جمعه, ۱۰ جمادی الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۱/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 جمادی الثانی 1448

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 28 اکتوبر 2026 م

شمیره:      ۱۴۴۸ه/۰۶۴

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ایا اسلامي امت اجازه ورکوي چې یهودیان د ځمکو نیولو او جبري کډوالۍ طرحه عملي کړي، پرته له دې چې اعلان نفیر وکړي؟!

(ژباړه)

د یهودو پوځ لا هم د الخلیل ښار کلابندۍ او هغه ته د ننوتونکو لارو تړلو ته دوام ورکوي. دغه اقدامات د هغو پراخو پوځي عملیاتو په لړۍ کې ترسره کېږي، چې د ۲۰۲۶م کال د اکټوبر له ۲۳مې، د جمعې له ورځې راهیسې پیل شوي او د اوسېدونکو جبري کډوالي او د تاسیساتو ورانول پکې شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې په ورته وخت کې په ټوله لوېدیځه غاړه کې هم محدودیتونه او جنایتونه پراخ شوي دي.

په الخلیل ښار کې پوځي عملیات په دوو سیمو؛ دیر بحه او جلده تمرکز لري، چې شاوخوا ۳۳۰ دونمه (یو دونم ۱۰۰۰ متر مربع) مساحت لري او له ۴۹۵ څخه زیات استوګنیز واحدونه پکې دي. اردو خلک اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي، پر دې سربیره چې د بېرته راتګ لپاره یې کوم وخت نه دی مشخص کړی.

د الخلیل ښاروالۍ د ۲۰۲۶م کال د اکټوبر په ۲۵مه، د یکشنبې تر غرمې پورې د دغه ښار د وروستیو پرمختګونو په اړه په خپل تازه راپور کې اعلان وکړ، چې ۳۷۹ کورنۍ په جبري توګه بې‌ځایه شوې دي چې له دې ډلې ۱۵۴ کورنۍ بې‌سرپناه او د امن ځای نه لري. همدارنګه د بې‌ځایه شویو شمېر ۲۴۵۶ تنو ته رسېدلی، چې په منځ کې یې ۱۷۱ نوي زېږېدلي ماشومان، ۲۷ تنه معلولین او ۱۵۹ تنه پر مزمنو ناروغیو اخته کسان شامل دي.

په عملیاتو کې د پنځو سوداګریزو او صنعتي تاسیساتو او یوې درې پوړیزې استوګنیزې ودانۍ ورانول هم شامل دي. سربیره پردې، ابراهیمي جومات هم تړل شوی او په هغه کې د لمانځه له ادا کولو او د اذان د غږ لوړولو مخنیوی شوی؛ په داسې حال کې چې د اردو ځواکونه او پوځي وسایط په ټول ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

د دې مبارکې خاورې د اوسېدونکو پر وړاندې د جنایتونو د ترسره کولو لپاره د یهودو جنایت‌کار رژیم هېڅ پلمې ته اړتیا نه لري؛ ځکه چې د دغه رژیم رهبران اوس په ښکاره د لویدیځې غاړې د ځمکو د غصب او جبري کډوالۍ د طرحو په اړه خبرې کوي؛ همغه کار چې په غزه کې یې ترسره کړ.

دغه رژیم د لویدیځې غاړې له شمالي کمپونو، یعنې جنین، طولکرم او نور شمس څخه د داسې طرحې پلي کول پیل کړي او اوس په ښکاره اعلانوي چې په پام کې لري هغه څه چې د «جنین الګو» ورته وايي، په الخلیل ښار کې هم پلي کړي.

دغه جنایت‌کار رژیم د هرې پېښې او عملیاتو ترسره کولو په پلمې سره چې رامنځته کېږي، د مبارکې خاورې د اوسېدونکو پر وړاندې د ډله‌ییزو جزاګانو سیاست خپل کړی دی. ښارونه او کلي د هغو دروازو په واسطه چې په دننه کېدونکو لارو کې یې لګولې، تړي او د پوځي خنډونو او دروازو په جوړولو سره د سیمو ترمنځ اړیکې پرېکوې؛ په داسې بڼه چې خلک په یو لوی زندان کې کلابند کېږي. همدارنګه سړکونه تخریبوي، ودانۍ ورانوي او د کورونو په تلاشۍ، د هغو وسایل او نور توکي ګډوډوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونو د تلاشۍ پر مهال د پیسو، سرو زور زیوراتو او د خلکو د شخصي توکو د غصب په اړه راپورونه او شواهد خپاره شوي دي. په ډېری سیمو کې، دغه رژیم یوازې د کورونو په تلاشۍ بسنه نه کوي؛ بلکې اوسېدونکي هم له خپلو کورونو شړي؛ لکه څنګه چې نن یې په الخلیل ښار کې شاهدان یو. په داسې سختو امنيتي او بشري شرایطو کې، کورنۍ د خوراکي توکو او درملو د ترلاسه کولو او روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

دا وضعیت په داسې حال کې دوام لري چې خلک کلابند دي، سرپناه او شتمنۍ یې له لاسه ورکړې، د تګ راتګ او خپلو کورونو او ځمکو ته د لاسرسي محدودیتونه لا هم پر ځای دي او نیونې او د کورونو ورانول دوام لري؛ په داسې حال کې چې د جبري کډوالۍ د پراخېدو اندېښنې هم ډېر شوې دي.

دغه جنایتکار رژیم له یوې خوا د پوځي عملیاتو په پیلولو، پر خلکو د فشار او بندیزونو په لګولو، د ځمکو په غصب او د خلکو د کورونو او شتمنیو په ورانولو او له بلې خوا، خپلو ښارګوټ‌مېشتو خلکو ته د خپلسریو په اجازې ورکولو او د هغوی د جرمونو په ملاتړ سره، خپلو شومو موخو ته د رسېدو هڅې کوي.

دا ښارګوټي‌مېشتي د خلکو شتمنۍ سوځوي او ورانوي، په خلکو د وهلو ډبولو او ډزو کولو سره تېری کوي، ونې او کروندې له رېښو باسي، ځمکې غصبوي او پر هغو د یهودو لپاره ښارګوټي جوړوي یا د ښارګوټي‌مېشتو لپاره ځانګړي سړکونه رغوي.

یاد رژیم د دغو اقداماتو له لارې هڅه کوي چې خلک له فلسطین څخه بهر ته جبري کډوالۍ ته اړ کړي؛ په داسې حال کې چې د هغوی د لېږد لپاره پر داسې طرحو خبرې کېږي، چې اردون ته ولېږدول شي او د اردون په صحرا او غرو کې ځای پر ځای شي. د دغو ټولو اقداماتو موخه، د «لوی اسرائیل» د جوړولو لپاره د دغه رژیم د توراتي خوبونو او طرحو عملي کول دي.

ایا د دې وخت نه دی رسېدلی چې اسلامي امت د کمزورۍ او بې‌وسۍ خاورې او دوړې له ځانه پاکې کړي، جنایت‌کار حاکمان تر پښو لاندې کړي او د تکبیر په نارو سره، د مبارکې خاورې د ازادۍ او د هغو د اوسېدونکو د نصرت لپاره په حرکت راشي؟! ایا اسلامي امت، په تېره بیا د هغه پوځونه، اجازه ورکوي چې یهودیان د مسلمانانو د خاورو نیولو او د خلکو د جبري کډوالۍ طرحه عملي کړي، په داسې حال کې چې د عام «نفیر» اعلان ونه کړي؟!

نو اې اسلامي امته! د جهاد په لور ووځئ! د الله سبحانه و تعالی د رضا او په دنیا او اخرت کې د بریا ترلاسه کولو په لور وخوځېږئ! الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَاأَيُّهَاالَّذِينَآمَنُوامَالَكُمْإِذَاقِيلَلَكُمُانْفِرُوافِيسَبِيلِاللَّهِاثَّاقَلْتُمْإِلَىالْأَرْضِأَرَضِيتُمْبِالْحَيَاةِالدُّنْيَامِنَالْآخِرَةِۚفَمَامَتَاعُالْحَيَاةِالدُّنْيَافِيالْآخِرَةِإِلَّاقَلِيلٌ﴾ [التوبه: ۳۸]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! په تاسو څه شوي چې کله تاسو ته وویل شي چې د الله په لاره کې (د جهاد لپاره) ووځئ، په ځمکه پورې نښلئ او سستېږئ؟! آیا تاسو د آخرت پر ځای په دنیوي ژوند راضي شوي یئ؟! په داسې حال کې چې د دنیوي ژوند متاع د آخرت په پرتله ډېره کمه ده.

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر، د ښځو برخه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۸ه/۰۶۴

۱۴۴۸هـ.ق د جمادي الاول ۱۷مه

۲۰۲۶م د اکټوبر ۲۸مه

ژباړه: بهیر «ویاړه»

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې