شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابو الرشته لخوا د ۱۴۴۰ هـ.ق کال ( چې له ۲۰۱۹م سره سمون خوري) د لوی اختر د مبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابو الرشته لخوا د ۱۴۴۰ هـ.ق کال ( چې له ۲۰۱۹م سره سمون خوري) د لوی اختر د مبارکۍ پیغام

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد...

کریم اسلامي امته، په بیت الحرام کې حاجیانو، د دعوت حمل کوونکو او د فېسبوک پاڼې تعقیب کوونکو!

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته... طاعات او عبادات مو قبول شه، الله دې دا اختر د خیر او برکت اختر وګرځوي. الله سبحانه و تعالی دې د حاجیانو حج قبول او مقبول وګرځوي او د ګناهانو د مغفرت سبب دې یې شي... الله سبحانه و تعالی دې هغو کسانو ته چې سږ کال یې ونه شوای کړی هم د حج د ادا کولو توفیق ورکړي.

ګرانو خویندو او وروڼو!

موږ د تکبیر په ویلو سره او د اسلام د خیر او برکت لپاره د الله سبحانه و تعالی حمد وایو، او د خلافت د اقامې په موخه د حزب التحریر په صفونو کې د دعوت د لېږد لپاره د الله سبحانه و تعالی حمد وایو، د هغه سبحانه و تعالی حمد وایو چې د کفارو، مستعمرینو، د هغوی د جاسوسانو او خاینو حکامو له مکرونو او د منافقینو ، چې زړونه یې مریض دي، له توطیوسره سره یې بیا هم دا حزب لا تر اوسه قایم ساتلی. هو د الله تکبیر وایو: الله اکبر الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله الله اکبر الله اکبر و لله الحمد...

خلافت چې حزب التحریر یې د تاسیس لپاره کار کوي؛ د کفارو له سترګو یې خوب غلا کړی او د مسلمانانو جاسوسو حاکمانو په زړونو کې یې وېره اچولې؛ منافقین او هغوی چې له کفارو مرسته غواړي، له هغه څه چې پرې راتلونکي دي، ځورېږی.

 [فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ]

ژباړه:« نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې بېماري ده چې په (مینه د) دوى كې منډې وهي او دوى وايي: مونږ وېرېږو (له دې نه) چې مونږ ته څه مصیبت راورسي، نو نیږدې ده چې الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي) نو دوى به پښېمانه شي په هغو خبرو چې دوى په خپلو نفسونو كې پټې ساتلې وې»[المائده:۵۲ ایه]

خویندو او وروڼو، له کله نه چې حزب التحریر تاسیس شوی، فشارونه ورباندې دي. د هغو کسانو د کړنو له امله چې الله هغوی ړانده کړي، د هغوی د بې ایمانۍ له امله او د هغوی د منافقت له امله د هغوی له زړونو یې احساس اخیستی، او په ګناه کې روان دي او له دې خیال سره ژوند کوي چې د خلافت د قایمېدو مخه به ونیسي. هغوی به د حق په راتلو سره په تعجب کې شي او هغوی له حق څخه وېرېږي او له هغو ډلو څخه دي چې په خپل مکر کې به راګیر شي څرنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

«وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ»

ژباړه: «او ډېر بد مكر يواځې په خپل اهل (مكر كوونكي) چاپېره كېږي»[فاطر:۴۳]

کافر استعمارګر هېوادونه چې د اسلام او د خلافت دولت بد غواړي او د خلافت کرکه کوونکي لکه صلیبیان، دا هېوادونه او د هغوی جاسوسان خپلې ټولې هڅې کوي او هر ډول مکر څخه کار اخلي چې د اسلام دعوتګران وځوروي هغوی بند ته واچوي او په زندانونو کې یې په شهادت ورسوي او خپل دا جنایت د ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې پټوي او ادعا کوي چې د ترهګړۍ په وړاندې یو کمربند دی. او اوس د انلاین ترهګرۍ بهانه یې وړاندې کړې! او وايي چې حزب د خپلو کسانو پاڼې د بنسټ پالنې او ترهګرۍ له نظریو او مفکورو څخه ډکوي؛ دوی دا کسان په دې بهانه چې انلاین ترهګري کوي په پاڼو کې ځوروي، څاري یې او بندي کوي یې. ټول د دې شاهد دي چې د دعوتګرانو پاڼې له حق څخه ډکې دي په داسې حال کې چې د دوی پاڼې له دروغو، چل او مکر څخه ډکې دي! الله دې دوی تباه کړي او دوی باطل دي...

او هغه کسان چې زړونه یې مریض دي او منافقین او هغه کسان چې افترا کوي: د دوی مخالفت او افترا له پخوا څخه وو که څه هم د دوی دروغ او انتقاد په لومړیو کې د حزب په مشرتابه او چارواکو وو په داسې حال کې چې د حزب په مفکورو او طریقه یې باور درلود... دوی افشا شول او رښتنې موخه یې څرګنده شوه چې نه یوازې مشرتابه ته، بلکې حزب ته زیان رسوي. خو په وروستیو کلونو کې هغوی په خپله حزب، مفکوره او طریقه باندې یې برید کوي. هغوی په حزب، طریقه او فکره یې، د حزب په مشرتابه، ناستو او دې ته ورته نورو کړنو باندې انتقاد کوي. او د دوی اصلي موخه، چې غواړي حزب ته زیان ورسوي، د هر هغه چا لپاره چې بصیرت لري ښکاره او په ډاګه ده... خو حزب لا تر اوسه قایم، سلامت او خالص پاته دی.

[كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا]

ژباړه: «د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي»[ابراهیم: ۲۴-۲۵]

الحمد لله رب العالمین

ګرانو ورونو او خویندو، استعمارګر کافر هېوادونه او د هغوی جاسوسان به ارام نشي هغوی به خپل مکرونه یو په بل پسې وکاروي ځکه چې د خلافت په تاسیس کې د حزب مخنیوی د هغوی لپاره داسې اړین دی لکه څرنګه چې د خلافت قایمېدل د حزب او ټولو مومنانو لپاره بنسټیزه موخه ده. د اسلام دښمنان به د حزب او خلافت پر وړاندې له خپلو مکرونو لاس وانخلي او دې ته به دوام ورکړي. که څه هم هغوی تر موږ زیات امکانات لري خو اوس هم څلور حقیقتونه دي چې موږ ته پیاوړتیا او ایمان رابښي او د فشارونو له امله او د الله سبحانه و تعالی په توفیق سره به کمزوري نشي او زموږ پیاوړتیا به لا زیاتوي او د کفارو مکرونه به د هغوی پر وړاندې ودریږي او هغوی به د تباهۍ په لور روان کړي.

«وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ» [ابراهیم: ۴۶]

ژباړه: او یقینًا هغوى خپل مكر (او فریب) ښه په كوشش سره وكړ، حال دا چې د دوى مكر الله سره دى، او د دوى مكر داسې نه و چې د هغه په وجه به غرونه زايل شي

حزب خپلې د حق مبارزې ته دوام ورکوي څو چې د الله سبحانه و تعالی په اذن سره خلافت تاسیس کړي.

دا څلور واقعیته شته:

لومړی: په ستختۍ پسې اسانی وي؛ دا خبره د الله سبحانه و تعالی په کتاب کې له یوه نه په ډېرو ایتونو کې راغلې:

[حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَنْ نَشَاءُ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ]

ژباړه: «تر هغه پورې چې رسولان به نا امېده شول او هغو (خلقو) به دا یقین وكړ چې بېشكه دوى (رسولان) چې دي، یقینًا دوى ته دروغ ویل شوي دي (، نو) دوى (رسولانو) ته به زمونږ مدد راغى، بیا به هغه چا ته نجات وركړى شو چې مونږ به غوښتل او زمونږ عذاب له مجرمو (كافرو) خلقو نه نشي دفع كېدلى»  [سورة یوسف: ۱۱۰]

دا خبره د پیغمبر صلي الله علیه وسلم له سیرت نه معلومېږي چې بریا ته د نیږدې کېدو پر وخت به سختي ډېره شوه...د ابن هشام په سیرت کې راځي:

«ابن اسحق ویلي: خدیجه بنت خوویلید او ابو طالب په یوه کال کې مړه شول، دا پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته پرله‌پسې سختۍ او مصیبتونه وو... دا پېښه له هجرت نه درې کاله مخکې وشوه... ابن اسحق وایي: الله عزوجل غوښتل خپل دین حاکم، خپل پيغمبر (صلي الله علیه وسلم) پیاوړی او خپلې ژمنې پوره کړي... پیغمبر صلي الله علیه وسلم د خزرجو له یوې ډلې سره ولیدل... پیغمبر صلي الله علیه وسلم دوی د الله عزوجل لوري ته را وبلل... دوی ومنله...»

راتلونکی کال یې د عقبې لومړی تړون وشو، بیا یې دوهم، بیا هجرت او ورپسې د دولت تاسیس... په دې توګه هڅه کوونکي او کار کوونکي مومنان چې له سختۍ سره مخ شي، د القوي، العزیز، الحکیم خدای په خوښه په دغه سختۍ پسې اساني او بریا وي. 

دوهم: الله د « دولت او قدرت » د ځایناستي کېدو او توالي ژمنه کړې،

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ]

ژباړه: «الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى، چې تاسو یئ او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو»[ سورة النور: ۵۵]

پیغمبر صلي الله علیه وسلم له دغه ظالم حکومت وروسته چې موږ یې تر حاکمیت لاندې ژوند کوو، د خلافت د راتګ زېری راکړی: احمد او ابو داوود له ابو حذیفه نه روایت کوي چې پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«...ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»، ثُمَّ سَكَتَ

ژباړه: «... بیا به تر هغه چې د الله خوښه وي جبریه حکومتونه وي، بیا یې چې کله خوښه شي  دا به له منځ ه یوسی، بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.» بیا دی صلي الله علیه وسلم چوپ شو.

درېیم: د ځایناستي کېدو لپاره د الله سبحانه و تعالی ژمنه او د خلافت د بیا راتګ په اړه د پیغمبر صلي الله علیه وسلم زېری د الله په قدر، د دده سبحانه و تعالی په علم په لوح محفوظ کې لیکلي. ټاکلی وخت یې العزیز، الحکیم خدای لیکلی او په دې کې ځنډ نه راځي. هره ورځ چې تېرېږي ورنیږدې کېږو، ترې لرې کېږو نه؛ نو موږ د دې لپاره هڅه او هیله کوو.

څلورم: الله سبحانه و تعلی ملایکې نه رالېږي چې موږ ته خلافت تاسیس کړي، خو خدای هغو خلکو ته په دې سره عزت ورکوي چې په خپلو لاسو د خلافت د تاسیس وړتیا لري، سخت او جدي کار ورته کوي، جهد کوي او دې کار ته ژمن پاتې کېږي. حزب التحریر چې د خلافت لپاره کار کوي، که خدای کول د دې کار وړتیا او شایستګي لري. موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې موږ ته په بریا او فتحې سره عزت راکړي، چې موږ د خلافت سرتېري شو او شاهدان یې و اوسو او زموږ د اختر تکبیر د فتحې له تکبیر سره یو ځای شي.

[وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ]

ژباړه: «او په دغې ورځ به مومنان خوشاله شي د الله سبحانه و تعالی په مرستې سره»[سورة الروم: ۴-۵]

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله، الله اکبر، و لله الحمد

وسلام علیکم و رحمته الله و برکاته

ستاسو ورور

عطا بن خلیل ابو الرشته

د حزب التحریر امیر

۱۴۴۰ هـ ق کال د ذولحجې د لسمې ماښام چې د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ له ۱۱مې سره سمون خوري

Last modified onیکشنبه, 11 آګست 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې