شنبه, ۲۱ ربیع الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۰/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
په وینو کې لت پت امت، د قدرت د لوبو ترخه کیسه

خبر:

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې دننه پر درېیو موخو د دغه هېواد هوايي بریدونه «په پوره پاملرنې او دقیقې نښې» ترسره شوي او د ترهګرو ډلو روزنیز مرکزونه او پټنځایونه پکې په نښه شوي دي. پاکستان ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۲۸ ترهګر او ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي. دا بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت کې له څو مرګونو امنیتي پېښو وروسته ترسره شول.

تبصره:

د وروستیو کړکېچونو ډېروالي د هغو مرګونو بریدونو له امله چې د پاکستان په کوهاټ او هنگو کې ترسره شول او بیا یې په افغانستان کې د غچ اخیستونکو هوايي بریدونو په بڼه دوام وموند، د یوې داسې جګړې بل دردوونکی څپرکی پرانیست چې کلونه کېږي د اسلامي امت بچیان یو له بل سره په جګړه کې ښکېلوي او د مسلمانانو وینه د هغوی په خپلو لاسونو تویوي. نن ورځ مسلمانان د یو بل پر وړاندې درول شوي؛ هغه جګړه چې په حقیقت کې د امریکا استعماري نقشو ته لاره هواروي او پر سیمه د هغې د تسلط منګولې نورې هم ټینګوي.

له هغه وخته چې امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په اګېست کې په رسمي ډول له افغانیستان څخه ووتل او د امریکا او نړۍ پاملرنه بل لوري ته شوه، د واشنګټن په نظر کې د پاکستان موقعیت هم بدلون وموند. پاکستان نور هغه پخوانی امنیتي شریک نه و چې امریکا ورته ځانګړی رول او امتیازات په پام کې نیولي وو.

اسلام‌اباد نن د دې پر ځای چې د امریکا له پخواني ملاتړه برخمن وي، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د پایلو دروند بار پر خپلو اوږو وړي او په سیمه کې د افغانستان د مهارولو او پر هغه د فشار راوړلو په یوه وسیله بدل شوی دی.

همدغه وضعیت د پاکستان واکمنه دستگاه په یوه باطل پړاو کې ګېره کړې ده: له یوې خوا خپلې کورنۍ ناامنۍ په دې ادعا توجیه کوي، چې افغانستان د پولې هاخوا د ترهګریزو ګواښونو پټنځای دی او له بلې خوا هڅه کوي غرب ته ثابته کړي چې لا هم د اسلام پر وړاندې د مبارزې لپاره یو د ډاډ وړ شریک کېدلی شي؛ ان د دې لارې تګ که د دوحې تړون په څېر له پرېکړو سره هم په ټکر کې راشي.

دې مزدورۍ د تاوتریخوالي یوه خطره‌ناکه کړۍ رامنځته کړې ده. کله چې د پاکستان واکمنه دستگاه د سیمې امنیت د امریکا د غوښتنې او رضایت پر بنسټ برابروي، همدا کار وسله‌والو ډلو ته پلمه او تبلیغاتي خواړه ورکوي. هغوی هم له دې وضعیته ګټه اخلي او په پاکستان کې دننه خپله جګړه د هغه حکومت پر وړاندې «مشروع مقاومت» معرفي کوي، چې د استعماري قدرتونو لاسپوڅی یې بولي.

بالاخره د دې نښتې پایله د پاکستان او افغانستان له کمزوري کېدو پرته بل څه نه ده؛ په داسې حال کې چې بهرني قدرتونه خپلو اوږدمهاله موخو ته رسېږي. هغوی غواړي اسلامي خاورې ټوټې ټوټې، په اختلافونو کې ایسارې او ناامنې وساتي؛ ځکه په داسې حالت کې د مسلمانانو ډله‌ییز قدرت او وړتیا هېڅکله نه شي کولی چې د پردیو له واکمنۍ ځانونه وژغوري.

نور د دې وخت رسېدلی چې پاکستان د امریکا پر وړاندې د غلامۍ له دې ترخه میراث څخه ځان وژغوري، بهرنۍ تپل شوې تګلارې یوې خوا ته کړي او خپله لاره بدله کړي. د دې پر ځای چې مسلمانان د مصنوعي پولو او د ملتپالنې پر سر په جګړو کې یو د بل پر وړاندې ودروي، باید خپله پاملرنه د مسلمانانو د اشغال شویو ځمکو ازادولو ته واړوي او د هغو د ژغورلو لپاره جهاد اعلان کړي؛ ځکه هغه جګړه چې مسلمان د مسلمان پر وړاندې دروي، د مسلمانانو د وينو له تویېدو او د سیمې د ډله‌ييز قدرت له ماتېدو پرته بله هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

 

لیکوال: ساجد حمید - ولایة پاکستان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې