئ که یې ومنله نو تاسو یې هم ومنئ.

دا حدیث د جهاد د موخې لپاره یو بل ثبوت دی. جهاد ځينې موخې لري. لکه؛ د سیمې پر اسلامي خاوره بدلول، د ځمکې له مخ څخه د کفر له منځه وړل او د اسلام حاکمیت ته لاره هوارول. که دغې موخې ته لاسرسی ناشونی وي، نو دغه جنګ نه پیلېږي، بلکې پرځای یې د موخې د ترلاسه کولو لپاره د اړینو وړتیاوو پر لوړولو کار کېږي. د دفاعي جهاد موخه د اسلامي خاورې ازادي ده او که چېرې د دغې موخې د تر لاسه کولو لپاره چیریکي جنګونه اغېزمن نه وي، نو اړینه ده چې نورې لارې چارې ورته ولټول شي.

مسلمانان له لسګونو کلونو راپدیخوا د خپل دین، د مسلمانانو د عزت خوندیتوب او بهرني اشغال د پای ته رسولو لپاره ځانونه قرباني کوي، خو د دوی د خاینو حکامو له کبله دغه ټولې قربانۍ بې ګټې دي. دغو حکامو مسلمانان په خپل ځان پورې نښلولي دي. لکه څنګه چې دغه کار په کشمیر کې وشو یا هغه څه چې له طالبانو سره وشول او یا هم کوم څه چې د افغانستان د اوسني مقاومت لپاره طرحه شوي دي. پر همدې دلیل اړینه ده چې مسلمانان دغه خاین حکام له منځه یوسي او اسلامي خلافت تاسیس کړي. له دې پرته به (خدای مه کړه) له دې قربانیو سره سره د جهاد موخه ترلاسه نه شي!!!

۴- که دوښمن په داسې ځای کې حکومت جوړ کړي، چې دوی عملاً پر مسلمانانو مسلط شي، نو په دغه وخت کې مسلمانان د جنګي بندیانو په شان دي، که څه هم دوی په واقعي ډول جنګي اسیران نه دي او جهاد هم پر دوی په فردي ډول نه فرض کېږي؛ ځکه دوی د هغې سیمې د ازادۍ وړتیا نه لري. دغه ډول حالت همدا اوس په غزه او کشمیر کې حاکم دی او دغه راز له ۱۸۵۷م کال او د هند لویې وچې له خپلواکۍ وروسته، د دغه هېواد په ډېری برخو کې همدغه حالت حاکم دی. نو په داسې شرایطو کې دغو سیمو ته پر نږدې مسلمانانو لازمه ده، چې جهاد وکړي او دوی له اشغال څخه خلاص کړي. الله سبحانه وتعالی په قران کریم کې فرمایي:

[وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا] (النسا: ۷۵)

ژباړه: څه درته پېښ شوي چې د الله سبحانه و تعالی په لاره کې نه جنګېږئ او د هغو نارینه وو، ښځو او ماشومانو لپاره چې تر ظلم لاندې دي او وایي، اې پروردګاره! موږ له دې ښاره بیرون وباسه چې خلک یې بې رحمه دي، ته موږ ته ستا له طرفه موږ ته یو سرپرست او مرستندوی پیداکړه.

کله چې د مسلمانانو خلیفه، حاکم او یا هم امام د جهاد اعلان وکړي، پر ټولو لازمېږي، پرته له هغو کسانو چې د دوی په واسطه معاف شي. دا قانون هم د دفاعي او هم د اسلامي خاورې د پراختیا په موخه د جهاد لپاره یو ډول دی؛ ځکه چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ] (التوبه: ۳۸)

ژباړه: ای هغو کسانو چې اېمان مو راوړی! څه درباندې شوي، کله چې د الله تعالی په لاره کې دې راوتو غږ درته وشي، نو پر تاسو سخته تمامه شي او پر ځمکه پرېوځی؟ ایا له اخرت څخه د دونیا په ژوند خوشحاله شوي یئ؟ نو یاد ساتئ، چې د دونیا د ژوند خوندونه د اخرت په پرتله ډېر کم ارزښته دي.

[انْفِرُواْ خِفَافًا وَثِقَالاً وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ] (التوبه: ۴۱)

ژباړه: د الله سبحانه و تعالی په لاره کې مهمه نه ده چې سپک یا درانده وئ. د الله سبحانه و تعالی په لاره کې پرخپل ځان او مال جهاد وکړیئ، که پوه شئ دا ستاسو لپاره خیر دی.

د شیخینو په خبره، رسوله الله صلی الله علیه وسلم ویلي:

«وإذا استنفرتم فانفروا»

ژباړه: کله چې له تاسو وغوښتل شول، مخ پر وړاندې ولاړ شی، نو مخ پر وړاندې ولاړ شئ.

همدا وړ ځای دی چې ووایو؛ په شریعت کې د جهاد د حکم لپاره د هغو کفارو شتون مهم دی چې دعوت ردوي. دغه راز په شریعت کې د یوې سیمې تر نیولو وروسته، اسلامي دولت د هغې سیمې د خلکو له خوا د جزیې په ورکولو هم جهاد دریږي. له همدې کبله تر هغې وخته چې په دې نړۍ کې کفار وي او اسلامي دعوت هم ردوي، نو پر مسلمانانو په جمعي ډول جهاد لازم دی او الله تعالی ته مسوول دي. الله سبحانه و تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي: 

[وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلّهِ] (البقره: ۱۹۳)

ژباړه: له دوی سره ترهغې وجنګېږئ، تر څو هېڅ فتنه پاتې نه شي او د الله دین حاکم شي.

[قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُواْ الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ]

(التوبه: ۲۹)

ژباړه: له هغوی سره چې پر الله سبحانه وتعالی او د اخرت پر ورځ ایمان نه لري وجنګېږئ. هغه څه چې د الله او د هغه رسول منعه(حرام) ګرځولي وي، هغه نه حراموي او حق دین خپل دین نه ګرځوي. له هغوی سره وجنګېږئ، تر دې پورې چې په خپل لاس جزیه ورکړي او ذلیل شي.

إِلَّا تَنفِرُواْ يُعَذِّبۡڪُمۡ عَذَابًا أَلِيمً۬ا] (التوبه: ۳۹)

ژباړه: که د الله په لار کې راونه وځئ، هغه سبحانه و تعالی به تاسو ته سخت جزا درکړي.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً] (التوبه: ۱۲۳)

ژباړه: اې مومنانو د حق له هغو منکرانو سره وجنګېږئ، چې تاسې ته نژدې دي او باید هغوی په تاسې کې کلکوالی (زېږوالی) ومومي.

بخاري او مسلم دا حدیث شریف روایت کړی:

«أمرت أن أقاتل الناس حتی یشھدو أن لا إله إلا اللہ، فإذا فعلوا ذلك عصموا مني دماءھم وأموالھم إلا بحقھم»

ژباړه: ماته امر شوی چې له ټولو انسانانو سره تر هغې جهاد وکړم، تر څو چې دوی شاهدي ورکړي چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل هېڅ خدای نشته او محمد د هغه رسول دی، لمونځ وکړي او زکات ورکړي. که دوی دغه کار وکړي، دوی به خپل ژوند او شتمني له ما څخه په امن کې کړي او همدارنګه دا ومني چې د شریعت پر بنسټ څه شی سم دي.

دا ایتونه او حدیثونه په ډاګه کوي چې د جهاد شرعي علت د هغو کفارو شتون دی چې اسلام نه مني. دغه راز کله چې کفار اسلامي اقتدار ومني او جزیه ورکړي، نو له دوی سره جهاد نشته.

جهاد یوازې دفاعي نه دی:

دا د غرب او سېکولرانو یوه بله دسیسه ده چې جهاد یوازې تر دفاعي جهاد پورې محدودي. هر اسلامي هېواد د دفاع وزارت لري، خو یو هېواد هم د جګړې او جهاد وزارت نه لري. سربېره پردې چې غرب هم خپل وزارتونه د دفاع په نامه یادوي، خو په حقیقت کې د دوی وزارتونه د جنګ او جګړې وزارتونه دي.

قران، حدیث، سیرت او د اصحابو اجماع بریدګر او دفاعي جهاد په قطعي ډول تعریف کړی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

[وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلّهِ]

(البقره: ۱۹۳)

ژباړه: له دوی سره ترهغې وجنګېږئ، تر څو هېڅ فتنه پاتې نه شي او د الله دین حاکم شي.

[قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُواْ الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ]

 (التوبه: ۲۹)

ژباړه: له هغوی سره وجنګېږئ چې پر الله سبحانه وتعالی او د اخرت پر ورځ اېمان نه لري. هغه څه چې د الله او د هغه رسول منعه(حرام) ګرځولي وي، هغه نه حراموي او حق دین خپل دین نه ګرځوي. (له هغو سره وجنګېږئ) تر دې پورې چې په خپل لاس جزیه ورکړي او ذلیل شي.

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً]

(التوبه: ۱۲۳)

ژباړه: اې مومنانو! د حق له هغو منکرانو سره وجنګېږئ چې تاسې ته نژدې دي او باید هغوی په تاسې کې کلکوالی (زېږوالی) ومومي.

دا کامل قوانین دي او په هېڅ یوه ایت کې دا قوانین له پامه نه دي لوېدلي او نه یې هم محدود کړي. په دې مانا چې دغه ایتونه یوازې پر مسلمانانو برید او یا هغه کفار چې د مسلمانانو پر وړاندې جنګېږي، نه مشخصوي؛ بلکې دا ایتونه مسلمانان تر هغې جګړې(جهاد) ته اړ کوي چې(د ځمکې پر سر هېڅ فتنه پاتې نه شي) 

سربېره پر دې په دې ایتونو کې مسلمانانو ته امر شوی چې تر هغې مو جهاد ته دوام ورکړئ، ترڅو چې کفار د مسلمانانو حاکمیت او جزیې ورکولو ته تسلیم شي.

بخاري او مسلم دا حدیث شریف روایت کړی:

«أمرت أن أقاتل الناس حتی یشھدو أن لا إله إلا اللہ، فإذا فعلوا ذلك عصموا مني دماءھم وأموالھم إلا بحقھم»

ژباړه: ماته امر شوی چې له ټولو انسانانو سره تر هغې جهاد وکړم، تر څو چې دوی شاهدي ورکړي چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل هېڅ خالق نشته او محمد د هغه رسول دی. لمونځ وکړي او زکات ورکړي. که دوی دغه کار وکړي، نو په خپل ژوند او مال کې به له ما څخه په امن کې شي او همدارنګه دا ومني چې د شریعت پر بنسټ څه شی سم دي.

دا حدیث د ابن عمر، ابوهریره، جبیر بن عبدالله، عوس بن ابو عوس، ابن عباس، سهل بن سعد، نعمان بن بشیر، طارق بن اشیم، ابن بکره، معاذ ابن جبل، سامرا بن جندوب له خوا رانقل شوی دی. دغه حدیث متواتر دی چې د احادیثو تر ټولو په لوړه رتبه کې راځي.  په دغه حدیث کې هغه صلی الله علیه وسلم د جهاد لپاره شرط د کفارو برید نه بولي. دغه راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشده خلفاوو کړنې هم بریدګر جهاد تاییدوي. د بدر، حنین، موتا او تبوک غزاوې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په واسطه پیل شوې وې او دېته ورته د راشده خلفاوو په وخت کې داسې کارونه تر سره شوي وو، چې د ټولو یارانو د خوښۍ او رضایت وړ وو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: محمد عمران

ژباړن: جواد عثمان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې