- مطابق
تفصیل:
لنډمهالی حکومت، سره له دې چې د زدهکوونکو او عام ولس د قربانۍ پر مټ واک ته ورسېد، د حسینې له نسکور شوي رژیم څخه پاتې کمزوري او نړېدلي اقتصاد د بېرته رغولو لپاره یې هېڅ اغېزناک ګام پورته نه کړ. برعکس، د واک په وروستیو شېبو کې یې له امریکا سره د متقابلې سوداګرۍ تړون (ART) لاسلیک کړ او په دې توګه یې د بنګلهدېش اقتصادي خپلواکي له جدي ګواښ سره مخ کړه.
د بنګلهدېش حاکم ملتپال ګوند (BNP) د ۹۳۸۰ میلیارده ټاکا (د بنګلهدېش پولي واحد) په ارزښت بودجه تصویب کړې او د اقتصادي بیارغونې، د انفلاسیون د مهار، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د خلکو د هوساینې ژمنې یې کړې دي. خو حقیقت دا دی چې د تېرو بودجو په پرتله په دې بودجه کې، له عددي توپیرونو پرته، هېڅ بنسټیز بدلون نه ترسترګو کېږي. په ځانګړي ډول، د استعمارګرو د پورونو دام او د ارزښتزیاتېدنې مالیې (VAT) او مالیاتو یا ټکس پر بنسټ ولاړ استثماري عایداتي جوړښت هماغسې پر خپل حال پاتې دی.
په همدې تړاو، په یاد کنفرانس کې به د داسې اسلامي بودجې عمومي طرحه وړاندې شي، چې موخه یې د ځانبسیا اقتصاد رامنځته کول او د خلکو د ګټو خوندي کول وي.
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ﴾
ژباړه: «... د دې لپاره چې شتمني ستاسو د شمتنو ترمنځ لاس په لاس نه شي.» [سورة الحشر: ۷]
لومړۍ وینا: د ۲۰۲۶-۲۰۲۷م مالي کال د ملي بودجې حقیقت افشا کول؛ چې د استعمارګرو د پورونو او د استثماري پانګوال اقتصادي نظام په دام کې راګیر ده.
دویمه وینا: پر ځان د بسیا اقتصاد او د خلکو د ګټو د تامین لپاره د اسلامي بودجې د طرحې وړاندې کول.
عنوان: د ملي بودجې کنفرانس ـ د ځانبسیا اسلامي بودجې لپاره بنسټیزه طرحه
نېټه: د ۲۰۲۶م کال د جولای ۲۴مه
وخت: د مدینې منورې پر وخت د ماذیګر ۴:۳۰ بجې
د بنګلهدېش پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې (چې د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې کېږي)
موده: ۱ ساعت او ۳۰ دقیقې
د کنفرانس ژوندۍ خپرونه
له اودیسي وېبپاڼې څخه د کنفرانس ژوندۍ خپرونه
//odysee.com/@AlWaqiyahTV:5/BConf24072026">https://odysee.com/@AlWaqiyahTV:5/BConf24072026

د لا زباتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه بنګله دیش وېبپاڼه وګورئ:
د حزبالتحریر ولایه بنګله دیش رسمي وېبپاڼه
این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید




