- مطابق
(ژباړه)
حارث بن بلال بن حارث له خپل پلار څخه روایت کړی، چې وایي:
«أنّ رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلمَ أخَذَ في المعادنِ القِبْلِيّةِ الصّدَقَة، وأنّه قَطَعَ لِبلالِ بنِ الحارِثِ العَقيقَ أجْمَعَ»، فلمّا كانَ عُمرُ رضي اللهُ عنه قالَ لِبلال: إنّ رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلمَ لَمْ يُقْطِعْكَ لِتَحْتَجِزَهُ عنِ الناس، لَمْ يُقطعْكَ إلاّ لِتَعْمَلَ. قال: فَأَقْطَعَ عُمَرُ بنُ الخطّابِ للنّاسِ العَقيق. وهذا حديثٌ صحيح، ولَمْ يُخَرِّجاه» (المستدْرَكُ على الصحيحين للحاكم(
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د قبليه سيمې له کانونو څخه صدقه (زکات) اخیست. او رسول الله صلي الله عليه وسلم د عقيق معدن/سيمه ټوله بلال بن حارث ته وربېله کړه (هغه ته يې ورکړه). کله چې عمر رضی الله عنه (د مسلمانانو خلیفه شو) بلال ته یې وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم تا ته د عقيق معدن د دې لپاره نه دی درکړې چې ته یې له خلکو څخه وګرځوې، بلکې هغه یې په دې موخه درکړې چې کار پکې وکړې. راوي وایي: عمر بن خطاب د عقيق معدن/سيمه پر خلکو ووېشله.
هر څوک چې ځمکه لري، نو باید ګټه ترې واخلي. اړمن کس ته له بیت المال څخه په هغه اندازه ځمکه ورکول کېږي، چې ګټه ترې اخیستی شي؛ مګر که څوک خپله ځمکه درې کاله شاړه پرېږدي، ورڅخه اخیستل کېږي او یو بل کس ته ورکول کېږي. دا د اصحابو اجماع ده چې که چېرې یو څوک خپله ځمکه درې کاله پرلهپسې ونه کري، ځمکه ترې اخیستل کېږي او بل چا ته ورکول کېږي.
د ځمکې څښتن کولی شي چې خپله ځمکه د خپلو وسایلو، تخم، حیواناتو او کاریګرو په واسطه وکري او دا هم کولی شي چې د کرلو لپاره یې کاریګر ونیسي او هغوی ته تنخوا ورکړي، ترڅو په ځمکه کې کار وکړي. که چېرې د دغه کار د ترسره کولو توان ونه لري، دولت ورسره مرسته کوي او که یو چا خپله ځمکه بیخي نه کرله، نو یو بل کس ته یې باید د کرلو لپاره له پیسو او بدلې پرته ورکړي؛ په داسې حال کې چې که چېرې دغه کار ونه کړي او ځمکه له ځان سره وساتي، نو درې کاله ورته فرصت ورکول کېږي، که چېرې يې بيا هم دغه موده ځمکه شاړه پرېښوده، نو دولت ورڅخه ځمکه اخلي او یوه بل کس ته یې ورکوي.
یونس له محمد بن اسحاق څخه او هغه له عبدالله بن ابي بکر څخه روایت کړی، چې وایي: «بلال بن حارث المزني د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواته راغی او ځمکه یې ترې وغوښتله. رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه اوږده او پراخه ځمکه ورکړه؛ کله چې عمر رضي الله عنه خلیفه شو، نو هغه ته یې وویل: اې بلاله! تا چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کومه ځمکه وغوښته او هغه صلی الله علیه وسلم هم درکړه ـ ځکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه به چې څه شی وغوښتل شول، هغه نه ردول ـ اوسمهال ته د هغې ځمکې د جوړولو او ابادولو توان نه لرې. هغه وویل: هو. عمر رضي الله عنه وویل: هر څومره ځمکه چې ته ورڅخه ګټه اخیستی شې، هغه درسره وساته او کومه چې له توان څخه دې وتلې ده، هغه موږ ته راکړه چې د مسلمانانو تر منځ یې تقسیم کړو. بلال وویل: په الله قسم هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته را کړي دي، بېرته نه ورکوم! عمر رضي الله عنه وویل: په الله قسم چې حتماً به يې ورکوې. عمر رضی الله عنه هغه اندازه ځمکه چې بلال یې د جوړولو توان نه درلود، له هغه څخه واخیسته او پر مسلمانانو یې تقسیم کړه.
دغه حدیث یحی بن آدم په «کتاب الخراج» کې روایت کړی او په هغه کې ښکاره راغلي چې که چېرې د ځمکې څښتن د خپلې ځمکې د کرلو توان نه درلود او درې کاله یې له استفادې پرته پرېښوده، نو دولت یې له څښتن څخه هغه ځمکه اخلي او نورو خلکو ته یې ورکوي؛ لکه عمر بن خطاب رضي الله عنه چې له بلال مزني سره د قبليه سيمې کانونو په مورد کې دغه چلند وکړ.
پر همدغه اساس هر هغه څوک چې درې کاله خپله ځمکه ونه کري، پرته له دې چې مالکیت ته یې پام وشي، ځمکه ورڅخه اخیستل کېږي او یو بل کس ته ورکول کېږي؛ ځکه په دې برخه کې له ځمکې استفاده کول اعتبار لري، نه د هغې ملکیت. په دغه حالت کې له چا څخه د ځمکې اخيستل په ناحقه د مال د اخيستو معنا نه لري، ځکه په شریعت کې د ځمکې د ملکیت معنا د منقول او عقار (کور او ابادي) مالونو د ملکیت له معنا سره توپیر لري.
له همدې امله د ځمکې ملکیت د هغې د زراعت پر اساس دی او که چېرې ځمکه د ځانګړي وخت لپاره چې شریعت ورته ټاکلی دی، استفاده نشي، نو له څښتن سره یې د مالکیت معنا له منځه ځي. شارع مالکیت د دایمي زراعت، د دولت لخوا ورکړې، میراث، پلور او داسې نورو پر اساس ټاکلی دی او له شرعي اړخه که چېرې ځمکه بېکاره پاتې شي، نو ملکیت یې له منځه ځي؛ ځکه چې ټول دغه مسایل د دوامداره کښت او کار او له ځمکې څخه د ګټې اخیستنې لپاره دي.
ژباړن: صهیب منصور