شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
۲. رمضان میاشت د فتحو او بریالیتوبونو میاشت ده
بسم الله الرحمن الرحيم
۲. رمضان میاشت د فتحو او بریالیتوبونو میاشت ده

د بدر ستره غزا

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او هم له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله ﷺ سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او همدارنګه پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه ﷺ پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي. اما بعد:  

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾ [آل‌عمران: ۱۲۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی په بدر کې ستاسو مرسته وکړه (او پر خطرناکو دښمنانو یې بری درکړ)، په داسې حال کې چې تاسو (تر هغوی) ناتوانه وئ. نو له الله ووېرېږئ (او د دښمن پر وړاندې د رسول الله د فرمان مخالفت مه کوئ)، ترڅو د هغه سبحانه وتعالی شکر پر ځای کړئ.

اې د ايمان وروڼو!

               د دغه مبارک امت د غوره یادښتونو څخه د بدر ستره غزا ده، چې د هجرت په دویم کال د رمضان مبارکې میاشتې په ۱۷مه نېټه پېښه شوه. مسلمانانو خپله دنده په سمه توګه پای ته ورسوله او الله سبحانه وتعالی د هغوی پر مشرکو دښمنانو بری ورپه برخه کړ. سره له دې چې د مسلمانانو شمېره تر کفارو بیخي کمه وه؛ خو هغوی د کفارو تیاری او شمېره په نظر کې ونه نیوله. 

               رسول الله ﷺ د هجرت په دویم کال په رمضان میاشت کې د قریشو د قافلې په اړه، چې د ابو سفیان ابن حرب په مشرۍ له شام څخه مکې ته راروانه وه خبر شو. په قافله کې د قریشو مالونه وو او د سوداګرو سودا یې هم وه او دیرش تنه قریش هم ورسره وو. نبي کریم ﷺ له دغې قافلې سره د مخ کېدو لپاره پر مسلمانانو امر وکړ او هغوی ته یې وفرمایل: دغه د قریشو قافله ده او په دې کې یې مالونه دي، د هغوی مخې ته ورووځئ، کیدای شي الله سبحانه وتعالی یې ستاسو لپاره غنیمت وګرځوي. ځینې خلک له هغه څخه پاتې شول او پر ځینو دغه کار څه نا څه بوج شو، ځکه هغوی ګومان کاوه، چې رسول الله ﷺ به جنګ ونه شي کړائ، نو په دې وخت کې له رسول الله ﷺ سره د وتونکوو کسانو شمېره ۳۱۳ تنه وه.

اې د ايمان وروڼو!

کله چې ابوسفیان حجاز ته رانږدې شو، نو پوښتنه يې کوله او له هر سواره به يې پوښتل، تر دې چې د رسول الله ﷺ او د هغه د اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين خبر ورورسېد، چې هغه ستاسو د مالونو د نیولو لپاره راوتلی دی. نو خپله لار يې پرېښوده او قریشو ته یې قاصد واستاوه، ترڅو د هغوی له مال څخه د دفاع په خاطر نور کسان ورته راواستوي او خبر یې ورکړ چې رسول الله ﷺ د هغوی د مال او سودا د نیولو په موخه راوتلی دی. خو کله چې قافله وژغول شوه، نو ابو سفیان له ابوجهل څخه وغوښتل چې بېرته وګرځي، خو ابوجهل ورته وویل: والله! چې بدر ته نه وو رسیدلي، بېرته به لاړ نه شم او هلته به درې ورځې پاتې کېږو، پسونه به ذبحه کوو، شراب به څښو، نجونې به سندرې راته وايي او موږ به ستايي، ترڅو ټول عرب په دې خبر شي، چې بیا د تل لپاره له موږ سره د مخ کېدو زړه ښه نه کړي!! خو د شرابو پر ځای یې د مړينې جامونه ورکړل او د ستاینیزو سندرو پر ځای د ویر ساندې ورباندې وويل شوې.  

زما د ایمان وروڼو!

قریش له زرو سړیو سره چې په وسلو ښه سنبال وو، راووتل. سل آسان او اووه سوه اوښان یې له ځان سره لرل؛ خو رسول الله ﷺ د قریشو له دې تياري څخه هېڅ خبر هم نه و او له ۳۱۳ کسانو سره وتلی و. کله چې د بدر د اوبو چینو ته نږدې شو، نو يې یو څو کسان د خبر د راوړو لپاره تیت کړل چې خبر تر لاسه کړي. نو هغه وخت پوه شو چې قریش له دومره ستر پوځ سره راوتلي او د بدر چینو ته راځي.

له دغه خبر سره سم رسول الله ﷺ له خپلو اصحابو سره د جګړې په اړه مشوره وکړه. یو څو اصحابو ډېرې ښې خبرې وکړې. له هغوی څخه ابوبکر، عمر بن الخطاب، مقداد بن الاسود رضی الله عنهم وو. هغوی وویل: په هغه څه چې تاته الله سبحانه وتعالی امر کړی، پر هغه عمل وکړه، موږ له تاسره یو، والله! موږ به تاته هغه خبره ونه کړو، چې بني اسرائیلو موسی علیه السلام ته کړې وه، چې ته او ستا رب لاړ شئ او وجنګیږئ موږ دلته ناست یو، بلکې موږ وايو: ته او ستا رب لاړ شئ، موږ له تاسره یو ځای جهاد کوو. قسم پر هغه ذات چې ته یې په حقه راستولی یې، که ته موږ د حبشې ښار ته هم بوځې، موږ له تاسره به یو ځای جهاد وکړو، تر څو چې ته خپلې موخې ته ورسېږې. نو رسول الله ﷺ ورته وویل ډېر ښه او هغوی ته یې دعا وکړه.

اې د ایمان وروڼو!

خو په دغه ځای کې رسول الله ﷺ د انصارو د نظر په معلومولو د دوو لاملونو لپاره ډېر ټینګار کاوه: یو خو دا چې ډېری یې هغوی وو او دویم دا چې هغوی وعده ورسره کړې وه، چې مرسته به ورسره کوي او په مدینه کې به یې له دښمنه ژغوري. رسول الله ﷺ وویل: ماته مشوره راکړئ اې خلکو! سعد بن معاذ وویل: والله! لکه چې ته موږ ته اشاره کوې اې رسول الله! ویې ویل: هو.

سعد رضی الله عنه وویل: موږ پر تا ایمان راوړی او ته مو ریښتینی ګڼلی یې او هغه څه چې تا راوړي موږ ګواهي ورکړې چې هغه حق دي او په دې سره مو د اورېدنې او پيروۍ بيعت درسره کړی دی، نو په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی درته امر کړی عمل وکړه، قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه راستولی یې که سمندر ته موږ داخل کړې او ته هم داخل شې، نو به موږ هم درسره ننوځو او هېڅ یو به له موږ څخه مخالفت ونه کړي او موږ له دې څخه انکار نه کوو چې ته مو له دښمن سره مخ کړې. موږ په جنګ کې صبرناک او په خپل کار کې ډېر ریښتیني یو. کېدای شي الله سبحانه وتعالی له موږ څخه هغه څه دروښيي چې سترګې دې پرې خوږې شي. نو د الله سبحانه وتعالی په برکت سره حرکت وکړه. رسول الله ﷺ وفرمایل: د الله سبحانه وتعالی په برکت سره حرکت وکړئ او زیري ورکونکي شئ. الله سبحانه وتعالی له دوو ډلو څخه د یوې وعده راکړې ده او ماته د هغوی پایله یا مسیر راښکاروي.

خو جنګ ته د وتلو دغه رایه يوازې د سعد رایه وه، نه له رسول الله ﷺ سره د ټولو وتونکو رایه. ځينو د څلورو لاملونو لپاره جنګ بد وګاڼه: لومړی؛ هغوی تیاري نه لرله. دويم؛ د دواړو ډلو د سړيو او تیاري ترمنځ ډېر توپیر موجود و. درېیم؛ لا تراوسه جنګ هم فرض شوی نه و او یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري رسول الله ﷺ ته اجازه ورکړل شوې وه او مسلمانانو له رسول الله ﷺ سره په وتلو او ملګرتیا کې اختیار درلود او څلورم دا چې رسول الله ﷺ د قافلې په اړه ویلي ورته وو او له پوځ څخه یې خبر نه و ورکړی. نو له دې امله هغوی ګومان نه کاوه چې رسول الله ﷺ به جنګ وکړي. خو دغو کسانو چې له جنګ څخه یې بد راتلل د هغوی د سینو په پرانیستلو کې ځنډ ونه ووت، د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ امر یې ومانه. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِن بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ * يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ﴾ [الانفال: ۵- ۶]

ژباړه: لکه څنګه چې ستا رب ته په حقه له کور څخه ایستلی یې، خو له مومنانو څخه یوې ډلې بده ګڼله، کله چې تا حق ورته څرګند کړ، نو دوی مجادله درسره کوله، چې ګواکي ته هغوی د مرګ خواته بيايې او هغوی ورته کتل.

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ روان شو او له قریشو څخه لومړی د بدر اوبو ته ورسېد او په بدر کې الله سبحانه وتعالی پر مومنانو ډېر نعمتونه را نازل کړل او هغه:  

لومړی؛ د باران نعمت: وړاندې له دې چې قریش د بدر اوبو ته راورسېږي، الله سبحانه وتعالی یو ستر باران وکړ، خو دغه باران د مسلمانانو په ګټه و، د تنګي شګې یې کلکې کړې او له مسلمانانو سره یې په تګ راتګ کې مرسته وکړه. همدارنګه په دغه باران سره دوی غسلونه او اودسونه وکړل او په دې سره دوی فعال شول او د شیطان وسوسه چې کېدای شوه، د دوی نفسونو ته داخله شوې وای، ورڅخه لېرې شوه. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ[الانفال: ۱۱]

ژباړه: او له آسمانه یې پر تاسو باران واوراوه، څو تاسې ځانونه پاک پرې کړئ او د شیطان وسوسه له تاسو څخه پرې لیرې کړي، ستاسو زړونه ثابت کړي او قدمونه مو ورباندې ټینګ کړي.  

دويم؛ په ملایکو سره د هغوی مرسته: الله سبحانه وتعالی په جنګ کې د مومنانو د ټينګښت لپاره ملایکې راواستولې او د هغوی زړه یې ډاډه کړ، ترڅو ورته وښيي چې الله سبحانه وتعالی له هغوی سره دی او هغوی باید یواځې زیار وباسي او ځان تیار کړي او د اسبابو په تیاري کې کمی ونه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلائِكَةِ مُرْدِفِينَ﴾ [الانفال: ۹]

ژباړه: یاد کړئ هغه وخت چې کله مو (د بدر په میدان کې ډېرې سختې ناراحتۍ) له خپل رب څخه مرسته غوښته او هغه ستاسو غوښتنه ومنله (او ويې فرمایل) زه له تاسو سره په زرو ملایکو سره مرسته کوم، چې یو په بل پسې به راښکته کېږي.

درېیم؛ د لنډ خوب نعمت: الله سبحانه وتعالی د خوب نعمت پرې نازل کړ او په دغه شپه کې چې په ګهیځ به يې له ځواکمن دښمن سره جنګ ته له مړینې او یا ژوند سره مخ کيږي او جګړه به کوي، ټول په ارامه ویده شول او دغه د ارامۍ خوب د نبي کریم ﷺ لپاره ستره معجزه وه، ځکه د اسلامي پوځ ټول خلک په دې کې شامل وو او په یو وخت سره ټول ویده او په یو وخت کې ټول راپاڅېدل. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ[الانفال: ۱۱]

ژباړه: يه یاد راوړئ کله چې الله سبحانه وتعالی پر تاسې د آرامۍ خوب مسلط کړ او دا د هغه لخوا پر تاسو یو نعمت و.

څلورم؛ د دښمنانو په زړونو کې وېره اچول: الله سبحانه وتعالی د بدر په جنګ کې پر مومنانو یو بل نعمت نازل کړ چې هغه د کفارو په زړونو کې د وېرې اچول وو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:  

﴿أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ[الانفال: ۱۲]

ژباړه: زه له تاسو سره یم نو هغه چا چې ایمان راوړی باید ثبات غوره کړي. نږدې ده چې د کفارو په زړونو کې به وېره واچوم، ترڅو د هغوی مرۍ پرې کړئ او هغوی بند په بند غوڅ کړئ.

رسول الله ﷺ د مدینې له خوا د بدر اوبو ته نږدې مېشت شو. دلته حباب بن المنذر راولاړ شو او یوه ماهرانه پوځي خبره یې وکړه؛ ویې ویل: یا رسول الله ﷺ پر دغه ځای کې ستا لپاره الله سبحانه وتعالی امر کړی او موږ د وروسته کېدو او مخته کېدو حق نه لرو او یا دغه رايه، جنګ او چل دی؟ ویې ویل: بلکې هغه رایه، جنګ او چل دی. نو هغه وویل: دغه مناسب ځای نه دی. خلکو ته امر وکړه چې له قوم څخه اوبو ته نږدې شو او هلته مېشت شو او هغه کوهیان چې تر شاه یې دي، په خپل لاس کې واخلو او یو ډنډ به ورته جوړ کړو، له اوبو به یې ډک کړو نو موږ به اوبه ورڅخه څښو او هغوی به یې نه څښي. رسول الله ﷺ ورته وویل: غوره رایه ده. مسلمانانو دغه شپه په ډېر ارام سره تېره کړه او په خوښۍ سره راپاڅېدل. د هغوی زړونه له باور څخه ډک شول او یو څه استراحت یې هم کړی و.   

پنځم؛ پر دښمنانو د بري د تر لاسه کولو نعمت: رسول الله ﷺ به خلک څارل او د هغوی صفونه به یې برابرول، نصیحت به یې ورته کاوه او د الله سبحانه وتعالی او اخرت یادونه به یې ورته کوله او بیا به خپل تیار شوي ځای ته راګرځېد، چې ورته چمتو شوی و او په عاجزۍ سره به په دعا کې ډوبېده او له رحمان الله څخه به یې مرسته غوښته. ابوبکر رضی الله عنه یې په څنګ کې ودرېد په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ به زیاته دعا کوله او ویل به یې: «اې الله! که دې دغه ډله هلاکه نه کړه، نو له دې وروسته به څوک ستا عبادت ونه کړي، يا الله ته دې خپله وعده پوره کړه، يا الله ستا بری غواړم.» ابوبکر رضی الله عنه به هم ورسره دغه دعا تکراروله او پر هغه د شفقت له امله به یې ورته ویل او څادر به یې هم پرې وغوړاوه (او ورته ویل به یې یا رسول الله دعا دې بس کړه، الله به خپله وعده درسره پوره کړي).

ابوبکر رضی الله عنه د الله سبحانه وتعالی له بري څخه باوري وو، ځکه چې د الله سبحانه وتعالی وعده رښتینې ده، الله سبحانه وتعالی هېڅکله د خپلې وعدې خلاف عمل نه کوي. الله سبحانه وتعالی له دوو ډلو څخه د يوې ډلې وعده ورکړې وه: یا خو به د قافلې مالونه غنيمت ورکوي او یا به پر خپلو دښمنانو بری ورپه برخه کوي. دا چې قافله د مسلمانانو له منګولو وژغورل شوه، نو له بریالیتوب پرته بل څه نه دي پاتې او خامخا به پوره کېږي.  

د ایمان وروڼو!

دواړه ډلې سره مخامخ شوې. جنګ له دواړو ډلو څخه د څو کسانو په واسطه پيل شو. په دې کې بریالیتوب د مسلمانانو په برخه و او له هغې وروسته عمومي جنګ پيل شو او د جنګ په منځ کې کې مسلمانانو د دښمنانو ته ستره خساره ورواړوله او په دغه وخت کې نبي کریم ﷺ یو څه بې هوښه شو او جبراییل او ملائکې یې ولیدلې، ابوبکر ته یې وویل: زیری! ابوبکره د الله سبحانه وتعالی نصرت راغی، جبرائیل د آس قبضه چې پر هغه وسله هم وه ونیوله، د مسلمانانو تر څنګ یې د مشرکانو صفونه کمزوري کړل او هغوی له سختې ماتې سره مخ شول. له هغوی څخه یې اویا کسان ووژل او اویا یې ورڅخه بندیان کړل، په داسې حال کې چې سعد له څو کسانو انصارو سره د رسول الله ﷺ په خوا کې د هغه د دفاع په خاطر توره په لاس ولاړ او د کفارو له راتګ څخه وېرېده.  

رسول الله ﷺ د سعد په مخ کې د یوه شي کراهیت ولید، رسول الله ﷺ ورته وویل: اې سعده! هغه څه چې قوم یې تر سره کوي، بد یې ګڼې؟ ویې ویل: هو یا رسول الله ﷺ دغه د مشرکانو لپاره لومړنۍ پېښه ده چې ورپېښیږي، نو ماته د خلکو له پاتې کېدو څخه د هغوی وژنه غوره ده.

بیا رسول الله ﷺ د غنیمتونو په راټولولو امر وکړ، نو غنيمتونه یې راټول کړل، مسلمانانو اختلاف پکې وکړ، هغه چا چې ټول کړي وو، ويې ویل: هغه زموږ دي او هغه چا چې له دښمن سره جنګ کاوه، وویل: هغه څه چې تاسې ټول کړي، موږ یې حقدار یو، موږ له تاسو څخه د قوم پاملرنه واړوله او تاسې دغه څه لاسته راوړل او هغه چا چې د رسول الله ﷺ څارنه کوله ویې ویل: تاسې له موږ نه حقدار نه یاست، موږ دغه څيزونه په هغه وخت کې ولیدل چې تاسو نه وو لیدلي او چا ورڅخه منع کولی هم نه شوای، خو موږ پر رسول الله ﷺ ووېرېدو چې دښمن ورپسې رانه شي، نو تاسې ددې حق نه لرئ. عباده بن صامت وويل: موږ د بدر څښتنان یو. کله مو چې په غنیمت کې اختلاف وکړ، نو زموږ په اړه انفال سورت رانازل شو، زموږ زړونه ترې تور شول، لاسونه مو ترې واخیستل، بشپړ واک مو یې رسول ﷺ ته ورکړ او هغه پر مسلمانانو مساوي توزیع کړ. خو رسول الله ﷺ د بندیانو په مقابل کې د مال د بدلې اصل وټاکه او یا دا چې د مدینې منورې د خلکو بچیانو ته زده‌کړې ورکړي. څوک چې د خوشې کېدو وړ وو، له دې وعدې وروسته چې له مسلمانانو سره به جنګ نه کوي، خوشې يې کړل.   

او په پای کې، زما د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی دې وکړي چې د رمضان میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن پوځیان وګرځوي، د اسلامي امت لپاره د عزت، لویئ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی دې زموږ دغه ارزوګانې په نږدې وخت کې زموږ پر لاسونو د رمضان په مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

پر تاسو دې سلام او د الله سبحانه وتعالی رحمت او برکت وي.

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

Last modified onشنبه, 26 می 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې