جمعه, ۱۰ جمادی الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۱/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
له حدیث سره همهاله

اطاعت

(ژباړه)

په هر ځای کې چې وئ، پر تاسو ټولو ګرانو وروڼو دې سلام او درود وي او «له حدیث سره همهاله» پروګرام ته په یوه نوې برخه کې ښه راغلاست درته وایو!

خپلې خبرې په غوره ډالۍ سره پیلوو:

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

«أَخْبَرَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ، قَالَ: حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، عَنْ يَحْيَى بْنِ سَعِيدٍ، عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الْوَلِيدِ بْنِ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ، عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ، قَالَ: «بَايَعْنَا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي الْعُسْرِ وَالْيُسْرِ وَالْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ، وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ، وَأَنْ نَقُومَ بِالْحَقِّ حَيْثُ كُنَّا لَا نَخَافُ فِي اللَّهِ لَوْمَةَ لَائِمٍ» (السنن الكبرى للنسائي، حدیث شمیره: ۶۵۵۱)

ژباړه: قتیبه بن سعید موږ ته خبر راکړ او ویې ویل: لیث له یحیی بن سعید څخه، هغه له عباده بن ولید بن عباده بن صامت څخه او هغه له عباده بن صامت (رضي الله عنه) څخه روایت کړی چې ویې ویل: موږ له رسول الله (صلی الله علیه و سلم) سره په دې بیعت وکړ چې په سختۍ او اسانۍ، په خوښۍ او ناخوښۍ کې به غوږ نیسو او اطاعت به کوو؛ له واکمنانو او د چارو له واکمنو سره به د واک پر سر شخړه نه کوو او هر ځای چې وو، په حق به ولاړ وو او د الله په لاره کې به د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ څخه نه وېرېږو.

په حقیقت کې تر ټولو غوره خبره د الله سبحانه و تعالی کلام او تر ټولو ښه لارښوونه د هغه د پیغمبر محمد بن عبدالله (صلی الله علیه و سلم) لارښوونه ده.

خو تر دې وروسته

دا روایت موږ هغو اعمالو ته رابولي چې باید د الله سبحانه و تعالی غوښتنې او رضا ته ژمن پاتې شو. عباده بن صامت (رضی الله عنه) روایت کوي چې صحابه کرامو (رضوان الله علیهم) له رسول الله (صلی الله علیه و سلم) سره بیعت وکړ، ترڅو د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي او پیروي یې وکړي. دا د اطاعت تر ټولو لوړه درجه ده؛ یعنې د فرمان اورېدل او بشپړ عمل پرې کول، که په سختۍ کې وي، که په اسانۍ کې، همدارنګه که د لېوالتیا په بڼه وي او که په داسې وخت کې چې سرته رسول یې ستونزمن او پېچلي وي.

دا خبره ښيي چې هر څوک چې اسلام مني او هغه د یو داسې دین په توګه ټاکي چې خپل ژوند پرې تنظیم کړي، نو باید ټول هغه احکام او لارښوونې چې اسلام راوړي دي، له کوم انحراف یا پلمې پرته یې عملي کړي؛ که حالات هر ډول وي، خو له هغه عذر پرته چې شریعت معتبر ګڼلی وي.

دا حدیث بیانوي چې باید په داسې ځانګړتیاوو او چلندونو سمبال شو، چې په مرسته یې وکولی شو پر خپلو بشري غوښتنو لکه؛ د واک او قدرت پر لېوالتیا برلاسي شو او دا غوښتنې تنظیم کړو؛ ترڅو د واک په لټه کې نه شو او د چارو له واکمنو سره پرې شخړه ونه کړو؛ ځکه چې واک او قدرت یو امانت دی چې که زموږ پر اوږو کېښودل شي، باید په پوره امانتدارۍ سره یې ساتنه وکړو.

همدارنګه، دا حدیث موږ هڅوي چې تل د حق د لارې د لارویانو تر څنګ ودرېږو او په دې لاره کې د الله سبحانه و تعالی پر لاره د بل چا له ملامتۍ ونه وېرېږو.

د حق خلک هغه کسان دي چې د اسلام د پلي کېدو لپاره هلې ځلې کوي او د ظلم او نافرمانۍ پر وړاندې د اسلام او د هغه د پیروانو ننګه او دفاع کوي. د دغو کسانو هویت له چا څخه پټ نه دی او انسان یې په پېژندلو کې له شک او لارورکۍ سره نه مخ کېږي.

له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې موږ د هغو کسانو په ډله کې شامل کړي چې پر فرمانونو یې عمل کوي، د حق له لارویانو څخه دي او پر حق منګولې لګوي، شریعت پلی کوي او دفاع ترې کوي! اللهم آمین!

ګرانو وروڼو! تر بل حدیث او د رسول الله (صلی الله علیه و سلم) تر بل مبارک روایت پورې، تاسو ټول الله سبحانه و تعالی پناه ته سپارو.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره چمتو شوی

لیکوال: ماهر صالح رحمه الله

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې