- مطابق
د ۱۴۴۷ هـ ق کال د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پیغام
(ژباړه)
اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«إِنَّ أَعْظَمَ الْأَيَّامِ عِنْدَ اللهِ يَوْمُ النَّحْرِ»
ژباړه: د الله تعالی په نزد تر ټولو لویه ورځ د قربانۍ ورځ ده.
د دغه مبارک مناسبت او د الله سبحانه وتعالی د شعائرو د تعظیم په پار:
﴿ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ﴾ [حج: ۳۲]
ژباړه: «او څوک چې د الله شعائر تعظیم کړي (درناوی یې وکړي)، نو بېشکه دا د زړونو له تقوا څخه دي.»
له هغو مصیبتونو سره سره چې اسلامي امت یې د داسې حکامو تر واک لاندې تېروي چې امت یې یوازې پرېښی او دښمن ته یې تسلیم کړی، او زموږ زړونه یې له درد او حسرت څخه ډک کړي؛ بیا هم موږ باید خپل ګران، صابر او محتسب اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د زړه له کومي مبارکي ووایو، او له الله سبحانه وتعالی څخه وغواړو چې د دغه اختر ورځې د برکت، نصرت او عزت ورځې وګرځوي.
همدارنګه موږ خوښ یو چې د حزبالتحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشر او د دغه دفتر په ټولو څانګو او واحدونو کې د کارکوونکو ټولو وروڼو او خویندو له لوري، د حزبالتحریر امیر، ستر عالم، عطا بن خلیل ابو الرشته حفظهالله ته د مبارکۍ پیغام وړاندې کړو. له رب العزت څخه غواړو چې اسلامي امت ژر له هغه سره د راشده خلافت بیعت وکړي؛ هغه خلافت چې د امت د اوسني ذلت دوره به پای ته ورسوي او د نصرت، آزادۍ او تمکین نوې دوره به پیل کړي؛ تر څو د الله سبحانه وتعالی دا قول تحقق ومومي:
﴿وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً﴾ [نور: ۵۵]
ژباړه: «الله تعالی له تاسو نه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، وعده ورکړې ده چې هغوی ته به خامخا په ځمکه کې خلافت ورکړي، لکه څنګه یې چې له هغوی نه وړاندې خلکو ته ورکړی و؛ او دوی ته به د هغه دین تمکین ورکړي چې الله ورته خوښ کړی، او خامخا به د هغوی وېره په امن بدله کړي.»
سږ کال لوی اختر په داسې حال کې راځي چې اسلامي امت لا هم د استعمار تر درانه بار لاندې کړېږي؛ هغه استعمار چې امت یې تر سخت ظلم او تعذیب لاندې راوستی، نه یې د اختر خوند ته پرېږدي او نه د ژوند خوشالۍ ته! د دغه استعمار له لاسه په فلسطین، لبنان، سوډان، ایران، یمن، شام او نورو ځایونو کې مسلمانان د اختر د مبارکو ورځو له خوښۍ محروم دي:
﴿وَلَيَالٍ عَشْرٍ﴾ [فجر: ۲]
ژباړه: «او قسم په لسو شپو.»
متکبر او مغرور ټرمپ ګواښونه کوي، مسلمانان او خاورې یې بمباروي او ورته وايي چې «د دوزخ دروازې به مو پر مخ پرانیزم»؛ په دې توګه هڅه کوي چې ځان ته یې تسلیم کړي. اخوا د ټرمپ تر ټولو نیږدې ملګری، نتنیاهو دی چې د مسلمانانو په خاورو کې غړمبېږي او ظلم کوي، او ګواښ کوي چې منځنی ختیځ به د خپل لیدلوري او خوبونو له مخې له سره جوړ کړي.
خو نور استعماري دولتونه یا له دغو دواړو سره ولاړ دي، ملاتړ یې کوي او مټ یې پیاوړی کوي، تر هغه چې قرباني موږ یو او د تاوان بار پر دوی نه، بلکې پر موږ لوېږي؛ لکه بریتانیا، فرانسه، اسټرالیا، جرمني او نور. او یا دا حالت یوازې ننداره کوي او د مظلوم د نصرت او د کړېدلي د مرستې لپاره هېڅ حرکت نه کوي. خو د مسلمانانو حکام تر دې هم بدتر دي؛ ځکه هغوی له موږ سره د درېدو پر ځای، زموږ پر ضد دسیسې جوړوي. د امریکا د غرور او استکبار ملاتړ کوي او د یهودو له جنایتونو سره مرسته کوي. د دوی تر ټولو «ښه» هغه دی چې لرې ناست دي او ننداره کوي، قربانیان شمېري، او یا د نفاق له مخې په ژبه غندنه او محکومیت څرګندوي.
دا د هغو واقعیتونو یوه برخه ده چې زموږ ژوند تریخوي او د خوښۍ فضا مو ګډوډوي. خو له دې سره سره، لا هم د نږدې خلاصون، راحت او اسانۍ زېري راڅرګندېږي؛ د داسې ویښتابه زېري چې استعمار به مات او سیاسي صحنه به داسې بدله کړي چې مومنان به پرې خوشحاله شي. د اسلامي امت عزم او اراده ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او داسې صلابت او استقامت څرګندوي چې غرب یې تمه نه لرله. امت خپل جنایتکار حکام رد کړي دي؛ ځکه چې د هغوی اصلي څېرې افشا شوې، عیبونه او خیانتونه یې ښکاره شول، او په تر ټولو تورو شېبو او سختو حالاتو کې یې امت یوازې پرېښود. همدا قناعت په یوازې ځان د مطلوب بدلون په بهیر کې د توپیر راوستلو لپاره بس دی.
﴿إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ﴾ [رعد: ۱۱]
ژباړه: «بېشکه الله د یوه قوم حالت تر هغې نه بدلوي چې څو هغوی ځان (هغه څه چې په دوی کې دي) بدل نه کړي.»
الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې هغه ورځ نیږدې وي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهِنَّ أَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشْرِ. فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ: وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيْءٍ»
ژباړه: «له دغو لسو ورځو پرته نورې داسې ورځې نشته چې نیک عمل پکې الله ته تر دې ډېر محبوب وي.» اصحابو کرامو وپوښتل: «یا رسول الله! ان د الله سبحانه وتعالی په لار کې جهاد هم نه؟» رسول الله ﷺ وفرمایل: «ان د الله سبحانه وتعالی په لار کې جهاد هم نه؛ مګر هغه کس چې (د الله په لار کې جهاد ته) له خپل ځان او مال سره وتلی وي او له دغو څخه له هېڅ شي سره بېرته راونه ګرځي».
نو دا د هر تائب او رجوع کوونکي بنده لپاره فرصت دی چې له دغو مبارکو ورځو څخه ګټه واخلي؛ د دعوت حاملینو ته لاس ورکړي او له هغوی سره ګډه هڅه وکړي او یوځای زموږ د زمانې د تر ټولو ستر فرض، یعنې د نبوت پر منهج د راشده خلافت په اقامې سره د اسلامي ژوند بیا پیل، د تحقق لپاره کار وکړي. په دې توګه به موږ یو ځل بیا هغه غوره امت وګرځو چې د خلکو لپاره راایستل شوی، او اسلام به مو عزتمن کړي.
الله أكبر الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله … الله أكبر الله أكبر ولله الحمد
انجنیر صلاح الدین عضاضه
د حزبالتحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس
۱۴۴۷هـ.ق، د ذوالحجې ۱۰مه
۲۰۲۶م، چهارشنبه، د مې ۲۷مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/ ۰۸۴




