چهارشنبه, ۰۳ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

که ټول غربي حکومتونه او په اسلامي نړۍ کې يې اجنټان هم پر حزب التحریر بندیز ولګوي؛ حزب التحریر به که خدای کول خلافت بیا تاسيسوي او غربي نړیوال نظام به له منځه وړي

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د پاکستان تر ټولو مشهورې انګلیسي ژبې ورځپاڼې، ډان (Dawn) تر «بريتانیا پر حزب التحریر د یوې ترهګرې ډلې په توګه بنديز ولګاوه» سرلیک لاندې په بریتانیا کې پر حزب التحریر د بندیز لګولو خبر ورکړی. دغه خبر په ټولنیزو رسنیو او بانفوذه حلقو کې بحثونه راوپارول. حزب التحریرـ ولایه پاکستان په پاکستان کې د واک او نفوذ خاوندانو ته لاندې ټکي وړاندې کوي چې غور پرې وکړي:

۱. بريتانیا چې د ډیموکراسۍ "مور" او د "لیبرال آزادیو" زانګو ده، پر نړیوال اسلامي سیاسي حزب، حزب التحریر بنديز ولګاوه. په دې توګه یې د بیان ازادۍ په اړه خپلې ټولې ادعاوې خاورو ته وسپارلې. دا پریکړه غربي روڼ اندو او سیاسي ناظرينو ته یو ټکان و. حزب التحریر له څه باندې اویا کلونو راهیسې په خپله نا‌وسله‌واله، فکري او سیاسي مبارزه مشهور دی. د نړۍ تر ټولو مشهورو فکري بنسټونو، حکومتونو، د بشري حقونو سازمانونو، محکمو او رسنیو سلګونو ځله د دغه حقیقت شاهدي ورکړې. ان د برتانیې د حکومت څو څېړنې همدا وایي. دا بندیز حقوقي بنسټ نه لري او نه د روښانه اخلاقي توجهاتو په بڼه لګېدلی؛ بلکې د بریتانوي سیاستوالو فرېب او حیله ده چې سیاسي انګېزه لري.

۲. دغه بندیز په ډاګه کړه چې حزب التحریر غربي تمدن دې ته اړ کړی چې په فکري او سیاسي ډګر کې ماتې ومني. دغه راز یې وښوده چې د بیان ازادي یوازې هغه وخت د منلو وړ ده چې مسلمانان د غرب ظالم نړیوال نظم ونه ننګوي. دا د غربي تمدن د فکري برترۍ د ماتې اعلان هم دی. مخکې یې د ټولو نورو ایډیالوژیو احزابو ته د بیان ازادي ورکوله؛ که هغه کمونېست وو او که سوسشیلېست؛ ځکه دوی باور درلود چې غربي تمدن، د خپلې "برترۍ" له امله نورې ټولې ایډیالوژۍ شاته کولی شي. دوی باور درلود چې غربي تمدن به ټول اړخونه فکري ماتې او تسلیمۍ ته اړ کړي. خو برتانیې د اسلام د رښتینو، ځواکمنو او د منلو وړ افکارو پر وړاندې له بندیز، سانسور او جبر پرته بله لار نه لیده. په هر حال، بریتانیا –چې د عربو او ترکي همکارانو په مرسته یې د ۱۳۴۲هـ.ق کال په رجب/د ۱۹۲۴م کال په مارچ کې د خلافت د سقوط لپار کار وکړ- به ډېر ژر د خلافت بیا تاسیس وويني او د دغې کرکې ځواب به یې ورکړل شي.

۳. حزب التحریر دا یو ویاړ ګڼي چې د فلسطین د سپېڅلې خاورې لپاره د ځواکونو د بسيج غوښتنه کوي. هیڅ محدودیت یا بندیز د دوی د اسلامي مکلفیت په لاره کې نه شي خنډ کېدی. حزب التحریر به په همغه شدت خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. پر حزب د جان باګوت ګلوب (John Bagot Glubb) لخوا لومړی بندیز هم انګلستان لګولی و. برتانوي ډګر جنرال، جان باګوت ګلوب (گلوب پاشا)، چې د اردون د پوځ لوی درستیز و، په اردن کې يې د حزب التحریر پر فعالیتونو د بنديز ډاډ ورکړ. خو په اسلامي نړۍ کې د غرب د اجنټانو له لوري پر حزب له دغو بندیزونو سره سره حزب التحریر تر څلویښتو زیاتو اسلامي خاورو ته ورسېد او په اسلامي نړۍ کې تر ټولو لوی سیاسي حزب دی. حزب التحریر د غزې او فلسطین د ملاتړ لپاره د پاکستان، ترکیې، اردن او مصر په ګډون د مسلمانو وسله‌والو ځواکونو د بسيج لپاره شپه او ورځ کار کوي. سره له دې چې د حزب التحریر فعالیتونه لا له وړاندې په اسلامي نړۍ کې د غرب د ډیرو اجنټانو له لوري منع شوي دي. نو یو نوی بندیز به زموږ په فعالیتونو کې د هیڅ بدلون لامل نه شي. تر څو لسیزو هلو ځلو وروسته په لسګونو هیوادونو کې د حزب التحریر شباب ښه پوهیږي چې کله د دعوت پر وړاندې دروازې وتړل شي؛ الله سبحانه وتعالی یې پر مخ نورې او تر هغو غوره دروازې پرانیزي.

۴. د بیان آزادي یوه کمزورې او ناسمه مفکوره ده چې ریښه یې له دین څخه د ازادۍ لپاره د سیکولرانو مبارزې ته رسېږي. دا د دیني ارزښتونو د سپکاوي لپاره د غرب وسله ده چې د حکامو په محاسبه او د ټولنې د ناسمو او ناوړه افکارو د اصلاح په برخه کې ناکامه ثابته شوې. پر حزب له بندیز څخه دا ښه په ډاګه کېږي. په اسلام کې د سیاسي او فکري مبارزې اساس، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر سپیڅلې دنده ده. دا د حزب د مبارزې شرعي اساس دی. دا اساس د کفر، ظلم او باطل پر وړاندې د خبرو کولو دیني مکلفیت رامنځته کوي. هیڅ محدودیت یا سانسور نه شي لغوه کولی. د ظالمانو له لوري د زیان د وېرې په سبب له دغه مکلفیت څخه غفلت نه شي کېدی. د دغه مکلفیت په لاره کې مبارزه هغه مهال لوی اجر لري چې د ظالمو حکامو پر وړاندې د حق کلیمه پورته شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو غوره جهاد، د ظالم پاچا پر وړاندې د حق خبره کول دي. [ابو داود]

نو د حزب مبارزه مخ پر وړاندې روانه ده؛ تر دې چې د انګلیسۍ ښځې د قمارباز زوی، د اردون پاچا په ګډون په اسلامي نړۍ کې د غربي اجنټانو تختونه تر راپرځېدو وړاندې د لړزېدو په حال کې دي.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! غرب په ښکاره د اسلام، خلافت او جهاد پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړې ده. حزب التحریر یوازینی اسلامي حزب دی چې د غربي نړۍ د ظالم نظام پر وړاندې د اسلامي بدیل پلي کولو ته پوره چمتووالی لري. دا مهال په نړۍ کې یوه سخته ایډیالوژیکه جګړه روانه ده؛ د اسلام او کفر جګړه؛ خو ستاسو رهبري په دې جګړه کې له غربي سیاسي نظام سره په ملګرتیا د کفارو ته وفاداره ده. موږ دا جګړه یوازې هغه وخت ګټلی شو چې تاسو دا رهبري لرې کړئ او حزب التحریر ته د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړئ. یوازې هغه وخت د غزې مسلمانان د یهودانو له منګولو ازادولی شئ. د خلافت تاسيس د الله سبحانه وتعالی وعده او زمونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی. دا مکلفیت به یا تاسو ادا کوئ؛ یا به یې نن او سبا او یا لږ وروسته ستاسو په څېر نور کسان ادا کړي. نو ولې دا ستر ویاړ نه ترلاسه کوئ؟ څه شی مو مخه نیسي؟ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا» [نور: ۵۵]

ژباړه: «الله تعالی له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک کارونه کوي، ژمنه کوي، چې هغوی ته به د ځمکې پر سر خلافت ورکووي، لکه څنګه یې چې مخکنیو ته د ځمکې خلافت ورکړ او هغه دین چې د دوی لپاره یې خوښ کړی، هغه به پر خپل ځای پاتې او ریښې به یې وغځېږي. د هغوی وېره به په امنیت او ارامۍ بدله شي...»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رجب ۱۰مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۲۲مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

موخې او پر سیاسي او نظامي اقداماتو یې اغېزې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د موخو په اړه تفکر؛ یعنې دا چې انسان د خپلو غوښتنو په اړه فکر وکړي، هغه څه چې غواړي په دقیق ډول یې مشخص کړي او د خپلو موخو په اندازه اقدامات ترسره کړي؛ ځکه دا د بریالیتوب او پرمختګ یو مهم اړخ دی. تفکر د واقعیت په اړه له احساس څخه سرچینه اخلي، ځکه تفکر د حواسو له لارې واقعیت له مخکینیو معلوماتو سره یو ځای چې د هغه په اړه وضاحت ورکوي، مغز ته انتقالوي. انسان له تفکر وروسته خپله موخه مشخصوي چې د لاسته راوړلو لپاره یې عملي اقدام وکړي. که چېرې انسان ژور او روښانه فکر وکړي، نو واقعیت او غوښتنو ته یې په سم ډول لاسرسی موندلی شي؛ ځکه چې د واقعیت د درک له لارې فکر تولیدولی شي او دا چاره نوموړی د داسې عملي ګام په لوري هڅوي، چې بل څه نه، بلکې د واقعیت اړوند وي.

که چېرې انسان له تفکر پرته د احساس پر اساس عمل وکړي، عواطف او تمایلات یې پر کار اغېز کوي او ښايي ناوړه پایلې ولري او پر نوموړي منفي اغېزې وکړي. څوک چې له موخې پرته عملي اقدام وکړي، اقدام یې بې‌ځایه دی. ډېری خلک له فکر پرته یا له هغې موخه پرته چې واقعي وي، عمل کوي. همدارنګه داسې اقدامات کوي، چې د موخې په اندازه یې نه وي؛ داسې حالت هم دوی د واقعیت غوښتنو ته نشي رسولی.

که انسان نهضت غواړي او پوه نه وي چې نهضت څه شی دی او څه ډول په لاس راځي یا داسې عملونه وکړي چې پایله یې نهضت نه وي، نو نهضت نه ترلاسه کېږي. که یو کس د نهضت په لټه کې وي او د خلکو د فکري کچې د لوړولو او د هغوی د مفاهیمو، معیارونو او عقیدو د بدلولو لپاره کار ونه کړي او پر ځای یې داسې کارونو ته لاس واچوي، چې په نهضت پورې تړاو ونه لري، هېڅکله به نهضت ته ونه رسېږي؛ ځکه نهضت د خلکو د فکري کچې لوړول دي.

که چېرې انسان په داسې حال کې چې له واقعیت څخه عمیق درک او مستنیر فکر ونه لري او غواړي یوه خاوره ازاده کړي او د وسله‌والو تشکیلاتو په جوړولو لاس پورې کړي، نو هېڅکله به خپلې موخې ته ونه رسېږي. په نیمه لار کې به پاتې وي یا به یوازې خپلو نیمو موخو ته ورسېږي او پر هره حللاره به قناعت کوي؛ ځکه وسله‌وال تشکیلات داسې خاورې ته اړتیا لري، چې له هغه ځایه حرکت وکړي او هغه ځای ته اړتیا لري چې جنګیالي هلته متمرکز شي او له هغه ځایه بیا حرکت وکړي؛ وروسته بیا هغه ځای ته ور وګرځي، چې خپلې جګړې او مبارزې ته دوام ورکړلی شي او ملاتړ یې وشي. همدارنګه وسلې، تجهیزاتو او تدارکاتو ته اړتیا لري ...  

که چېرې د فلسطین واقعیت ته فکر وکړو، د شاوخوا دولتونو حاکم او نظامونه یې دسیسه جوړوونکي او یو لاس دي او د فلسطین د ازادۍ قصد نه لري. دغو نظامونو دښمن په رسمیت پېژندلی او خپلې اړیکې یې ورسره عادي کړې دي؛ دوی په هغو استعماري دولتونو پورې تړلي دي، چې د یهودو رژیم یې رامنځته کړی، له هغه ساتنه کوي او د قدرت او پایښت ټول وسایل یې ورته چمتو کړي دي. نو دغه غلام نظامونه هېڅکله په وسلو، مال او داسې نورو اړتیاوو د جنګیاليو مرسته نه کوي؛ مګر دا چې استعماري دولتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره هغوی ته الهام او یا اشاره وکړي. په دغه حالت کې به جنګیالي خپل برخلیک هغو خاینینو ته په لاس ورکړي، چې د دوی پر ضد دسیسې جوړوي او وروسته یې بیا په خپل حال پرېږدي.

پر همدغه اساس په واقعیت کې تفکر کول دا پایله په لاس راکوي، چې د فلسطین د ازادۍ مسیر په لومړي ګام کې د هغه له شاوخوا دولتونو څخه تېرېږي، چې د دغو دولتونو دسیسه‌جوړوونکي او متحد نظامونه باید رانسکور شي او د پیل ټکی یې باید همغه سیمه وي؛ ځکه دغه دولتونه هغه امکانات او وسایل لري، چې د موخې ترلاسه کولو لپاره لازم دي او دې ته ورته حالت د تاریخ په اوږدو کې د صلیبیانو د اشغال پرمهال هم تېر شوی دی. د بېلګې په توګه؛ د کشمیر جهادي خوځښتونو په ۱۹۹۹م کال له پاکستان څخه د دغه هېواد د پوځ په ملاتړ حرکت وکړ چې پر هند برید وکړي او کشمیر ازاد کړي، په پایله کې د هند پوځ د کارګیل په لوړو برخو کې ماته وخوړه او مجاهدین د کشمیر ازادۍ ته ډېر نږدې شول؛ خو په دغه وخت کې امریکا لاس پکار شوه او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ مشر پرویز مشرف ته یې امر وکړ، چې له ملاتړ څخه باید لاس واخلي او پوځ دې ژر شاتګ وکړي. دا چې دوی دواړه په امریکا پورې تړلي وو، نو د هغې امر ته یې غاړه کېښوده او ان امریکا پرویز مشرف ته د کودتا امر وکړ، چې نواز شریف له واکه لرې کړي، د دغو خوځښتونو مخه ونیسي او هغوی تروریستي خوځښتونه اعلان کړي؛ له بده مرغه پرویز مشرف همداسې وکړل. د پاکستان د حکامو او پوځي رهبرانو د خیانت په پایله کې، هند خوندي پاتې شو او دې پایلې ته ورسېد چې که چېرې د کشمیر خودمختاري لغوه او پر ځان پورې یې وتړي، نو پاکستان به هېڅکله غبرګون ونه شي ښودلی او د ټولو جهادي خوځښتونو مخه به هم ونیسي؛ نو هند دغه اقدام وکړ.

په وروستیو کې په غزه کې هم دغه ډول وضعیت رامنځته شو؛ کله چې جهادي خوځښتونو په فلسطین کې پر غاصب دښمن برید وکړ او هغه یې ذلیل او خوار کړ، نو دښمن په ټول وحشت پر غزه برید وکړ او د ژوند ټول وسایل یې پرې بند کړل. د مصر نظام او رژیم چوپ پاتې شو او د پوځ د غبرګون مخه یې ونیوله؛ ځکه امریکا ورڅخه غوښتي وو چې حرکت ونه کړي او پوځ هم تحریک نه کړي. دا غوښتنه یې د هغې سیمې له ټولو حاکمو نظامونو څخه کړې وه. امریکا په ښکارته دغو نظامونو ته وویل: «موږ نه غواړو چې د جګړې لمن پراخه شي.» یعنې له تاسو څخه هېڅ یو باید حرکت ونه کړي. پر همدغه اساس د یهودو رژیم په امن کې پاتې شو او مرګ ژوبلې او ورانیو ته یې دوام ورکړ؛ ان تر دې چې له ناروغانو ډک روغتونونه یې بمبار کړل، چې دا ډول صحنه تر اوسه د تاریخ په اوږدو کې نه وه پېښه شوې او د نړۍ د ټولو نظامونو د ملاتړ او له سپکاوي ډکو دریځونو پر اساس یې هغوی ژوندي تر خاورو لاندې کړل. امریکا له دغو جنایتونو څخه ملاتړ وکړ او له ځان څخه د دفاع د حق په نامه یې توجیه کړل، خو د فلسطین خلکو ته دا حق نه ورکوي! په سیمه کې هېڅ نظام او پوځ د غزې د خلکو او جهادي خوځښتونو د نصرت لپاره حرکت ونه کړ او نه یې کوم اقدام وکړ!

کله چې موخې د پوره کېدو وړ نه وي، غیر واقعي دي. المانۍ ورځپاڼې «شپیګل» په خپله یوه ګڼه کې دا پوښتنه مطرح کړې: «ایا حماس ته ماتې ورکولی شي؟» په ځواب کې راغلي: «حماس په ټولنه کې ژورې ریښې او په خلکو کې زیات محبوبیت لري.» همدرانګه یې ویلي دي، چې حماس یوازې یو سازمان نه دی، بلکې هغه قدرت دی چې په ټولنه کې ریښې لري، افکارو او نظریاتو یې د خلکو په ذهنونو کې ځای نیولی؛ خلک بیا اشغال نه مني او د هغو کسانو ملاتړ کوي، چې د اشغال پر وړاندې قیام کوي. همدا دلیل دی چې د مقاومت ریښې ډېرې ژورې دي، که چېرې حماس له منځه لاړ شي، پر ځای به یې بل خوځښت راشي. دې ورځپاڼې د حماس مقاومت د چارو یوه کارپوه په حواله ویلي: «دا فکر غیرواقعي دی چې اسراییل دې له نظامي لارې حماس مات کړي او یا یې دې له منځه یوسي.» موخه یې دا ده چې جګړه باید ودرول شي او سیاسي خوځښت په مطرح شوې سیاسي حللاره کې ادغام شي؛ د سیاسي خوځښت رهبرۍ اعلان هم وکړ، چې دوی دغه کار ته چمتو دي! له همدې امله دغه سیاسي خوځښت غواړي، چې د حماس نظامي خوځښت پای ته ورسوي او له داسې پایلې سره یې مخ کړي، چې فتحه پکې نه وي؛ یعنې د هغو وسله‌والو تشکیلاتو په څېر چې په سیاسي حللارو کې ادغام شوي او نظامي تشکیلاتو ته یې د پای ټکی اېښی وي.

دا ورځپاڼه زیاتوي چې: «د طوفان الاقصی عملیاتو یو ځل بیا د فلسطین مسله د نړیوالو د توجه په مرکز بدله کړه.» امریکا غواړي چې د سیاسي حللارې (د دوو دولتونو حل) لپاره د نظامي اقداماتو په مرسته موضوع سخته کړي. له دې پرته به د یهودو رژیم هېڅکله دا حللاره عملي نه کړي او د هغه له نظره یوازینۍ حللاره دا ده، چې د فلسطین خپلسري تشکیلات باید له امنیتي همغږۍ سره د یهودو د رژیم په خدمت کې وي او د دغه رژیم د لومړي وزیر په خبره، چې د دولت یا امپراتورۍ په نامه دې یاد شي.

نظامي موخې د ازادۍ او فتحې لپاره ځانګړي شوي دي، نو هر څوک چې د فتحې او ازادۍ هڅه کوي، د هغو لپاره دې امکانات او تجهیزات چمتو کړي او د دغې موخې په اندازه دې اقدامات وکړي. مګر سیاسي موخې د نقشو او سیاسي حللارو لپاره ځانګړې شوې، لکه د دوو دولتونو حللاره او ځینې وخت بیا د هغو د عملي کولو لپاره هم له نظامي اقداماتو کار اخیستل کېږي.

خیالي او غیر واقعي موخې باید تعقیب نه شي؛ خو د خلافت تاسیس یو خیالي موخه نه ده او د دښمنانو او د هغوی د دوستانو د تصور خلاف چې خلک د هغه د تاسیس لپاره له فعالیت څخه منعه کوي او یو غیرواقعي تصویر وړاندې کوي، ناممکن نه دی؛ بلکې خلافت هغه څه دي چې واقعیت یې غوښتنه کوي او راتګ یې ممکن دی، ځکه هر هغه فکر چې خلک یې تبني کړي او ملاتړ يې وکړي؛ د هغه پر اساس به داسې دولت تاسیس شي، چې امت او پیروان به لري او هغوی به یې فکر منلی وي. د یوه قدرت او دولت په توګه خلافت اوږد تاریخ لري، چې شاوخوا ۱۳ پېړۍ یې د ځمکې پر مخ حاکمیت کړی او د خپل حاکمیت پرمهال یې بې‌مثاله او ډېرې بریاوې ترلاسه کړې. خلافت به د الله سبحانه وتعالی په خوښه یو ځل بیا تاسیس شي، ځکه چې مخلص او کلک ملاتړي او دعوتګران لري، چې شپه او ورځ يې د راتګ لپاره کار کوي.

د الرایه جریدې له ۴۷۶مې ګڼې څخه

لیکوال: استاد أسعد منصور

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د نړیوال سوېل راپورته کېدل

  • خپور شوی په سیاسي

بسم الله الرحمن الرحيم

نړیوال سوېل (په نړیوال سوېل کې افریقا، سوېلي امریکا او ځینې مخ پر ودې اسیايي هېوادونه شاملېږي) په ناڅرګند حالت کې دی، څوک ډیر نه پرې پوهېږي. چین او روسیه وايي چې راتلونکی همدوی دي او ملاتړ یې غواړي؛ غرب چې دوی د اوږدې مودې لپاره له پامه غورځول، اوس یې د لیبرال راتلونکي د ساتلو لپاره اړین بولي. د نړیوال قدرت د توازن له بدلون سره، د ډیرو په اند د نړیوال اقتصاد راتلونکی جوړښت د نړیوال سوېل په پام کې نیولو ته اړتیا لري.

په تاریخي لحاظ دودیز جیوپولیټيک نړۍ ته له ختیځ-لوېدیځ اړخه کتلي. د نړۍ تر ټولو شتمن خلک، تر ټولو لوی پوځونه او تر ټولو هوسا ولسونه دلته دی. دا معمولاً د دې پر اساس وو چې د کښتۍ چلولو وړ سیندونو او سمندرونو ته یې لاسرسی درلود چې سوداګري او اړیکې یې اسانه کړې وې. هغه هیوادونه چې په نړیوال شمال (اروپا، شمالي امریکا، جاپان، اسټرالیا، سویلي کوریا او ... چې پرمختللي هېوادونه ګڼل کېږي) کې دي، خپلې مهمې اړیکې او سیالۍ یې په شمال کې لیدې؛ ځکه خو یې د ختیځ-لوېدیځ نظر درلود.

نو نړیوال شمال صنعتي او شتمنو هېوادونو ته اشاره کوي او نړیوال سوېل مخ پر ودې هېوادونو ته چې د شمال پر خلاف یې اقتصادونه د خدمتونو او صنعت پر بنسټ نه، بلکې د توکو پر بنسټ دي. نړیوال اقتصاد په تېرو ۵۰۰ کلونو کې د شمال لخوا او د دوی په ګته جوړ شوی؛ په داسې حال کې چې له تاریخي نظره نړیوال سوېل د لوړې کچې اقتصادي نابرابرۍ له مخې پېژندل شوی.

د نړیوال سوېل هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې د جیوپولیټیک نظام حاشیه (یا حاشیوي هیوادونه) ګڼل کېدل. دا هېوادونه پېښې رهبري کوي نه، بلکې غبرګون ورته ښيي. کله چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړۍ دوه قطبي شوه، نو د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ د جګړې په ډګر بدله شوه؛ دواړو هېوادونو غوښتل خپل نفوذ پراخ کړي او د نړۍ هېوادونه خپل بلاک ته ورولي. د نړۍ ډیرو هېوادونو دغې جګړې ته د خپلې خپلواکۍ لپاره د یوه ګواښ په سترګه کتل. خو کله یې چې ولیدل چې دا دواړه قدرتونه یې د مالي او وسلو د چارو لپاره ګټور دي؛ له نړیوال نظم بهر څه یې نه شوی کولی او نه ان بې طرفه پاتې کېدی شوی.

په دې توګه بې پرې خوځښت (Non-Aligned Movement) او G-77 رامنځته شول چې اقتصادي ننګونې حل کړي. دغو دواړو دومره څه ترلاسه نه شوی کړی، ځکه چې پر نړیوالو پېښو یې لږ نفوذ درلود. په ۱۹۷۰مو کلونو کې اقتصادي رکود، بېکاري او د نغدو پیسو بحران د دې سبب شو چې ډېری هېوادونه په پورونو کې ډوب شول او کله چې سړه جګړه ختمه شوه؛ نړیوال سوېل تر سړې جګړې وروسته جیوپولیټیک نظام کې په حاشیه کې پاتې شو.

د نړیوال لیبران نظم له کمزوري کېدو سره او دا چې نړیوال اقتصادي نظام یوازې د نړیوال شمال په ګټه کار کوي؛ د نړیوال سوېل ځینې هېوادونه له خپل پر توکو ولاړ اقتصاد سره غواړي یوه بېله لار خپله کړي. برازیل او هند په دې برخه کې د رهبرانو په توګه راڅرګند شوي. هند د روسیې لپاره له اقتصادي او د متحده ایالاتو لپاره له سیاسي اړخه مهم دی. د برازیل پر توکو ولاړ اقتصاد د چین او اروپا لپاره مهم شوی. په ورته وخت کې، د مرکزي اسیا هېوادونه د روسیې، ترکیې، چین، متحده ایالاتو او اروپا د پام وړ ګرځېدلي دي.

د نړیوال شمال ترمنځ راپورته کېدونکې سیالي د نړیوال سوېل په ګټه سیالي لیدل کېږي. څه باندې ۵۰۰ کاله کېږي چې نړیوال شمال پر نړیوال سیاست او اقتصاد کنټرول لري او له نړیوال سوېل سره د تعامل لپاره یې اصول او قوانین ټاکلي. دا چې نړیوال شمال له ډیموګرایکو (جمعیتي) او اقتصادي ننګونو سره په مخ کېدو دی؛ نو پر نړیوال سوېل به ډېره تکیه وکړي. دغه جیوپولیټیک واقعیت د دې سبب شو چې فرانسې د ۲۰۲۳م کال په اګېسټ کې د بریکس هیوادونو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون وړاندیز وکړ؛ خو دا وړاندیز د چین ولسمشر، شي جین پینګ رد کړ.

جاپان په ۲۰۲۳م کال کې یو سند خپور کړ چې د نړیوال نظام لپاره یې د نړیوال سوېل پر زیاتېدونکي ارزښت ټینګار پکې کړی و. د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ په اړه دغه سند (سپین کتاب) کې، نړیوال اقتصاد پر درېیو بلاکونو وېشل شوی: د متحده ایالاتو په رهبرۍ غرب؛ د چین او روسیې په رهبرۍ ختیځ او بې پرې هیوادونه. په دې کې ویل شوي چې له نړیوال سوېل سره د همکارۍ اړیکې جوړول او پياوړي کول یو لومړیتوب دی؛ پر هند یې ځانګړی ټینګار کړی.

ایا نړیوال سوېل به په نړۍ کې یو نوی قطب شي؟ دې موخې ته په رسېدو کې نړیوال سوېل له یو شمېر ننګونو سره مخ دی. «نړیوال سوېل» کوم حقوقي او سیاسي واقعیت نه لري؛ دا اصطلاح یوازې د کار د اسانۍ لپاره کارېږي. د نړیوال سوېل ډېری تعاملات په دوه اړخیزه کچه ترسره کېږي. د نړیوال سوېل ډېری هیوادونه له شدیدې داخلي بې ثباتۍ سره مخ دي؛ دا له راپورته کېدونکو پېښو او حالاتو څخه د ګټې اخیستو په لار کې دوی ته لوی خنډ دی. که نړیوال سوېل په نړیوال شمال پورې د تړاو له حالته ووځي او پر نړیوالو چارو ډیر واک او کنټرول ترلاسه کړي؛ دا به په ۲۱مه پېړۍ کې یو ستر بدلون وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عبدالرحمن خان

د مطلب ادامه...

له غزې څخه د ملاتړ په تور د «فتحي عروس» نيول

  • خپور شوی په تونس

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال، د جنوري په ۹مه، یوه امنیتي ګروپ وروسته له هغې زموږ ورور، فتحي عروس د تونس په قرقنة جزیره کې له خپل کور څخه ونیو، چې ​​په همدې ورځ یې په العطایا سیمه کې د جومات مخې ته د غزې او د غزې د خلکو د ملاتړ د اړتیا په اړه وینا کوله!!

په دې اړه د حزب التحريرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر اعلانوي چې:

۱. حزب التحریر د امنیتي ادارو له لوري د خپلو غړو پرله پسې نیول غندي او دا د چارواکو لپاره شرم ګڼي.

ایا د غزې د ملاتړ لپاره غږ پورته کول؛ د الله سبحانه وتعالی د کلام یادول؛ له يهودانو سره د جګړې او د نړۍ د سترګو او غوږونو پر وړاندې د تباه کېدونکو مسلمانانو د ملاتړ لپاره د شرعي مسولیت یادول او د مسلمانانو د حکامو خیانت افشا کول جرم دی چې دا رژيم دعوتګر مومنان پرې نیسي؟

تونسي چارواکي ادعا کوي چې د غزې له خلکو سره درېږي؛ خو د حزب التحریر د غړو - چې په لوړ غږ حق بیانوي او پر پوځونو غږ کوي چې په فلسطین کې د وینو تویولو مخه ونیسي- نیولو ته دوام ورکوي.

۲. حزب د فتحي عروس د ژر تر ژره خوشي کېدو او په قرقنة کې د حزب التحریر د غړو د هر ډول ځورونې د پای ته رسولو غوښتنه کوي چې د اسلام او مسلمانانو په ګټه خپل کار ته دوام ورکړي.

۳. د حزب التحریر د غړو نیول به دوی له هغې دندې را ونه ګرځوي چې الله سبحانه و تعالی شرف پرې ورکړی؛ دوی به خپل دعوت او د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره د امت له لښکرو څخه د ملاتړ غوښتنې ته په شدت دوام ورکوي. د ظلم کچه که هر څو ډېره شي، دا دعوتګر د الله سبحانه وتعالی په اراده او قوت سره د فکري او سیاسي مبارزې له لارې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت د تاسيس لپاره لکه غرونه کلک ولاړ دي.

څوک چې د حق د لارې دغو دعوتګرو سره اختلاف کوي، دوی ته زیان نه شي رسولی؛ ځکه دا د الله سبحانه وتعالی امر دی او د هغه سبحانه وتعالی اطاعت واجب دی. د دغه رژيم لپاره ډېر شرم دی، چې د غزې د ملاتړ ادعا کوي، خو د حزب التحرير د يوه غړي له لوري ويل شوي حقايق یې بسنټونه لړزوي او په هغو کاذبو تورونو یې محکمو ته لېږي، چې ما انزل الله خلاف دي!

د حزب التحريرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رجب ۸مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۲۱مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د یوه نامتو دعوتګر د وفات خبر

(ژباړه)

[مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ
وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً] [احزاب: ۲۳]

ژباړه: «په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه صادق او رښتیني ولاړ دي. ځینو خپلې ژمنې پوره کړې (د شهادت شربت یې وڅښل) او یو شمېر نور په تمه دي او خپله ژمنه یې هېڅ وخت تغیر او تبدیل نه کړه.»

حزب التحریرـ ولایه اردن د حزب التحریر د یوه شباب ماتم کوي:

استاد عمر عارف العمري (ابو رامي)

چې د ۲۰۲۴م کال، د جنوري په ۱۹مه نېټه، د جمعې په ورځ، د ۷۰ کلونو په عمر د الله سبحانه وتعالی حضور ته په داسې حال کې ولاړ، چې د یوه دعوتګر په توګه یې د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره هلې ځلې کولې.

ابو رامي د ځوانۍ په لومړیو کلونو کې د حزب په لیکو کې شامل شو؛ ډېر فعال او صبور و او په خپل ټینګ ايمان یې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره مبارزه کوله؛ د همدې لپاره یې د امنیتي ادارو لخوا ځور او شکنجه هم لیدلې. خو دغه کار يې هوډ او ثبات کم نه کړ او نه یې د حق له خپراوي او د دعوت څخه منع نه کړ. تر دې چې ناروغ او بلاخره وفات شو.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې هغه ته مغفرت وکړي؛ خپل بې ساری رحمت پرې ولوروي او په جنتونو کې یې له پیغمبرانو، صديقينو، شهداوو او صالحينو سره یو ځای کړي. د الله سبحانه وتعالی له درباره څخه یې کورنۍ ته د زړه صبر او استقامت غواړو او خپل تسلیت ورته وړاندې کوو.

إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

د حزب التحريرـ ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رجب ۷مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۱۹مه

د صدور ګڼه: ۰۸/ ۱۴۴۵

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د غزې جګړه؛ تر افغانستان، عراق، سوریې او سومالیا وروسته د امریکا بله جګړه!

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکېن د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۲۹مه خبر ورکړ، چې د یهودو رژیم ته یې د ۱۴۷.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت جنګي وسلې او تجهیزات لېږلي دي. نوموړي ویلي: «بېړني وضعیت ته په کتو باید پر اسراییلو پلور چټک شي ... او بل دا چې اسراییل به له دغو وسلو څخه د خپل دفاعي سیستم د غښتلي کولو او د سیمه‌ییزو ګواښونو پر وړاندې د ځواب لپاره ګټه واخلي.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي: «متحده ایالت ژمن دي چې د اسراییلو امنیت خوندي کړي او د امریکا د ملي ګټو لپاره له اسراییلو سره مرسته او همکاري یوه مهمه چاره ده، ترڅو له ځان څخه دفاع وکړي او خپل قدرت خوندي کړي او دغه وړاندیز شوې معامله له دغو هدفونو سره سمون لري.»

د امریکا د اقداماتو زاویه تر ۱۹۹۱م کال؛ یعنې د شوروي او کمونېزم تر نسکورېدو وړاندې، له شوروي سره جګړه وه او تر ۱۹۷۹م کال وړاندې له چین سره جګړه وه، چې وروسته یې په بهر کې له خپل کمونیستي سیاست څخه لاس واخیست. له همدې امله امریکا په بشپړه توګه د کوریا په جګړه او د ویتنام او لاووس په جګړه کې مداخله وکړه، د ناټو تړون او په ډېری سیمو کې یې نظامي اډې جوړې کړې، غربي نړۍ یې په دې جګړه کې رهبري کړه او تر څنګ یې پر اسلامي نړۍ حاکم نظامونه هم د ځان تابع کړل. په ټوله نړۍ کې یې یوازینۍ دښمن کمونېزم او کمونېستان وو.  

په ۱۹۹۲م کال د نړۍ په امنیتي کنفرانس کې چې د المان په مونیخ کې جوړ شو؛ د امریکا د پخواني دفاع وزیر (۱۹۹۰-۱۹۹۴) او د ولسمشرۍ ریاست ځایناستي (۲۰۰۰- ۲۰۰۸) ډیک چیني وویل چې امریکا د غرب په تایید او پراخ ملاتړ او د دوو شرقي قطبونو (چین او روسیې) په تایید، په رسمي ډول اسلام خپل دښمن تعریف کړ؛ له هغه وخت راهیسې د امریکا د جنګي اقداماتو زاویه د اسلام او مسلمانانو په لوري شوه. خو د ساده او سطحي فکره خلکو د منحرفولو او په اسلامي خاورو کې له خپلو پیروانو څخه د اصلي مطلب د پټولو لپاره یې داسې ښودله، چې زموږ او ستاسو دښمن سیاسي اسلام او سخت‌دریځي مسلمانان دي. هغوی یې د اصولینو په نامه یاد کړل او وروسته یې ترهګر وبلل. دغو سېکولرانو په خطرناک فرېب سره مسلمانان په دوو ډلو ووېشل، چې یوې ته یې منځلاري یعنې متحدین او بلې ته یې سختدریځي یعنې دښمنان وویل. پر همدغه اساس امریکا د القاعدې او د ترهګرۍ او سخت‌دریځو پر وړاندې مبارزه چې په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه وه، پیل کړه او دا یې یوه صلیبي جګړه وبلله. امریکا په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان، په ۲۰۰۳م کال پر عراق او له هغه وړاندې په ۱۹۹۲م کال پر سومالیا یرغل وکړ او له ۲۰۰۶م کال راهیسې پر خپل دغه مسیر راونه ده. 

د ناټو هدف چې یوازې تر شوري اتحاد او کمونېزم پورې محدود و، له دې وروسته پراخ شو او په جنګي اقداماتو کې یې اسلامي خاورې او اسلام هم داخل کړل. امریکا په هره سیمه کې د مسلمانانو وژل او ځورول پیل کړل او خپل ځواکونه یې سوریې ته ولېږل. هلته یې روسیه، ایران، ترکیه، سعودي او لبنانی حزب او داسې نور وګومارل، چې هر یو د امت د انقلاب په له منځه وړلو او د اسلام او خلافت د بیا راتګ په مخنیوي سره د ترهګرۍ او سخت‌دریځو پر ضد د مبارزې او د دولت د تنظیم تر نامه لاندې د امریکا رول ادا کړي.         

امریکا اوس هم هغه تړون ته ژمنه ده، چې وړاندې یې پیل کړی و؛ جګړه د یهودو په واسطه مخته وړي او د هر ډول وژونکو وسلو مرسته ورسره کوي چې مسلمانان ووژني او اسلام له منځه یوسي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره یې د یهودو رژیم د اسلامي خاورو په زړه کې تاسیس کړ او له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې د یهودو د رژیم لپاره به د کانګریس له توافق پرته بېړنۍ وسلې او تجهیزات ولېږل شي؛ ځکه د دغه کار لپاره توافق ته اړتیا نشته ده. نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یهودو لپاره د وسلو له هر هوکړه‌لیک سره چې لسګونه میلیارده ارزښت لري، توافق کوي او له یهودو سره د مرستې لپاره د خلکو له مالونو څخه توکي پلوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې امریکا د اسراییلو د امنیت د خوندیتوب، قوي کولو او بریالي کولو په لټه کې ده او په دې کې د امریکا تر ټولو مهمه ګټه ده. دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې اعلان کوي؛ ډېری مسولینو یې ښکاره اعلان کړی. ان د امریکا ولسمشر بایډن خپله مقوله د ۲۰۲۳م د ډسمبر په ۱۲مه تکرار کړه او ویې ویل: «که اسراییل نه وی، موږ به یې ځایناستی رامنځته کړی وی».

نو امریکا په فلسطین کې له اسلام او مسلمانانو سره وجنګېده او د مقاومت خوځښتونه یې ترهګر یاد کړل؛ پر دې سربېره غربي دولتونو او پر اسلامي خاورو حاکمو نظامونو یې ملاتړ وکړ. پر اسلامي خاورو ټولو حاکمو نظامونو یې مرسته وکړه او اجازه یې ورکړه چې په ترکیه، قطر، بحرین، امارات، کویټ، اردن، مصر، عراق، سوریه، یمن، جیپوتي او داسې نورو هېوادونو کې خپلې نظامي اډې جوړې کړي. په دغو خاورو کې لاسپوڅي حکام او مزدور رعیت، له اسلام او مسلمانانو سره په جګړه د دوی تر ټولو ستر ملاتړي دي.

امریکا په اردن او نورو هېوادونو کې د خپلو اډو له ذخیرو څخه د یهودو رژیم ته وسلې او نظامي وسایل لېږدوي. په همدې توګه د ایمان تر ټولو کمزورې درجه دا ده، چې دغه نظامونه باید راپورته شي او نظامي اډې بندې کړي؛ د امریکایي ځواکونو پر وړاندې پولې وتړي؛ پر امریکا او یهودي رژیم توکي بند کړي او د خپلو اړیکو عادي کولو ته د پای ټکی کېږدي. که یې داسې کړي وی، نو ایا امریکا به له یهودو سره مرسته او په سیمه کې په اسانۍ تګ ‌راتګ کړی وی؟ ایا د یهودو رژیم به په غزه کې خپلې جګړې ته دوام ورکړی وی؟ خو د ایمان تر ټولو قوي درجه بیا دا ده، چې دغه نظامونه خپل پوځونه د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره بسیج کړي او حرکت ورکړي! که داسې یې کړي وی، نو ایا د یهودو رژیم به د یوې لوېشتې په اندازه پرمختګ کړی وی او ایا ماشومان او پاک‌لمنې ښځې -چې د وا اسلاما چیغې وهي- به یې وژلې وی!؟ هېڅکله نه، بلکې ټول فلسطین به له یهودو او له امریکايي او غربي صلیبیانو څخه ازاد شوی وی.

موږ ولیدل چې اردوغان په عراق او سوریه کې د امریکا د درېیمې جګړې لپاره له ۲۰۱۵م کال راهیسې د انجرلیک اډه پرانیستې ده، ترڅو امریکا له هغه ځایه تېره شي او مزدوران یې امکانات ترلاسه کړي او د ترهګرۍ تر نامه لاندې د مسلمانانو د وژلو لپاره چمتو شي. ترکیې مستقیماً په سوریه کې مداخله وکړه، ترڅو انقلاب په همغه لومړي وخت کې وځپي. قطر د امریکا لپاره پراخه اډه پرانیستې ده، ترڅو له هغه ځای څخه د افغانستان، سوریې او عراق جګړو ته خپل پوځیان ولېږي او په همدې توګه په پاتې نورو هېوادونو کې هم اډې شته دي.

تر هغه چې دغه اډې وي؛ د یهودو رژیم به په هر ډول وسلو سمبال کړي. ان ترکیه هره میاشت د تېلو سلګونه کیښتۍ د یهودو د الوتکو او ټانکونو د تجهیز لپاره لېږي چې په غزه کې جګړه وکړي. سربېره پر دې، دغه کیښتۍ اوسپنه او فولاد هم لېږدوي چې یهود وسلې ترې جوړې کړي. ترکیې بیا یهود په اوبو او خوړو مجهز کړي او د پوځ لپاره یې جامې چمتو کوي؛ په داسې حال کې چې دا هر څه یې د غزې پر خلکو بند کړي دي؛ تر دې چې هغوی د څښلو لپاره یوازې د سیند تروشې اوبه او د خوړلو لپاره یوازې یوه لمړۍ وچه ډوډۍ لري او بس! اردن هم پر دغه مسیر روان دی او خپله خاوره یې له اماراتو او سعودي څخه د راتلونکو خوراکي توکو پر مخ پرانیستې ده او مصر خپلې تېرېدونکې لارې تړلې دي... المغرب، بحرین او داسې نورو هېوادونو له دغه غاصب رژیم سره د اړیکو د عادي کولو او همکارۍ له لارې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

نو پر اسلامي خاورو ټول حاکم نظامونه او د هغوی اجنډاوې له امریکا، د یهودو له رژیم او غرب سره د غزې او فلسطین ضد جګړه کې شریک دي؛ یا مستقیماً د پورتنیو نظامونو په څېر او یا د غزې خلکو ته د نصرت نه ورکولو او د خپلو پوځونو د نه بسیج کولو په سبب غیرمستقیم ګډون لري، لکه؛ ایران، سعودي، پاکستان، الجزایر او داسې نور.

نو لکه څنګه چې کفارو د مسلمانانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی؛ همداسې پر مسلمانانو هم لازمه ده، چې د تېري کوونکو کفارو او د هغوی د ملګرو پر ضد د جګړې اعلان وکړي.‎ دوی باید خپل پوځونه روان کړي او دغه نظامونه، چې خطر یې له بهرنیو دښمنانو څخه کم نه دی، رانسکور کړي. دغه نظامونه ان د منافقینو په څېر داخلي دښمنان دي او په دروغو قسم کوي چې له موږ سره متحد دي؛ خو په حقیقت کې له دښمن سره یو لاس دي او زموږ د دین پر ضد جنګېږي. دوی زموږ دعوتګر په دې تور زنداني او شکنجه کوي چې ګواکي ترهګر دي. دوی په امت کې کفر، فسق او فساد خپروي.

‏ ‌‏﴿اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾ [منافقون: 2]

ژباړه:«هغوی (په دروغو) قسمونه کوي (له عدالت څخه د تېښتې په خاطر او د خپلې رښتینې څېرې د پټولو لپاره) او د الله له لارې څخه (ځانونه او خلک) منعه کوي. هغوی څه ناوړه کار کوي!»

هو، دوی د چل، دروغو او منافقت په برخه کې تر وروستۍ کچې مهارت لري. ځینې وخت لمونځ کوي او ځینې وخت حج او عمرې ته ځي او په خواږه غږ قرآن تلاوتوي؛ په داسې حال کې چې په حقیقت کې کفر پلی کوي او له امریکا، غرب او یهودي رژیم سره دوستي او ملګرتیا کوي.

‌‏ ‌‏﴿وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِن يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ ‏[منافقون: 4]

ژباړه: «کله چې دوی ووینې، څېرې یې (دومره ښایسته وي چې) تا حیرانوي او که خبرې وکړي (دومره به راښکونکې او خوږې وي چې) غوږ به ورته ونیسې؛ خو په اصل کې دوی هغه وچ لرګي دي، چې له دېوال سره درول شوي وي، دوی هر غږ د ځان پر ضد ګڼي، هغوی پاخه دښمنان دي او له هغوی څخه لرې اوسه، الله دې دوی ووهي، څه ډول له حق څخه منحرف کېږي.»

لیکوال: أسعد منصور

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د مسلمانانو پر ضد د غرب جګړه، دیني او صلیبي جګړه ده!

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

له شک پرته دا اصطلاح "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد جګړه وه او دا لکه لمر روښانه ده چې په یوه ګوته نه پټېږي. نو مسلمانان پر دې پوهېدو ته اړتیا نه لري، چې ایا د مسلمانانو پر ضد د کفارو جګړه دیني ده او که نه؟ ځکه الله سبحانه وتعالی دغه مسله په قرآن کې واضح بیان کړې ده، چې د توجیه او تعبیر لپاره یې اړتیا نشته ده. الله سبحانه وتعالی د آدم علیه السلام له وخت راهیسې د دښمنانو حالت معرفي کړی او فرمایلي یې دي:

﴿وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ﴾ [بقره: 217]

ژباړه: «هغوی به تل له تاسو سره جنګېږي او که وتوانېږي تاسو به له خپل دین څخه هم واړوي.»

او همدارنګه فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [انفال: 36]

ژباړه: «کومو کسانو چې کفر غوره کړی او خپل مالونه د دې لپاره مصرفوي چې خلک د الله له لارې واړوي او اوس به یې لا زیات مصرفوي؛ خو همدا هلې ځلې به د دوی د پښېمانۍ سبب شي، په پای کې به ماتې وخوري او کوم کسان چې کافران شوي، هغوی به دوزخ ته کش کړل شي.»

هغه جګړه چې یهود یې د امریکا په ملاتړ د کافر صلیبي غرب په همکارۍ د غزې د مسلمانانو پر ضد مخته وړي، یوه دیني صلیبي جګړه ده او دومره واضح ده چې په سترګو لیدلو او په حواسو درک کولو ته یې اړتیا نشته؛ لکه څنګه چې د سوریې جګړه او تر هغه وړاندې د افغانستان او عراق جګړه یوه دیني جګړه وه، یوازې په دغه توپیر چې "بوش" پر الوتکو وړونکو کیښتۍ ودرېد او ټولې نړۍ ته یې وویل چې په دې صلیبي جګړه کې بریالی شوی دی. له همدې امله د هغه د ادارې مشاورینو او مشرانو لکه "رامسفیلډ" او "ډیک‌چیني" او داسې نورو د هغه لاره تعقیب کړه. خو هغوی د اسلام پر وړاندې خپلې جګړې ته نور رنګونه ورکوي، لکه د پخواني او اوسني استعمار تر منځ سیاسي جګړه او نه غواړي خلک پوه شي، چې استعمار په حقیقت کې د همغه سیمې د زېرمو د لاسته راوړلو لپاره ګام اخیستی دی. خو په پایله کې د هغوی د سټراټېژۍ حقیقت او واقعیت دا دی، چې نړۍ باید د غربي او ایډیالوژیکو ارزښتونو او دیني ارزښتونو تر چتر لاندې ژوند وکړي او له دې پرته د دوی ټولې ادعاوې فرېب او له واقعیت څخه لرې دي.

کله چې په مصر، تونس او سوریه کې عربي پسرلی پیل شو، غرب په چټکۍ سره په مصر او تونس کې د انقلاب د پایلو د انحراف لپاره اقدام وکړ؛ تر هغه چې پوه شو چې خلک فکري او دیني شعارونه نه ورکوي، یعنې انقلاب یې مبدأيي نه دی. خو کله چې په سوریه کې متوجه شول، چې انقلاب فکري او مبدأيي دی، نو امریکا خپل ټول مزدوران، غلامان او متحدین د سوریې پر ضد جګړې ته چمتو کړل؛ ځکه د سوریې خلکو د اسلام شعار ورکاوه او د حاکم نظام بدیل یې اسلام او خلافت باله. نو دا خلک ووژل شول، متفرق او وځپل شول او دغه ټولې مرګ‌ژوبلې ځکه وې، چې په دې سیمه کې د اسلام شعار ورکړل شوی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم رایه (بیرغ) رپېدلی و.

په رښتیا هم چې زموږ د رب په کتاب کې د شک او اختلاف هېڅ ځای نشته دی؛ خو د حکامو او د هغوی د خاینو وزیرانو خبرې د هغوی د دښمنۍ حقیقت کمولی او بدلولی نه شي؛ هغه دښمني چې کافر غرب د اسلامي امت او د هغه د عقیدې او دین پر وړاندې پیل کړې ده؛ بلکې د دوی دښمني تر دې کچې رسېدلې، چې د امریکا او نورو سیمو په مسیحي صهیونیستان کې یو شمېر یې په دې باور دي، چې په فلسطین کې د یهودو د رژیم قیام د مسیحیت د بیا راتګ پیلامه ده، چې ډېر ژر به مسلمانان له منځه یوسي او نور به د هغوی نسل ته د پای ټکی کېږدي. د صهیونیستي مسیحي عقیدې څښتنان چې په امریکا او اروپا کې حکومت کوي، داسې ګومان کوي چې په فلسطین کې د یهودو د رژیم قیام د مسیح د بیا راتګ زېری او پیلامه ده. نو د دوی جګړه د اسلامي امت پر ضد یوه دیني جګړه ګڼل کېږي، چې محسوس شوې مسله ده او ثبوت ته اړتیا نه لري.

کله چې امریکا د انزوا له حالت څخه ووتله او په دویمه نړیواله جګړه کې بریالۍ شوه، نو هڅه یې وکړه چې نړۍ د یوه مشخص لیدلوري پر اساس روانه کړي او د هغو قضیو د فیصله کولو هڅه یې وکړه، چې انګلیس تکیه پرې کړې وه. په دغو قضیو کې یوه د فلسطین قضیه وه او فکر کېده چې د فلسطین د قضیې حل دا دی، چې قدس نړیوال شي؛ په دې معنا چې مسجدالاقصی او قدس باید د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې وي او له مسلمانانو څخه د هغه د قدسیت خاصیت واخیستل شي او ان د قدسیت له اړخه د مسجدالاقصی او مسجدالحرام اړیکه هم ختمه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ﴾ [اسراء: 1]

ژباړه: «هغه ذات پاک دی چې خپل بنده یې له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصی ته بوته او د هغه (محمد ص) شاوخوا مو برکتي کړه، چې خپلې نښانې په هغه ووینو؛ په حقیقت همغه (الله) د هر څه اورېدونکی او لیدونکی دی.»

امریکا د دغې اړیکې د پرې کولو لپاره هڅه وکړه؛ لومړی یې د یهودو د رژیم ملاتړ وکړ او وروسته یې د فلسطین د پراختیا سازمان د رامنځته کولو هڅه وکړه، ترڅو دغه قضیه له خپل رښتیني رنګ او څېرې څخه لرې کړي؛ هغه قضیه چې یوازې په فلسطین پورې تړاو نه لري، بلکې په ټولو مسلمانانو پورې اړوند ده او دا یوه عربي او قبیلوي قضیه نه، بلکې اسلامي قضیه ده. تر هغه چې د فلسطین او قدس قضیې ته له حقیقي زاویې ونه کتل شي، د مسلمانانو لپاره به زیان او ضرر حتمي وي؛ ځکه د فلسطین خاوره د ټولو مسلمانانو او اسلامي امت ملکیت دی، چې له یوې لوېشتې خاورې څخه یې تېرېدل هم روا نه دي.

له شک پرته چې صلیبي بریدونه چې ډېری یې کافر غرب رهبري کوي، پر بیت المقدس او مسجدالاقصی راګرځي؛ د بېلګې په توګه، د هغوی بریدونه د مسلمانانو له لاسه د مسجدالاقصی د ایستلو په موخه وو او ویل کېږي چې پر بیت‌المقدس د هغوی بریدنه لس برابره زیات شوي. نو د مسلمانانو پر وړاندې د دوی جګړه دیني او عقیدوي ده او دوی دغه جګړه نه پټوي، بلکې پرې ویاړي او هېڅکله له دې انکار نه کوي، چې د دوی دغه جګړې د صلیب تر بیرغ لاندې وې. پر ټنډه او جامو د صلیب بیرغ لګول او د قصیدو ویل؛ په حقیقت کې د دوی د جګړې او بریدونو انګېزه څرګندوي. د صلیبي جګړو پرمهال به یې ان د خپلو آسونو پر زینونو د صلیب نښې کړې وې.

خو د اوسني وخت په اړه باید ووایو، چې فوکویاما په خپل کتاب "د تاریخ پای" او هانتینګتون په خپل کتاب "د فرهنګونو ټکر" کې د غرب عقیده چې باور پرې لري، څرګنده کړې ده. که څه هم هانتینګتون یې د خپل شاګرد په پرتله یو څه ښه واضح کړې ده؛ د بېلګې په توګه، فوکویاما پر دې باور و، چې لېبرالېزم له خپلو ارزښتونو او مفاهیمو سره هغه سیستم دی، چې کافر غرب یې پر ناوړه افکارو باور لري، تاریخ به ډېر ژر ودرېږي او دا هغه قدرت دی چې هېڅوک یې ردولی نه شي. په حقیقت کې دوی د شوروي اتحاد نسکورېدو مغروره کړي وو؛ خو د هغه استاد هانتینګتون بیا یو څه واقعي و او د بشر په تړاو یې د ایډیولوژیکو او دیني جنګونو په اړه ژور پوهاوی درلود. کله چې موږ د دې جګړې په اړه خبرې کوو، هغه بیا په هر دین پورې تړاو لري؛ نو د اسلام پر وړاندې به جګړه څه ډول وي؟ هغه اسلام چې سرچینه یې وحې ده او د ځمکې څلورمه برخه اوسېدونکي پرې ایمان لري. دلته چې هانتینګتون د جګړې په اړه خبرې کوي، په یوه خوا کې یې مسیحي نړۍ له سېکولر ارزښتونو سره شامله ده او په بله خوا کې یې اسلامي نړۍ شامله ده؛ همدارنګه د هغه د کتاب لنډ مفهوم داسې دی: «راتلونکې جګړه به د غرب (د هغه له ارزښتونو، افکارو او مفاهیمو سره) او هغو دولتونو تر منځ وي، چې ډېری یې مسلمانان دي.»

په حقیقت کې د غرب او اسلامي امت تر منځ د جګړې واقعیت دیني او ارزښتي دی؛ که څه هم ځینې وخت سیاسي، اقتصادي او مصلحتي رنګ هم ورکړل شوی دی، چې په غربي او شرقي هېوادونو کې پر جوماتونو، دیني موسسو او د قرآن د حفظ پر مرکزونو باندې بندیزونه د دوی دښمني ښه څرګندوي. په همدې توګه هغه عملونه چې د سویډن او ډنمارک دولتونه یې ترسره کوي، په عامه ځایونو او ښکاره توګه قرآن ته اور اچوي او بیا د همدغو کسانو ملاتړ کوي او تر هغه وړاندې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د سپکاوي په موخه د هغه کاریکاتور جوړ کړ؛ په داسې حال کې چې کوم کسان د یهودیت ارزښتونه وسوځوي او یا په دې برخه کې شک پرې وشي، په جدي توګه یې مخه نیول کېږي او ان زندان ته اچول کېږي. د فرانسې لخوا په مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونو کې پر حجاب بندیز څه معنی لري!؟  ایا په اروپا کې د اذان پر لوړ اواز بندیز لګول له دیني جګړې پرته بل تفسیر لرلی شي!؟

په رښتیا هم چې د اردن د بهرنیو چارو وزیر او د قطر امیر هغه خبره بې‌ارزښته او بې‌بنسټه ده، چې وایي د کفري دولتونو، د غزې د خلکو او د مسلمانانو تر منځ جګړه یوه دیني جګړه نه ده. په حقیقت کې د دوی دغه دریځ او څرګندونې د وېرې له امله دي، چې هسې نه دغه جګړه ديني او ایډیولوژیکه بڼه غوره کړي او د اسلام سپېڅلي ارزښتونه او عقیده د هغو ناوړه افکارو او باورونو پر وړاندې ودرېږي، چې غرب یې دفاع کوي؛ په داسې حال کې چې دوی ښه پوهېږي چې دا دوې عقیدې هېڅکله سره برابرې نه دي او هېڅکله غربي دینونه، ارزښتونه او باورونه د اسلام د ارزښتونو او افکارو پر وړاندې نه شي درېدلی. نو دوی هڅې کوي، چې د دیني جګړې اصطلاح لرې کړي او ان نه غواړي چې د یهودو ښي اړخي سخت‌دریځي حزبونه هم د دې جګړې حقیقت درک کړي، ځکه هغوی ښه پوهېږي چې د دې جګړې بایلونکي یوازې دوی دي. نو کله چې مسلمانان خپل اسلام، عزت او دبدبې ته راوګرځي او د اسلام نظام پلی کړي -هغه نظام چې الله سبحانه وتعالی ورته غوره کړی او د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي- هغه وخت به دښمنان هېڅکله له مسلمانانو سره د مبارزې توان ونه لري. هغه وخت به صلیبي غرب ته ویل کېږي: یا اسلام قبول کړه، یا جزیه ورکړه او یا هم جګړې ته چمتو شه! دا ورځ د هغو کسانو لپاره نږدې ده، چې ورته په تمه دي.

د الرایه جریدې له ۴۷۷مې ګڼې څخه

لیکوال: استاد ابوالمعتزبالله الاشقر

د ۱۴۴۵هـ.ق کال د جمادی الثاني ۲۸مه

د ۲۰۲۴م کال د جنوري ۱۰مه

ژباړن: صهیب منصور

 

د مطلب ادامه...

مسلمان حکام د شرابو د خرڅلاو ملاتړ کوي؛ خو د مسلمانانو د ژوند نه

بسم الله الرحمن الرحيم 

خبر:

ابوظبي په متحده عربي اماراتو کې خپل د الکولو د تولید لومړی مرکز پرانیست. د دغه کاروبار لپاره قانوني جواز صادر شوی. متحده عربي اماراتو د الکولو پر محصولاتو ۳۰ سلنه مالیه وځنډوله. د پلورنځیو لپاره د جواز ورکولو مقررات هم اسانه شوي. توجیه یې د لا ډېرو سیلانیانو راجلبول او د مالي تنوع او کلتوري شمولیت رامنځته کول دي.

تبصره:

په داسې حال کې چې مسلمانانو ته خوراکي توکي او درمل نه رسېږي؛ د امت میلیاردر مشران د نامسلمانانو لپاره د ساتېرۍ رامنځته کولو په فکر کې دي او په ورته وخت کې د سیمې مسلمانانو لپاره یوه حرام څه ته تبلیغ کوي.

د خیانت دغه ډول کړنې باید په زغرده او روښانه افشا شي؛ ځکه امت په نړیواله کچه له زیاتېدونکو بریدونو سره مخ دي. په سره بحیره کې د یهودي ادارې د کښتیو لارو ګډوډولو پر وړاندې امریکا او انګلستان په یمن کې د بمباریو نوې لړۍ پیل کړې. دا د خلافت تر سیوري لاندې د ستر پوځ نه، بلکې د مسلمانانو فردي زړورې کړنې دي چې د دښمن پر وړاندې یې موقف نیولی.

موږ نه غواړو چې سرچینې مو بېځایه وکارول شي او پوځونه مو بېکاره او ټنبل پرېښودل شي؛ الله سبحانه و تعالی دا منع کوي چې خویندې او وروڼه مو دښمن ته یوازې پرېږدو.

«وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا» [النساء:۷۵]

ژباړه: «ولې د الله په لاره کې د بېوسو نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو د (خلاصون) لپاره نه جنګیږئ چې (په چغو) وایې: پروردګاره! موږ له دغه ښار او سمیې چې اوسیدونکي یې ظالمان دي(او پر موږ ظلم کوي) وباسه او له خپل لورې مرستندوی راولیږه(ترڅو له موږ سره مرسته وکړي).»

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې مسلمانان د واحد بدن په څېر دي؛ که یې یو غړی درد وکړي، ټول بدن دردېږي. د دوزخ اور د هغو حکامو په تمه دی چې د قرآن او سنتو د احکامو پر وړاندې غفلت کوي. موږ باید د رښتیني حللارې لپاره د کارکولو غږ پورته کړو؛ ترڅو دغه حکام په ښکاره د اسلامي احکامو د سپکاوي پرېکړې و نه کړي؛ ظالمان زموږ پر دین، اسلام و نه خاندي او زموږ د خاورو او ذهنونو د نیولو جشن و نه لمانځي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

۱۴۴۵هـ.ق کال، د رجب ۱۱مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۲۳مه

د مطلب ادامه...

په غزه کې د ماشومانو لپاره د واکسینو پروګرامونه فعال دي؛ خو د خوړو، درملو او تیلو لارې بندې دي

بسم الله الرحمن الرحيم

خبر:

ټیلیګراف راپور ورکوي چې یونیسف د ماشومتوب دورې ناروغیو خپرېدو د مخنیوي لپاره غزې ته نیم میلیون واکسین لیږلي. ملګري ملتونه د غزې د ۱.۹ میلیونو داخلي بېځایه شویو ترمنځ د ناروغیو د خپرېدو د ګواښ خبرداری ورکړی.

تبصره:

دې ته په کتو چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو په برخه کې د خپلو ټولو پالیسیو په پلي کولو کې پاتې راغلی او نه دی توانېدلی چې د ښځو، ماشومانو، کډوالو، ملکي وګړو، ژوو او د ژوند چاپیریال ساتنه وکړي. نو باید غور وشي چې دا ناڅاپي اقدام، چې له کوم خنډ پرته غزې ته واکسین رسېږي او ورکول کېږي؛ دا به د غزې د ماشومانو د وژلو بهېر نور هم چټک کړي. کله چې کیمیاوي وسلې او ډلیز وژونکي بمونه ټول ښار په سپیره ځمکه بدلوي، هغه وخت د روغتیا او خوندیتوب هېڅ اندېښنه ورسره نه وي.

د غزې نسل‌وژنه د نړۍ په تاریخ کې د بشریت پر وړاندې ترټولو پراخ مستند شوی تېری دی. د ترسره شویو وحشتونو د شواهدو هېڅ کمی نشته او هېڅ ډول د غزې پر سړکونو د وژل شوو ماشومانو د بدن غړي نه شئ ردولی. سره له دې د ملګرو ملتونو، چې د «سولې» او «عدالت» غوښتنه کوي، خواشینوونکی لومړیتوب د واکسینونو لېږل دي. په دې کې هېڅ شک نشته چې دا د دوی بله بیولوژيکي تجربه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت د وژلو لپاره به د نوې وسلې په توګه کار کوي.

موږ په دغه کاذبه بشردوستانه هڅه نه غولېږو. موږ پوهېږو چې یوازې خلافت د بشري حقونو د ساتنې لپاره په خپل ماموریت کې ریښتینی دی او په دې کې د حرص او مالي او مادي موخو اجنډا نه لري.

موږ له امت څخه غواړو چې د اسلامي خاورو حکام د مسلمانانو پر وړاندې د جنایتونو د ترسره کېدو او په غزه کې د دغو کاذبو واکسینو د نه مخنیوي لپاره محاسبه کړي؛ موږ د فلسطین د قضیې لپاره د خبرو اترو په چوکاټ کې د هغوی نامشروع حللارې ردوو، دا د اسلام د دښمنانو ملګرتیا او د هغوی په ګټه کار کول دي. الله سبحانه وتعالی په خپلو مبارکو ایتونو کې موږ ته د نړۍ له ظالمانو سره د سولې د کاذبو او درواغجنو پلانونو په اړه خبرداری راکړی؛ هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ * أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ»[البقره:۱۱-۱۲]

ژباړه: «کله چې هغوی ته وویل شي، په ځمکه کې فساد مه کوئ، نو هغوی وایي، موږ خو اصلاح کوونکي یو. خبردار اوسئ! په حقیقت کې همدوی مفسدین دي خو شعور نه لري.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

۱۴۴۵هـ.ق کال، د رجب ۸مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۲۰مه

د مطلب ادامه...

د فلسطین د ازادۍ لپاره د صلاح الدین نقشه

  • خپور شوی په سیاسي

صلاح‌الدین په ۱۱۳۷م کال کې په عراق کې نړۍ ته سترګې وغړولې او په داسې حال کې مشهور شو، چې اسلامي خاورې ټوټه ټوټه شوې او صلیبیانو اشغال کړې وې. کله چې په ۱۱۶۹م کال په مصر کې قدرت ته ورسېد، د خلافت دولت د ځواکمنولو او مختلفو عربي سیمو د یووالي لپاره یې هڅې پيل کړې. صلاح‌الدین د مسلمانانو د یووالي ارزښت درک کړی و، له همدې امله یې د فلسطین شاوخوا کوچنۍ خاورې له سټراټېژیک اړخه متحدې کړې او د صلیبیانو پر ضد یې یوه متحده جبهه پرانیسته. د صلاح الدین د لښکرکشۍ د عطف ټکی په اوسني اردن کې هغه مهال و چې په ۱۱۸۷م کال د کراک مسیحي پاچا د مسلمانانو پر یوه کاروان د "رینالد دو شاتیلون" بدنام برید وکړ. دې پېښې یوه لنډمهاله سوله له منځه یووړه او صلاح‌الدین ته یې فرصت ورکړ چې خپله پخوانۍ هیله، چې د بیت‌المقدس ازادي وه، پوره کړي. 

د اسلامي جبهې د یووالي لپاره د صلاح‌الدین هڅې د صلیبیانو لخوا د سوریې په ساحلي ښارونو او مهمو کلاوو لکه "کراک او کرک ډي مونترال" کې، چې په اوسني اردن کې دي، له ستونزو سره مخ شوې. د صلیبیانو دغو جبهو د مصر، لویې سوریې او عراق د یوې برخې تر منځ اړیکې ختمې کړې، چې دا د صلاح الدین د دولت اصلي محورونه ګڼل کېدل. عمادالدین زنګي مخکې د لویې سوریې په یو ځای کولو سره د یووالي ډبره کېښوده او دغه یووالي بیا د نورالدین لخوا، چې مصر یې له سوریې سره متحد کړ، دوام وکړ.

د حطین تر جګړې وړاندې ځیې پېښې وشوې، چې پیل یې په ۵۸۲هـ.ق کال د "پینځم بالدوین‌" پاچا له مړینې وشو. د صلیبي شهزاده ګانو تر منځ د قدس خاورې د تاج و تخت لپاره کورنۍ شخړې رامنځته شوې. صلاح‌الدین له دغو ناامنیو څخه ګټه واخیسته او په سټراټېژیکه توګه یې د صلیبي جنګونو په چارو کې مداخله وکړه. د پینځم بالدوین پاچا له مور "سیبیل" سره د "ګي لوزینیان" واده کولو نوموړی تر سلطنت پورې ورساوه، چې په پایله کې د "ګي ډي لوزینیان" او "درېیم ریموند" تر منځ چې دی هم د پاچایۍ لپاره نوماند و، د شخړې لامل شو.

په اوسني لبنان کې د طرابلس له پاچا، "درېیم ریموند" سره د صلاح‌الدین اوربند او په اوسنۍ ترکیه کې د انطاکیې له پاچا "درېیم بوهموند" سره د هغه بل اوربند نوموړي ته د صلیبیانو په سیاست کې د لاسوهنې اجازه ورکړه. د صلاح‌الدین لخوا له "درېیم ریموند" او "درېیم بوهموند" سره د ایتلاف نوي کولو په سټراټېژیک ډول د طرابلس او انطاکیې صلیبي حکومتونه کمزوري کړل، چې دغه کار د کراک پاچا "رنالد ډي شاتیلون" غوسه کړ او پر مخکیني اوربند سربېره یې د یوه سوداګریز کاروان په لوټلو سره خپل تړون مات کړ. د دغه تړون د ماتولو په مقابل کې د صلاح‌الدین ډيپلوماتیکې او سټراټېژیکې کړنلارې د "ګي" او "رینالد" تر منځ بې‌باوري او تفرقه رامنځته کړه او د حطین جګړې ته یې لاره هواره کړه.

صلاح‌الدین له فرصت څخه په استفادې د مسلمانانو صفونه متحد کړل او په ټول مصر، بین‌النهرین، د عراق په شمال موصل او سوریه کې یې لښکرې چمتو کړې. هغه په ۵۸۳هـ.ق کال کې له دمشق څخه حرکت وکړ او خپل اصلي هدف یې، چې د قدس د حاکمیت ترلاسه کول و، پټ کړ. د صلاح‌الدین دغه حرکت نه یوازې دا چې "رینالد ډي شاتیلون" وګواښه، بلکې د صلاح‌الدین نظامي او سټراټېژیک قدرت یې هم وښود. صلاح‌الدین ایوبي داسې سټراټېژیک حرکتونه وکړل، چې په پایله کې د برخلیک ټاکونکې جګړې، حطین لامل شول.

تر دغې جګړې وړاندې د صلاح‌الدین د کشف ځواک په "سپفوریس" یا اوسني الجلیل سیمه کې د پام وړ بریا ترلاسه کړه او د صلیبیانو په زړونو کې یې وېره او ارهاب پيدا کړ. صلاح‌الدین د خپلو قوماندانو د نظر پر اختلاف سربېره بیا هم برخلیک ټاکونکې جګړه وټاکله، چې په دې سره یې خپل راتلونکی مسیر څرګند کړ. د نوموړي هدف د صلیبیانو په صفونو کې له اختلافاتو او د "پینځم بالدوین" پاچا له مرګ څخه ګټه اخیستل وو، چې د هغوی ارادې کمزورې کړي. د صلیبیانو داخلي اختلافات، اخلاقي انحطاط او بې‌باوري د هغوی له سقوط سره مرسته وکړه. صلیبیان چې پنځوس زره کسان وو، د مسلمانانو د متحدې جبهې پر وړاندې یې مبارزه پیل کړه.

صلاح‌الدین له دغو کمزورو ټکو څخه ګټه پورته کړه، یو سټراټېژیک پلان یې جوړ کړ او داسې دامونه یې کېښودل چې صلیبیان پکې راګیر شول. صلاح‌الدین د ځمکې او جغرافیې د ارزښت په درک کولو سره صلیبیان په سټراټېژیک ډول د طبریه یا اوسني الجلیل سیمې ته را کش کړل او له یوه بد وضعیت سره یې مخ کړل. صلیبیان ستړي او تږي د صلاح الدین په دام کې ولوېدل. صلاح‌الدین په سټراټېژیک ډول پر مسیحي لښکر بریالی شو او له مستقیمې نښتې څخه یې ډډه وکړه، تر دې چې وضعیت د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېد.

په پایله کې د حطین جګړه په ګرمه هوا کې وشوه، د صلیبیانو له کمزوریو (درنو زغرو او د اوبو کمښت) یې ګټه واخیسته او مسلمانان بریالي شول. حطین یوه سخته جګړه وه، چې صلاح‌الدین د رواني جګړې، محاصرې او د صلیب د رښتینې مجسمې د تصرف کولو په مرسته پر صلیبیانو رواني اغېزې زیاتې کړې.

په حطین کې د صلاح‌الدین بریالیتوب د الهي نصرت ښکارندویي کوي، چې له هغو کسانو سره یې ژمنه شوې چې د الله تعالی دین ته نصرت ورکوي. دا جګړه د خلافت او صلیبیانو په جګړو کې د عطف ټکی دی، چې په پرېکنده توګه د صلاح‌الدین په بریالیتوب او د لویې سوریې د متحد کولو لپاره په وروستیو هڅو سره پای ته ورسېده. د بیت‌المقدس ښار د صلیبیانو تر ۸۸ کلونو اشغال وروسته د صلاح‌الدین د سټراټېژیک پلان په مرکزي ټکي بدل شو. د صلاح‌الدین اصلي هدف د قدس ازادي وه.

هغه د قدس تر محاصرې وړاندې د قدس ښار په سټراټېژیک ډول د مدیترانې له بحیرې څخه بېل او منزوي کړ. صلاح‌الدین د مسیحیانو د سمندري ځواکونو د نږدې کېدو د مخنیوي لپاره د مصر له سمندریز ځواک سره مرسته وکړه او د خپلې نظامي سټراټېژۍ بشپړه کړنلاره یې نندارې ته وړاندې کړه.

د صلاح‌الدین د سټراټېژۍ زور د حطین تر جګړې وروسته معلوم شو، چې د صلیبیانو پر ساحلي ښارونو یې تمرکز کړی و. نوموړي د طبریه، عکا، یافا، عسکالون، صیدا، بیروت، جبیل او داسې نورو سیمو په فتحه کولو سره په سیمه کې د صلیبیانو شتون ختم کړ. دغه ساحلي کلاوې چې له ډېر وخت راهیسې یې د مسلمانانو خاورې نیولې وې، یو پر بل پسې سقوط شوې او د صلیبیانو سنګر له منځه لاړ. هغه په لومړیو کې د ساحلي ښارونو د امنیت په ټینګښت سره صلیبیان له سمندري اډو څخه محروم کړل، د هغوی ځواکونه یې کمزوري کړل او د اروپایي مرستو مخه یې ونیوله. بهرنۍ ډیپلوماټيکې هڅې دا وې، چې له قسطنطنیې سره یې ایتلاف وکړ، د ایټالیا له سمندري ځواکونو سره یې سټراټېژیکې معاملې وکړې او د صلیبیانو پر پاچاهانو یې د هغوی نفوذ محدود کړ.

د مال او ځان لپاره منظمه کړنلاره د دې لامل شوه، چې بې شمېره بریاوې ترلاسه شي. د فتحو دغې لړۍ سیاسي لیدلوری بدل کړ، صلیبیان یې کمزوري کړل او د بیت‌المقدس په ازادۍ سره وروستۍ کچې ته ورسېده. د صلاح‌الدین رهبرۍ یو نوی دوران پیل کړ، استعماري خوځښت یې له ستونزو سره مخ کړ او له سیمې څخه یې په بشپړه توګه د صلیبیانو ایستلو ته لاره هواره کړه.

د بیت‌المقدس پر لور د صلاح‌الدین په پرمختګ سره د ښار صلیبي ساتونکي له ستونزو سره مخ شول. په بیت‌المقدس کې تر ۶۰۰۰۰ ډېرو صلیبي جنګیالیو د صلاح‌الدین د ځواکونو د مخنیوي لپاره چمتووالی پراخ کړ. د ښار دفاعي حالت یې قوي کړ، پر هره غونډۍ یې منجنېقونه کېښودل او د مسلمانانو لخوا د نږدې پېښېدونکې محاصرې د مخنیوي پر وړاندې یې خندقونه وکیندل. د صلاح‌الدین سټراټېژي په یوه ښه جوړ شوي نظامي پلان کې را څرګنده شوه. هغه په دې هڅه کې و، چې اسلامي ځواکونه سره متحد کړي، صلیبیان په خپل قلمرو کې کمزوري کړي او بیت‌المقدس د مرستندویه ځواکونو په برخه کې منزوي کړي. صلاح‌الدین د جهاد په موخه د مسلمانانو د تنظیم لپاره له یوه رسنیز کمپاین څخه ګټه واخیسته. د ټولې اسلامي نړۍ د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یې فتحې او ساحلي بریاوې نورې هم زیاتې کړې. صلاح‌الدین ۱۲ ورځې بیت المقدس محاصره کړ، تر دې چې مسیحیان د ۱۱۸۷م کال د اکټوبر په ۲مه تسلیم شول. د صلاح‌الدین تر ټولې غوره توپخانې د دېوالونو په نړولو کې مهم رول درلود. تر سختې جګړې وروسته دې ته چمتو شو، چې د صلیبیانو له یوه لوی نظامي مشر "بالیان دي ایبلین" سره چې د بیت‌المقدس پر بالیان مشهور و، خبرې اترې وکړي. صلیبیان د بیت المقدس تسلیمولو ته چمتو شول؛ جزیه ورکول او یو شمېر نور شرطونه یې هم ومنل.

بیت‌المقدس ته د صلاح‌الدین ننوتل په دې معنا وو، چې ښار نور ازادی شوی دی. صلاح‌الدین پر صلیبیانو د مناسبې جزیې په ټاکلو سره پر هغوی رحم وکړ. صلاح‌الدین بیت‌المقدس ته له ننوتلو سره سم امر وکړ چې ښار بېرته په لومړي حالت جوړ کړي او د صلیبیانو لخوا رامنځته شوي بدلونونه برعکس کړي. مسیحیانو ته اجازه ورکړل شوه، چې پاتې شي، جزیه ورکړي او د اسلامي قوانینو تر چتر لاندې ژوند وکړي. د یادونې وړ ده، چې صلاح‌الدین د کلیساوو د نړولو وړاندیزونه رد کړل او له اسیرانو سره یې ډېره مهرباني وکړه. نوموړي ټول زندانیان ازاد کړل او ان د هغو کسانو پر کورنیو مهربانه شو چې شپه او ورځ یې په صلیبي جګړو کې ګډون کړی و. د مسیحیانو سرچینو او تاریخ لیکونکو د صلاح‌الدین پر بې‌مثاله صبر او انسانیت اعتراف کړی چې عمل یې د صلیبیانو له جنایتونو سره په بشپړ ټکر کې و.

تر فتحې اته ورځې وروسته مسجدالاقصی پاک شو او د جمعې لومړی لمونځ پکې ادا شو. قاضي محی‌الدین ابن‌الزکي یوه قوي خطبه وویله او پر کفر د بریا له امله یې د الله سبحانه وتعالی ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې باید د الهي احکامو پر اساس ترسره شي او هغه برکتونه یې ومنل چې مومنانو ته ورکړل شوي وو. دې خطبې د فتحې پر ارزښت او د مسجدالاقصی پر سپېڅلتیا او تاریخي ارزښت ټینګار وکړ. هغه د الله سبحانه وتعالی له اوامرو څخه د پیروۍ او د اسلامي خاورو د ازادۍ لپاره د جهاد غوښتنه وکړه.

صلاح‌الدین یوازې پر بیت المقدس بسنه ونه کړه او د لویې سوریې د جنوبي او شمالي سیمو په لوري لاړ. د "کراک او کرک ‌ډي مونترال" کلاوو د هغه پر وړاندې مقاومت وکړ، چې محاصرې یې یو کال دوام وکړ. پر سیمه د خلافت د حاکمیت د کنټرول لپاره د صلاح‌الدین د هڅو په برخه کې، نوموړي ته د دغو کلاوو تسلیمول یو مهم ګام و. وروسته صلاح‌الدین خپل تمرکز د شمال پر لوري زیات کړ او په طرابلس او انطاکیه کې یې سیمې خپل هدف وګرځولې. په طرابلس او انطاکیه کې فتحو د صلیبیانو سنګرونه کمزوري کړل، چې په پایله کې یې اوربند وکړ او د صلاح‌الدین لخوا فتح شوي قلمرونه يې ومنل.

صلاح‌الدین د پام وړ سیاسي ځیرکتیا او هوښیاري وښوده. هغه د اسلام د صفونو د یووالي او د صلیبیانو پر وړاندې د جهاد ارزښت درک کړی و. له ځینو صلیبي قدرتونو سره یې یو لنډمهاله اوربند وکړ، چې نوموړي ته یې د دې اجازه ورکړه چې د خپل قدرت پر ټینګوالي تمرکز وکړي او د بې ځایه بوختیاوو مخه ونیسي.

علماوو د جهاد لپاره د امت د چمتووالي، پر ځان د باور زیاتوالي او فکري ملاتړ په برخه کې اساسي رول درلود. صلاح‌الدین له علماوو سره نږدې اړیکه درلوده او د جګړې او اداري چارو په اړه یې له هغوی سره مشورې کولې. قاضي فاضل چې یو لوی عالم دی، په خپلو مشورو یې مهم رول ادا کړ.

له پوره چمتووالي وروسته صلاح‌الدین د زړه له تله الله سبحانه وتعالی ته دعاوې وکړې او د ځان په اړه یې پر الهي نصرت اعتراف وکړ. د هغه په دعاګانو او سجدو کې تواضع وه؛ پر الله سبحانه وتعالی يې پوره باور و او د هغه سبحانه و تعالی له لوی ذات څخه یې د بریالیتوب غوښتنه کوله. د هغه عزت او ویاړ په حقیقت کې اسلامي شریعت ته د هغه د اخلاص او ژمنتیا نښه وه. لکه عمر بن خطاب «رض» چې د امت تر منځ یووالي او شریعت ته قوي ژمنتیا لرله او ټینګار یې کاوه چې اسلام د امت د عزت سرچینه ده.

دا «موږ یوازې د عبادت او جهاد لپاره پیدا شوي یو» خبره وه چې صلاح‌الدین دمشق ته د داخلېدو په حالت کې ټینګار پرې کاوه؛ دا پر ایمان د هغه ژمنتیا او ثبات ښوده. د صلاح‌الدین بریا یوازې له نظامي اړخه نه وه، بلکې د هغه د ایمان، اسلامي اصولو ته د ژمنتیا او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له لارې څخه د پیروۍ پایله وه. د هغه بریالیتوب د رښتینو مومنانو په منظمولو کې د قرآن د ژبې قدرت څرګند کړ او د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره یې د ایمان او جهاد پر ارزښت ټینګار وکړ. په حطین جګړه کې د هغه بریالیتوب او وروسته د قدس فتحه کول د یوې بشپړې سټراټېژۍ پایله وه؛ چې یووالی، سیاسي هوښیارتیا، حکومت، ډیپلوماسي او د اسلامي اصولو پر اساس جهاد ته مخلصانه ژمنتیا پکې شامل وو. د هغه میراث د سټراټېژیکې رهبرۍ لپاره د څراغ حیثیت لري او له اسلامی اصولو څخه کلکه پیروي ګڼل کېږي.

نن ورځ امت له همداسې یو حالت سره مخ دی. د امت لوڼې او بچیان په غزه کې په بې‌رحمۍ وژل کېږي. استعمارګرو یهودو مقدسه خاوره اشغال کړې او سبب یې د خلافت نشتون، پر مصنوعي او غیرطبیعي دولتونو (دولت-ملت) د مسلمانانو د جبهې وېشل او پر همدغو دولتونو د مزدور حکامو، چې د استعمارګرو د ګټو ساتونکي دي، واکمنېدل دي. هغه خاوره چې صلاح‌الدین له صلیبیانو څخه ازاده کړه او هغه خاوره چې خلیفه عبدالحمید ثاني یې ساتنه وکړه، د استعمارګرو قدرتونو د تړون په پایله کې د یهودو لاس ته ولوېده. امت اوس هم یوه بل صلاح الدین ته شېبې شماري او یوه بل داسې اتل ته په تمه دی، چې د صلاح‌الدین په څېر شجاعت، اسلامي عقیدې ته ژمنتیا او د جهاد مینه ولري.

په ریاض کې د مسلمانو حکامو وروستۍ ناسته او د صلاح‌الدین ایوبي کړنلاره مقایسه کول یو غیرواقعي کار دی. په داسې حال کې چې دغو رهبرانو په خپلو خبرو او ویناوو کې د غزې جنایتونه محکوم کړل، د دوی په خبرو کې هغه ځواک نه و، چې د رښتیني بدلون سبب شي او د اسلامي ارزښتونو لپاره اقدام وکړي. په جګړه کې بریا عملي اقدام ته اړتیا لري او یوازې خبرې بسنه نه کوي. د صلاح‌الدین مثال موږ ته دا را وښوده، چې په حساس حالت کې له پرېکنده اقدام پرته یوازې خبرې کول ګټه نه کوي. د مسلمانو رهبران چې د دوو دولتونو د حللارې ملاتړي دي، په حقیقت کې د اسلام له جوهر سره خیانت کوي. د فلسطین او مسجدالاقصی مبارکه خاوره د هغه ځای د اوسېدونکو او د هغوی د دښمنانو تر منځ نه شي وېشل کېدی. د دې خاورې د حللارې په اړه پخپله الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾ [بقرة –۱۹۱]

ژباړه: «له هغوی سره وجنګېږئ، تر دې چې پر هغوی برلاسي شئ او هغوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یئ.»

عملي اقداماتو ته دعوت کول نه یوازې دا چې یوه جمعي دنده ده، بلکې اسلامي عقیدې ته زموږ ژمنتیا هم ښيي. د ظلم پر وړاندې د مبارزې او د هغو کسانو د ملاتړ لپاره چې له دین سره مرسته کوي، د قرآن حکم باید د مسلمانانو په زړونو کې وځلېږي. د نن ورځې پوځیان باید د غزې اواز ته لبېک ووایي، لکه څنګه چې صلاح الدین د مسجدالاقصی د ساتلو لپاره لښکرې چمتو کړې. دغه پوځیان له صلاح‌الدین سره ګډه عقیده لري او هغه د اسلام قوي عقیده ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال –۷۲]

ژباړه: « کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ

اې مسلمانو سرتېرو! اې د صلاح‌الدین بچیانو! یوازې اسلام موږ ژوندي کولی شي او یوازې اسلام مو په حرکت راوستلی شي. همدا اسلام موږ ته راښيي، چې له الله سبحانه وتعالی څخه باید ووېرېږو او موږ چمتو کوي، چې باید د قیامت د لویې ورځې له حساب څخه ووېرېږو. همدا اسلام موږ اماده کوي چې خپل لوی او کوچني عملونه د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پر اساس تنظیم کړو.

اې مسلمانو افسرانو! پر تاسو واجب دي چې په غزه کې ستاسو پر خویندو او وروڼو د بې‌رحمه تېري پر وړاندې له مظلومانو څخه د دفاع او د مبارکې خاورې د ازادۍ په خاطر د خپلې وجیبې په اړه ژور فکر وکړئ. دغه فکر باید د اسلامي عقیدې د اصولو پر اساس او د قیامت په ورځ له حساب ورکونې څخه د پوهاوي له مخې وي. ایا تاسو په دغو عملونو کې د بریا او شهادت یوه هیله نه لرئ؟ ایا تاسو په دې دنیا او اخرت کې د عزت هیله نه لرئ؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ وَمَسَـٰكِنَ طَيِّبَةً فِى جَنَّـٰتِ عَدْنٍ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ * وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف –۱۲-۱۳]

ژباړه: «الله به ستاسو ګناهونه وبښي او تاسو به هغو باغونو ته داخل کړي، چې تر ونو لاندې به یې ویالې بهېږي او په عدن جنت کې به پاک کورونه درکړل شي، دا یو لوی بریالیتوب دی. هغه بل څه (دنیوي نعمت) چې تاسو یې خوښوئ، هغه به هم درکړل شي، نصرت د الله تعالی لخوا دی، فتحه نږدې ده او مومنانو ته زېری ورکړئ.»

اې مخلصو مسلمانو نظامي افسرانو! نن ورځ چې موږ په غزه کې د خپلو خویندو او وروڼو د مصیبت شاهدان یو، نو عملي اقدام ته دعوت پکار دی. دا چې امت له دې لویې غمیزې سره مخ دی، نو اسلامي عقیده او د صلاح‌الدین ایوبي تګلاره باید تاسو د مهمو او اغېزناکو ځوابونو خواته روان کړي. دا ډېره مهمه ده چې د صلاح‌الدین ایوبي د عصر او د غزې د اوسني وضعیت تر منځ موازي خط کش کړل شي، لکه څنګه د هغه رهبرۍ له اسلامي عقیدې څخه اخیستل شوی قدرت نندارې ته وړاندې کړ؛ اوس هم یو ځل بیا اړتیا ده، چې د صلاح‌الدین ایوبي سیاسي، سټراټېژیکه او نظامي هوښیاري په پام کې ونیول شي. اوس د لاس په کار کېدو وخت دی. د اسلام تعلیمات ومنئ او د صلاح‌الدین ایوبي لاره تعقیب کړئ. همدارنګه منظم شئ، ترڅو په غزه کې له خپلو خویندو او وروڼو څخه دفاع وکړئ او د هغو کسانو د ظلم پر وړاندې ودرېږئ، چې د الله سبحانه وتعالی له غضب سره مخ دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ [التوبه :۳۸-۳۹]

ژباړه: «اې مومنانو! پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو ته د الله په لاره کې د وتلو وویل شي، تاسو پر ځمکه درانده کېنئ. ایا تاسو د اخرت په بدل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې ده نو تاسو باید پوه وئ، چې دنیوي ژوند د اخرت په پرتله ډېر کم دی. که تاسو نه پاڅېږئ، نو الله به تاسو ته دردناک عذاب درکړي او ستاسو پر ځای به کوم بل قوم راولي. تاسو په دنیا کې الله ته هېڅ زیان نه شئ رسولی او الله په هر څه برلاسی دی.»

د سختو ستونزو پر وړاندې د غزې د مسلمانانو استقامت، په حقیقت کې له غښتلي ایمان څخه د اخیستل شوي قدرت ښکارندویي کوي. د ظلم متحد ځواکونه د هغو کسانو عزم نه شي ماتولی، چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې کلک ولاړ دي. برعکس ظالمان د مومنانو د روحیې په مقابل خپل ځانونه کمزوري ګڼي. د کفارو او یهودو ګډ ځواکونه چې په پرمختللې ټکنالوژۍ او وسلو سمبال دي، ونه توانېدل چې د غزې مسلمانان دې تر خپلې ولکې لاندې راولي. یهود هغه کسان دي چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایي:

﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾ [آل عمران –۱۱۱]

ژباړه: «تاسو ته له (ژبني) اراز او ځور پرته هېڅ زیان نه شي رسولی، که چېرې له تاسو سره جګړه وکړي، تاسو ته به شا کړي او بریالي به نه شي.»

کفار چې د کلکو کلاوو په منځ کې دي، په مات زړه ولاړ دي او د مومنانو د مقاومت مقابله نه شي کولی. د استعمارګرو په صفونو کې اوسنی وېش د حطین له جګړې وړاندې د صلیبیانو د وضعیت په څېر دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَا يُقَـٰتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِى قُرًۭى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَآءِ جُدُرٍ بَأْسُهُم بَيْنَهُمْ شَدِيدٌۚ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَومٌ لَّا يَعْقِلُونَ﴾ [حشر – ۱۴]

ژباړه: «هغوی (یهود) له تاسو سره ډله‌ییز جنګ نه کوي، بلکې په کلکو کلاوو کې دننه او د دېوال تر شا جګړه کوي. هغوی په خپل منځ کې سخت مخالف دي. تاسو ګومان کوئ، چې دوی به متحد وي، خو د دوی زړونه له یو او بل څخه بېزاره دي؛ ځکه دوی هغه قوم دی چې فکر نه کوي.»

د مسلمانانو په توګه موږ ته دا یادونه کېږي، چې زموږ عملونه به د قیامت په ورځ ارزول کېږي. هغه حاکمان او افسران به په دې ورځ امت ته د خپل خیانت ځواب وایي، چې هسې ولاړ دي، د ظالمانو جنایتونه ننداره کوي او د هغوی پلوي کوي. د نظامي ځواک د چمتووالي لپاره دعوت کول، که لوی وي که کوچنی؛ په اسلامي عقیده او نبوي سنتو کې رېښه لري. د دغو حاکمانو او افسرانو دغه بې‌پرېتوب ممکن د دې لامل شي، چې د دوی پر ځای به نور داسې پوځیان ځایناستي شي، چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له لارې سره به رښتینې مینه لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿هَـٰٓأَنتُمْ هَـٰٓؤُلَآءِ تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَامَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِۦ ۚ وَٱللَّهُ ٱلْغَنِىُّ وَأَنتُمُ ٱلْفُقَرَآءُ ۚ وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوٓا أَمْثَـٰلَكُم﴾  [محمد –۳۸]

ژباړه: «پام مو وي، چې تاسو ته بلنه درکول کېږي، ترڅو د الله په لاره کې مال ولګوئ. په تاسو کې ځینې داسې کسان دي، چې بخیلي کوي. څوک چې بخیلي کوي، په حقیقت کې پر خپل ځان بخیلي کوي؛ ځکه الله خو شتمن دی او تاسو هغه ته اړ یئ. که تاسو مخ واوړئ، نو الله به ستاسو پر ځای بل قوم راولي او هغه به بیا ستاسو په څېر نه وي.»

د مسلمانانو په پوځ کې اې د امت بچیانو! په یاد ولرئ چې د اسلام او مسلمانانو لپاره بریالیتوب یوازې په انساني ځواک پورې محدود نه دی، بلکې د الله سبحانه وتعالی لخوا ورکول کېږي او هغو صادقو او وړ کسانو ته په تمه دی، چې د هغه د دین په لاره کې قربانۍ ته حاضر دي. د نظامي ځواک لپاره دعوت کول، په حقیقت کې د تلپاتې اخرت په بدل کې د دنیا معامله کول دي. د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس د مسلمانانو د واحدې جبهې ضامن او د امت د عزت او دبدبې لپاره د لارې پرانیستل دي. دا هغه دعوت دی چې په اسلامي عقیده کې ژوره ریښه لري او د قیامت په ورځ د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې د ځواب ویلو په اړه پوهاوی ورکوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ * وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْساً لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنْزَلَ اللهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ﴾ [محمد :۷-۹]

ژباړه: «اې مومنانو! که الله ته نصرت ورکړئ، هغه به تاسو ته نصرت درکړي او ستاسو ګامونه به کلک کړي او کوم کسان چې کافر شوي دي، د هغو لپاره هلاکت دی او الله د هغوی عملونه ضایع کوي؛ ځکه دوی دغه (قرآن) چې لله نازل کړی، قبول نه کړ، نو له همدې امله الله د هغوی عملونه ضایع کړل.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عبدالرحمن قطز

ولایه پاکستان

۱۴۴۵هـ.ق کال د جمادي الثاني ۱۸مه

۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۳۱مه

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې