شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر او دغه دفتر د ټولو غړو د خواخوږۍ پیغام

[وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ]

«او صابرانو ته زېری ورکړه؛ هغه چې کله مصیبت پرې راشي، وایي: بې‌شکه موږ د الله یو او بې‌شکه موږ بېرته د هغه (تعالی) لوري ته ورګرځېدونکي یو».

موږ ته نن، جمعه، د ۱۴۴۷هـ ق کال د شوال ۹مه (۲۰۲۶م د مارچ ۲۷مه) د خپلې درنې خور، غمزه ګورسوی / زهرا ملک، چې د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې غړې وه، د وفات غمجن خبر راورسېد. الله سبحانه وتعالی خو دې پر هغې ورحمېږي، مغفرت دې ورته ورکړي، د خپل پراخ رحمت تر سیوري لاندې یې دې راولي او له انبیاوو، صحابه‌وو، شهیدانو او صالحینو سره یې دې حشر کړي. دغه راز له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د هغې کورنۍ او عزیزانو ته صبر، ډاډ او زغم ورکړي او اجر یې ترې کم نه کړي. آمین!

هغې خپل ژوند د ځمکې پر سر د الله سبحانه و تعالی د دین د حاکمیت لپاره کار کولو ته وقف کړی و؛ او د خپلو ویناوو او دعوت ته د خپل ټینګ تعهد له امله د ډېرو لپاره الګو او د انګېزې سرچینه وه. هغې د ژوند له ډېرو ستونزو او سختیو سره سره، هېڅکله په دغه دعوت کې کمزوري و نه کړه. الله سبحانه وتعالی خو دې هغې ته په جنت کې تر ټولو لوړ مقام او ستر اجر ورکړي. آمین

 إنا لله وإنا إليه راجعون

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

جمعه، د ۱۴۴۷هـ ق کال د شوال ۹مه (د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۷مه)

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې