جمعه, ۱۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا-چین سیالي او د اسلامي امت دریځ
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا-چین سیالي او د اسلامي امت دریځ

خبر:

چین او امریکا په اسیا-پسیفیک سیمه کې د دفاعي اړیکو د بیا رغولو هڅو کې په دغې سیمه کې کړکیچ زیاتوي. که څه هم اوس امریکا د چین په پرتله نظامي برتری لري، شنونکي وړاندوینه کوي چې دا واټن د چین د پوځي وړتیاوو عصري کولو او ټکنالوژۍ پرمختګونو له امله په چټکۍ سره کمیږي. په داسې حال کې په سیمه کې پوځي فعالیتونه زیات شوي دي؛ د چین دفاع وزیر دونګ جون او د هغه امریکایي سیال لوید آستن ترمنځ وروستۍ غونډې د تایوان په اړه کلک دریځونه څرګند کړل. چین، چې تایوان د خپل قلمرو برخه ګڼي، خپل پوځي تمرینات یې زیات کړي او دغه کار د امریکا د اندېښنو او خبرداریو سبب شوی. د پنټاګون په وینا، د کښتیو د شمېر له مخې د چین سمندري ځواک تر امریکا زیات دی او اټکل کېږي چې نور به هم زیات شي. په داسې حال کې چې دواړه هیوادونه په پوځي ځواک کې سیالي کوي، په هندو-پسیفیک سیمه کې له متحدینو سره همکاري کولی شي راتلونکي توازن ته بڼه ورکړي. په ورته وخت کې، په سیمه کې د واشنګټن سټراټیژیک متحدین، د آکوس (Aukus یا د هندو – پسیفیک سیمې لپاره د اسټرالیا، امریکا او بریتانیې امنیتي همکاري) په څیر نوښتونو په مرسته، د چین نفوذ ته د مقابلې په موخه تقویه کیږي، چې د نړیوال امنیت لپاره یو پیچلی جیوپولیټیک لیدلوری وړاندې کوي. (سرچینه: scmp.com)

تبصره:

د امریکا او چین ترمنځ پوځي سیالۍ د دغه حقیقت څرګندونه کوي چې یو هیواد باید قوي پوځي ځواک ولري ترڅو خپلې ګټې هم په کور دننه او هم په نړیواله کچه خوندي کړي. سربیره پردې، یو هیواد چې په نړیواله کچه پوځي وړتیا لري کولی شي په نړیوالو چارو کې مهمې ونډې ولري.

د پوځي ځواک لرونکي ځواکمن هیوادونه، امریکا او چین، د آسیا-پسیفیک، افریقا، اروپا، او امریکا لویې وچې په ګډون مختلفو سیمو کې پراخ نفوذ لري. خو د دوی سیکولر ایډیالوژي اکثراً ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي چې په پایله کې د بشري ارزښتونو په بیه وي. په سنکیانګ او تبت کې د چین پالیسۍ او په عراق، سوریه، یمن، لیبیا، او افغانستان کې د امریکا مداخلې يې یوه بېلګه ده. د فلسطین د مسلمانانو اغېزمنوونکو شخړو کې له اسرایلو د امریکا دوامداره پوځي ملاتړ، د دوی رول په ګوته کوي.

له تاریخي پلوه، اسلامي تمدن د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر رهبرۍ لاندې وده وکړه؛ چې آسیا، افریقا، او اروپا ته پراخه شوه. د سوکالۍ دا دوره د یوې خاصې او ریښتینې ایډیالوژۍ او پیاوړي اقتصادي او پوځي ځواک لخوا خوندي شوې وه؛ د  بهرنیو ګډوډیو پر وړاندې یې امنیت خوندي او تضمین کړ او په نړیوال تمدن کې یې مثبتې ونډې لرلې.

پر اسلامي نړۍ لازمي ده چې د خپلو تېرو بریاوو او لاسته راوړنو تاریخ بیا وګوري او په اخلاص سره هڅه وکړي چې خپل پخواني ویاړنه بیرته ترلاسه کړي. د خلافت په تاسیس سره د اسلام بیا حاکمول د تیرو بریاوو د بیا ژوندي کولو او یوه سوکاله راتلونکي د تامین لپاره خورا مهم او حیاتي دي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عبدالله اسوار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې