- مطابق
(ژباړه)
له ابي هریرة څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إن الله تعالی یقول: یا إبن آدم تفرغ لعبادتی أملأ صدرک غنی وأسد فقرک وإلا تفعل ملأت یدیک شغلا ولم أسد فقرک» (ترمذی)
ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) فرمایي: اې د آدم بچیه، زما عبادت وکړه، چې سینه دې غني کړم او فقر دې ختم کړم. که چېرې داسې ونه کړې، نو پر دنیوي کار به دې بوخت کړم او فقر درنه ايسته نه کړم.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره «إن الله یقول یا إبن آدم تفرغ لعبادتی» په دې معنی ده، چې ځان له دنیوي چارو څخه زما د اطاعت لپاره فارغ کړه. همدارنګه له «أملأ صدرک» څخه هدف دا دی، چې الله سبحانه وتعالی به دې زړه غني او موړ کړي. «غني» د زړه د بېنیازۍ او مړښت په معنا دی. «وأسد فقرک» دا مفهوم ورکوي چې ځان زما د عبادت لپاره له دنیوي چارو څخه فارغ کړه، ترڅو اړتیاوې دې پوره او له مخلوق څخه دې بېنیازه کړم. همدارنګه «إلا تفعل ملأت یدیک شغلا ولم أسد فقرک» په دې معنی دی چې که چېرې زما عبادت ته وخت ور نه کړې او پر نورو کارونو بوخت شې، نو بیا دې له فقر سره مخ کوم؛ ځکه چې مخلوقات پخپل ذات کې فقیر دي او فقر ورسره زیاتېږي.
دا د حیرانتیا وړ خبره ده، چې یو څوک د مال په لاسته راوړلو او ډېرولو کې دومره بوخت شي، چې له امله یې د الله سبحانه وتعالی عبادت ته وخت نشي ورکولی. نن ورځ خلک عبادت یوازې د عادت په توګه ترسره کوي، نه د اسلام د پنځهګونو ارکانو په توګه. د الله سبحانه وتعالی دغه قول یې یو ښه دلیل دی:
﴿قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِين﴾ [انعام: 162]
ژباړه: ووایه: زما لمونځ، عبادت، ژوند او مرګ د الله (سبحانه وتعالی) لخوا دي، هغه چې د دنیا او اخرت رب دی.
خبر اوسئ! هغه څوک چې د الله تعالی د عبادت پر ځای پر دنیوي مال ځان بوخت کړي، نو په دې توګه –العیاذ بالله- له الله سبحانه وتعالی او د هغه له امر سره دښمني کوي. ایا فقر او شتمني د عالم او قادر الله په واک کې نه دي؟ ایا رزق د رازق او کریم رب پر غاړه نه دي؟ نو څنګه ځان پر هغه څه بوخت کولی شو، چې الله سبحانه وتعالی پر خپله غاړه اخیستي دي او هغه څه پرېږدو چې موږ ته یې د ترسره کولو امر کړی دی. همدارنګه موږ ته یې امر کړی چې د خپل رب عبادت وکړو، چې د الهي دین د اظهار او اقامې لپاره کار کول یې په سر کې راځي. و من الله التوفیق!
ژباړن: صهیب منصور