- مطابق
(ژباړه)
له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لَمَّا قَضَى اللَّهُ الْخَلْقَ، كَتَبَ فِي كِتَابِهِ عَلَى نَفْسِهِ، فَهُوَ مَوْضُوعٌ عِنْدَهُ، إِنَّ رَحْمَتِي تَغْلِبُ غَضَبِي». صحيح مسلم(5070)
ژباړه: کله چې الله سبحانه وتعالی خپل مخلوقات پیدا کړل، نو په هغه کتاب کې چې تر عرش پاس ورسره دی، داسې ولیکل: زما رحمت پر قهر غالب دی.»
دغه حدیث شریف پر بندګانو د الله سبحانه وتعالی د رحمت د پراخوالي کچه ښيي، هغه رحمت چې د ټولو مخلوقاتو لپاره دی؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی د مخلوقاتو تر پیدا کېدو وړاندې، په خپل کتاب کې لیکلي؛ رحمت مې تر قهر مخکې دی او دا د الله سبحانه وتعالی د رحمت د لویوالي دلیل دی.
دې موضوع ته باید پام وشي چې د الله سبحانه وتعالی رحمت پراخ دی او الله سبحانه وتعالی پوهېږي، چې بندګان یې کمزوري پیدا کړي دي او د هغه سبحانه وتعالی د قهر او غضب توان نه لري. نو د الله سبحانه وتعالی بندګان د دې مستحق نه دي، چې پر دوی دې د الله سبحانه وتعالی قهر او عذاب نازل شي او بیرته دې خپل لومړني حالت ته چې یو موټی خاوره وو، وګرځي. په داسې حال کې چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې هېڅ توان او قدرت نه لري، بلکې هغوی د الله سبحانه وتعالی د رحمت مستحق دي. له همدې امله یې د رحمت دروازې پرانیستې دي، ترڅو د خپلو بندګانو توبه او استغفار قبول کړي. نو د هغو کسانو توبه یې اسانه کړې، چې شیطان او د نفس غوښتنې پرې غالب شوي نه وي.
موږ باید یقین ولرو چې الله سبحانه وتعالی پر خپلو بندګانو مهربان دی او ضمانت یې کړی چې د توبې دروازې به تر هغه وخته پرانېستې وي، چې لمر له لودیځ څخه را پورته شي. که دغه وخت لنډ وي او یا اوږد، نو د توبې د دروازې په طرف باید لاړ شو، چې موږ د الله سبحانه وتعالی د رحمت مستحق ګرځوي او له هغو کړنو څخه باید ځانونه وساتو چې د الله سبحانه وتعالی د قهر لامل کېږي. موږ داسې مقام او دریځ نه لرو چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې ودرېږو، ځکه له هغو کسانو څخه مو عبرتونه ډېر اخیستي، چې د الله سبحانه وتعالی نافرمانۍ یې کړې دي.
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې موږ د خپل رحمت له سیوري څخه برخمن کړي او له خپل قهر څخه مو لرې وساتي. اللهم آمین
لیکوال: ابو مریم
ژباړه: بهیر «ویاړ»