پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان د چارواکو وعدې هغه سراب دى، چې تږي ته اوبه ښکاري

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ]  (النور: ۵۵)

عام خطاب

قُلْ تَرَبَّصُوا فَإِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُتَرَبِّصِينَ

ووايه! تاسو (د خپلو خامو چورتونو او ګومانونو) منتظر اوسئ او زه هم (د خپل نېک او ستاسو د بد برخليک) په انتظار يم.

د اسلامي هېوادونو د جمهوري رياستونو کانديدان، د کافر او ښکېلاکګر غرب مزدور چارواکي دي او په هره ټاکنيزه دوره کې خلکو ته د بدلون وعدې ورکوي، حال دا چې د دغه چارواکو او کانديدانو وعدې بشپړې دروغ دي، د اسلامي خاورو د چارواکو دنده پرته له فتنې، خيانت، فساد او ښکېلاک څخه بل څه نه دي.

أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلاَمُهُم بِهَذَا أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ

آيا د دوى عقلونه دوى ته په دغو ( متناقضو خبرو) دستور ورکوي؟ يا داچې اصلا دوى تيري کوونکي او طاغي کسان دي.

آيا موږ او تاسې په تېرو اوو کلونو کې په افغانستان کې د کوم بدلون ليدونکي يو؟! آيا په خپل ګاونډي هېواد پاکستان کې مو د ٥٠ کلونو په اوږدو کې د اسلام له مخې کوم مثبت بدلون ليدلى؟! موټى د خروار نمونه ده، د نورو اسلامي هېوادونو برخليک هم همدا ډول دى. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

"لكل غادر لواء يوم القيامة يرفع له بقدر غدره، ألا ولا غادر أعظم غدرا من أمير عامة."

د هر خاين لپاره به د قيامت په ورځ يو بيرغ وي، چې د هغه د خيانت په اندازه به لوړ وي، خبر اوسئ چې ترټولو لوى خيانت به د خلکو د امير وي.

آيا د افغانستان چارواکي د هېواد په تېر استعماري تاريخ کې تر ننه او يا وروسته له دې په دې توانيږي چې د خپلو کارکوونکو تنخواه له حلالو يا افغاني سرچينو څخه تامين کړي؟ آيا کولاى شي پرته له کوم قيد او شرط څخه خپلو امنيتي ادارو ته وسله و مومي؟ آيا کولاى شي د خپلو حرامو ټاکنو لګښت له افغاني سرچينو څخه ترلاسه او پوره کړي؟ آيا د دوى د دغه ټاکنيزو مبارزو لګښتونه خپل وو؟ او آيا کولاى شي د کوم بدلون وعدې چې ولس ته ورکوي د استعمار له ملاتړ پرته را منځ ته کړي؟ او همداراز ډېر شمېر نورې پوښتنې.

حزب التحرير جادويي وړاندوينې نه کوي، بلکې په افغانستان کې د سياست د عملي واقعيت په درک کولو سره او د هغو منظمه او ژوره اړيکه موندنه له شرعي احکامو سره هغه لاره چاره ده، چې مسلمانو سياستمدارانو ته د دې بصيرت ورکوي ترڅو د اسلامي امت واقعيت دقيق درک کړي او شرعي د حل لارې ورته وړانديز کړي.
اې رنځېدلو او هردم شهيدو مسلمانانو! 

لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وکړئ:

هر ډول بدلون چې د اسلام د مقدس دين له مخې نه وي ستاسو ستونزې لا پسې ډيروي، بدلون بايد له اسلام سره سم منځ ته راشي. الله سبحانه و تعالى فرمايي: َفلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا يعنې: ستا په پروردګار قسم چې دوى نه مؤمنان کيږي تر هغه چې تا په هغه څه کې حَکَم نه کړي، په کوم کې چې يو له بل سره منازعه لري او وروسته له هغې چې په هغه کې فيصله وکړې د دوى ترمنځ هېڅ ستونزه پاتې نشي او ښه منقاد او تسليم شي.

د اسلام د مبارک دين له مخې بدلون د ښکېلاکګرو کفارو تر ملاتړ لاندې نشي راتلاى. الله جل جلاله فرمايي: وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ. يعنې: يهود او نصارا هېڅکله له تا څخه نه راضي کيږي، مګر هغه مهال چې ته د دوى د دين او ملت پيروي وکړې، ووايه! ريښتينى هدايت يوازې د الله سبحانه و تعالى هدايت دى، او که ته وروسته له هغه علم څخه چې پر تا نازل شوى دى، بيا هم د دوى له هوسونو او غوښتنو پيروي وکړې، د خداى جل جلاله په وړاندې به بيا ملاتړ او مرستندوى و نه مومې.

د اسلام له مخې بدلون بايد په شرعي طريقه، حلالو وسايلو او امکاناتو سره رامنځ ته شي، نه له دې سره په مخالفه طريقه. د سود، احتکار، ښکېلاکګرو کفارو او يا هم د چور او چپاول په پيسو نشي کيداى له اسلام سره سم بدلون راوستل شي. له کفري هېوادونو څخه د مرستې اخيستل مطلقا حرام شوي دي، په دې دليل چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له دغه ناوړه عمل څخه منعه کړې ده او فرمايلي يې دي: لا تستضيئوا بنار المشرکین (د مشرکينو په رڼايۍ سره ځان ته روښنايي مه کوئ). او همداراز فرمايي: إنا لانستعین بمشرک، ( موږ له مشرک څخه مرسته نه غواړو)، همدا اوس د ټولو اسلامي خاورو په ځانګړې توګه د افغانستان چارواکي دا مطلق حرام عمل ترسره او دوام ورکوي او هغه کفار چې رسول صلى الله عليه وسلم ورڅخه مرسته اخيستې، ټول هغه افراد وو چې د اسلام تر بيرغ لاندې يې جګړه او مرسته کړې ده او هېڅکله يې له کفري نظامونو څخه مرسته نه ده اخيستې، په داسې حال کې چې اوس مسئله سرچپه ده.

د اسلام مبارک دين د تجزيې او وېش وړ نه دى، بايد په انقلابي ډول تطبيق او پلى شي. الله سبحانه و تعالى فرمايي: أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ٨٥ يعنې: آيا تاسې د كتاب په يوه برخه باندې  ايمان راوړئ او له بلې برخې څخه انكار كوئ؟ نو د دا ډول چارو د سرته رسوونكو جزا بل څه نه ده، مګر د دنيا په ژوند كې زيان او په آخرت كې به هم سخت دردوونكي عذاب ته وړاندې كيږي او الله جل جلاله ستاسو له كړنو څخه غافل نه دى.

هېڅوک نشي کولاى په خپله خوښه شرعي احکامو ته بدلون ورکړي او هغه له وخت او ځاى سره سم برابر کړي الله پاک فرمايي: وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً مُّبِينًا : يعنې: هېڅ مسلمان نر او ښځې ته نه ښايي، كله چې الله جل جلاله او د هغه رسول د يو څه په اړه پرېكړه وكړي، په هغه كې دوى نظر او اختيار ولري، هغه څوك چې د الله او د هغه د رسول له دستور څخه سرغړونه كوي له نېغې لارې څخه په ښکاره ګمراهۍ ليرې شوى دى.
د ټولو اسلامي خاورو او ناورين ځپلو اسلامي هېوادونو لکه فلسطين، کشمير، وزيرستان، شرقي ترکستان، چيچينيا، سودان، سوماليا، عراق او په ځانګړې توګه افغانستان لپاره بدلون جذري (ريښه يي) حل غواړي، چې هغه د اسلامي دولت (خلافت) پرته نشي راتلاى.

د اسلام د مبارک دين پيغام نړيوال دى، د ټول بشريت لپاره دى، محدوده او ځانګړې ځمکه نه مني، له همدې امله اسلام د ټولو نړيوالو لپاره حل لارې وړاندې کوي، په ټولو دينونو، ايډيولوژيو او افکارو باندې غالب او برلاسى کيږي، پر همدې بنسټ مسلمانانو ته هم ښايي چې د ټول اسلامي امت لپاره فکر وکړي، نه د محدودې او جاهليت د دورې وطن پالنې او قوميت پالنې د افکارو پر بنسټ. الله متعال فرمايي: هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ.يعنې: هغه ذات دى چې خپل رسول يې له حق دين او هدايت سره راواستاوه، ترڅو خپل دين پر ټولو نورو اديانو باندې برلاسى کړي، اګر که مشرکان پرې خفه او ناخوښه کيږي.

ډيموکراسي کفري پديده ده، د عيسى عليه السلام له ميلاد څخه ٤ پېړۍ پخوا په يونان کې منځ ته راغلې، که د الله متعال د منلو وړ نظام واى په اومه ميلادي پېړۍ کې به يې د اسلام په دين کې ځاى پرځاى کړې وه، اما دا کار يې و نه کړ، پس نن ورځ هغه کسان چې وايي ډيموکراسي له اسلام څخه ده او يا تر ټولو غوره ډيموکراسي په اسلام کې ده، هغوى لار ورکي شوي دي، ډيموکراسي، ډيموکراتيکې ټاکنې، ډيموکراتيکې آزادۍ، آزاد بازار، د بشر حقونه، مدني ټولنه، د تروريزم په وړاندې جګړه، د کفارو له افکارو او اعمالو څخه دي، چې په اسلامي امت باندې د مزدورو چارواکو له خوا تحميليږي. الله سبحانه و تعالى د هغوى په اړه فرمايي: 

[وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ ٣٩ أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ ٤٠]
(سوره: النور)
كوم  كسان چې كافر شول د هغو د عملونو مثال داسې دى لكه په وچه دښته كښې سراب (شګې ګل) چې تږي پرې د اوبوګومان كړى وي، خو كله چې ورغى نو هيڅ يې ونه موندل بلكې هلته يې الله موجود ومونده چې هغه ته يې د هغه پوره بشپړ حساب (عذاب) وركړ او الله سبحانه و تعالى په حساب کولو کې بيړنى دى. يا خو د هغې د اعمالو مثال داسې دى لكه په يوه ژور سمندر كښې تياره، چې د پاسه يې يوه څپه خوره شوې وي، د هغې د پاسه يوه بله څپه وي او د هغې د پاسه تياره ورېځ وي، پر تياره د پاسه تياره مسلطه وي. كه (د سمندر مسافر) انسان خپل لاس و باسي نو هغه هم ونه  شي ليدلى. چا ته چې الله نور نه بښي د هغه لپاره بيا هېڅ رڼايي نشته.

اې د افغانستان سرلوړي او مسلمان ولسه!

پس د هغه لسګونو کميسيونونو کومه پايله په ياد لرئ کوم چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د صليبيانو په لاس د شهيدانو او ځينو وژونکو پېښو په اړه په کار ګومارل شوي وو؟ فقر او بېکاري کمه شوې او که ورځ په ورځ زياته شوې ده؟ آيا نوې فتنې لکه: سود، احتکار، فحشا، ايډز او نورې نامشروع سرګرمۍ نه دي منځ ته راغلې؟ آيا دغه تش په نامه اسلامي جمهوريت د دا ډول کړنو په وړاندې کوم شرعي عکس العمل څرګند کړى؟ راځئ د جذري (ريښه يي)، اسلامي او په شرعي طريقه، د حلالو امکاناتو او وسايلو په واسطه د بدلون لپاره کار او زيار وباسو! له جاهلي او نا مشروع قوم پالنو او وطن پالنو څخه لاس واخلو او يو واحد اسلامي امت شو! ترڅو الله پاک د دواړو دنياوو نېکمرغي زموږ په برخه کړي، مومنان شو، نه منافقان او د کفارو دوستان! الله پاک فرمايي: 

[يَوْمَ تَرَى الْمُؤمِنِينَ وَالْمُؤمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِم بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ١٢ يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُم بِسُورٍ لَّهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَة وَظَاهِرُهُ مِن قِبَلِهِ الْعَذَابُ ١٣ يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ قَالُوا بَلَى وَلَكِنَّكُمْ فَتَنتُمْ أَنفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الأَمَانِيُّ حَتَّى جَاء أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ ١٤ فَالْيَوْمَ لاَ يُؤخَذُ مِنكُمْ فِدْيَة وَلاَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مَأْوَاكُمُ النَّارُ هِيَ مَوْلاَكُمْ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ١٥]    (الحدید)

په هغه ورځ چې ته به موْمنان نارينه او موْمنانې ښځې ووينې چې د هغو نور به د هغو په وړاندې او د هغو ښي خوا ته ځلېدونكې وي هغوته به وويل شي چې نن زيرى دى ستاسې لپاره، جنتونه به وى چې تر هغو لاندې به ويالې بهيدونكې وي چې هغوى به پكښې تل ترتله اوسېږي. همدغه دى ستر برياليتوب. په هغه ورځ به د منافقو نارينه و او ښځو حال دا وي چې موْمنانو ته به ووايي، لږ زموږ خوا ته وګورئ ترڅو چې مونږ ستاسې له نور نه څه استفاده وكړو،  خو هغو ته به وويل شي شا ته واوړئ، خپل نور بل چېرته ولټوئ. بيا به د هغو تر مينځ يو ديوال حايل كړاى شي، چې په هغه كښې به يوه دروازه وي، په هغې دروازه  كښې د ننه به رحمت وي او د باندې عذاب. هغوى به موْمنانو ته نارې كړي، وبه وايي ايا مونږ له تاسې سره نه وو؟ مومنان به ځواب وركړي: هو، خو تاسې خپل ځان پخپله په فتنه كښې واچاوه، د موقع پرستۍ  په شك كښې وغورځېدلئ او درواغجنو هيلو تاسې وغولولئ، تر دې پورې چې د الله پاک فيصله راغله او تر وروستي وخت پورې  هغه غټ غولوونكي تاسې د الله پاک په باب وغولولئ، نو نن به نه له تاسې نه څه فديه قبوله كړاى شي او نه  له هغو كسانو نه چې هغوى ښكاره څرګند كافر شوي وو. ستاسې هستوګنځى دوزخ دى، همغه ستاسې کار جوړوونکى، بد برخليک او دا ډېر ناوړه عاقبت دى. 

حزب التحرير- افغانستان

۱۳۴۰، د ذالقعدې ۱۶مه

۲۰۰۹/۰۴/۱۱

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې