الواقیه تلویزیون: د جمعې خطبه «د مصالحې طرح!»
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو الهمام) مبارکه خاوره (فلسطین) ۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۰مه، بیت المقدس/ ۲۰۱۸م، د اګست ۳۱مه
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو الهمام) مبارکه خاوره (فلسطین) ۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۰مه، بیت المقدس/ ۲۰۱۸م، د اګست ۳۱مه
وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه) ۱۴۳۹ه.ق، ذوالحجه، د حجاز خاوره/ ۲۰۱۸م، اګست
په افغانستان کې د داعش تر نامه لاندې وسله وال پر ډېره کمه ځمکه فعالیت لري. دوی د ننګرهار په دریو ولسوالیو کې وسله وال لري، خو ویل کیږي چې په کونړ کې هم په ځینو ولسوالیو کې فعال دي. د افغانستان په شمال کې د داعش مرکز درزاب و، چې وسله والو طالبانو یې پر ضد عملیات وکړل او له هغه ځایه یې د داعش ټغر ور ټول کړ. لکه چې ومو ویل داعش کمه جغرافیه لري، خو د ډېرو خونړیو او وژونکو پېښو پړه اخلي. له دې سره څو جدي او مهمې پوښتنې شته چې له خلکو سره دي او ځوابونه یې ښکاره کوي چې ددغو بریدونو تر شا څوک دي او داعش د چا پروژه ده. تر ټولو جدي او اساسي پوښتنه دا ده چې ۳۵۰ زره افغان امنیتي ځواکونه او ۱۵ زره بهرني ځواکونه چې په پرمختللو وسله سمبال دي او پراخ ځمکنی او هوايي ملاتړ لري، څنګه په دریو ولسوالیو کې دوه زره داعشیان نه شي ختمولی؟ وسله والو طالبانو په جوزجان کې ۲۴ ورځې عملیات وکړل، طالبانو نه پرمختللې وسلې لرلې او نه یې هم هوايي ځواک، خو داعشیان یې محاصره کړل، ویې وژل او پاتې یې حکومت په الوتکو کې یووړل. اوس چې کله طالبان په دومره قوت سره داعش ختموي، نو امنیتي ځواکونه یې ولې نه شي ختمولی؟ یو بل بحث چې هېرول یې نه دي پکار هغه دا دی چې څنګه داعش په درزاب کې خوندي شو؟ د ملي یووالي حکومت خپلو محاصره شوو عسکرو ته هوايي ځواک نه ور لیږي، سرتیري یې محاصره وي، شپېته - اویا په یو ځل وژل کیږي، خو الوتکې د مرستې لپاره نه ورځي، خو محاصره شوي داعش ته څنګه حکومتي الوتکې پر وخت ورسیږي؟ په جوزجان کې د داعش مشر وايي: (( د ملي امنیت رییس ته مې ټیلیفون وکړ او ورته ومې ویل چې موږ تسلیمیږو.) د طالبانو له خوا محاصره شوي داعشیان څنګه د ملي امنیت د رییس شمېره پیدا کوي او هغه هم له ځنډ پرته مرسته ورته را لیږي؟ په کابل کې څو خونړي بریدونه وشول چې پړه یې داعش واخیستله، په دغو بریدونو کې یو په شش درک کې دوې پرله پسې چاودنې وې چې به دویمه چاودنه کې ډېرو ژورنالېستانو ته مرګ ژوبله واوښته. د برید په ځای کې لسګونه امنیتي کامرې شته، حکومت ددغه برید د څېړلو ژمنه وکړه، خو لا پایله معلومه نه ده او حکومت ولې نه حاضریږي چې د کمرو له خوا اخیستل شوي تصویرونه له خلکو سره شریک کړي؟
دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې شته چې ښيي داعش یوه پرژوه ده. حکومتي مشران یې د ختمولو نه اراده لري او نه هم اجازه، بلکې دوی باید غلي وي او په ځینو موارد کې باید مرسته وکړي. له همدې امله په کابل او نورو ولایتونو کې روان وحشت د سني او شیعه جګړه نه ده، په دې جګړه کې اسلامي اړخ نشته، یوازې یوه پردۍ او تپل شوې دسیسه ده چې غواړي په افغان مسلمانانو کې نفاق خپور کړي. له نیکه مرغه خلک دا دسیسه درک کوي او پوهیږي چې ددغو بریدونو تر شا څوک دي. له همدې امله سني او شیعه، هزاره او ناهزاره ټول یو غږ دي او دا جګړه خپله نه ګڼي.
زمری افغان
خبر:
د افغانستان دفاع وزارت وايي، داعش او نورې تروریستي ډلې تل هڅه کوي، چې د خپل فعالیت لمن پراخه کړي او سیمه او نړۍ وګواښي. تر دې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، چې تروریستي ډلو له دغه هېواده بریتانیا او نورو اروپايي هېوادونو ته ګواښونه متوجه کړي. همدارنګه جنرال سکاټ مېلر هم په کابل کې له جنرال نېکلسن نه د پرېکنده ملاتړ ماموریت د قوماندانۍ د سپارلو په مراسمو کې وویل: «پر تروریستانو فشار باید دوام ولري او دا یقیني شي، چې هغوی د نړۍ د ګواښولو په خاطر له افغانستانه ګټه نه اخلي.» له بل پلوه حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت شورا رییس په همدغو مراسمو کې مېلر ته په خطاب کې وویل: «جنرال مېلر! موږ د بیان ازادۍ لپاره او د بې عدالتۍ پر ضد له تاسو سره اوږه په اوږه د دښمنانو پر وړاندې ولاړ یو، موږ به په ګډه په افغانستان او سیمه کې ترورېزم له منځه یوسو.» (سرچینه: آزادي رادیو: https://da.azadiradio.com/a/29469008.html )
تبصره:
څومره عجیبه ده چې لاسپوڅي غلامان او باداران یې يو ځای په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره ډول ډول توجیهات وړاندې کوي. مګر د عامه افکارو د غولولو لپاره یې له طالبانو سره د سولې شعار او د پارلماني، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو او حتی د ولسمشرۍ ټاکنې فضا کړې دي.
په داسې حال کې، چې د افغانستان په اړه د ټرمپ له ستراتیژۍ شاوخوا یو کال تېرېږي او د افغانستان خلک د بمباریو، د بې پيلوټه الوتکو د راکټونو او د خلکو د هدفمن ترور له زیاتوالي پرته بل څه نه دي تجربه کړي. د دې ستراتيژۍ له امله د ملکي تلفاتو شمېرې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. یوازې په اګېسټ مياشت کې ۸۰۰ کسان وژل شوي او ټپي شوي، چې دا شمېره تر جولای لوړه او له تېرو کلونو سره اصلاً د پرتلې وړ نه ده. همدارنګه د تېر یوه کال په جریان کې اشغالګرو ځواکونو د بمونو د مور په ګډون تر ۵۰۰۰ زیات بمونه د افغانستان پر مسلمانو خلکو استعمال کړي. دا ټول وحشت په دې معنی دی چې امریکا او ناټو په دې قضیه کې په خپل ټول توان د سیمې له مسلمانانو او د چین او روسیې له استعمار سره ښکېله شوې او په دې وروستیو کې امنیتي استخباراتي کمپنیو لکه بلک واټر ته د افغانستان د جګړې سپارلو بحث هم د سپينې ماڼۍ او د امریکا د کانګرېس پر مېز پروت دی، ترڅو هغه نیمګړتیاوې چې د امریکا له تروریستي او استعماري نظره په دې جګړه کې شته، د دغو قاتلو او اجیرو کمپنیو په وسیله بشپړې کړي.
که څه هم د امریکا او ناټو سیاستوال او نظامیان وسله والې ډلې د توجیه او پلمې په توګه کاروي، خو کله کله په ښکاره له خپلو شومو موخو پرده پورته کوي. لکه څنګه چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ماموریت پخوانی قوماندان جنرال جان نېکلسن امریکا غږ ته وویل: «موږ پوهېږو چې روسیه هڅه کوي، چې نظامي لاسته راوړنې او په افغانستان کې د نظامي پرمختګ کلونه راکم کړي.» ده زیاته کړه: «دا پټه نه ده، چې روسیه د داسې یوه فرصت په لټه کې ده، چې وکولی شي د امریکا او افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا د شریکانو تر منځ واټن رامنځته کړي.» تر دې وړاندې امریکا په ځلونو روسي چارواکي تورن کړي، چې طالبانو ته جنګي وسایل چمتو کوي؛ خو دا تور روسیې تل رد کړی؛ مګر له طالبانو سره یې له سیاسي اړیکو لرلو انکار نه دی کړی.
نو وسله والې ډلې صرف توجیه او پلمه ده، اصلاً امریکا او ناټو په سیمه کې د مسلمانانو د واقعي دولت د ظهور د مخنیوي، د چین او روسیې د محاصرې، د افغانستان او مرکزي اسیا د نورو هېوادونو د منابعو د استعمار لپاره افغانستان اشغال کړی او د خپل نظامي او سیاسي شتون لپاره د هغو ګواښونو د تقویې او نوي کولو په لټه کې ده، کوم چې د ځينو مخالفو وسلهوالو ډلو له لوري ورته متوجې دي. له همدې امله په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر د افغانستان په ختیځ کې د یوه افغان سرتېري له خوا د یوه امریکايي سرتېري وژنه او د یوه بل ټپي کېدل تراژيدي وګڼله او ويې ویل چې دا سرتېري د خپل هېواد د ساتنې لپاره افغانستان ته راغلي وو. په داسې حال کې چې د هېواد ساتنه هغه توجیه ده، چې د امریکا او غرب ملتونه ورباندې غولوي، په اصل کې د امریکا دولت د افغانستان د اشغال د دوام او د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونو د استعمار لپاره افغانستان ته راغلی او بس.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه، روسیه د سپټمبر په څلورمه د افغانستان، طالبانو، امریکا او ځينو نورو هېوادونو په ګډون د سولې په موخه د يوې ناستې کوربه توب وکړي؛ خو دا ناسته له هغه وروسته وځنډېده چې اشرف غني پکې د ګډون لپاره د روسیې بلنه رد کړه.
امریکا د افغانستان له ۱۸ کلن اشغال وروسته ظاهراً اوس هم ځان له «تروريزم» سره د جګړې د مسیر په پيل کې اعلانوي؛ ځکه د ډيموکراتیکو ټاکنو پروسه په بشپړه توګه په یوه رسوايۍ بدله شوې. تر نیمايي زیاته خاوره د طالبانو په لاس کې ده. د سولې پروسه یوازې په نامه او تشو تبلیغاتو مخ ته ځي. د افغانستان متنفذ قشر په ټولیز ډول د اشرف غني د حکومت له بهیره او په حکومتولۍ کې د امریکايي اصلاحاتو له سیاستونو تر پوزې راغلې او هره ورځ غوغاوې جوړوي او د درېيم بن، لویې جرګې او موقت حکومت په څېر ناکامې حللارې وړاندې کوي، ترڅو له طالبانو سره د سولې پروسه او په اساسي قانون کې د بدلون پروسه عملي کړي او يا هم داسې حکومت رامنځته کړي، چې د سالمو انتخاباتو سرپرستي پر غاړه واخلي. په داسې حال کې چې نشهيي توکي، فساد، بېکاري، فقر، ناامني، اختطاف او فحشا په ټولنه کې تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلي.
امریکا ښايي ځينې طالبان د سولې پروسې ته اړ کړي، مګر یو شمېر نور به جداً جګړې ته دوام ورکړي. امریکایان او دولت په افغانستان کې د داعش فعالیتونه په لوی لاس ستر ښيي او حتی افغانستان ته د القاعدې د بیا راتګ خبرې هم کوي. له همدې امله امریکا او ناټو اوس هم هماغه ساز غږوي، کوم يې چې په ۲۰۰۱م کې غږاوه. نو د افغانستان اوضاع په سیمه کې د امریکا او ناټو د جنګي پروژې، د نشهيي توکو د کروندې، د مرکزي اسیا هېوادونو په لور د نظامي دهلېز او د امریکا، چین او روسیې د نفوذ د تقاطع له ټکي پرته بل څه نه شي پيش بیني کېدلی.
له همدې امله د افغانستان خلک هېڅکله نه شي کولی چې د روان اشغال د ترور او وحشت تر سیوري لاندې خپلو موخو او آرزوګانو لکه سولې، امنیت، سوکالۍ، عدالت او ازادۍ ته ورسېږي. نو په افغانستان کې د امریکايي نظام وسلهوال او سیاسي مخالفین چې ځينې مخلص مسلمانان دي او ځينې نور ځانونه اسلام ته منسوبوي، باید درک کړي چې د اسلام پر بنسټ له سیاسي پوهې او چلند پرته یوازې د جګړې او پراګماتیکو سیاستونو په وسیله پر غربي اشغال او استعمار بری نه شي موندلی. له همدې امله باید یو بل ته لاس ورکړي او د ژور او مستنیر (هراړخیزه روښانه) فکر کولو لپاره سر لږ څه ګرېوان ته کښته کړي، ترڅو د پراګماتیکو سیاستونو پر ځای پر ایډیولوژیکو اسلامي حللارو منګولې ولګوي. لومړی له امریکا او ناټو سره ستراتيژیک او امنیتي تړونونه لغوه کړي، بیا یوازې د اسلامي امت د مشروعو سرچينو په وسيله د اشغال او استعمار پر وړاندې مبارزه وکړي او د سیمې له مسلمانانو سره یو ځای داسې اسلامي دولت تاسیس کړي، چې اساس یې اسلامي عقیده او حللارې یې يوازې له قرآن او سنتو استنباط شوې وي. هغه مهال بيا کولای شو د الله سبحانه وتعالی دين او د نړۍ مظلومو مسلمانانو ته نصرت ورکړو او په بدل کې به يې الله سبحانه وتعالی موږ ته نصرت راکړي. لکه څنګه چې فرمايي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ٧]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که د الله له دین سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسو سره مرسته وکړي او قدمونه به مو ثابت کړي.
28سیف الله مستنیر
د حزب التحرير-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس
د خپرونې مېلمه: انجنیر محمود جرادات (ابو اسماعیل)
د خپروې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر)
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۱مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر لومړی
۱۴۳۹ه.ق، ذوالحجې ۱۸مه، چهارشنبه/۲۰۱۸م، د اګست ۲۹مه
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر والایه اردن غړی پياوړی استاد احمد القصص
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۲۱مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر لومړی
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر ولایه سوریې غړی شیخ معویه عبد الوهاب
۱۴۳۹ه.ق، د ذوالحجې ۱۹مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د اګست ۳۰مه
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ، په مورنۍ ژبه د زده کړو حق، مورنۍ ژبې ته خدمت، ژبه مور ده او داسې نور شعارونه به مو اورېدلي وي. کله مو فکر کړی چې دا شعارونه د څه لپاره دي؟ څوک یې تر شا دي؟ لوېدیځ له ژبنیو اختلافاتو د استعماري موخو لپاره څنګه ګټه اخلي؟ اسلام ژبې ته له کومه اړخه ګوري او د اسلامي دولت ژبنی سیاست څه دی؟ په دې دغه بحث کې همدغو پوښتنو ته ځواب وایو.
د مسلمانانو د بېلولو لپاره له ملي پولو او قومي او نژادي توپیرونو ور هاخوا یو بل شی چې مسلمانان سره بېلوي، ژبه ده. غربي هېوادونه د اسلامي هېوادونو د ټوټه کولو لپاره له ژبنیو توپیرونو ګټه اخلي. دوی ژبه د یو ستر ارزښت په توګه را مخکې کوي او د وروڼو ترمنځ یې د ټکر لامل ګرځوي. د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یونیسکو او يونسیف په فرهنګي او تعلیمي کچه ددې لپاره کار کوي چې د مسلمانانو ترمنځ د ژبې تفاوته لوی کړي. د نورو ستونزو ترڅنګ ژبې هم د مسلمانانو د یووالي پر وړاندې د یو خنډ په توګه کاریږي. ژبني اختلافونه د اسلامي امت د بېلولو لپاره لا هم د غرب له خوا د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي. دوی د ځانګړو ادارو له لارې همدې چارې ته کمپاین کوي.
له ملي دولتونو سره د دولتونو ژبو هم ارزښت پیدا کړ. ژبه د دولت ملت د جوړېدو له اساسي توکو څخه ده. له همدې امله هغوی چې واحده ژبه نه لري، یا ژبني اختلافات لري، د ملت کېدو په لاره کې یې خنډونه شته. پیاوړي دولتونه د ملتونو د پیاوړي کولو لپاره ځانګړي ژبنیز سیاستونه لري. د بېلګي په ډول چین یو داسې قانون جوړ کړی چې وګړي یې له مخې بهرني کلمات او یا ناسمه چینايي ژبه نه شي کارولی. ددغه قانون له مخې پوتنګوا لهجه د چین رسمي ژبه ده او ټولې رسمي چارې، راډیو، ټلویزون او هر څه باید پر همدې ژبه وشي. ګڼ نور دولتونه هم همداسې ځانګړي سیاستونه لري. لوېدیځ ژبنیو مسایلو ته په پراخه کچه کمپاین کوي.
موږ پوهیږو چې د اسلامي امت ترمنځ د ستونزو یو ستر لامل ژبنی توپیر دی. د پاکستان او بنګله دېش د جلا کېدو تر ګردو ستر لامل ژبنی و. بنګالیانو حق نه درلود چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. لودېځ همدا اختلاف لوی کړ او د اسلامي امت یوه لویه برخه یې دوې ټوټې کړه. موږ پوهیږو چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو یو لامل ژبنی توپیر و. جهادي ډلې سره له دې چې د اسلام دعوه یې کوله، خو د هغوی د رهبرانو په زړه کې لا هم قومي او ژبني تمایلات وو. له همدې لامله پر جمعیت زیات دری ژبي او پر حزب اسلامي ډېر پښتانه را ټول شول. ان دا خبره د خلق او پرچم ترمنځ هم وه، خلقیان لویه برخه پښتانه او پرچمیان لویه برخه دري ژبي وو.
لوېدیځ د ازادیو په لړ کې د ژبې ازادي هم په کاذبانه ډول وړاندې کوي، داسې چې نورو ته یې مهمه ښيي، خو خپله پرې عمل نه کوي. د جرمني د هانوفر یو روغتون د یوې ترکۍ ښځې د زړه عملیات له دې امله ونه کړل چې ګواکي هغه په الماني ژبه نه پوهېدله. د روغتون چارواکو د ناروغ او ډاکټرانو ترمنځ د تفاهم د ژبې نشتوالی ددغه کار لامل وګاڼه. دا یوازینۍ پېښه نه ده. په اروپايي هېوادونو کې ډېر داسې کیږي چې روغتونونه د ناروغانو له منلو انکار کوي او دلیل یې هم دا وي چې دوی له ناروغانو سره د تفاهم ژبه نه لري، نو له دې امله ښايي ناروغ ته ستونزې پیدا شي. دا ښايي رښتیا هم په ځینو حالتونو کې روغتیايي ستونزه وي او یوازې له دې اړخه ورته وکتل شي، خو ډېری وخت ورته له شک پرته د ژبنیز سیاست له زاویې کتل کیږي. روغتونونه په دغه ډول دریځ سره غواړي چې بهرني وکړي د خپلې ژبې زده کړې ته اړ باسي. یوازې روغتونونه نه دي، بلکې ښوونځي، پوهنتونونه او ګڼ نور مرکزونه هم همدغه ډول چلند کوي، چې بنسټ یې ژنبی سیاست دی.
دوی خپله دا ډول چلند کوي، خو د اسلامي امت د وېشلو لپاره بیا له هغوی سره په معاملو کې ژبني مسایل د شرایطو په توګه وړاندې کوي. دوی په اسلامي امت کې ژبني اختلافات پیاوړي کوي، له همدې امله ځیني پروګرامونه لري چې موږ یې دلته یادونه کوو:
د یونسکو پروګرامونه:
یونسکو په ظاهره یو ښکلی، خو مغرضانه شعار وړاندې کوي، دوی وايي، ژبې د بشریت ګډ میراث ګڼل کېږي چې باید ساتنه او پالنه یې وشي. ددې تر څنګ نور داسې نړیوال اسناد او اعلامیې خپرې شوې چې دا د هر ماشوم بشري حق ګڼي چې په خپلې مورنۍ ژبه زده کړه وکړي. دوی په دې ډول ژبې یو فرهنګي ممیزه ګڼي، داسې چې انسانان سره بېلوي. له همدې امله ژبني پروګرامونه نیسي، په مورنۍ ژبې زده کړې ته کمپاین کوي او ګڼ نور کارونه کوي چې ژبني اختلافات زیاتي شي. که څه هم په ظاهره ددغو شعارونو هدف ښه زده کړه او طبیعي حق دی، خو دوی ترې د سیاسي موخو لپاره کار اخلي.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ:
په ۱۹۹۹ کال کې ملګرو ملتونو د فبرورۍ ۱۹مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په نوم یاده کړه. په ۱۹۴۸زیږدیز کال د مارچ په ۲۱ پاکستاني ګورنر جنرل محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یوازنۍ ملي ژبه اعلان کړه، خو بنګله دیشیانو ونه منله او په لاریونونه یې لاس پورې کړ، ځکه چې هغوی خپله بنګالي ژبه په رسمیاتو، نصاب او زده کړو کې هم شامله غوښته، خو پاکستاني پولیسو د ۱۹۵۲ کال د فبروري د ۲۱مې نیټې پر سوله ییز لاریون وسله وال برید وکړ، چې د ډاکې د ملکي او طِبي پوهنتون څو تنه محصلان یې ووژل. همدا اختلافات وروسته دومره زیات شول چې یو ستر هېواد په دوو برخو پاکستان او بنلګه دیش وویشل شو. غربیانو دا تجربه بریالۍ وبلله او د مسلمانانو د بېلولو لپاره یې همدا ورځ د مورنۍ ژبې په نامه یاده کړه. اوس هر کال په همدې ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ نمانځل کیږي چې تر بل هر ځای په اسلامي هېوادونو کې ډېره لمانځل کیږي، خو وروسته ژبني اختلافات زیاتیږي.
په مورنۍ ژبه د زده کړې حق:
دا شعار هم یو احساساتي او پاک شعار ښکاري، خو رښتیا دا نه دي چې په دې شعار سره ماشومانو ته په مورنۍ ژبه دې د زده کړې زمینه برابریږي، بلکې ددغه شعار پر اساس مسلمانان نور هم سره ویشل کیږي. ملګري ملتونه، په ځانګړي ډوی یونسکو او یونسف داسې پروګرامونه لري چې دا توپیر زیات شي.
ژبني احساسات رښتیا هم په مسلمانانو کې اوس پیاوړي شوي دي. اوس ژبه داسې نه تعرفیږي چې ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده، بلکې په پوهنتونو کې د ژبې تعریف داسې دی چې ژبه د هویت برخه ده. له همدې لامله ژبه اوس تر وسیلې زیاته مهمه شوې او د مسلمانانو په منځ کې یې درځونه پیدا کړي دي.
په اساسي قوانینو کې د ژبو بحث
د افغانستان په شمول کې د هغو هېوادونو کې په اساسي قوانینو کې چې د غرب له خوا ورته قانون جوړ شوی دی، ژبنیو اختلافاتو ته پراخه لمن وهل شوې ده. د افغانستان اساسي قانون پښتو او دري رسمي ژبې ګڼي، خو نورې ژبې په خپلو سیمو کې رسمي ګڼي او د تعلم حق ورکوي. د افغانستان د حالاتو پر اساس دا بیخي ستونزمنه چاره ده چې پشه يي ته د کتاب او استاد په پشه یې برابر شي. که برابر هم شي، له نورو خلکو د بېلوالي احساس کوي. له همدې امله په قوانینو کې د یوه اوږده نفاق تخم کري. د همدې ژبني اختلاف په لړ کې یې ملي سرود په پښتو ژبه کړی دی چې تل یوه جنجالي او نفاق زېږدونکې موضوع ده. په حکومت کې بیا د رسمیاتو ژبه دري ته چې پښتانه پکې د پردیتوب احساس کوي او دا چاره مخامخ له ژبنیو اختلافاتو سره تړي.
په ترکیه کې بیا خبره د ترکي ژبې ده چې تر اوسه پورې لا کردان په خپله ژبه د زده کړو او ان کله کله د خبرو حق نه لري. دغه ډول کارونه هم د نفاق لپاره کیږي.
د ژبې د سوچه والي بحث
هغه ژبې چې د عربي تر اغېز لاندې دي، عربي کلمات پکې دي او یا یې لیک عربي دی، په منظم ډول پکې هڅه کیږي چې عربي ترې لرې شي. د عربي کلماتو د ایستلو پروګرام په منظم ډول روان دی. په پښتو او دري کې هم موږ همداسې هڅې وینو. عربي لیکدود بدلوي، لکه په ترکیه کې یې چې بدل کړ. تاجکستان روسي لیک کاروي. همداسې نور مثالونه هم شته. په دې ډول مسلمانان له عربي او اسلام نه لرې کیږي او دا چاره په خپله د عرب او غیر عرب ترمنځ د واټن سبب ګرځي.
په عربي کې بدلون:
په عربي ژبه کې هم پراخ بدلونونه راغلي. ځانګړي مرکزونه او بنسټونه ددې لپاره کار کوي چې عربي مفسده کړه او دومره بدلون پکې راولي چې خلک له قران او احادیثو سره نه اشنا شي. دا هڅې له پخوا روانې دي او اوس هم ځانګړي مرکزونه دې همدې لپاره کار کوي.
په خلافت کې دا ستونزه څنګه حل کیږي او د خلافت ژبنی سیاست څه دی؟
د اسلامي دولت دستور چې د حزب له خوا وړاندې شوی دی په اتمه ماده کې یې راځي:
عربي ژبه د اسلام یوازینۍ ژبه ده او یوازینۍ ژبه ده چې دولت یې کاروي.
دلته اوس درې بحثونه دي، لومړی عربي د اسلام ژبه ده. دویم دولت یوازې عربي ژبه کاروي. درېیم، له نورو ژبه سره به څه کیږي؟ د دستور شرحه همدغه بحثونه واضح کوي.
ټول مسلمانان پر دې متفق دي چې عربي د اسلام ژبه ده، قرانکریم په عربي ژبه دی. له همدې لامله عربي د اسلام ژبه ده. ددې معنی دا نه ده چې اسلام په بله ژبه نه شي بیانېدلی، خو ځیني کارونه له عربي پرته ناشوني دي. د قرانکریم ترجمې ته قرانکریم نه شي ویل کیدای. لمونځ له عربي پرته په بله ژبه نشي کیدای، اجتهاد پر عربي له پوهې پرته نه شي کیدای. خو اسلامي احکام په نورو ژبو تشریح کېدلی شي، قرانکریم ژباړل کیدلی شي او تفسیر یې هم بیانېدلی شي. دلته ډېر د بحث ځای هم نشته.
څه چې د بحث وړ دي، ددغه مادې دا برخه ده چې یوازې عربي د دولت ژبه ده. یعنې دولت له عربي پرته بله ژبه نه کاروي. دولتي ادارې، دولت له خلکو سره، دولت له نورو دولتونو سره یوازې غربي د رسمي او دولتي ژبې په توګه کاروي. رسوالله صلی علیه وسلم په مدینه منوره کې د دولت له تاسیس وروسته فارس، روم او مصر واکمنو ته په عربي ژبه لیکونه ولېږل. که څه هم د لیکونو د ترجمې امکان و، خو رسوالله صلی الله علیه وسلم دا کار ونه کړ او په عربي یې ولېږل، چې دا خپله ښيي عربي د اسلامي دولت ژبه ده. په اسلامي دولت کې ټول مسلمانان ملکف دي چې عربي ژبه زده کړي، ځکه عربي هم د اسلام او هم د دولت ژبه ده. امام شافعي هم ویلي دي، له دې لامله چې عربي د قرانکریم ژبه ده او هر مسلمان د قرانکریم مخاطب دی، نو د عربي ژبې زده کړه فرض ده. دغه راز له دې لامله چې موږ خدای تعالی ته په همدې ژبه عبادت کوو، نو ځکه یې هم زده کړه فرض ده. د رسوالله صلی الله علیه وسلم کار موږ ته واضح کوي چې د عربي کارول شرعي حکم دی، نه وسیله، ځکه رسوالله صلی الله علیه وسلم تر پایه پورې بله ژبه د دولت د ژبې په توګه نه ده کارولې. که څه هم اصحاب کرام یې تشویق کړي چې نورې ژبې زده کړي، له غیر مسلمانانو ورته پیغامونه په نورو ژبو راغلي دي، خو د خپل دولت ټول کارونه یې په عربي ژبه کړې دي.
ددې معنی دا هم نه ده چې له عربي پرته د نورو ژبو کارول جواز نه لري. موږ نورې ژبې د افهام او تفهیم لپاره کارولی شو، اسلام پرې لېږدولی شو او په دې کې هېڅ ستونزه نشته. ځکه رسوالله صلی الله علیه وسلم خپله سریاني او عبري ژبې کارولي دي. له دې لامله عربي د اسلامي دولت رسمي ژبه ده او دا معنی نه لري چې پر نورو ژبو به بندیز وي.
د اسلام دولت رسنۍ به په عربي ژبه خپرونې کوي، خو نور خلک کولی شي له عربي پرته په نورو ژبو هم رسني ولري. یعنې تلویزیونونه او ورځپاڼې هم له عربي پرته په نورو ژبو خپرونې کولی شي.
که د قانون عملي کیږي مسلمانان به پر دې اختلاف نه پیدا کوي چې د کوم قوم ژبه دې په دولت کې وي او د کوم دې نه وي. څوک دې په مورنۍ ژبه د زده کړې حق ولري او څوک دې یې ونه لري. دا ټول به عربي وي او البته د تفاهم لپاره به نورې ژبې کارول کیږي. په دې سره به هم د مسلمانانو د ویشلو لپاره د غرب دسیه شنډه شي، ژبني اختلافات به کم شي او مسلمانان به د یو واحد دولت په توګه عمل کوي.
ځیني کسان فکر کوي چې په دې ډول نورې ژبې له منځه ځي، خو دا هغه فکر دی چې له اوسنیو غربي ارزښتونو سرچینه اخلي. ځکه اسلام یوه ژبه هم له منځه یو نه وړه. خو یوه ژبه د مسلمانانو د وحدت لامل ګرځي. که اسلامي دولت نورې ژبې له منځه وړلای، نو له عربو پرته په نورو سیمو کې د اسلامي دولت سلګونه کلونه واکمنۍ به نورې ژبې په بشپړ ډول له منځه وړې وې، چې داسې ونه شول.
زمری افغان
جرم يوه فطري پديده نه ده چې په انسان کې شتون لري، نه هم اکتسابي شی دی چې انسان يې لاس ته راوړي او نه هم کومه ناروغي ده چې انسان پرې اخته کيږي. بلکې جرم له هغه نظام سره مخالفت دی چې له خپل ځان، خپل رب او نورو خلکو سره د اړيکو په هکله د انسان کړنې تنظيموي. هر انسان غرايز او عضوي حاجات لري او د دغو غرايزو او حاجاتو د اشباع لپاره د عمل تر سره کولو ته اړ دی. نو د غريزې يا حاجت هغه اشباع چې د دغه نظام سره په مطابقت ترسره شي، عمل يې سم دی، خو که له دغه نظام څخه په مخالف ډول اشباع شي، نو د اشباع لپاره ترسره شوی عمل جرم دی.
کله چې جرايم رامنځته کيږي، نو له امله يې د ټولنې امنيت، سلامتيا او د خلکو شخصي منافعو ته صدمه رسيږي. که د جرايمو مخنيوی ونه شي، بشري ژوند له خطر سره مخ کيږي. نو لازمه ده چې د دغو اعمالو په مقابل کې يو لړ مجازات شتون ولري، تر څو تطبيق يې د مجرم او نورو خلکو لپاره د عبرت لامل شي او په دې سره د جرم د تکرار مخه ونيول شي. همدغه نظام ته جزايي نظام ويل کيږي.
د اسلام له نظره هر قبيح (ناوړه) فعل ته جرم ويل کيږي، کېدای شي ځينې وخت دغه عمل د ټولنې نظم ته صدمه ورسوي، ځينې وخت يوازې يو فرد ته صدمه ورسوي او ځينې وخت نه ټولنې ته صدمه رسوي او نه فرد ته. قبيح فعل د الله سبحانه و تعالی د اوامرو او نواهيو نه رعايت کولو ته ويل کيږي. البته د الله سبحانه و تعالی د جازمو اوامرو او نواهيو نه رعايت کول، يعنې د فرضو ترک او د حرامو ارتکاب چې دې کړنو ته معصيت (ګناه) هم ويل کيږي. خو د غير جازمو اوامرو نه رعايت، لکه: د مندوباتو پرېښودل، د مکروهاتو تر سره کول او د مباحاتو کول يا پرېښودل جرم نه بلل کيږي، ځکه دا کارونه معصيت نه دی. دا ځکه، کله چې الله سبحانه و تعالی د دغو کړنو له امله چا ته مجازات نه ورکوي، نو اسلامي دولت ته هم نه ده روا چې د مندوباتو د ترک، مکروهاتو د ارتکاب يا د مباحاتو د ترک يا کولو له امله چا ته جزا ورکړي. څرنګه چې الله سبحانه و تعالی بنده ته په اخرت کې يوازې د فرضو د ترک او حرامو د ارتکاب له امله عذاب ورکوي، نو په دونيا کې هم يوازې د دغو دوو فعلونو د ارتکاب له امله شخص د مجازاتو وړ ګرځي. لنډه دا چې په اسلام کې هرې ګناه ـ د فرضو ترک يا د حرامو ارتکاب ـ ته جرم ويل کيږي، که يې چا ته ضرر ورسيږي او که نه. د بېلګې په ډول د لمانځه د پرېښودو، يا روژې د خوړلو له امله کوم بل فرد او ټولنې ته زيان نه رسيږي، خو سره له دې هم دا کارونه جرايم دي او مرتکبين يې د مجازاتو وړ ګڼل کيږي.
او جزاګانې له هغو زجر ورکوونکو او وېروونکو اسبابو څخه عبارت دي چې د جرم له بيا تکرار څخه د مخنيوي په خاطر پر مجرم باندې تطبيقيږي. په اسلامي شريعت کې د جزاګانو له تطبيق څخه موخه د مجرم اصلاح نه ده، بلکې موخه ورڅخه له يوه اړخه د جرم له تکرار څخه مخنیوی او له بله پلوه له مجرم څخه د اخروي عذاب ساقطول دي.
په اسلام کې د جرم او جزا دواړو ټاکنه د شارع لخوا کيږي، نه د خلکو لخوا. په دې معنی چې په اسلام کې د جرايمو او جزاګانو څلورګوني ډولونه (حدود، جنايات، تعزير، مخالفات) ټول د شارع لخوا ټاکل شوي دي. په دې توګه چې د حدودو او جناياتو ټول ډولونه جرايم شرعي نصوصو تعريف کړي دي او ځانګړنې، مشخصات او شرايط يې هم بيان کړي دي. خو د تعزير او مخالفاتو د جرايمو او د هغو لپاره د جزاګانو ټاکنه حاکم (خليفه يا د هغه نائب) ته پرېښودل شوې ده. داسې نه شو ويلای چې په اسلام کې هم ځينې جرايم لکه تعزير او مخالفات شارع نه دي ټاکلي، بلکې د بنده ګانو لخوا ټاکل کيږي. پرته له شکه چې دغه دواړه ډوله جرمونه او جزاګانې د شارع لخوا ټاکل شوي، خو د جرم او جزا د نوعيت او څومره والي د ټاکلو صلاحيت يې حاکم ته سپارلی چې د جرمي عمل د قبيح والي د درجې او د مجرم د حالاتو او شخصيت په پام کې نيولو سره ورته هغه اندازه جزا وټاکي چې د زجر لپاره بسنه کوي. او دغه چاره پخپله يو شرعي حکم او د حاکم شرعي مکلفيت دی. دغه راز حاکم واک نه لري چې هر عمل چې د ده د خوښې خلاف وي د تعزير يا مخالفاتو په ټولګه کې يې راولي او له امله يې خلک مجازات کړي، بلکې شريعت د تعزير او مخالفاتو په برخه کې ځينې عمومي قواعد وضع کړي دي چې حاکم يې د جرم او جزا د ټاکنې په برخه کې محدود کړی او نه شي کولای چې د مباح عمل له امله څوک مجازات کړي.
خو په مروجو وضعي جزايي نظامونو کې جرم هر هغه عمل ته ويل کيږي چې جزايي قوانينو د جرم په حيث پېژندلی وي او په مقابل کې يې ورته مشخصه جزا تعين کړي وي او حتمي ده چې جرم بايد داسې عمل وي چې ټولنې ته يې زيان ورسيږي. له پورته تعريف څخه څرګنديږي چې که چېرې يو عمل ته په جزايي قوانينو کې جرم نه وي ويل شوی او مقابل کې ورته مشخصه جزا نه وي تعين شوي، جرم نه دی؛ که څه هم دغه عمل ډېر ناوړه وي او د ټولنې نظم له ګواښ سره مخ کوي. دغه راز که يو ناوړه عمل ټولنې ته زيان ونه رسوي او يواځې يو فرد ته يې زيان ورسيږي، جرم نه بلل کيږي، بلکې يو اداري يا مدني تخلف ورته ويل کيږي چې له امله يې شخص د مجازاتو وړ نه ګرځي.
او جزا بيا هغه ټولنيز غبرګون ته ويل کيږي د ټولنې د زيانمن شوي نظم د بېرته اعادې په خاطر، پر مجرم شخص باندې د هغه د اصلاح په خاطر پلی کيږي. که پورته تعريف ته زير شو، له يوه اړخه وينو چې هغه زيان چې ټولنې ته رسېدلی، د هغه بېرته اعاده او جبران ناشونی دی او دغه تعريف يواځې يو منطقي رنګ لري. له بله پلوه هيڅ ډول جزا نه شي کولای چې مجرمين اشخاص اصلاح کړي، بلکې دا ثابته خبره ده چې د اشخاصو اصلاح يواځې او يواځې د فکري روزنې له لارې شونې ده، نه د مجازاتو په واسطه. مجازات له خلکو څخه صالح اشخاص نه جوړوي چې له جرايمو يې نفرت پيدا شي او پخپله خوښه ترې ډډه وکړي. بلکې په حقيقت کې جزا په دې خاطر تطبيق کيږي چې مجرم ته ټکان ورکړي او ويې وېروي، تر څو په راتلونکې کې د جرم ارتکاب ته مخه نه کړي، که څه هم خوښېږي يې.
د اسلام د جزايي نظام او مروجو جزايي نظامونو عمده توپېرونه
اوسني جزايي سيستمونه له حاکمې پانګوالي ايډيولوژۍ څخه اغېزمن دي. په پانګوالي نظامونو کې د چارو واګي د محدودو پانګوالو په لاس کې وي. دوی هر هغه څه تشريع کوي چې د دوی ګټه پکې وي، که څه هم دغه چاره بشري ټولنه له سترو ناخوالو سره مخ کړي. په جزايي برخه کې هم دوی هغه کړنې د جرايمو په توګه نه تقنينوي چې د بنديدو له امله يې د دوی ګټي په خطر کې لويږي، بلکې ډېرو هغو ناوړه کارونو ته جواز ورکوي چې دوی پکې خپلې ګټې ويني. لکه سود، قمار، شراب څښل، د غير صحي موادو توليد، د انساني غړو پېر او پلور... له بله پلوه دغه قوانين د دوی د ايډيولوژيک اصل ـ انسان ازاد دی ـ څخه په اغېز جوړيږي چې په دې برخه کې هيڅ ډول ديني، معنوي او ان فطري معيارونه په نظر کې نه نيول کيږي. په پايله کې يې ډېرو هغو ناوړو اعمالو ته جواز ورکوي چې د بشري ټولنې لپاره زهر او د بشر له فطرت سره په ټکر کې دي. لکه د همجنسو ودونه، زنا، بربنډ ګرځېدل... دغه راز نوموړي جزايي سيستمونه څرنګه چې د وخت د شرايطو او انساني خواهشاتو مطابق جوړيږي، نو هميش بې ثباته او د بدلون په حال کې وي. په نوموړې ايډلوژۍ کې د ازادي ګانو د شتون له امله ورځ تر بلې د انسانانو خواهشات او شهوتونه زياتيږي، نو د جرايمو شمېر هم ورسره د دې پر ځای چې زيات شي، راکميږي؛ د بېلګې په توګه څو کاله مخکې په غرب کې زنا جرمي عمل و، خو اوس مشروع عمل دی، د لباس اغوستلو په اړه محدوديتونه موجود و، خو اوس هيڅ محدوديت نه شته، همجسبازي جرمي عمل و، خو اوس نه يوازې همجنسبازي، بلکې د همجنسبازاتو تر منځ ودونه هم مشروع دي.
خو د اسلام جزايي نظام الهي احکام دي چې په تطبيق سره يې نه يواځې دا چې د ټولنې د نا امنۍ ناخوالي راکميږي، بلکې په دې کار سره د الله سبحانه و تعالی رضا لاس ته راوړل کيږي او د دونيوي ارامۍ تر څنګ خلکو ته اخروي سعادت هم ورپه برخه کوي. په عملي او واقعي لحاظ هم د اسلام جزايي نظام يو بشپړ نظام دی، له هر ډول نيمګړتيا او کمزورۍ څخه پاک دی، هيڅ ډول تغير او تبديل پکې نه راځي، اساسات يې د حالاتو او شرايطو په بدلون سره بدلون نه مومي. هغو اعمالو ته د جرمي اعمالو په سترګه ګوري چې په ريښتيني ډول ناوړه وي او الله سبحانه و تعالی ناوړه بللي وي. په دې نظام کې د شتمن او غريب، حاکم او رعيت تر منځ توپېر نه شته، جرايم يې د ټولو خلکو لپاره جرايم دي او هر مرتکب يې که څه هم خليفه وي، په خپله ټاکلې جزا محکوميږي، هيچا ته ځانګړی امتياز، مصونيت او معافيت نه ورکول کیږي. د اسلام د جزايي نظام او حاکمو جزايي نظامونو تر منځ عمده توپېرونه په لاندې ډول دي:
۱: د جزايي نظام وضع د هدف له مخې: په مروجو جزايي نظامونو کې د جزايي نظام يا حقوق جزا اساسي هدف دای چې هيڅ مجرم بايد بې مجازاتو پاتې نه شي او هيڅ بې ګناه شخص ته بايد جزا ورنه کړل شي. دا چاره له يوه اړخه په عملي او واقعي ډګر کې ناممکنه ده او له بله طرفه د جرم د حتمي اثبات لپاره ډېری بې ګناه خلک په توقيف کې ساتل کيږي او شکنجه کيږي.
خو په اسلام کې د جزايي نظام هدف دا نه دی چې هر مجرم ته دې جزا ورکړل شي او هيڅ بې ګناه شخص دې مجازات نه شي، بلکې کېدای شي ځينې وختونه ځينې مجرمين بې مجازاتو پاتې شي، ځکه چې د مدعي له بينې پرته دولت د جرايمو د اثبات لپاره تجسس نه کوي او کيدای شي ځينې وخت د درواغو د شهادت له امله ځينې بې ګناه خلک مجازات شي. بلکې په اسلام کې د جزايي نظام له تشريع څخه اساسي موخه د جرايمو له ارتکاب څخه د خلکو وېرول او په معنوي لحاظ د هغوی سمول دي.
۲: د جرم د تعريف له مخې: په اوسنيو جزايي سيستمونو کې جرم د جزايي قوانينو خلاف د يو عمل کولو يا نه کولو ته ويل کيږي چې په مقابل کې ورته مجازات تعين شوي وي، خو په دې شرط چې دغه عمل به ټولنې ته زيان رسوي، خو که کوم عمل د ټولنې نظم ته زیان ونه رسوي، که څه هم فرد ترې متضرر شي، جرم نه بلل کيږي. څرنګه چې جزايي قوانين د بنده ګانو لخوا جوړيږي، نو ټولو جرايمو ته پکې ځای ورکول ناشونې دي، همدا لامل دی چې ډېری ناوړه اعمال چې په جزايي قانون کې د جرم په حيث نه وي پېژندل شوی، ترسره کول يې مباح ګڼل کيږي، که څه هم ټولنې ته يې زیان رسیږي او هغه اعمال چې ټولنې ته يې زيان نه رسيږي او يواځې فرد ته يې زيان رسيږي، هغه خو اصلا جرم نه ګڼل کیږي.
خو په اسلام کې هر قبيح (ناوړه) فعل ته جرم ويل کيږي، کېدای شي ځينې وخت دغه عمل د ټولنې نظم ته صدمه ورسوي، ځينې وخت يوازې يو فرد ته زيان ورسوي او ځينې وخت نه ټولنې ته زيان رسوي او نه فرد ته. او قبيح کړنې هغه کړنې دي چې الله سبحانه و تعالی ناوړه بللي وي چې عبارت دي له: د واجبو ترک او د حرامو ترسره کول.
۳: د جزا د تعريف او هدف له مخې: په مروجو جزايي نظامونو کې جزا يا ټولنيز غبرګون هغو مؤيداتو ته ويل کيږي چې د ټولنې د مختل شوي نظم په مقابل کې پر مجرم شخص باندې د هغه د اصلاح په موخه تطبيقيږي. نو د جزا له تطبيق څخه موخه د مجرم شخص اصلاح او د ټولنې د مختل شوي نظم اعاده ده. لومړی دا چې که د مجرم د اصلاح په موخه پر هغه باندې په داسې روزنيزو او اصلاحي مرکزونو کې جزا تطبيق شي چې د ژوند ټولې اسانتياوې پکې موجودې وي، دا چاره په عملي لحاظ د مجرم د اصلاح نه، بلکې د مجرم د ډاډه کېدو لامل کيږي. ځکه، که هغه ته د کور په نسبت محبس ډېر ارام وي، نو روښانه ده چې په راتلوکې کې بيا د جرايمو له ارتکاب او جزا له زغملو څخه نه وېريږي. له بله طرفه پر مجرم باندې د جزا د تطبيق په پايله کې هيڅکله د ټولنې مختل شوی نظم بېرته نه اعاده کيږي او په دې کار سره دغه جبران يوه منطقي او غير واقعي خبره ده.
مګر د اسلام له نظره جزاګانې له هغو زجر ورکوونکو او وېروونکو اسبابو څخه عبارت دي چې د جرم له بيا تکرار څخه د مخنيوي په خاطر پر مجرم باندې تطبيقيږي. نو په اسلام کې د جزا له تطبيق څخه موخه نه د مجرم اصلاح او نه د ټولنې د مختل شوي نظم اعاده ده، بلکې اساسي موخه يې دوه شيان دي. لومړی: د جرم له تکرار څخه پخپله د مجرم او نورو خلکو وېرول. له همدې امله پر خلکو باندې زجر ورکوونکې جزاګانې تطبيقيږي، نه داسې چې هغه ته د جزا د تطبيق له ځای څخه ښوونځی جوړ کړي. دوهم: بله موخه يې دا ده چې پر مجرم باندې د دولت لخوا د جزا په تطبيق سره له هغه څخه اخروي عذاب ساقط شي. همدا لامل دی چې په اسلامي ټولنه کې ډېری مجرمين پخپله قاضي ته راځي او د خپل جرم په بدل کې ورڅخه پر هغه د جزا د تطبيق غوښتنه کوي، تر څو پاک شي.
۴: د شاملوالي له مخې: که څه هم په سطحي فکر سره داسې ښکاري چې اوسني جزايي نظامونه د اسلامي جزايي نظام په نسبت شماملتر دي، ځکه په اوسنيو جزايي سيستمونو کې په پوره جزياتو سره ټول جرايم او د هغو جزاګانې تبني شوي دي او په جزايي کوډونو کې تدوين شوي دي؛ مګر په اسلام کې ټول جرايم په جزياتو سره نه دي بيان شوي، بلکې د يو کم شمېر جرايمو لپاره جزاګانې وضع شوي دي او د نورو جرايمو لپاره کلي قواعد وضع شوي دي او جزيات يې نه دي روښانه شوي چې کوم اعمال جرایم دي او مقابل کې يې څومره جزا ده.
خو که ژور وګورو، نو خبره د دې برعکس ده. ځکه، څرنګه چې د وسايلو، امکاناتو او انسانانو د غوښتنو او تمايلاتو په نوښت او زياتېدو سره جرمي پېښې زياتيږي، نو که چېرې په جزي ډول هر جرم تعريف او جزا ورته وټاکل شي، ناشونې ده چې ټولو جرمي پېښو ته دې رسيده ګي وشي، په ځانګړې ډول هغه پېښې چې د قانون له تدوين څخه وروسته رامنځته کيږي، ځکه چې بشر په خپل کمزوري عقل سره نه شي کولی چې راتلونکې پېښې پيشبيني کړي، نو ډېر داسې اعمال چې د ټولنې سلامتيا ګواښي او ناوړه وي، خو دا چې په قانون کې د جرم په حيث نه وي پېژندل شوي مشروع ګڼل کيږي چې له امله يې افراد او ټولنه له ناخوالو سره مخ کيږي. خو کلي قواعد کولی شي چې هر ډول نوې پېښې په خپله لمن کې راونغاړي او د پېښې د نوعيت او مرتکب شخص له وضعيت سره سمه جزا ورته وټاکل شي.
۵: د ثبات او استقرار له مخې: بشري جزايي قوانين څرنګه چې د بشر لخوا جوړيږي، نو طبيعي ده چې د حالاتو او شرايطو په نظر کې نيولو سره جوړيږي. همدا لامل دی چې د حالاتو او شرايطو په بدلون سره بدلون مومي او شونې ده چې په يوه لسيزه کې دوه يا درې وار تعديل شي.
خو د اسلام جزايي احکام د نزول له ورځې څخه د قيامت تر ورځې پورې بدلون نه کوي او همېش ثابت دي.
۶: د قضايي پروسيجر او اثبات د وسايلو له مخې: په اوسنيو جزايي سيستمونو کې د قضايي بهير لپاره يو اوږد او مغلق پروسيجر ټاکل شوی، لکه د پوليسو مرحله، د څارنوالي مرحه او د درې ګونو محاکمو مراحل. دا اوږد او مغلق بهير له يوه طرفه ډېری بې ګناه خلک اوږده موده په توقيف او شکنجو کې ساتي او له بله پلوه د صلاحيت لرونکو ارګانونو د ډېروالي له امله اداري فساد ته لار اواروي. دغه راز د جرم د اثبات واک له مدعي پرته نورو خلکو ته ورکول کيږي چې دا چاره په قضايي برخه کې د اداري فساد اساسي سرچينه ګڼل کيږي.
خو په اسلام کې د قضايي بهير لپاره دومره اوږده مراحل نه شته چې له امله يې بې ګناه خلک اوږده موده په توقيف کې وساتل شي او يا شکنجه شي. دغه راز د جرم د اثبات واک قاضي او نورو دولتي چارواکو ته نه دی ورکول شوی چې د فساد لامل شي، بلکې دغه واک پخپله مدعي شخص ته ورکول شوی دی.
۷: د جرم په حيث د ځينو اعمالو د نه پېژندلو له مخې: په اوسنيو جزايي نظامونو کې چې کله جزايي قوانين تدوين کيږي، د پانګوالي ايډيولوژۍ څلور اساسي ازادي ګانې پکې په پام کې نېول کيږي. همدا لامل دی چې ډېری ناوړه اعمال چې د ټولنې سلامتيا ګواښي د جرايمو په توګه نه پېژندل کيږي. د بېلګې په ډول د شخصي ازادۍ په نظر کې نيولو له امله زنا، لواط، د همجنسو ودونه، لوڅ ګرځېدل... د جرايمو په توګه نه پېژندل کيږي. د ملکيت د ازادۍ په نظرکې نېولو له امله سود، قمار، غش، احتکار، اکتناذ... د جرايمو په توګه نه پېژندل کيږي. د بيان د ازادۍ له مخې د خلکو سپکاوی، تور پورې کول او د شخصيت تحقير او تذميم جرايم نه ګڼل کيږي. دغه راز د عقيدې د ازادۍ په نظرکې نيولو له امله اديانو ته سپکاوی، پر اديانو ملنډې وهل او بې دينه کېدل جرايم نه بلل کيږي.
خو په اسلام کې نه هم د جرايمو د ټاکلو چاره بشر ته پرېښودل شوې او نه يې د شارع لخوا په وضع کې کومه ازادي په نظر کې نيول شوې ده. بلکې هر قبيح فعل چې شارع قبيح بلل وي جرم بلل کيږي.
۸: اخلاقي سرغړونې د جرايمو په حيث نه پېژندلو له مخې:
په مروجو جزايي نظامونو کې له اخلاقي اصولو او حدودو څخه سرغړونې جرمي اعمال نه بلل کيږي او خلک ازاد پرېښودل شوي چې اخلاقي پرنسيپونه رعايتوي او که ماتوي يې. ځکه نو بې حيايي کول، درواغ ويل، د مور او پلار نافرماني او بې احترامي کول او نورې اخلاقي سرغړونې جرايم نه بلل کيږي او له امله يې چا ته جزا نه ورکول کيږي.
خو دا چې په اسلام کې هر قبيح فعل (د فرضو ترک او د حرامو ارتکاب) جرم دی او ډېری قبيح اعمال داسې دي چې د خلکو په شخصيتونو او چلندونو پورې اړه لري، يا د هغه د اخلاقو په ښه والي او بدوالي پورې اړه لري. لکه د درواغو ويل، بې حيايي او د مور او پلار بې نافرماني، د خلکو بې احترامي او نور. نو څرنګه چې دغه کارونه حرام دي، نو د جرايمو په حيث پېژندل شوي او له امله يې خلک مجازات کيږي.
۹: د قضايي معافيتونو او مصونيتونو له مخې: په اوسنيو جزايي نظامونو کې ځيني وخت د تقنين په وخت کې او ځيني وختونه د تطبيق په وخت کې ځيني اشخاصو ته قضايي معافيت او يا هم قضايي مصونيتونه ورکول کيږي، لکه ولسمشر، د کابيني غړي، د پارلمان غړي، د سترې محکمې غړي...
خو په اسلامي نظام کې هيڅوک نه قضايي معافيت لري او نه قضايي مصونيت. هر څوک ـ که څه هم خليفه وي ـ چې د جرمي عمل مرتکب وګرځي اړونده جزا پرې تطبقيږي.
احمد یما افغان