شنبه, ۱۲ شعبان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۱/۳۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ایران پر وړاندې د امریکا ګواښونه او د نظام او خامنه‌یي راتلونکی

(ژباړه)

خبر:

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان خبرداری ورکړی، چې هر هغه برید به په هر اړخیزه جګړه بدل شي، چې د ایران مشر علي خامنه‌یي هدف وګرځوي.

علي خامنه‌یي په هغه وینا کې چې د شنبې په ورځ یې وکړه، وویل: «موږ د امریکا ولسمشر ځکه مجرم ګڼو، چې په دې خاوره کې یې انساني تلفات او مادي زیانونه رامنځته کړي دي.» هغه زیاته کړه: «متحده ایالاتو په ایران کې د فتنې ملاتړ کړی دی؛ داسې ملاتړ چې د هغوی د یوې سترې کړنې د پلي کېدو لپاره لومړی ګام و.» او ټینګار یې وکړ چې د دغه هېواد چارواکي «ایران به جګړې ته نه ټېل وهل کېږي، خو اجازه به ورنه کړي چې کورني یا نړیوال مجرمین له مجازاتو پرته پاتې شي.»

همدارنګه خامنه‌يي د اقتصادي وضعیت په اړه ومنله چې حالت د منلو وړ نه دی او ویې ویل چې خلک له واقعي ستونزو او سختیو سره مخ دي. (د معا خبري اژانس)

تبصره:

دا سمه ده چې ټرمپ او امریکا د ایران، د ایران د خلکو او ټولو مسلمانانو پر وړاندې جنایتونه کړي دي او هغوی یوازې د مسلمانانو نه، بلکې د ټولو دښمنان دي. دا حقیقت په واضح توګه د ټرمپ په څرګند او ښکاره سیاست کې بربنډ شو؛ هغه سیاست چې په صراحت سره یې پکې وویل، چې غواړي یوازې او یوازې امریکا «لویه» کړي او بس.

په دې لاره کې ان پروني متحدین هم د هغه د طمعې، حرص او تکبر هدف ګرځېدلي دې؛ تر دې چې اروپایي بوډا هره ورځ له پخوا زیات خپل سر ګروي. ټرمپ په ډېرې بې‌شرمۍ پر ونزوېلا برید وکړ او د هغې ولسمشر یې برمته کړ، د کوبا او کولمبیا مشران یې وګواښل او ډنمارک او اروپا یې د ګرینلینډ ټاپو له امله تر فشار لاندې راوستل. تر دې وړاندې یې پاناما هم وګواښله او دغه هېواد یې مجبور کړ چې غوښتنې یې ومني. دا له هغو ډېرو قضیو څخه یوازې یو څو بېلګې دي، چې ټرمپ یې په ښکاره او بې‌شرمۍ سره تعقیبوي؛ ټولې تر یوه عنوان لاندې: امریکا غوره ځواک دی او حق لري چې هر هغه څه ترلاسه کړي چې غواړي یې او یا یې د ترلاسه کولو توان لري.  

دا فکر تر هغه ځایه ورسېد چې کله له هغه وپوښتل شول: ایا ته نړیوالو حقونو یا نړیوالو قوانینو ته ارزښت ورکوې، که نه؟ هغه ځواب ورکړ: زما قانون زما خپل عقل او اخلاق دي. په دې توګه د فرعون د تاریخ صحنه یو ځل بیا تکرار شوه؛ هلته چې ویې ویل:

﴿...فِرعَونُ مَآ أُرِيكُم إِلَّا مَآ أَرَىٰ وَمَآ أَهدِيكُم إِلَّا سَبِيلَ ٱلرَّشَادِ﴾ [غافر: ۲۹]

ژباړه: فرعون وویل: زه یوازې هغه څه تاسو ته وړاندې کوم، چې سم یې ګڼم او تاسو یوازې سمې لارې ته لارښوونه کوم (چې هغه د موسی وژل دي).

خو دا هم رښتیا دي چې خامنه‌یي او د ایران رهبري، د ایران د خلکو او ټولو مسلمانانو دښمنان دي. هغوی په عراق، افغانستان، سوریه، لبنان او یمن کې د امریکا د خدمت لپاره پوره هڅه وکړه او هېڅکله یې د اسلام او مسلمانانو ګټو ته پام نه دی کړی. دوی اسلام یوازې د یوه شعار په توګه غوره کړ، ترڅو خپل فرېب او د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې خپله دښمني د هغه تر شا پټه کړي.

هغوی خلک وږي او تږي پرېښودل؛ یوازې د امریکا د رضایت ترلاسه کولو، د هغې د سیمه‌ییزو جګړو د تمویل او د فاسدو مشرانو د ملاتړ لپاره. په داسې حال کې چې ایران د ګازو سترې زېرمې او بې‌شمېره طبیعي منابع لري، چې که چېرې د الله سبحانه وتعالی د رضا او د خلکو چارو ته د سمې پاملرنې لپاره مصرف کېدلی، نو خپل ملت ته یې باعزته او هوسا ژوند برابرولی شوی، نه دا چې د حاکمانو جیبونو او د استعماري پروژو خولو ته توی شي.

پزیشکیان د غزې، لبنان، سوریې، یمن او ان پخپله د ایران پر ضد د امریکا او یهودو جګړه، د یوې هر اړخیزې جګړې د اعلان لپاره کافي نه ګڼي؛ خو د هغه په اند خامنه‌یي دومره اهمیت لري، چې په نښه کېدل یې له یوې هر اړخیزې جګړې سره معادل دي. څومره ناوړه قضاوت کوي!

له خامنه‌یي او واکمن نظام څخه د ایران د خلکو خلاصول، یو لوی خیر او نعمت دی؛ خو په دې شرط چې خلک په سم بدیل لوري لارښوونه شي: داسې رهبري چې د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول او د مؤمنانو لپاره رښتینې او مخلصه وي او د الله تعالی د شریعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر بنسټ پر خلکو حکومت وکړي.

که چېرې امریکا د دغه نظام د نسکورېدو پرېکړه وکړي ــ سربېره پر دې چې دغه نظام په تېرو څلورو لسیزو کې بې‌شمېره خدمتونه ورته کړي دي ــ نو هېڅ د خواشینۍ خبره نه ده؛ نه پر دغه نظام او نه پر هر هغه کس چې مسلمانان یې له عذاب، فقر او ذلت سره مخ کړل او د خپل رب شریعت یې د دوی ترمنځ نافذ نه کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أمرِ أُمَّتِي شَيْئاً فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أمْرِ أُمَّتِي شيئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفَقْ بِهِ» (رواه مسلم)

ژباړه: ای الله! هر چا چې زما په امت کې مسوولیت پر غاړه واخیست او له هغوی (خلکو) سره یې سختي وکړه، نو له هغه سره هم سخت چلند وکړه او هر چا چې زما په امت کې مسوولیت پر غاړه واخیست او له هغوی سره یې نرمي وکړه، ته هم ورسره نرم چلند وکړه.

ترڅو دغه برخلیک د راتلونکو لپاره عبرت او نښه وګرځي؛ ځکه د هر هغه چا پایله همداسې ده چې پر کفر او د هغه پر اهل تکیه وکړي. کافران پر همغه شېبه نوموړی ګوښه کوي، چې رول یې پای ته ورسېږي او یا تر هغه بل غوره غاړه‌اېښودونکی پیدا کړي. او د قیامت په ورځ به:

﴿وَقَالَ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُواْ لَو أَنَّ لَنَا كَرَّةٗ فَنَتَبَرَّأَ مِنهُم كَمَا تَبَرَّءُواْ مِنَّا كَذَٰلِكَ يُرِيهِمُ ٱللَّهُ أَعمَٰلَهُم حَسَرَٰتٍ عَلَيهِم وَمَا هُم بِخَٰرِجِينَ مِنَ ٱلنَّارِ﴾ [البقره: ۱۶۷]

ژباړه: (په هغه وخت کې) پیروان وایي: کاشکې موږ بیا دې نړۍ ته راګرځېدلی وی، ترڅو له دوی څخه کرکه وکړو، لکه څنګه چې دوی له موږ څخه کرکه وکړه. الله (سبحانه وتعالی) هغوی ته همداسې د دوی کړنې، چې د خپګان او پښېمانۍ سبب ګرځېدلې دي، ښکاره کوي او هغوی به له دوزخ څخه بېرون نشي.

خو هغه څوک چې ثابې تکیې ته پناه ور وړي؛ یعنې پر لوی الله تکیه وکړي او له خپل امت سره د دوستۍ او وفادارۍ اړیکه ولري، خپل دین خوندي کړي او د خپل رب شریعت نافذ کړي؛ نو هغوی به په امنیت او نه ماتېدونکې کلا کې وي او خپل امت به یې د ځان چاپېره داسې وویني، چې له دوی سره به په ګډه دښمنان شړي او حریصان به ماتوي؛ لکه څنګه چې د خلفاوو او د مسلمانانو د رهبرانو په وخت کې داسې وو: عزتمند او ځواکمن، چې پر نړۍ یې حاکمیت وکړ او پر دنیا یې سیادت ترلاسه کړ.

لیکوال: مهندس خلیل عبدالرحمن

۱۴۴۷هـ.ق کال د رجب ۳۰مه

۲۰۲۶م کال د جنوري ۲۰مه

ژباړن: صهیب منصور

 

Last modified onشنبه, 31 جنوری 2026

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې