جمعه, ۲۹ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د الاقصی جومات: د مسجد له انګړ څخه غږ" إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا"

د الاقص د جومات له انګړ څخه د استاد معاذ ابو تیم له لوري د جمعې غږ

بیت المقدس- مبارکه ځمکه (فلسطین)

جمعه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۷ مه/ ۲۱۰۹، د سپټمبر ۰۶ مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د سحاره په ښار کې، د انقلاب د ژغورلو لپاره د مجاهدین د نصرت او د مخلصینو د دعوت د غوښتنې لپاره ناسته

حزب التحریر ولایه-سوریه، د ادلب د حومې په سحاره ښار کې د د مجاهدینو څخه د ملاتړ په پار، د انقلاب د ژغورلو لپاره د مجاهدین نصرت او د مخلصینو د دعوت غوښتنې لپاره ناسته تر سره شوه

چهارشنبه، ۱۴۴۰، د ذی الحجې ۲۷ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۲۸ مه

د مطلب ادامه...

مبارکه ځمکه: د جومات پیغام "د اشغال تر بیراغ لاندې پیراخه جګړې، ځمکې نه شي ازادولی او بریا نه شي ترلاسه کیدای! "

په مبارکه ځمکه (فلسطین) کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړي ډاکټر مصعب ابو عرقوب وینا

جمعه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۷ مه/ ۲۰۱۹، د سپټمبر ۰۶ مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د جومات پیغام "د شام د انقلاب پر وړاندې د امریکا فریبکاري"

د جومات پیغام د "د شمام د انقلاب پر وړاندې د امریکا مکر" تر نامه لاندې د حلب شمالي سیمه حومه کې د کفره په جومات کې د محمد ابو اصطیف  ورور له لوري

چهارشنبه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۵ مه/ ۲۰۱۹، د سپټمیر ۰۴ مه

د مطلب ادامه...

د الاقصی جومات: له پخواني جومات څخه غوښتنه "کوم مومنان اوښیار تر دي؟"

د الاقصی له جومات څخه د جمعې فریاد

د شیخ سعید الکرمي (ابوعبدالرحمن) له لوري

بیت المقدس- برکتي ځمکه (فلسطین)

جمعه، ۱۴۴۰، د محرم ۰۷ مه/ ۲۰۱۹، د سپټمبر ۰۶ مه

د مطلب ادامه...

د امت منبر: په دیر حسان کې د "انقلاب خپل لومړي حالت ته ور وګرځوئ" تر نامه لاندې لاریونونه

د دیر حسن د اووسېدونکو لپاره د "انقلاب خپل لومړي حالت ته ور وګرځوئ" تر نامه لاندې لاریونونه

د حزب التحریر ولایه سوریه، د مطبوعاتي دفتر مشر، استاد احمد عبدالوهاب وینا

جمعه، ۱۴۴۰، ذی الحجې ۲۲ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۲۳ مه

د مطلب ادامه...

د چین په ساتنیز کمپونو کې د ایغور د مسلمانو ښځو شنډېدل

د ختيځ ترکستان د مسلمانانو پر وړاندې د رژیم وژونکی او وحشیانه کمپاین

په وروستیو اونیو کې ځینو رسنیو لکه، د انګلستان «خپلواکه ورځپاڼه» رپورټ خپور کړ، چې په شرقي ترکستان کې به پخوا یوازې مسلمانې ایغوري ښځې بندي کېدلې، خو اوس په زور سره شنډېږي. ښځې وايي، چې په زور نامعلومه درمل ورکول کېږي، چې له امله یې د حیض دوره دریږي. دوی زیاتوي، چې افسران یې وهي او بربنډوي یې. په همدې ډول بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي. په کوچنیو خونو کې چې پراخوالی یې ۲۰ پر ۱۰ پوټه دی، شاوخوا ۵۰ ښځې بندیانېږي. په ترکستان کې د چینایي چارواکو په اړه وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو، چې ښځې به یې د حمل (امېدوارۍ) په درېیم پړاو کې هم د جنین له منځه وړلو ته اړ کولې. د نفوس څېړنیز انسټیټیوټ، چې د ډېرېدونکي نفوس د بندیز پر وړاندې کار کوي، په چین کې یې د جبري شنډولو پروګرام وغنده او زیاته یې کړه: «د ایغور اوسنی نفوس د چین تر ۱ سلنې کم دی. په هر هېواد کې د دغې کچې نفوس د زیاتوالي مخنیوی، د هغوی د وژنې او نسل ختمولو مانا لري. له دې امله د ایغور د مسلمانو ښځو شنډول او په زور د جنین له منځه وړل د ایغوري نفوس د کنټرول پالیسي نه ده؛ بلکې دا د هغوی ختمول دي، چې اقتصادي، سیاسي او ټولنیز بندیزونه باید پرې ولګول شي.» پر دې سربېره د چین رژیم له هان نامسلمانو چینايانو سره مالي مرسته کوي، چې له مسلمانو ښځو سره واده وکړي. په دې توګه به په ختیځ ترکستان کې د اېغور مسلمانانو نسل له منځه یوسي. بله پایله به یې دا وي، چې د هان او اېغور ګډ نسل به رامنځته شي. دا کړنه په اصل کې د دوی د جن مینځل دي، چې د بدلون یوه پالیسي یې بلل کېږي. د دې پالیسۍ موخه په اصل کې د اېغور د مسلمانانو له منځه وړل دي.

د چین بې رحمه رژیم وېروونکي ټولنیز جنایتونه کوي، چې په شرقي ترکستان کې د اېغور مسلمانان او د هغوی اسلامي هویت له منځه یوسي. په ورته وخت کې د اسلامي نړۍ بې رحمه رژیمونه له بیجنګ سره خپلې مالي مرستې کوي. دوی د مسلمانانو ضد رژیم په غېږ کې نیسي، چې د یوه کمپاین په ترڅ کې یې شاوخوا یو میلیون مسلمانان په کمپونو کې بندي کړل. په دې توګه غواړي چې په شرقي ترکستان کې د اسلام ريښې وباسي. په تېرې جولای میاشت کې د سعودي، متحده عربي اماراتو، کوېټ، عمان، مصر، پاکستان او سوډان په ګډون د مسلمانانو ډېرو رژیمونو یو ازاد لیک لاسلیک او ملاتړ یې ترې وکړ، چې په پایله کې یې «د بشري حقونو په برخه کې د چین ځانګړې لاسته راوړنې» وستایلې. دا په اصل کې د چین له کمونېسټ رژیم څخه ملاتړ دی، چې زیات شمېر ماشومان، ښځې او نارینه مسلمانان یې بنديان کړي دي. د پاکستان مشرتابه هم په ډېرې بې شرمۍ سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې چین ځکه وستایه، چې مسلمانو وګړو ته یې پاملرنه کړې ده. دوی زیاته کړه، چې د اېغور ستونزه د چین «کورنۍ مسله» ده. داسې رپورټونه هم شته چې ترکیه غواړي د ښځو په ګډون په دغه هېواد کې پراته ایغوري مسلمانان د چین دولت ته وسپاري، څو دغه ظالم رژیم یې د ګلګ کمپونو په بندیخانو کې واچوي.  

اردوغان ځکه د ایغور له مسلمانانو سره خیانت کوي، چې د ترکیې څو بیلیونه ډالري معاملې خوندي شي او هم د بلومبرګ د رپوټ پر اساس، د چین مرکزي بانک په تېره جون میاشت کې ترکیې ته د بهرنیو زېرمو د ډېرښت په موخه یو بیلیون ډالر ورکړي. د مسلمانانو دغو بې شرمه رژیمونو ته د چین لخوا «د فرهنګ د له منځه وړلو او ټولنیز بدلون کمپاین» هېڅ معنی نه لري، ځکه دوی خپل ځانونه په ډالرو پلورلي دي. په داسې حال کې چې یاد کمپاین په شرقي ترکستان کې د مسلمانانو د راتلونکي نسل د له منځه وړلو لپاره دی. په رښتینې توګه باید د هغه کمپاین مخه ونیول شي، چې د اېغور د خویندو او وروڼو اسلامي هویت ختموي. موږ باید د الله سبحانه و تعالی دغې بلنې ته هرکلی ووایو، چې فرمایي:

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ

[انفال:۷۲]

ژباړه: او که هغوی د دین په اړه له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو له دوی سره مرسته کول درباندې فرض دي.

د دې لپاره چې د شرقي ترکستان د مسلمانانو پر وړاندې خپله دنده پرځای کړو، نو ژر تر ژره باید د نبوت پر تګلاره اسلامي خلافت تاسیس کړو؛ ځکه د دغه اسلامي دولت سیاست د هر هغه دولت پر ضد دی، چې مسلمانان وژني. دا دولت به هېڅکله په پیسو سره ونه پېرل شي او د اسلام د دښمنانو د وېرولو او د مظلومو مسلمانانو د ازادولو لپاره به په خپله واکمنۍ کې له هر ډول امکان څه کار واخلي.

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې مشره

د مطلب ادامه...

په طرابلس کې وژونکي کثافات!!!

  • خپور شوی په لبنان

(ژباړه)

د لبنان دولت د چاپېریال ساتنې وزیر، مرستیالان او استازي یې لا تر اوسه د خلکو او د هغوی د غوښتنو پر وړاندې خپله ژوره بې پامي ښیي! دولت پرته له دې چې سیمې، خلکو او یا د دوی روغتیا ته پاملرنه وکړي، د کثافاتو د له منځه وړلو لپاره له ډېرو پخوانيو لارو کار اخلي. دوی هڅه کوي چې دغه کثافات پر طرابلس او چاپېریال باندې یې ور بوج کړي، د فوار له سیمې نه یې شروع وکړه او په تربل کې هم تم نه شول- له دې نه د دولت کړنې لیدلی شو- چې دوی له نورو سیمو نه کثافات راوړي د طرابلس  د خلکو پر اوږو یې باروي. هوا، اوبه او چمنونه یې ورته ککړوي؛ دوی دا کار د سیمو تر منځ په ښکاره مسیرونو کې کوي او په دې توګه د خلکو روغتیا او ټولنیز امنیت ګواښي!

دغه کثافات، په ځانګړي ډول د تربل کثافات په لبنان کې له خطرناکو کثافاتو څخه دي، ځکه چې دا ډېر زیات دي. په دې توګه دغه د کثافاتو ښخول به په منیه، بداوي، مېریاتا، مارکتا، حیلان او دیرعمار او بالاخره د طرابلس د ټولو ښارونو او کلیو په جغرافیه کې به تر ځمکې لاندې اوبه چټلې کړي. د ډېرو کثافاتو ښخول او له ښارونو او کلیو څخه د هوا د جریانونو تېرېدل به د هوا پر ککړتیا سربېره سیمه هم ککړه کړي. دغه کثافات په لبنان کې تر ټولو ډېر دي، ځکه چې د پنځو ډېر نفوس لرونکو حوزو کثافات یې راټول کړي.  

په دې اړه موږ، حزب التحریر-ولایه لبنان لاندې ټکو ته اشاره کوو :

د لبنان دولت او له استثنا پرته ټولو وزیرانو ته! په پیل کې د چاپېریال ساتنې وزیر؛  موږ به پر خپله سیمه د دغې حملې پر وړاندې مخالفت ونه دروو، موږ به ستاسو د هرې ناوړه هڅې پر وړاندې ودرېږو، چې په دغو کثافاتو سره زموږ ژوند ګواښئ. د دغو کړنو اصلي علت سیمه پالنه او تر مېز لاندې معاملې دي... بیا د دفاع او کورنیو چارو وزیران، چې د خلکو د غوښتنو او اعترازونو په مخ کې پوځ او امنیتي کسان دروي او په دې سره د پوځ او امنیت رول راټيټوي! له خپل مسیر نه یې کږوي! ان تر دې حده چې مېرمنې د امنیتي کسانو لخوا په دې ګناه وهل و ډبول کېږي، چې د دولت د وژونکې کړنې پر وړاندې خپل غږ پورته کوي. د دولت د دې کار ګواښ نه یوازې هغو خلکو ته متوجه دی چې هلته اوسېږي، بلکې د هغوی بچو او ورپسې نسلونو ته هم متوجه دی!

د طرابلس د استازو په ګډون د پارلمان ټولو استازو ته؛ دوی د خلکو په وسیله ټاکل شوي، څو د دوی د ګټو  ساتنه وکړي. موږ له دوی څخه اورېدلي نه دي، خو له خبرونو او ګونګوسو څخه یې ښکاري، چې د دولت له دغه کار سره ستونزه نه لري!! موږ تاسو ته ستاسو له ټولو صلاحیتونو سره وایو، چې ستاسو لپاره هېڅ پلمه نشته او اوس باید د هغو خلکو په منځ کې وی، چې تاسو یې قدرت ته رسولي یئ. له هغو سره مو له کوم ځنډ او مصلحت پرته مرسته کړې وی. دا پلمه چې کثافات د طرابلس  له سیمې لرې دي، ډېره کمزورې ده. ایا بادونه به زهرجن مواد طرابلس  ته ونه لېږدوي!؟ ایا تر ځمکې لاندې اوبه به د کثافاتو پر ښخولو فاسدې نه شي!؟

امنیتي ځواکونو ته، دولت تاسو د هغو کسانو پر وړاندې ودرولئ، چې د دوی او بچیانو روغتیا یې اغېزمنه شوې وه، تاسو څنګه دا ومنله!؟ تاسو هم د همدې سیمو او همدغو خلکو بچیان یئ، ایا د دغو خلکو ستونزه ستاسو ستونزه نه ده!؟ ایا تاسو له دغو خلکو څخه نه یئ!؟ دا کسان د دې لپاره درېدلي چې خپل ځان او بچیان وژغوري، تاسو د دوی بچیان نه یئ!؟ دولت څنګه تاسو ته په دومره ټیټه سترګه ګوري، چې د کثافاتو ساتونکي مو کړي!؟ تاسې به دا شیان ساتئ او که د خلکو ژوند، مال او عزت!؟ ستاسو دنده دا ده چې خلکو ته د زیان رسېدو مخه ونیسئ...  نو له خلکو سره د هغوی د مشروع غوښتنو په څنګ کې ودرېږئ.

اې خلکو! پوهېږئ، تاسو چې څه کړي هغه مو په دین کې یو له ډېرو مهمو کارونو څخه دي. دا ژوند ته د اسلام له نظره یو ډېر مهم کار دی، چې روغتیا ته پام وشي او چاپېریال له ککړتیا او افتونو څخه وساتل شي.  او دا د دولت له دندو څخه دي، چې خلکو ته پاملرنه وکړي، مالیه ترې ټوله نه کړي او جیبونه یې لوټ نه کړي. دا به که د خدای خوښه وه ډېر ژر د نبوت پر تګلاره راشده خلافت کې وګورئ، چې د بېلګې په توګه داسې کارونه به وکړي:

د هوا ککړتیا به کمه کړي؛ پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«اتَّقُوا الملاعِنَ الثَّلاثَ: البَرَازَفِيالـمـوارِدِوَالظِّلِّ وَقَارِعَةِ الطَّرِيقِ»

ژباړه: د دریو شیانو ساتونکي اوسئ: د اوبو ورکولو په ځایونو کې اسانۍ، د تلو راتلو لارو او د ونو سیوریو ته ډېره پاملرنه کوئ.

پورتني حدیث ټول هغه شیان منعه کړي، چې مسلمانانو او د هغوی عامه سرچینو، چاپېریال او سرکونو ته زیان رسوي.

د اوبو د سرچینو پاکوالی او د څښاک د اوبو پاکوالی؛ پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«لا يَبُولَنَّ أَحَدُكُمْ فِي الـمـاءِالدَّائِمِ ثُمَّ يَغْتَسِلُ مِنْهُ »،

ژباړه: تاسې باید په ولاړو اوبو کې بولې ونه کړئ، ښايي وروسته به پر هغه باندې مینځلو ته اړتیا پیدا کړئ.

له جابر بن عبدالله رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی:

«أَمَرَنَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم أَنْ نُوكِيَ أَسْقِيَتَنَا وَنُغَطِّيَ آنِيَتَنَا»

ژباړه: حضرت محمد ص راته امر وکړ، چې خپل پتک بسته او لوښي مو پوښ کړو.

 ځکه چې په دغو لوښو کې اوبه وې. هغه وخت دولت دا مسوولیت درلود، چې د اوبو سرچینو ته پام وکړي او د څښاک د اوبو کیفیت کنټرول کړي او له ککړتیا څخه یې وساتي.

سربېره پر دې باید فاضلابو او هغو راتلونکو خطرناکو پایلو ته باید پاملرنه وشي.  انجینیران باید د چاپېریال او د ښارونو او ټولنو انجینیري باید د هوا تبدیلۍ لارې جوړې کړي، د ډېر نفوس مخینوی باید وکړي، د فاضلابو  پروسس اسانه کړي، کوڅې پاکې او کثافات ټول کړي. هر نوع الوده کوونکي شیان لکه: شورماشور، مزاحمتونه او زهرجن مواد له منځه یوسي. الحفیظ ابن هاجر په الفتح کې له عمر ابن شباح څخه په اخبار المدینه کې راوړي، چې دی وایي:

«عمر بن خطاب په بازار کې د اهنګر د ټکولو غږ واورېد. هغه یې تر هغو په لغته و وهلو چې له منځه ولاړ.» اهنګر شورماشور جوړ کړی و او لوګي یې هم هوا ککړوله. له همدې امله امیرالمومنین حضرت عمر رضی الله عنه هغه له بازار څخه لرې کړ، داسې عامه ځای چې خلکو پکې تګ راتګ کاوه. په اسلام کې د عادلانه او مخلص حاکمیت لپاره زیاتې عملي حل لارې شته، چې د خلکو د دین او ارمانونو استازیتوب کوي.

موږ په حزب التحریر-ولایه لبنان کې د حاکمې ډلې په پراخه کچه فساد خبر یو، خپله دولت هم مفسد دی. دا دولت کافر استعماري غرب رامنځته کړی و. د مفسدو خلکو یوه ډله ټاکل شوې، چې فساد مخکې بوځي. دا ډله په لومړي ګام کې خپلو بادارانو ته او وروسته بیا خپلو جیبونو او حسابونو ته کار کوي. له دوی څخه یو هم معاف نه دی. له دې حاکمیت سره مل کسان؛ یو هم له فساده پاک نه دي. خو اوس هم په خلکو کې لږ هيلې لیدل کېږي، لکه هغه خلک چې په فوار او تربل کې یې اعتراضونو ته مثبت ځواب ورکړ؛ په خپلو سیمو کې یې د ویجاړوونکو پروژو مخنیوی وکړ، د دولت له تهدیدونو څخه وېرېدل، په دې سیمه او نورو سیمو کې یې د دغې موضوع خپرېدل و نه منل. نو دغه ویل باید تاسو ته واضح کړي: زه پر هغه ورځ وخوړل شوم، چې سپین غویی وخوړل شو. (له نورو سره د ظلم پرمهال مه چوپ کېږئ. ځکه دا ظلم یوه ورځ پر تاسې هم کیږي.)

تاسې باید خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړئ. د کثافاتو موټر د کثافاتو ښخولو ته پرې نه ږدئ او هغه سیاسیون افشا کړئ چې د سرکونو په پرانیستلو او د کثافاتو د ښخولو په بندولو سره خلک غولوي. دا جدي مسله ده، ځکه ستاسو پر روغتیا مستقیمه اغېزه لري. له طرابلس څخه د ترېبول تر ختیځ او لویدیځ غرونو پورې ستاسې پر وروستي نسل هم اغېزه لري. نو ادامه ورکړئ او صابر واوسئ، ځکه فتح د صبر په پای کې تر لاسه کېږي. الله سبحانه و تعالی له تاسو سره دی، ستاسو د کړنو اجر به هتمي درکړي.

حزب التحریر-ولایه لبنان

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې