جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په الهي ژمنو او زېرو کې ستره بریا او ځواک نغښتی؛ دا به دویم راشده خلافت وي
بسم الله الرحمن الرحيم
په الهي ژمنو او زېرو کې ستره بریا او ځواک نغښتی؛ دا به دویم راشده خلافت وي

(ژباړه)

دا ډېرې ښې ورځې دي؛ دا د الله سبحانه وتعالی د ژمنې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري ورځې دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ، وَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا، وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

ژباړه: قسطنطنیه به هرو مرو فتحه شي، هغه څومره غوره امیر دی او څومره غوره لښکر یې دی!

 الله سبحانه وتعالی دغه ستره فتحه د محمد الفاتح رحمه الله په نصیب کړه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی و. د ژمنو او زېرو په پلي کولو کې سیالۍ وې، د وخت هر امېر غوښتل چې د فتحې دغه ویاړ د ځان کړي. ځکه د الله سبحانه وتعالی ژمنه به ترسره کېږي او هر هغه څوک چې دا ژمنه ترسره کوي، الله سبحانه وتعالی ورته ویاړ، عزت او وقار وربښي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا اسلامي امت ته بل ښه زېری د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت تاسیس دی. نعمان بن البشیر څخه امام احمد روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضّاً فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: رسالت به  تر هغه دوام وکړي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي او تر هغه به دوام وکړي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي؛ بیا به مېراثي حکومتونه وي او تر هغه به دوام وکړي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي؛ بیا به جابر حکومتونه وي او تر هغه به دوام وکړي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي؛ بیا به د نبوت پر منهج بېرته خلافت تاسیس شي، وروسته هغه صلی الله علیه وسلم چوپ شو.

الله سبحانه وتعالی خپل رسول ته د بیت المقدس د بیا فتحې زیری ورکړی.

﴿فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوؤُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيراً * عَسَى رَبُّكُمْ أَن يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيراً

[الاسرا: ۷-۸]

ژباړه: کله چې د دویمې ژمنې وخت راغی، نو دښمنان به پر تاسو واکمن شي او په دې سره به ستاسو څېرې غمګینې شي. هغوی به بیت المقدس ته د پخوا په څېر داخل شي او په هر شي یې چې لاس بر شي، له منځه یې وړي. کېدای شي ستاسو رب پر تاسو رحم وکړي؛ نو هر وخت چې راوګرځئ، موږ هم راګرځو او دوزخ مو یوازې کافرانو ته د یو سخت زندان په څېر جوړ کړی دی.

دا به یوازې د الله سبحانه وتعالی په اذن سره د دویم راشده خلافت په تاسیس سره تر لاسه شي. نو اې د مقدسې خاورې او شام خلکو، اې د ترکستان مظلومو اېغوریانو او اې په کشمیر او نورو اسلامي خاورو کې مسلمانانو! صبر وکړئ، د هغو فتحو او زېرو وخت را رسېدلی، چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې وه، ځکه هغه سبحانه وتعالی یو مرستندوی ذات دی. تاسو باید د یاسر د کورنۍ په څېر شئ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته هغه مهال زېری ورکړ، چې دوی په مکه کې تر سختو شکنجو لاندې وو:

«صَبْرًا آلَ يَاسِرٍ؛ فَإِنَّ مَوْعِدَكُمُ الْجَنَّةُ»

ژباړه: اې د یاسر کورنۍ صبر وکړئ، په بدل کې به یې جنت درکړل شي.

 موږ هم تاسو ته وایو؛ اې مظلومو خلکو صبر وکړئ چې ځای مو جنت دی. د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت به تاسیس شي، هغه به ستاسو ملاتړ وکړي او ستاسو تللی عزت به بېرته راوګرځوي.

که څه هم امت له ډېرو ناوړه پېښو او ناهیلۍ سره مخ دی، ترڅو دوی له دین څخه بېل کړې؛ خو بل خوا بیا دا ډول ښه زېري هم شته دي. اسلامي امت ژوندی دی او نه مري؛ الله سبحانه وتعالی د هغوی لپاره داسې یو حزب رامنځته کړی، چې دغه امت ته لارښوونه کوي او د خلافت د تاسیس لپاره شپه او ورځ کار کوي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری پرځای شي. الله سبحانه وتعالی دې د دغه حزب هڅې په نږدې راتلونکي کې بریالۍ کړي، ترڅو هغه دولت (خلافت) تاسیس شي، چې خیر یې پر انسانانو سربېره حیواناتو او نباتاتو ته هم رسېږي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ

[روم: ۴-۵]

ژباړه: او په هغه ورځ به مومنان د الهي نصرت له امله خوشحاله وي.

[أَلا إِنَّ نَصْرَ اللّهِ قَرِيبٌ]

[البقره: ۲۱۴]

ژباړه: خبر اوسئ، الهي نصر نژدې دی.

الله سبحانه وتعالی یې دې موږ ته را نصیب کړي او موږ دې د هغه (الهي نصرت) شاهدان کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د سید فضل لخوا

د حزب التحریر-ولایه مصر مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې