جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 جمادی الثانی 1442

میلادی نېټه :     سه شنبه, 16 فبروری 2021 م

شمېره:      ۰۸/ ۱۴۴۲

کینیا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت له راپرځېدو وروسته د عبادت ځایونو له منځه وړل د مسلمانانو لپاره یوه غمیزه بلل کېږي

د کینیا رېلپټلۍ د کیسومو کیبوس په سیمه کې یو جامع جومات او لسګونه هغه کورونه ړنګ کړل، چې د نایروبي ـ کیسمو رېل پټلۍ د بیا رغاونې پر لار پراته وو. جومات تر ټولو لوی او پخوانی عبادت ځای و، چې شاوخوا ۸۳ کلونه وړاندې په کیسومو کې جوړ شوی و.

موږ حزب التحریرـ کینیا، دغه غیر عادلانه او غیر اخلاقي عمل غندو، چې د جومات او استوګنیزو کورونو د ړنګېدلو په اړه د محکمې د حکم پر خلاف ترسره شوی دی. دا تر لمر روښانه ده چې حکومت په طبیعي توګه په دې کې پاتې راغلی چې له خلکو سره په ځانګړې توګه له مسلمانانو سره ښې اړیکې ټینګې کړي او همدا راز د ملکیت او عبادت ځایونو امنیت ټینګ کړي.

دا د اسلام ضد عمل په حقیت کې د مسلمانانو پر وړاندې تر سره شوی دی، چې د الله سبحانه و تعالی غوصه راپاروي:

 (وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّـهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَا)

ژباړه: «له هغه چا څخه به لوی ظالم څوک وي چې د الله سبحانه و تعالی په عبادت ځایونو (مسجدونو) کې د الله سبحانه و تعالی د نوم اخیستنې منع کوي او د هغه د ویجاړولو په هڅه کې وي؟» [بقرة: ۱۱۴]

د جوماتونو ویجاړول د ټولې اسلامي ټولنې په ځانګړې توګه د نایروبي مسلمانانو لپاره یوه غمیزه بلل کېږي. دا ځکه چې موږ یو امت یو او جوماتونه په اسلام کې لوړ مقام لري، چې دا د الله سبحانه و تعالی کورونه دي. دا له سپکاوي څخه ډک عمل د مسلمانانو پر وړاندې ژوره دښمني ښکاره کوي، دا د هغه نړیوالې دښمنۍ پایله ده چې په چین کې په پراخه کچه شته، چې د اسلام ضد چینايي چارواکو له لوري زرګونه جوماتونه ویجاړ شوي دي. ښايي موږ هېر نه کړو چې د قدس سپېڅلی جومات د یهودیانو له لوري اشغال شوی او شپه او ورځ تر جومات لاندې د تونلونو په کيندلو سره د هغه د سپکاوي پلانونه جوړوي.

د خلافت د راپرځېدلو ۱۰۰ کلونه تېر شول، مسلمانانو د جوماتونو په منځ کې د دوی د مقدساتو اصلي ساتونکی له لاسه ورکړ. دا  ۱۰۰ کلونه د جګړو، بریدونو او ویجاړۍ کلونه دي. دا له غمه ډکه پېښه باید مسلمانان نور هم وهڅوي چې په هغو مسلمانانو کې شامل شي او خپلې هڅې دوه برابره کړي، چې په اسلامي خاورو کې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار کوي. دا خلافت دی چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره د ملکیت، ژوند او عبادت ځایونو امنیت تضمینوي.

#خلافت_بیا_تاسیس_ کړئ

#أقيموا_الخلافة

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

شباني موالیمي

د حزب التحریرـ کینیا مطبوعاتي استازی

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې