- مطابق
(ژباړه)
له عبدالله بن عمر رضیالله عنه څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ وفرمایل:
«أَعْطُوا الْأَجِيرَ أَجْرَهُ قَبْلَ أَنْ يَجِفَّ عَرَقُهُ»
ژباړه: د اجیر (کارګر) اجره د هغه د خولو تر وچېدو وړاندې ورکړئ.
د سنن ابن ماجه په شرحه کې راغلي دي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (أَعْطُوا الْأَجِيرَ) یعنې غوره دا ده چې د کارګر د کار له پای ته رسېدو سره سم د هغه اجره ورکړل شي. همدارنګه فرمایي: (قَبْلَ أَنْ يَجِفَّ عَرَقُهُ) یعنې وړاندې تر دې چې د کار له امله رامنځته شوې خولې وچې شي. اجاره د عوض په بدل کې پر منفعت عقد دی او پر درې ډوله ده:
لومړی ډول: هغه اجاره ده چې قرارداد یې له شیانو څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې پر اساس کېږي، لکه: د کور، حیواناتو، د لېږد رالېږد وسایلو او داسې نورو شیانو اجاره کول.
دویم ډول: هغه اجاره ده چې قرارداد یې له کار څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې پر اساس کېږي، لکه د ځانګړو کارونو د ترسره کولو لپاره د کسبګرو او صنعتکارانو ګومارل. یعنې د هغې ګټې پر اساس قرارداد کېږي، چې د کار له ترسره کولو څخه لاسته راځي، لکه د رنګمال، آهنګر، نجار او داسې نورو ګومارل.
درېیم ډول: هغه اجاره ده چې قرارداد یې پخپله د شخص له نفس څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې پر اساس کېږي؛ لکه د خدمتګار، کارګر او داسې نورو ګومارل.
بخاري رحمه الله روايت کړی چې: په شریعت کې د اجارې ټول ډولونه روا دي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:
﴿وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا﴾ ]زخرف: 32[
ژباړه: ځینو کسانو ته مو پر ځینو نورو لوړې درجې ورکړې، ترڅو په دوی کې ځینې کسان ځینې نور د کار لپاره ونیسي (یو او بل ته خدمت وکړي).
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ﴾ ]طلاق: 6[
ژباړه: که چېرې هغوی (دې ته لېواله شي، چې له بېلتون وروسته ستاسو اولادونو ته) شیدې ورکړي، نو اجره یې پر خپل وخت ورکړئ.
بخاري روایتوي:
«أنّ النبيَ ﷺ والصِدَّيقَ استأجَرَا رجلاً مِن بنيْ الدِّيْلِ هادِيَاً خِرِّيتَاً» (بخاري: 2264)
ژباړه: رسول اللهﷺ او ابوبکر رضیالله عنه له بني الدیل څخه يو سړی د دښتو د لارښوونې لپاره (چې د هر ځای او سیمې په اړه یې معلومات لرل) مزدور نیولی و.
ژباړن: صهیب منصور