پنجشنبه, ۱۲ ربیع الاول ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۰/۱۰/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د ملکي مرګژوبلې زیاتوالی؛ د امنیتی که د قصابي تړون پایله!؟

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

جګړه په افغانستان کې ورځ تر بلې نوې بڼه اخلي او لا زیاتې وینې تویېږي. له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته، د ظلم او وحشت تور وزورنه د خلکو پر ژوند خواره شوي، نا امني او د ملکي کسانو وژنه په بې سارې توګه زیاته شوې. «په وسله والو شخړو کې د ملکي وګړو ساتنه» تر نامه لاندې د ملګرو ملتونو سازمان یو نوی راپور ښیي چې له ۲۰۰۹ وروسته په افغانستان کې ملکي مرګژوبله لوړې کچې ته رسېدلې ده. د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۱۶ کې په افغانستان کې ۳۴۹۸ تنه وژل شوي او ۷۹۲۰ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم په جرات استدلال کولی شو چې د ملګرو ملتونو په راپور کې د ملکیانو د وژنې شمېر ډېر کم ښودل شوی، چې د منلو وړ نه دی، د ملکیانو د مرګژوبلې کره شمېره نه ښيي، د مرګژوبلې یوازې هغه شمېره پکې ښودل شوې چې دولتي سرچینو تایید کړې او یا هم دغه بنسټ څېړلې. په داسې حال کې چې سلګونه او زرګونه هغه پېښې چې زرګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي، په دغه څېړنه کې نه دي راغلې. که نه کره شمېر یې تر لسو زرو اوړي.  

په اصل کې دغه څېړنه د عامه افکارو د غولونې لپاره یو ډول پروپاګند دی، تر څو حقیقتونه او  کره شمېر پټ کړي یا یې لږ وښیي او هڅه کوي چې په افغانستان کې د دواړو اړخونو جنګي جنایات پټ کړي. حال دا چې د افغانستان خلک د امریکا تپل شوې جګړه په خپلو هډونو ګالي او سهار چې له کوره وځي، د بېرته راتګ سل پر سله تمه نه لري.

د ملکي وګړو د مرګژوبلې زیاتوالی د هغو کسانو پر مخ کلکه څپېړه ده چې په تکبر يې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدو ملاتړ کاوه او هغه يې د افغانستان د خلکو لپاره د امنیت، ثبات او پرمختګ لامل ګاڼه. خو یاد تړون د ملکي کسانو د مرګژوبلې او جګړې له زیاتوالي، اقتصادي کړکېچ او د خلکو پر برخلیک د ناخوالو له حاکمیت پرته بله ډالۍ نه ده راوړې؟ د دې تر څنګ، له امریکا سره د یاد تړون له لاسلیک وروسته جګړه او نا امني له سویلي ولایتونو شمالي هغو ته خپره شوه او اوس په یوه وخت شمالي او سویلي ولایتونه په دغه بدمرغه جګړه کې سوځي. نو ځکه ځینو امنیتي تړون "د قصابۍ تړون"  نومولی.   

امریکا د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته د جګړې میکانېزم ته بل رنګ ورکړ او جګړه یې افغاني کړه، تر څو افغانان په خپله یو د بل وینه تویې کړي. له همدې امله یې خپل عسکر د جګړې له ډګره راویستل، ځینې یې له افغانستانه بهر ته ولېږل او ځینې یې د خپل حاکمیت د تضمین په موخه په نظامي اډو کې وګمارل.

نو اوس د جګړې دواړه اړخه، یعنې افغان امنیتي ځواکونه او مخالفې ډلې، مسلمانان او افغانان دي، پر یوه الله، پیغمبر او قران ایمان لري، قبله يې يوه ده؛ خو د امریکا د ګټو د ساتنې لپاره د خپل مسلمان ورور وینه تویوي. له شک پرته ، چې یاد حالت سخت خواشینونکی دی او یو ډول ورور وژنه ده. خو امریکایان په خپلو اډو کې د افغان مسلمانانو د وینې تویدنې ننداره کوي، د دواړو اړخو په کار خاندي او هڅه کوي چې د دغې جګړې تنور لا زیات ګرم کړي.

د دې تر څنګ د افغانستان حکامو (اشرف غني او عبدالله عبدالله) ته په دغه هېواد کې د سلګونو مسلمانانو وینه تویېدنه د مچ وزر هومره ارزښت نه لري او په یوه عادي مسئله ورته بدله شوې، چې هېڅ د دوی انساني احساسات او عواطف نه تحریکوي، ته وا پر ډبرو اوښتي. ټول فکر او ذکر یې خلکو ته په لکچر ورکولو او د دریشي د رنګ په انتخاب کې دی. د ملګرو ملتونو سازمان د راپور په اړه د ارګ اعلامیه دا ادعا په ډاګه کوي چې دولت د خلکو د وینې تویېدنې هېڅ پروا نه لري.

دا د افغانستان مسلمان او شریف ولس دی چې تر درې لسیزو زیات د نیابتي، استخباراتي او استعماري جګړو لپاره قرباني ورکوي او د زړه ټوټې یې له لاسه ورکوي. نو ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی، چې یاد ناوړه حالت په غوره حالت بدل کړو، ځان له لویدیځو او ختیځو ښکېلاکګرو ازاد کړو او خپل سیاسي برخلیک د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وټاکو!؟ له شک پرته د دې وخت رارسېدلی چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د تاسیس لپاره هڅې یو ځای او ګړندۍ کړو. خلافت هغه نظام دی، چې د اسلامي امت د ویني، عزت، مقدساتو، نوامیسو او ارزښتونو دفاع کوي او خپلو وګړو ته رواني او فزیکي امنیت ډالۍ کوي. 

مصدق سهاک

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سیالۍ انديښمن وي، نه د حزب التحریر له فعالیتونو!

  • خپور شوی په سیاسي

د تخار والي محمدياسين ضياء د ۱۳۹۵ کال د دلوې په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې په نوموړي ولایت کې د حزب التحرير فعالیتونه زیات شوي او دی ترې انديښمن دی. ضياء زیاتوي چې دا ډله د دغه ولایت په ښوونیزو مرکزونو کې ډېره فعاله ده او نوي ځوانان خپلو مرکزونو ته جلبوي او وروسته يې د حکومت ضد فعالیتونو ته هڅوي. والي پر دې هم بسنه نه کوي او وايي: «موږ په دې اړه انديښمن یو، ځکه تخار له دې چارې اغېزمن شوی. په دې وروستیو کې مو د لوړو زده کړو وزارت ته یو لیک استولی چې اندیښنې، لاملونه او د خلکو، مدني ټولنې او مسولینو له لوري مو يې حل لارې مشخصې کړې دي. تر اوسه په دې اړه د لوړو زده کړو د وزیر ځواب ته په تمه یو.» نوموړي وویل چې په امنیتي ناسته کې دې موضوع ته په پاملرنې سره مو پتېلې ده، چې د اسنادو له تر لاسه کولو وروسته، په دې ډله پورې تړلي کسان ونیسو.

د اسلامي خاورو خاین چارواکي او د هغوی له ډلې د تخار والي عادتاً عامه افکار د امت له اساسي ستونزو او حل لارو څخه بلې خوا ته اړوي. په تخار کې د خلکو اساسي ستونزه او انديښنه؛ د جان کېري د حکومت له خوا دغه ولايت ته د ناامنیو تدریجي لېږد دی، تر څو د دغه ولایت د خلکو پر وینو، شتمنيو او نوامیسو د امریکا اوږدمهالې او ستراتیژيکې موخې لاس ته راوړي. په دې ډګر کې د تخار والي هغه څوک دی چې د امریکا د پروګرامونو لپاره په جزئياتو کې عیني او ذهني شرایط برابروي. نو د تخار والي باید د امریکا پالیسيو ته د لار هواروونکي په توګه په مسلمانانو کې له خپل شتون څخه انديښمن وي او باید له خپل ځان څخه خلکو ته خبرداری ورکړي، نه د حزب التحریر له فعالیتونو څخه!

د تخار والي د هغو وسله والو اسلامي ډلو له فعالیتونو څخه چې غواړي د افغانستان په شمال کې ناامني رامنځته کړي، ښه خبر دی. هغو استخباراتي بنسټونو چې غواړي د امریکا د ستراتيژیکو موخو د تعقيب او څارنې لپاره لار هواره کړي، په رسمي ډول ځينو والیانو ته ویلي تر څو دغو نظامي ډلو ته فرصت ورکړي چې د روسیې پر پوله او د افغانستان په شمالي سیمو کې خپل نفوذ  پراخ کړي. له همدې امله روسیه هره ورځ په دې اړه خپلې انديښنې څرګندوي. مهمه نه ده چې دا ناامنۍ د منځنۍ آسیا هاخوا ته لېږدول کېږي او که تر لېږد وړاندې، د داعش په اړه روان تبليغاتي هیاهو ... او په شمال کې روانې ناامنۍ د دې لامل کېږي، چې امریکا د روسیې تر نفوذ لاندې سیمو څخه امتیاز ترلاسه کړي او روسیه د هغې د «ګوښه ژوند» په سيمه کې مغلوبه کړي.

د تخار والي ښه خبر دی چې امریکا د افغانستان په شمال کې سخت او ناامنه پسرلی طرحه کړی او د ده په څېر د جان کېري دولت د ځينو والیانو په لاس د دې سیمې پر خلکو دا ډول ناوړه شرایط راولي او په خپله په جزئیاتو د قضیې مدیرت کوي. بل پلو، والي پر دې ښه خبر دی چې روسیه يو شمېر هغو عناصرو ته چې مخکې يې هم له هغوی سره اړیکه درلوده؛ نوې او مختلفې وسلې ورکوي او ځينو عناصرو ته یې ان د مسکو او تاجکستان بلنلیکونه ورکړي. یو شمېر يې روسیې ته په پټه سفرونه کړي، ترڅو له روسانو سره له نژدې اړیکه ټينګه کړي. دا مسئله تر دې کچې جدي ده چې امکان لري په ډېرو سختو ورځو کې د روسیې تر ملاتړ لاندې عناصر، له طالبانو سره لاس یو کړي او د داعش او جان کېري د دولت پر ضد وجنګېږي. ولې دغه والي له داسې ناوړه او کړکېچن وضعيت څخه نه دی انديښمن!؟

دغو لاسپوڅو او خاینو چارواکو تل له مظلومو خلکو د خپلو او کافرو استعمارګرو د ګټو لپاره د قربانۍ پسونه جوړ کړي. دا ځل د جان کېري حکومت د امریکا په لارښوونه هوډ کړی چې د راتلونکي کال په پسرلي کې د افغانستان د شمال د مسلمانانو په ځانګړې توګه د تخار د اوسېدونکو په وینو استعماري لوبه او له روسيې سره د امریکا نیابتي جګړه پر مخ یوسي. په داسې حال کې چې حزب التحریر تل امت، د استعمارګرو کفارو او د دوی د قسم خوړلو مزدورانو له پروګرامونو څخه خبروي. د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره عيني او ذهني شرایط رامنځ ته کوي او د دې خاورې مجاهدو او اشغال ضد خلکو ته اسلام د ژوند په ټولو ډګرونو کې د یوازینۍ حل لارې په توګه وړاندې کوي. له همدې امله د حزب التحریر ويښوونکو؛ فکري-سیاسي فعالیتونو د افغان چارواکو له سترګو خوب وړی، ځکه نو د لېونیانو په څېر پر حزب التحریر خوله ورخلاصوي.

حزب التحریر په هغه موخه او لاره چې د هدایت او رهبرۍ نمونه یې یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم دی؛ د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ اندېښنه نه لري، د اسلامي خاورو د ټولو طاغوتانو پر وړاندې يې تر ۶۳ کالو ډېره موده خپل ثبات ساتلی او هېڅکله يې امت ته دروغ نه دي ویلي. له همدې امله حزب التحریر نور د امت په سترګو، غوږو او هوښيارۍ بدل شوی. نو د تخار د والي او نورو دسیسې به هم تجربه کړي. په پای کې به حق کامیاب او خاینان به رسوا شي. د جابرو چارواکو پروګرامونه به له منځه ولاړ شي او د الله سبحانه وتعالی پروګرام به پلی او تطبیق شي.

﴿بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ﴾ )الأنبياء: ١٨(

‏بلکې (موږ داسې نه غواړو او) حق له باطل سره اخته کوو، حق د باطل مغز پاشي او باطل ډېر ژر محوه او له منځه ځي. افسوس دې وي پر تاسو، د هغه ستاینې له امله چې کوئ يې!

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر -ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او د هغه پایلو ته کتنه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پېژندنه:

لومړی: د امریکا د ولسمشرۍ پایلې چې د ډېرو د هیلو خلاف وې، د نړیوالو او په ځانګړي ډول د سیاستوالو  تر منځ ګرمه موضوع شوه. په امریکا کې د عادي خلکو او لوړپوړو کسانو تر منځ توپیر هېڅ وخت په دې کچه نه و، لکه اوس چې دی. تر کومه چې د امریکا ایډیولوژي څرګنده ده، اوسنی دولت که له مخکيني دولت نه په سیاستونو کې ډېر کپیټالېسټ نه دی، کم هم نه دی؛ خو د ټاکنو پایلو خلک دې ته اړ  کړل چې له اوسني حالت څخه خپله کرکه وښیي، چې دا پر پانګوالي ایډیولوژۍ د خلکو د باور کمېدل څرګندوي. دغه پایلې دا هم ښیي چې د امریکا خلک د نړیوالې همکارۍ د سیاست پلوي هم نه دي.

موږ به د امریکا کابینې ته د ډونالډ ټرامپ د ټيم راتګ، نظریې او د هغوی شالید وڅېړو. د امریکا کابینې ته د اوسني ټیم په راتګ د پانګوالي نظام په پلي کېدو کې د بدلون اټکل کېدای شي. همدارنګه دغه ټیم به پر نورو مهمو مواردو لکه اسلامي ټروریزم چې د دغې کلمې له کارونې څخه یې اصلي موخه اسلام دی، تمرکز ولري. اوسنی حالت د حاکمو او پانګوالي ـ لیبرال رژیمونو پر وړاندې د غربي ټولنې د عامې رایې په اړه بحث او د غربي سیاستوالو پر سیاستونو د دغې رایې اغېز؛ په نړۍ کې نوي بدیل ته اړتیا لري او اوس د پاکستان خلک دا وړتیا لري چې په نړۍ کې دغه نوی بدیل رامنځته کړي.  

دویم: د امریکا د سیاسي نفوذ کمښت او پر لیبرال -پانګوالي باور

 د شوروي اتحاد له ماتې وروسته امریکا په نړۍ کې زبر ځواک شوه. له زبر ځواکېدو وروسته امریکا دا وړتیا تر لاسه کړه چې په نورو هېوادونو د «The New World Order» (نوی نړیوال نظم) پر نوم نوی نظام تحمیل کړي. له همدې لارې وتوانېده چې پر نورو خپل ښکېلاک او زورواکي ومني.

دا داسې وخت و چې مفکرین لکه فرانسس فوکویاما دې پایلې ته ورسېد چې د غربي لېبرالېزم  بنسټ کېښودل شو. فرانسس فوکویاما د «تاریخ پای» په نوم په خپله یوه لیکنه کې چې په ۱۹۸۹ کې لیکل شوې؛ داسې لیکلي: «هغه څه چې موږ به یې شاهدانو وو، یوازې د سړې جګړې پای یا له جګړې نه د وروسته تاریخ پای نه دی؛ بلکې اوس د بشري ایډیولوژۍ د تکامل پای او د وروستي بشري نظام په توګه د غربي دیموکراسۍ ـ لیبرالېزم نړیوال کېدل دي. البته دا په دې مانا نه ده چې هېڅ داسې پېښه به نه وي چې پر هغه تر پوله هاخوا سیاست او د نړیوالو اړیکو کلنی نچوړ ډک کړي. د لیبرالیزم بریا یوازې د افکارو او بیدارۍ په قلمرو کې ثابته شوې او د مادې او په واقعي نړۍ کې تر اوسه نابشپړه ده؛ خو پیاوړي دلیلونه شته چې د وخت په تېرېدو به دغه اډیولوژي مادي نړۍ رهبري کړي».

له کمونیستي روسیې وروسته امریکا د نړۍ پر سیاستونو واکمنه شوه او په ۹۰یمه لسیزه کې یې په اسیا او افریقا کې په هغو سیمو کې چې مخکې د انګلیس او فرانسې تر واکمنۍ لاندې وې، نفوذ وموند. دغې صحنې په امریکا کې دومره تکبر پيدا کړ چې یاد هېواد یې په افغانستان او تر هغه هم مهم په عراق کې کې جګړې ته وهڅاوه. په افغانستان او عراق کې همدا د امریکا جګړې به تاریخ لیکونکي د زبر ځواک دولت په توګه د ۲۱مې پېړۍ د رهبري کولو لپاره د امریکا د وروستۍ هیلې په توګه په خپلو کتابونو کې ولیکي.

مخکنیو ډول ډول مواردو ته په کتو: په عراق کې د اټومي بمونو د شتون پر بنسټ د امریکا استخباراتي دروغ، زیاتې ملکي مرګژوبلې، د بندیانو بشري حقونه تر پښو لاندې کول او  په افغانستان او عراق کې د امنیت په راوستو کې بې وسي، تر اوسه هغه دلیلونه دي چې د امریکا سیاسي نفوذ ته یې سخت ټکان ورکړی. د دغې جګړې مالي لګښت ۱.۷۷ ټریلیون ډالره اټکل شوی، چې دغه شمېر د ویتنام جګړې له دوه برابره څخه ډېر دی. که د دغې جګړې اوږد مهاله لګښت ته پام وکړو، تر شپږ ټریلیونه ډالرو پورې يې لګښت درلود، د دې شمېرې پر اساس دا جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو لوړ لګښت لرونکې جګړه بلل کېږي.

د خلیج لومړۍ جګړه کې د ملاتړو د پیدا کولو لپاره د امریکا هڅو او په سوریه کې د ایساف د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره دویم ځل هڅو ته په کتو، دا د نړیوال ملاتړ په تر لاسه کولو او د سیاسي پلانونو په پلي کېدو کې د امریکا بې وسي په ډاګه کوي. همدا لامل دی چې امریکا په شمالي کمربند کې د پاکستان او له طالبانو سره په جګړه کې د افغانستان د اردو د هڅولو کوښښ کوي. دغه هېواد په سوریه کې د ایران او روسیې د ټولو لاسوهنو لپاره لاره هواره کړه او په عراق کې یې د ترکیې، کردانو او د عراق کمزورو ځواکونو ته د هر ډول لاسوهنې اجازه ور کړې ده. دغه سیاستونه د امریکا له کمزورتیا پرته بل څه نه ښیي.

په سیاسي نفوذ کې دغه کمزوریتا له اقتصادي کړکېچ سره یو ځای وه، چې نړۍ او په ځانګړي ډول د پانګوالي نظام لوی دولتونه لکه امریکا او اروپا يې د ۲۰۰۷ له وروستیو نه تر ۲۰۰۹ پورې ولړزول. په دې پېښه د دغو هېوادنو ډېر اوسېدونکي بېکاره شول او کارونو ته یې ډېر زیان ورسېد؛ په داسې حال چې امریکا د دغه په شاتګ د مخنیوي ادعا کوله؛ خو د ۲۰۱۴ له وروستیو څخه د ۲۰۱۵ تر لومړیو پورې د امریکا ډېر خلک په دې نظر وو، چې د امریکا ملت د شاتګ په حال کې دی. د عوایدو دغې نه برابرۍ په امریکا کې ډېرې غوغاوې رامنځته کړې چې له ډلې يې د «وال سټريټ خوځښت» نوم یادولی شو. دا غوغاوې تر دې کچې وې چې د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې یې هم ډېرو نوماندانو یادونه وکړه.

په امریکا کې د عوایدو د نه برابرۍ مسلې د امریکا په رهبرۍ کې له اداري فساد څخه هم پرده پورته کړه او د خلکو دا ادعا يې څرګنده کړه چې دوی په سلو کې یوازې د یو کس استازي دي نه د ټولو. «موږ په سلو کې ۹۹ یو» شعار په دغه هېواد کې تر دې کچې عام شو چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند «برني سنډرز» په خپلو ټاکنییزو سیالیو کې وویل: «اوس د دې وخت را رسېدلی چې موږ داسې یو دولت جوړ کړو چې د ټولو امریکایانو استازیتوب وکړي، نه په سلو کې د ۱ کس». تر دې وروسته په امریکا او ان اروپایي هېوادونو لکه انګلیستان، هسپانیا، یونان او داسې نورو کې هم لاریونونه وشول.

د اروپا له اتحادیې نه د انګلیستان بېلېدل چې د انګلیس خلکو په پرېکنده توکه پانګوالي ـ لېبرال نظریې رد کړې، پانګوالي اقتصاد څخه د اروپا د خلکو کرکه او ستړیا ښیي. په اروپا کې د لیبرال اقتصاد نظریې د رد څپه د پراختیا په حال کې ده. د بېلګې په ډول: په فرانسه کې د محافظه کار ګوند د راتلونکي کال ټاکنیزو  شخړو ته دننه کېږي. په اتریش کې محافظه کار او پردی ضد ګوند نیږدې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شوی و او همدارنګه په اورپایي هېوادونو کې هم ملي حزبونه؛ لکه په هالنډ، بلجیم،جرمني، ډنمارک، هنګري او داسې نورو کې پیاوړي کېږي.

د پانګوالي نظام تر ټولو لویه لاسته راوړنه نابرابره طبقاتي ټولنه ده. لاریونونه او شورشونه ټول د دغه نظام دا ځانګړنه ښيي او همداراز له اورپایې اتحادیې څخه د انګلیستان د وتلو لامل هم همدا نظام دی چې په غرب کې خلکو پر پانګوالي ـ لیبرال باور له لاسه ور کړی دی. په غرب کې خلک د اقتصادي ناامنۍ، بېکارۍ، د عوایدو او نه برابرۍ ورځ په ورځ زیاتېدونکو ستونزو سره مخ دي. که څه هم چې خلک به د ملتپالو حزبونو په واسطه د پانګوالي نطام پر ځای د بل نظام څښتن نه شي؛ خو له شک پرته چې د دغه نظام د رد روحیه به د خلکو تر منځ د دولتونو پر سیاستونو او په ځانګړي ډول پر بهرنیو سیاستونو اغېز وکړي. 

درېیم: د امریکا د بهرنیو سیاستونو پر وړاندې ډول ډول فکري ښوونځي او د هغوی اغېزې

د امریکا د بهرني سیاست پر وړاندې مفکرین د خپلو بارونو پر بنسټ په څو ډلو وېشل کېږي. د بېلګې په ډول: له دغو ډلو څخه یوه هم «نیوکانزرويټیوز» (نوي محافظه کاران) ډله ده، چې د دوی د افکارو په مطالعه د نوو مداخله کوونکو محافظه کارانو لقب ور کولی شو. د دغې ډلې افکار پر داسې باور ولاړ دي چې تر مخکې په زیات تیري له نړیوالو قوانینو او بنسټونو سره یا پرته په ټوله نړۍ کې د امریکا د نفوذ پر پراخېدو ټینګار کوي.

بله ډله «Liberal Internationalists» (نړیوال لېبرالان) نو میږي. دې ډلې ته هم د دوی د فکرونو د مطالعې پر بنسټ په اسانۍ د مداخله کوونکې ډلې لقب ور کولی شو. دوی پر دې باور دي چې لیبرال دولتونه د لیبرالیزم په موخو په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کولی شي، چې دغه لاسوهنه نظامي برید یا بشري مرستې کېدای شي؛ خو د نوو محافظه کارانو د عقیدې خلاف، دغه ډله د نړیوالو قوانیو له مخې د خپلو کارونو د قانوني توب غوښتونکې ده.

کله چې دغه دواړې ډلې د یو بل پر وړاندې ودریږي، دویمه ډله قانون ته لږ نیږدې ده؛ د بېلګې  په ډول: هغوی په یوه هېوادونو کې د لاسوهنې لپاره باید د نړیوالې ټولنې هوکړه لیک، د ناټو  تحریم او یا هغه هېواد جګړې ته د عربي اتحادیې بلنه تر لاسه کړي. دغه دواړه نظریې د انزوا د بهرني سیاست او واقعي او نه مداخلې سیاست له نظريې سره په ټکر کې دي. د نه لاسوهنې  بهرني سیاست نظریه داسې نظریه ده چې پر بنسټ يې هېڅ هېواد د بل هېواد په بهرنیو چارو کې د هغه له اجازې پرته د لاسوهنې حق نه لري. د نه لاسوهنې سیاست د انزوا له سیاست څخه بشپړ بېل دی، چې ځینې وخت تېروتنه پکې کېږي.

په دې وروستیو کې په امریکا کې د «Alternative right» په نوم نظریه د بشپړېدو په حال کې ده، چې په ۲۰۱۵ کې د امریکا سیاست ته دننه شوه. د دې نظریې ملاتړي د غرب تمدن د ګواښونو حل بولي. دغه خلک امریکا ته لوی مهاجرتونه او د امریکا او نورو خلکو تر منځ ډول ډول اړیکې د غرب تمدن ته ګواښ بولي. په دې نظريې پورې پر تړلو کسانو ځينې وخت د ملتپالو، اسلام ستیزو او د ښځو ضد ټاپې هم لګول شوې دي. دغه ډله داسې کسان دي چې خپله ټولنه په خپلو ارزښتونو رهبري کوي. د دغې ډلې کسان ځينې وخت د هتلر په وسیله د یهودانو وژنه او د سیاستونو سموالی له ګواښ سره مخ کوي. د دغه خوځښت پلویان او متخصصین ځينې وخت وایي چې ډونالډ ټرمپ ته د همدې نظریې پلویانو رایه ور کړه.

د امریکا سیاسي او اقتصادي کړکېچونو په امریکا کې دننه او بهر د عامو خلکو پر لید ډېر اغېز درلود. دغه کړکېچونه د امریکا د اردو د ډېرو کسانو په وژل کېدو او ځانوژنې نور هم سخت شول چې په امریکا کې پر دې کړکېچونو د مفکرینو تر منځ خبرې روانې دي. په امریکا کې عامو خلکو او یو شمېر سیاستوالو له دغه حالت وروسته پر مداخله کوونکو خوځښت غور وکړ او تر پوښتنه لاندې یې راووست او ډېرو خلکو «نه مداخله کوونکي خوځښت» ته مخه کړه.

د ۲۰۱۱ په فبرورۍ کې د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګیټس د «West point Academy» نظامیانو ته په بیانیه کې ویلي وو: «امریکا باید هېڅکله د افغانستان او عراق د جګړو په څېر نورې جګړې ونه کړي او د دفاع هر وزیر چې ولسمشر ته د اسیا او یا منځني ختیځ ته د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو مشوره ور کړي، باید پر عقل یې شک وشي او یا په بل ډول نوموړي وویل چې د افغانستان او عراق په چارو کې د لاسوهنې په څېر نورې لاسوهنې لېونتوب دی».

په ۲۰۱۳ کې د «پیو» څېړنه چې په ۲۰۱۳ کې د امریکا ځای تر نامه لاندې په یاد هېواد کې تر سره شوې وه، په هغه کې د امریکا ۵۲٪ کسانو د امریکا دولت ته داسې نظر ور کړ: «امریکا باید د خپل ځان لپاره فکر وکړي او نور هېوادونه پرېږدي چې په خپله پر خپل برخلیک واکمن شي». دا له ۱۹۶۴ راوروسته تر ټولو لویه شمېره ده چې د امریکا د خلکو له لوري د امریکا  دولت ته دا ډول وړاندیز کېږي؛ په داسې حال کې چې یوه لسیزه وړاندې یوازې ۱.۳ سلنه رایه ورکونکو دغه نظر درلود.

هغه څېړنه چې په ۲۰۱۴ کې د امریکا د ځمکنیو ځواکونو په اړه تر سره شوې، په سلو کې ۷۷ ګډونکونکو د ۲۰۱۶ تر وروستیو پورې له افغانستان څخه د امریکا د ځمکنیو ځواکونو وتلو ته رایه ور کړه او یوازې (۱۵ـ ۱۷) سلنه رایه ورکوونکو د اوکراین او سوریې په مسایلو کې اشتراک ته رایه ورکړه. پاتې ۶۷٪ نورو دغه انتخاب ته رایه ورکړه، چې وضاحت یې دا ډول دی: «امریکا باید د هغو ګواښونو په له منځه وړلو کې ګډون ولري، چې د دغه هېواد ملي امنیت ته نېغ ګواښ وي». د اوباما د ولسمشرۍ په دوام کې اوباما او د نوموړي د بهرنیو چارو وزیر (جان کېري) په ګډون د امریکا د فدرال دولت یو شمېر غړو په سوریه کې نظامي مداخلې ته رایه ورکړه.

د ۲۰۱۳ زکال په احصایه کې د امریکا ۶۲ سلنه خلکو یوې بیانیې ته رایه ور کړه چې څرګندتیا یې په دې ډول ده: «امریکا د سوریې د حکومت او مخالفو ډلو تر منځ جګړې پر وړاندې هېڅ مسولیت نه لري». په داسې حال کې چې په سلو کې یوازې ۲۵ ګډونکونکي له دغې بیانیې سره موافق نه وو. له دغو واقعیتونو څخه دا پایله تر لاسه کولی شو چې د ډېرو امریکایانو نظر دا دی چې امریکا باید د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. دغه واقعیتونه به د امریکا د اوسني ولسمشر پر سیاستونو هم اغېزې ولري. د افغانستان او عراق د نظامي مداخلې په څېر بله مداخله به په نړۍ کې د استعمار او په ځانګړې توګه د امريکا پر وړاندې را منځته شوې کرکه نوره هم زیاته کړي. د ټرامپ ادارې ته د نوو محافظه کارانو راتګ به امریکا د سوریې په څېر نورو جګړو ته وهڅوي او که امریکا دغه حماقت وکړي، نو دا عمل به يې په نړۍ کې له اوسني مقامه وغورځوي.

څلورم: د نړیوال قانون مړینه حتمي ده                       

په دوو وروستیو لسیزو کې نړیواله ټولنه او نړیوال قوانین له هر لوري تر پښو لاندې شوي. د عراق برید چې په ۲۰۰۳ کې نوو محافظه کارانو وکړ، نړیوال قانون ته د تابوت جوړلو لومړی ګام و چې واخیستل شو او د دغه تابوت د جوړولو نور ګامونه په اسلامي خاورو کې د مجاهدینو او اسلامي بېدارۍ په واسطه واخیستل شول، چې په کلکو ارادو د امریکا د بریدونو پر وړاندې ودرېدل.  

دا باید له یاده ونه باسو چې دغه ټولې هڅې امت ته د اسلامي سیاستونو د راتګ لپاره شوې دي. دغو اړخونو د نړیوالو قوانینو له لارې د امریکا د سیاستونو د پلي کېدو لپاره کار سخت کړ. که د عراق مسلمانانو د امریکا د وحشیانه بریدونو پر وړاندې دا وړتیا نه وای ښودلې، د امریکا له لوري د نړیوال قانون تر پښو لاندې په پام کې نه نیول؛ خو د امریکا دغه کار خپل ځان ته سر خوږی شو.

دا سپکاوی د امریکا لپاره بس نه و چې د سوریې مسلمانان هم راپاڅېدل، د غرب له ښکېلاک او حشته یې پرده پورته کړه او نړیواله ټولنه یې بشپړه شنډه کړه. نړیواله ټولنه چېرته ده چې روسیې او امریکا لاس یو کړی او د مسلمانانو د عاموژنې پلانونه پلي کوي؟ نړیواله ټولنه چېرته ده کله چې روسیه بې ګناه ماشومان حتی د ماشومانو په نمایشي ورځ په خورا وحشت بمباروي؟ نړیواله ټولنه چېرته ده کله چې د ایران ملاتړ لرونکی حزب او ملېشې له هغو کسانو سره جګړه کوي چې ګناه يې یوازې ښکېلاک او د امریکا زورواکي نه منل دي؟ نړیواله ټولنه او نړیوال قوانین چېرته دي کله چې فرانسه، امریکا، اردن، ترکیه، ایران او روسیه سره یوځای شوي، د سوریې مسلمانان بمباروي او په قصدي ډول روغتونونه او داسې نور ځایونه موخه ګرځوي؟ دغه نړیواله ټولنه چېرته ده کله چې د فلسطین مسلمانان د یهودو دولت او د کشمیر مسلمانان د هند دولت په وسیله په عام ډول وژل کېږي؟ په داسې حال کې چې د نړیوالې ټولنې پرېکړه لیکونه په مخکینیو لسیزو کې تایید او پلي کېدو ته اماده وو. ولې دغه بنسټ هغه مهال ځان راڅرګندوي چې موخه یې د مسلمانانو د اردو مخنیوی دی چې هغه شنډه او له پښو یې وغورځوي؛ په داسې حال کې چې امت غږ پرې کوي چې راشي او هغوی د ظالم له ظلمونو څخه وژغوري.

د نوو محافظه کارانو یو مشهور کس رابرت کاګن خپل کتاب «زبرځواکونه هېڅ وخت دغه مقام له لاسه نه ورکوي» په دغو تورو پیلوي: «د دویمې نړیوالې جګړې په پایله کې د نړیوال نوي نظم پلان رامنځته شو. دغه نظم داسې نظم دی چې ټول هېوادونه د امریکا تر واکمنۍ لاندې په واحده رهبرۍ باور لري؛ خو دغه پروژه په دې ورځو کې مخ پر ځوړ او له نسکورېدو سره مخ شوې. د نړۍ حالت د بدلون په حال کې دی او نوې تګلارې رامنځته کېږي، موږ د دې شاهدانو یو چې په ډېرو برخلیک ټاکونکو مسایلو کې قوانین او نړیوال نظم تر پښو لاندې شوي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دغه بنسټ پر ځای نوي بنسټونه رامنځته شي او نړۍ د دغې ناوړې پروژې له شر څخه وژغوري.»

پایله:

  1. لیبرالېزم نه یوازې په امریکا، بلکې په ټوله نړۍ کې له راپرځېدو سره مخ دی.
  2. امریکا وېشل شوې؛ د امریکا د ولسمشر تر ټاکل کېدو وروسته یو بل خوځښت رامنځته شو چې شعار یې «هغه زموږ ولسمشر نه دی» و. دغه توپیر یوازې د ځینو کسانو تر منځ توپیر نه دی؛ بلکې د ټولو خلکو استازيتوب کوي.
  3. د امریکا په سیاست کې د مداخله کوونکو نوو محافظه کارانو، مداخله به د اسلامي خلافت د لوی ګواښ په له منځه وړلو او د چین پر پیاوړي کېدو متمرکزه وي؛ دغه دوه ګواښونه د بوش له وخته شوني دي.
  4. د امریکا په سیاست کې به نشنلېستان هم ور ګډ شي. دا هغه کسان دي چې ډونالډټرامپ ته یې رایه ور کړه او غواړي چې امریکا زیاته پر کورنیو مسایلو بوخته کړي چې د دوی دغه کار د مداخله کوونکو نوو محافظه کارانو د اجنډا پلي کول سختوي.
  5. د امریکا د ښکېلاک پر وړاندې کرکه، د اسلامي امت سیاسي بیداري، د ټرامپ له ادارې څخه د خلکو کرکه او د اسلام ستیزۍ په اړه د دغې ادارې بلدتیا، د یاد هېواد لپاره به د امریکا د پلانونو پلي کېدل سخت کړي. یاد عناصر د امریکا د مزدورانو لپاره چې د سیمییزو متحدینو تر نامه لاندې یې راټول کړي، کار ستونزمنوي.
  6.  مخکې یادونه وشوه چې نوو محافظه کارانو هغه نړیوال بنسټونه چې د لیبرال ـ انټرنشنالیستانو د حکومت په جریان کې کمزوري شوي، کم وبلل.
  7. نړیواله ټولنه او نور نړیوال بنسټونه به د امریکا تر عمومي کمزوري کېدو او د امریکا ادارې ته د نوو محافظه کارانو تر راتګ وروسته نور هم کمزوري شي.
  8. د نوې ایډیولوژۍ راتګ د اوسنۍ ایډیولوژۍ د نړېدو لامل دی.

د هرې ایډیولوژۍ د نړېدو لپاره د بدیلې ایډیولوژۍ شتون اړین دی، که څه هم چې دغه دلیلونه ټول د امریکا په کمزورتیا پورې اړه لري؛ په داسې حال کې چې امریکا د پانګوالۍ اصلي سرچینه ده او دغه عناصر د یاد نظام د راپرځېدو لپاره بسنه کوي. دا ټول ټکې هغه فرصت ښیي چې په لاس کې دی او هغه د داسې ایډیولوژۍ راتګ دی چې د ځواکمن دولت په واسطه خلک د پانګوالي نظام له زهرجنو منګولو څخه وژغوري.

تاریخ د یادې پدیدې شاهد دی، د خلافت تاسیس و چې د هغه وخت زبرځواک، د روم امپراتوري یې په ګونډو ګړه. همدا خلافت و چې په اروپا کې یې پر رنسانس اغېز وکړ او د نويو انقلابونو او ایډیولوژیو د راتګ لامل شو، خو د انګلیستان او فرانسې پانګوالي هېوادونو په خپلو چټلو ایډیولوژیو د دغه ځواکمن دولت د له منځه وړلو لپاره مټې بډ وهلې. وروسته شوروي اتحاد و چې د کمونېزم په ایډیولوژۍ د پانګوالي دولتونو دښمن شو او امریکا د ایډیولوژیکې جګړې لپاره سړه جګړه پیل کړه چې وروسته پانګوالي-لیبرال د کمونیزم ځای ونیو.

که اوس بله ایډیولوژي رامنځته شي او واک تر لاسه کړي، نو په ډېره اسانۍ پانګوالي له ګواښ سره مخ کوي او نوې حل لارې وړاندې کوي او د دغه نظام دېوالونه چې له مخکې په لړزه دي،  نور به هم ولړزوي. دغه ایډیولوژي باید په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې حل لاره وړاندې کړي چې له اسلام پرته هېڅ ایډیولوژي دا وړتیا نه لري.

 

 

د اسلام اقتصادي حل لارې:

اسلام د سرو زرو او نقرې په پشتوانې د پیسو پر واحد ټینګار کوي. د دغې حل لارې پلي کېدل د ناڅاپي انفلاسیون او سود ته د اړتیا ښه مانع دی. انفلاسیون په اقتصاد کې له اړتیا پرته د پیسو ډېرېدو ته وايي او یا د نرخونو پرلپسې زیاتېدو او د پيسو د ارزښت پرلپسې کمېدو ته ویل کېږي. اسلام د پانګې وېش د اقتصادي ستونزو د حل لپاره مهمه لار بولي او اړتیاوې پر لومړیو او دویمو وېشي. دغه اسلامي حل لاره طبقاتي نه برابرۍ ته چې د پانګوالي نظام زېږنده ده، د پای ټکی ږدي.

اسلام له سرچینو څخه د خلکو د شخصي استفادې مخه نیسي. د دغه کار لپاره يې د طبیعي سرچینو په ځانګړي ډول د انرژیو د سرچینو خصوصي کېدل له منځه وړي دي. د مالیې  ورکونې داسې نظام وړاندې کوي، چې یوازې پانګوال او هغه څوک چې د مالیې ورکولو وړتیا لري، مالیه ورکوي. په ټوله مانا د سود مخه نیسي. خلافت نظام کمزورو ملتونو ته د سود پرته پورونو له لارې ډېر ګټور واقع کېدای شي او هغوی په پښو درولای شي، چې دغه قانون په پانګوالي نظام او د نړیوالو بانکونو «IMF» په قوانینو کې هېڅ نشته. کوم پورونه چې دغه بانکونه او بنسټونه یې له اقتصادي پلوه کمزورو ملتونو ته ورکوي، یوازې د دې لپاره دي چې دوی یې مزدوران شي.

د اسلام قانوني لاره عدالت دی. په پانګوالي نظام کې بې عدالتي چې اصلي سرچینه یې ډیموکراسي ده، د تقنین صلاحیت د لوړ پوړو چارواکو په لاس کې دي؛ خو اسلام د دغې بې عدالتۍ ریښې له منځه وړي. په اسلام کې یوازې الله سبحانه وتعالی د تقنین صلاحیت لري او که ستونزې رامنځته کېږي، اسلام یې د اجتهاد له لارې په ښه ډول حل کوي. د اجتهاد په پروسه کې درې بنسټیزې برخې شاملې دي: د معاصرې موضوع مطالعه، د قران کریم مطالعه او له هغه څه سره په پرتله حکم کول چې په قرانکریم کې اشاره ورته شوې وي. دغه پروسه د پانګوالۍ د تقنین لپاره چې پر سیکولر ـ ډیموکراسي قوانینو ولاړه ده، بدیل دی. یوازې همدغه نظام دی چې نرانو او ښځو ته خپل حقونه ورکولی شي او خلک له قومي، نژادي او دیني تعصبونو پرته په ښه ارام ژوند کې سره یو موټی کوي.

د اسلام سیاسي حل لارې:

یوازې اسلام دی چې سیاست د خلکو د چارو تنطیمونکی تعریفوي. په اسلامي نظام کې رهبرانو ته درانه بارونه سپارل شوي چې هغه ولېږدوي، نه د ډیموکراسي په څېر نظامونه چې په هغه کې واک ته رسېدل د ځان لپاره تحفه بولي. په اسلام کې سیاست او واک یوه وجیبه ده، نه سوداګري او مسلک. 

غرب حتی په دې وروستیو ورځو کې چې هغه یې له تورو دورو څخه د راوتو دورې بللې، پر دې نه دی توانېدلی چې په خپلو خاورو کې د قانون حاکمیت ټینګ کړي او تر دې چې تر اوسه یې رهبران له قانوني مصونیت څخه برخمن دي. په دویم ګام کې، په اسلام کې مسؤل توب او د رهبر مسول کول یوه ټاکنه نه، بلکې یوه وجیبه ده. له خلیفه او نورو رهبرانو څخه استجواب (ځواب غوښتنه) د مظالمو محکمې د قاضي چې د استجواب صلاحیت لري، وجیبه ده. د امت مجلس، سیاسي ګوندونه او په ټوله کې امت د امر  بالمعروف او نهی عن المنکر او د مسلمانانو د رهبر او خلیفه د امر منلو مسول دي.

پاکستان د دغه مقام لپاره مناسب دی، په اسلامي نړۍ کې دا ډول هر ځواکمن هېواد راڅرګندېدلی شي. راځئ د دغه کار لپاره د وړ دولت په توګه پر پاکستان خبرې وکړو. پاکستان د بې شمېره کانونو، زیات نفوس او په اسلام کې د ژورې عقیده له پلوه په نړۍ کې شپږم هېواد دی. دغه هېواد په نړۍ کې اتمه اردو لري او د اټومي بمونو په درلودلو په اسلامي نړۍ کې خورا قوي اردو بلل کېږي. دغه هېواد د زبرځواکونو د ماتولو تجربه او سابقه لري؛ لکه د وخت زبرځواک یعنې شوروي اتحاد یې چې په ګونډو کړ. پاکستان د کرنې پر مټ چې د دغه هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، دا وړتیا لري چې د اسلامي تاریخ د تړښت ټکی او یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس لامل شي، چې دغه خلافت به د اسلام ایډیولوژي نړیوالو ته ورسوي. دښمن په دې ښه پوهېږي او په وروستیو کلونو کې يې په څو بیانیو کې دغه مطلب ته اشاره کړې ده.

دلته هغه بیانیې رااخلو چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا راتګ په صورت کې پاکستان د یو لوی ګواښ په توګه مطرح کوي. د ۲۰۰۹ په مارچ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سلاکار داسې وویل: «پاکستان د ۱۷۳میلیونه نفوس، ۱۰۰ اټومي بمونو او د امریکا له اردو څخه د قوي او لویې اردو په در لودلو سره داښیي چې یو لوی انقلاب په لاره کې دی او د دغه حالت په راتګ سره به هغه ټولو څیزونو چې موږ له ټروریزم سره د جګړې په تاریخ کې لیدلي، بدلون ورکړي».

همدارنګه هغه راپور چې د ۲۰۰۹ د نومبر پر ۱۶مه په نیویارک ټایمز کې خپور شو، په هغه کې داسې ویل شوي وو: «زموږ لومړۍ وېره د هغو افراطیانو له انقلاب څخه ده چې په پاکستان کې یې تر سره کوي». وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما د ادارې یوه لوړپوړي استازي د حزب التحریر نوم واخیست، چې موخه یې د نبوت پر تګلاره د خلافت تاسیس دی.

د هند دولت هم په دې اړه چپه خوله پاتې نه شو، د دغه هېواد یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي په خپله بیانیه کې وویل: «زموږ وېره د پاکستان له اټومي بمونو څخه ده. همدارنګه زموږ وېره له دې نه ده چې ملایان به په پاکستان کې واک تر لاسه کړي؛ بلکې زموږ وېره د پاکستان په حکومت کې له هغو کارمندانو څخه ده چې خلافت غواړي او د رښتني اسلامي دولت د اردو د رهبري کولو هیله لري.»

هیلري رودهام کلېنټن د مالي ملاتړ په مراسمو کې چې د ۲۰۱۶ په فبروري کې پیل او د ۲۰۱۶ تر سپټمبر پورې یې دوام در لود، په یوه ۵۰ دقیقه یي غږیزه بیانیه کې داسې وویل: «پاکستان تر خپله وسه د اټومي بمونو د پراختیا هڅه کوي او دغه هېواد له هندوستان سره د ژورې دښمنۍ په درلودلو په خپلو ټولو امکاناتو پر دغه مسیر روان دی.» نوموړې زیاته کړه: «خو موږ له دې وېره لرو چې جهادیان به په دغه هېواد کې واک تر لاسه کړي او هغه وخت به په دغه هېواد کې حتی په اټومي بمونو د ځانمرګو بریدونو شاهدان وو، نو تر دې بد حالت به امکان ونه لري.»

یوازې دا بیانیې نه دي چې د خلافت په بیا راتګ کې د پاکستان پر قدرت تمرکز لري؛ بلکې په پاکستان کې دننه د هغو خلکو له لوري غبرګونونه چې په دغه خاوره کې خلافت غواړي، نورو ته ټکان ورکړی. په پاکستان کې په دې اړه د عامو فکرونه یووالی تر دې کچې دی چې لیبرالان په دغه هېواد کې د خپلو پلانونو له پلي کېدو څخه نهیلي شوي او تر دې چې دغه نهیلۍ یې په رسنیو کې خپرې شوې. په پاکستان کې د دغه لوړ بدلون لپاره وروستی کار، په واک کې کسانو ته قناعت ور کول دي. له دغه پړاو وروسته به د امت د سوکالۍ پړاو پیل شي.

اناتول لیوین د «پاکستان: یو بااستقامته هېواد» په نوم په خپل کتاب کې په دغه هېواد کې د انقلاب په اړه لیکي: «په پاکستان کې تل کوداتاګانې په عمومي ډول د دولت او په نظام کې دننه قوماندانانو په وسیله شوې، نه د ټیټ پوړو چارواکو په وسیله، چې دا چاره پاکستان له افریقایي او نورو هېوادونو څخه توپیروي. د پاکستانیانو لپاره یوازنی اړین شی دا دي چې د پاکستان یو شمېر سرتیري له اخلاقي او احساسي فشار سره مخ شي او دا په دغه هېواد کې دومره قدرت تولیدوي چې دښمنانانو ته به ډېر ګران شي. دا بسنه کوي چې دندې یې چې له پاکستان او خپل عزت څخه دفاع ده او د هغې لپاره تر هر څه تېرېدای شي؛ د قوماندانانو په وسيله تر پښو لاندې شي، چې د دغه هېواد د وسلوالو ځواکونو له لوري بله کوداتا دښمنانو ته وښودله شي. تر کومه چې زه پوهېږم باید امریکا د پاکستان پر یوه برخه نظامي برید وکړي او د دغه هېواد وسلوالو ځواکونو ته د پاکستان فرمان ورکول ناکام شي، چې په عمومي ډول د پاکستان ټول ځواکونه انقلاب پیل کړي.»

پورتنی مطلب د مهمو کسانو لپاره د دغه کار ارزښت بیانوي، دا هغه څه دي چې د اسامه بن لادن په قضیه کې وشول. موږ ټول پر دې پوهیږو چې هغه وخت حالات څه ډول وو، دلته همغه سناریو بیا تکراریږي. د کنټرول په کرښه کې همغه قضیه د تکرارېدو په حال کې ده؛ په داسې حال کې چې د هند دولت ورځ په ورځ حالت خرابوي. د دغه هېواد مخلصو سرتېرو ته د پاکستان د قوماندانانو ځواب هېڅ قناعت ورکونکی نه دی.

هغه امریکا وه، دا هند دی او د امریکا او هند دولتونو ته وړاندې تسلیمېدل په دې وینا چې موږ له زبر ځواک سره جګړه نه شو کولی، په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. د امت پر وړاندې د پاکستان په اردو کې د مخلصو سرتېرو مسولیت دا دی چې د پاکستان د اردو سرتیري له احساساتو کار وانه خلي، په هوښیارۍ فکر وکړي او په ناوړه کارونو لاس پورې نه کړي. له دې کار وړاندې د ایډیولوژیک دولت په توګه د خلافت دولت ته ښه راغلاست ووایي او د هغو کسانو له زور څخه چې دا غږ یې پرې کړی، خبر شي.

دویم هغه لرلیدونه چې دوی ته وړاندې کېږي، باید سل په سلو کې روښانه وي. دا د دعوګرانو مسولیت دی چې خپله کتله د رهبرۍ لوړې کچې ته ورسوي او دغه دعوت په خپل ټول ځواک د پاکستان دولت او خلکو ته -چې په امت کې منتفذ او انتخاب شوي خلک دي- ورسوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِینَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَیسْتَخْلِفَنَّهُم فِی الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَیمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِینَهُمْ الَّذِی ارْتَضَى لَهُمْ وَلَیبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا یعْبُدُونَنِی لاَ یشْرِكُونَ بِی شَیئًا

)نور: ۵۵(

الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او ښه کارونه کوي، وعده ورکوي چې هغوی به په قطعي ‌ډول په ځمکه کې هماغه شان ځایناستي کړي لکه دوی څخه مخکیني یې چې کړي وو. همدارنګه هغه دین به پر محکمو بنسټونو ورته ودروي چې الله تعالی ورته خوښ کړی. د هغوی د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي، داسې چې د نورو له وېرې پرته به زما عبادت کوي او څه شی به نه راسره شریکوي. تر دې وروسته چې څوک کافر شي، هغوی به په بشپړه توګه فاسق او د دین له دایرې وتونکي دي.

عبد المجید بهاتي

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

۱۴۳۸، د ربیع الاول ۱

۲۰۱۶، د نومبر ۳۰مه

د مطلب ادامه...

لا قانون و لا دستور، بل قال الله، قال الرسول!

  • خپور شوی په سیاسي

اساسي قانون د يوه هېواد هغه قانون ته ويل كېږي چې د دولت شکل، حکومتي نظام او د هرې قوې صلاحيتونه څرګندوي. اساسي قانون له حکومت سره د عام ولس اړيکې تنظیم او همدا راز د دوى حقوق او وجايب د حکومت په وړاندې او د حکومت وجايب او حقوق د دوى په وړاندې بيانوي.

په افغانستان کې تر ۲۰۰۱م کال پورې لږ تر لږه په قضايي برخه کې ډيری قوانين اسلامي پاتې شوي وو. خو په افغانستان باندې د امريکا له يرغل څخه وروسته عرفي او مدني قوانينو ته د اسلامي قوانينو بدلون د غرب له ترټولو اساسي موخو څخه یوه موخه وګرځېده، چې له هرڅه د مخه يې د دغه موخې د لاسته راوړلو لپاره د هغه د مورني قانون (اساسي قانون) په جوړولو باندې پیل وکړ.

د دغه قانون د تسويد او تصويب لپاره يې له یوه نامشروع ارګان لويې جرګې څخه ګټه واخیسته او خپلې دغې ناوړې موخې ته يې په اصطلاح د ولس د استازو په واسطه مشروعيت ورکړ او د افغانستان اساسي قانون يې د امريکا له اساسي قانون څخه کاپي کړ او د ولس په استازو يې ومانه.

حال دا چې د جرګې پديده د افغانستان په تاريخ کې هېڅ کومه اسلامي ريښه نه لري، هغه له اسلام څخه وړاندې د کنشکا په وخت کې د یوه تقنيني او مشورتي ارګان په توګه موجوده وه. له همدې امله له اسلام سره، نه په اساساتو او نه، په فروعاتو کې کوم ځانګړی تړاو لري.

د افغانستان اوسنى اساسي قانون په اساس کې له اسلام سره ټکر لري او د ډیموکراسۍ په اصولو باندې ولاړ دی. حال دا چې اسلامي قانون بايد له شرعي ماخذونو ( قران، سنت، اجماع او قياس) څخه په اخيستنې سره، پر اسلامي عقيده باندې ولاړ وي او د امت چارې له هغې څخه په استنباط شوي شريعت باندې سنبال کړي. خو بدبختانه ځينو خاينو او مزدورو اشخاصو د غرب دغه چارې ته يعنې د ډيموکراسۍ پر اساس د اساسي قانون جوړولو ته لبيک ووايه او د الله سبحانه و تعالی د حاکميت پرځای يې د وخت د فرعون (بوش) حاکميت ته غاړه کېښوده او د الله سبحانه و تعالی د را استول شوي شريعت پرځای يې د خلکو د ستونزو د حل لپاره د بشر په واسطه وضعي او له امريکې څخه را نقل شوى اساسي قانون تصويب کړ. حال دا چې له الله سبحانه و تعالی او د هغه له نازل شوي شريعت پرته د بل قانون منل قطعي حرام شوي دي. الله سبحانه و تعالی  فرمايي:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالاً مُّبِيناً (الاحزاب: ۳۶)
 
يعنې: هېڅ مسلمان نر او ښځې ته نه ښايي، كله چې الله سبحانه و تعالی  او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم د يو څه په اړه پرېكړه وكړي، په هغه كې دوى نظر او اختيار ولري، هغه څوك چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له دستور څخه سرغړونه كوي له نېغې لارې څخه په ښکاره ګمراهۍ سره ګمراه شوى دى.

پوښتنه دا ده، چې آیا موږ په اسلامي قوانينو بې باوره يو، چې له غرب څخه د بشر وضعي قانون را واردوو او بيا يې پلی کوو؟ آيا انسان د قانون جوړولو حق لري؟ آیا د الله سبحانه و تعالی قرآن او د هغه د استازي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سنت له دې څخه عاجز دي چې موږ له هغو څخه غربي نظام ته مخ اړوو؟ آیا موږ د قرآن په يوه برخه ايمان لرو او بله برخه يې رد او تکذیبوو؟ الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايي:

﴿... أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ﴾  (البقره: ۵۸)

 يعنې: آيا تاسې د كتاب په يوه برخه باندې ايمان راوړئ او له بلې برخې څخه انكار كوئ؟ نو د دا ډول چارو د سرته رسوونكو جزا بل څه نه ده، مګر د دنيا په ژوند كې زيان او په آخرت كې به هم سخت دردوونكي عذاب ته وړاندې كيږي او الله جل جلاله ستاسو له كړنو څخه غافل نه دى.

د ډيموکراتیکو نظامونو اساسي قوانين په دوو بنسټونو ولاړ دي:

لومړى؛ حاکميت د خلکو دى. يعنې؛ د داسې قوانينو د وضع کولو حق لري چې دولت د هغو په واسظه د خلکو چارې  سنبالوي.

دويم؛ خلک د قدرت سرچينه دي. يعنې؛ خلک د دولت د رييس د ټاکنې او ګوښه کولو او د دولت د کارونو د څارلو  حق لري.

 له دې امله، چې ټول خلک نشي کولاى په مستقيم ډول د قوانينو په وضع کولو کې برخه واخلي، مګر استثناءً يوازې جمهور رييس په مستقيم ډول ټاکي، نو ځکه خلک د خپل دغه واک، ځواک او تقنين د ساتلو لپاره د پارلمان مجلس ته خپل وکيلان ټاکي او هغه د مقننې قوې په نامه يادوي، چې وکيلان د رايو په اکثریت سره د خپل جوړ شوي قانون له اجرا او نه تطبیق څخه نظارت کوي او له چارواکو سره په دې اړه محاسبه کوي. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی په دې اړه داسې فرمايي:

أَفَغَيْرَ اللّهِ أَبْتَغِي حَكَماً وَهُوَ الَّذِي أَنَزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلاً وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْلَمُونَ أَنَّهُ مُنَزَّلٌ مِّن ﴿رَّبِّكَ بِالْحَقِّ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ﴾   (الانعام: ۱۱۴)
   آیا پرته له الله جل جلال له  څخه حَکَم غوره کوي، هغه ذات چې تاسو ته یې مفصل کتاب رانازل کړی دی او هغه کسان چې دوی ته کتاب ورکړل شوی دی هم په دې ښه پوهیږي چې دا یې د رب له لوري په حقه را نازل شوی دی، نو له شکمنو څخه مه کیږئ.

همداراز الله سبحانه و تعالی فرمايي:

‏ ﴿وَلاَ تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلاَلٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُواْ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ لاَ يُفْلِحُونَ﴾ (النحل: ۱۱۶)
 (د خپلو ژبو د دروغ ويلو له امله دا دروغ مه وايئ چې دا حلال دي او دا حرام، تاسې غواړئ چې په الله سبحانه و تعالی پسې دروغ و تړئ، په تحقيق سره هغه کسان چې په الله سبحانه و تعالی پسې دروغ وايي، هېڅکله نه بريالي کيږي).

نو آيا په دغو دواړو آيتونو کې له غور او دقت څخه وروسته څوک د دې حق لري چې د الله سبحانه و تعالی له نازل شوو احکامو پرته بل څه د قانون په توګه ومني.

اې د اسلامي خاورې (افغانستان) چارواکو! تاسې ياست چې ښکېلاکګرو ته مو د دې زمينه برابره کړې، ترڅو د امت  سرچينې لوټ کړي، ماشومان يې ووژني، په عزت او ناموس يې تيرى وکړي، خاوره او کور يې په وينو رنګ کړي او د دې حق ولري، چې کافران پر مسلمانانو او پر اسلامي خاورو حکم وچلوي، آخر د امت په حق کې دا ټول ظلم او جفا د څه لپاره؟ اې د قدرت خاوندانو له الله سبحانه و تعالی څخه وويريږئ او د هغه له عذاب څخه خپل ځانونه وقايه کړئ، تر څو به خپل جيبونه ډکوئ؟ تر څو به يوازې د قدرت ساتل ستاسې غوښتنه وي؟ اې چارواکو ستاسې په شان له نورو څخه چې له تاسې وړاندې تېر شول پند واخلئ. جمال ناصر د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم دښمن د دې لپاره چې په واک کې پاتې شي د امت سلګونه او زرګونه مخلص اولادونه په شهادت ورسول تر څو ٢٢ کاله په واک کې پاتې شو، د هغه برخليک څه ډول شو؟ کله چې د الله سبحانه و تعالی قهر او غضب راچاپیر کړ په ذلت او خوارۍ سره دوزخ (بئس المصير) ته واستول شو. عبدالعزيز، السعود، د سعودي شاه فيصل او ملک فهد، د سوريې حافظ الاسد، د اردن ملک عبدالله، تره کی، حفیظ الله امين، کارمل، نجیب او د ټولو اسلامي هېوادونو چارواکو پرله پسې له امت سره غدر او خيانت وکړ خو وارثين يې لا تراوسه د دوى دغه بد دود ته دوام ورکوي. په دې وروستيو کې دوی د صدام حسين، معمر القضافي، زين العابدين بن علي او حسن مبارک برخليک په خپلو سترګو ونه ليد؟ هغه قاتل له سنتو منکر قضافي چې کله له سنتو منکر شو، حزب التحرير په ليبيا کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وجیبې پر بنسټ ورته دیارلس تنه علما دعوتګران ورواستول او له څلورو ساعتونو بحث او مناقشې وروسته يې هغوی ټول په ډېر وحشيانه ډول شهيدان کړل، څوک يې د پوهنتون په انګړ کې په دار وځړول، ځينې يې د هغوی د کورنۍ پر واړندې په دار کړل او ځينې نور يې بيا د کورنۍ په حضور په موټر پسې وتړل او تر هغه يې کش کړل چې شهيدان شول. خو په پاى کې يې قدرت، شتمني، د دنيا مال متاع او ټول هغه څه چې د لاسته راړلو لپاره يې د الله سبحانه و تعالی په دين تېرى کړی ؤ، په دې فاني دنيا کې پرېښودل او له خپلو شومو او ناوړه عملونو سره هغې دنيا ته ولاړل.

اې ظالمو چارواکو له الله سبحانه وتعالی څخه وويريږئ او مخکې له دې چې د الله سبحانه و تعالی عذاب تاسې ته ورسيږي د پيغمر صلی الله علیه وسلم له دغه اخطار څخه عبرت واخلئ چې فرمايي: انما اخاف على امتي الائمة المضلين. احمد او ترمذي. يعنې، زه مې پر امت باندې له ګمراهو امامانو څخه اندېښنه لرم. انکم ستحرصون على الامارة و انها ستکون يوم القيامة حسرة و ندامة. بخاري. يعنې، تاسو د امامت د ترلاسه کولو لپاره حرص کوئ او حال دا چې هغه د قيامت په ورځ حسرت او ندامت دى.

  

اې فاسقو چارواکو! دا ستاسو او تاسو ته د ورته نوکرانو اعمال دي، چې امت يې په دنيا کې له ذلت او خوارۍ سره  مخ کړى دى، او د کفري قوانينو د پلي کولو، رواجولو او په ټولنه کې د فاسدې فضا له امله مو د مسلمانانو آخرت هم په خطر کې اچولى دى، ځکه چې تاسې هغه څه نه حاکموئ کوم چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي. نو ستاسو په حق کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وعيد بيانوو، ترڅو تقوا غوره کړئ او له هغه څه څخه پښېمانه شئ چې سرته يې رسوئ. محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: 

"لكل غادر لواء يوم القيامة يرفع له بقدر غدره، ألا ولا غادر أعظم غدرا من أمير عامة" (بخاري او مسلم) 

د هر خاين لپاره د قيامت په ورځ يو بيرغ وي چې د هغو د خيانت په اندازه به لوړ وي، خو خبر اوسئ چې تر ټولو لوى خيانت به د عامو خلکو د امير وي. 

اې د افغانستان مجاهد، آزاد او مسلمان ولسه! ستاسو ستونزه د اسلامي امت له ستونزو څخه بېله نه ده، بلکې يقينا  ټول اسلامي امت له همداسې ستونزې سره مخ دى، ټول امت ستاسې په شان د کفارو د لاسپوڅو، خاينو، ظالمو او ستمګرو ديکتاتورانو تر واک لاندې دى، هغوی ته عذاب ورکول کيږي، شکنجه کيږي او سپکاوى ورته کيږي. له دې امله ستاسې مسووليت هماغه دى، چې د ټول امت په غاړه دى او هغه د کفري نظامونو او د غرب د لاسپوڅو را پرځول او د اسلامي دولت (اسلامي خلافت) د تاسیس لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلي دي.

نو اې مسلمانانو!  د دين د عزت او د راشده خلافت د جوړولو او د هغې فريضې د سرته رسولو لپاره چې له ۹۳ کالو را په دې خوا يې په وړاندې غفلت شوى، را پاڅئ. هغه خلافت چې د نړۍ او بشريت د ستونزو يوازينى حل دى، دا ټول د امت بېدارۍ او د هغوی د اولادونو شپه او ورځ هڅو ته اړتيا لري.

اې مومنانو! د اسلامي خلافت د بيا راتلو په اړه ډاډمن اوسئ او د هغې د جوړولو په لار کې هڅاند و اوسئ، ځکه چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلافت له ړنګېدو وروسته د هغه د بيا جوړېدو زيرى ورکړى دى. محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«... ثم تکون خلافة علي منهاج النبوة»  (احمد)

او بيا به خلافت د نبوت پر منهج باندې قایم شي 

﴿إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغاً لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾  (الانبیاء: ۱۰۶)

په تحقيق سره په دې کې بلاغ (د شرعي حکم رسول) دي د عابد او پرهيزکاره قوم لپاره 

سيف الله مسیتنر

د حزب التحریر ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

آیا مجرم مجرم محاکمه کوي؟

  • خپور شوی په سیاسي

آیا مجرم مجرم محاکمه کوي؟

له ډیرو کلونو را به دیخوا، په افغانستان کې خلک د یوې ښې او روښانه راتلونکې په هیله شپې او ورځې سبا کوي او هر ډول کړاو ته اوږه ورکوي. دا ځکه چې دوی سره د مسئولینو او چارواکو له خوا غوړې او چربې وعدې کیږي؛ خو د هر کال په نوي کیدو سره د تیر کار ژمنې په اوبو لاهو شې او دغه سریال له سره، خو په بله بڼه پیل او د تیر په څیر روان وي...

د امریکا متحده آیالاتو ۱۵کلن ملګري، هغه چې په افغانستان باندې د امریکایې یرغل سره مرسته کړې وه او هغوی ته یې دا زمینه برابره کړه، چې تر څو په ډیره آسانه او ارزانه قیمت سره دغه هیواد اشغال او مظلوم خلک یې تر سخت ظلم او وژنې لاندې ونیسي. دغه د امریکا مخلص ملګري چې په ډیره کمه بیه یې افغانستان، خپل عزت او وقار وپلوره، په تیرو ۱۶ کلنو کې په یو ډول نه په یو ډول په حکومت کې دخیل او د نظام یوه برخه ول؛ او په هغو ټولو جنایاتو کې شریک ول چې د امریکا له خوا د افغانستان په مسلمان ولس پلي کیدل.

دغه مجرمه او جنایت کاره ډله، چې شمیر یې تر سوونو ناوړي، په تیرو ۱۶کلنو کې هغه جنایات او ظلمونه تر سره کړل چې قلم یې له ویلو عاجز دی، خو ډیری د دغو جنایتونو څخه پټ پاتې شول او د ګوتو په شمیر یې افشا شول چې هغه هم د مزدورو رسنیو له خوا د ولس تر سترګو او غوږونو ته و نه رسیدل.

دغه مجرمان پټ او ناڅرګند کسانه نه دي، دا هغه کسان دي چې د لمر د سترګې په شان ولس او دنیاوالو ته معلوم دي. جنایات او ظلمونه یې په ورځني کار او عادت بدل شوي؛ په جرم او جنایت کې داسې غرق دي چې اوس ورته خپلې کړنې جرم او جنایت نه بریښې او داسې توجیه ورته کوي چې ګویا ټول ولس کم عقله او بې عقله دی، خو یوازې همدا جنایت کاره ټیم د عقل او حکمت خاوند دی...

نمونې یې ډیرې دي، د کوم یوه نوم به یې د هغه له جنایتو او ظلمو سره اخلم، که یې لست کړم، نو بیا د دې لنډې مقالې له توان څخه وځي او د یو ستر کتاب تر کچې رسي. د ولسمشر لومړی مرستیال یې ښه بیلګه او نمونه ده؛ هغه جنایت یې په علنې او څرګنده تر سره کړ چې زه یې نه شم لیکلی، حتی په ایشاره کولو ورته شرمیږم. داچې په پټه دغه مجرمین څومره فاسد، بې حیا او بې شخصیته دي؛ په هغو خو لا ډیر لږ خلک خبر  دي. پس څوک ده چې دغه د ولس په برخلیک حاکم مجرمین او جنایتکاران محاکمه او د عدالت منګولو ته وسپاري؟ داسې څوک شته؟ چې د مظلوم غږ واوري؟

نه، د فعلاً لپاره د دې پوښتنې ځواب منفي ده. دا ځکه چې مجرم مجرم نه محاکمه کوي، بلکې ملاتړ یې کوي. جنایت یې توجیه کوي، خلکو ته په تشو وعدو او ژمنو چل او فریب ورکوي... دا په دې خاطر چې حاکم چارواکي او مشران، کابو ټول د یوې کیښتۍ سپرلۍ ده، هغه د ظلم او جنایت کښتۍ چې د ۱۶کلنو راهیسې د امریکا په تیلو روانه شوې او لا روانه ده.

نو موږ نه باید له مجرم څخه د مجرم د محاکمه کولو او مجازاتو تمه ولرو، دوی په اصل کې د یوې جنایې شبکې غړي دي؛ چې د خلکو هر ډول حریم او حرمت ورته مباح دی، کله یو او کله بل ورباندې دغه د ظلم میچن تاووي. خو دا په ولس ده چې را ویښ شي، دغه مجرمان د قدرت له ګدۍ څخه و غورځوي، محاسبه یې کړي، له ملاتر څخه یې لاس واخلي او... په عوض یې د هغو مخلصو او مؤمنو ملاتړ وکړي چې د خلکو د زر کلنې سیاسي عقیدې په اساس د دوی د چارو سمبال کوي او حکومت به یې د دوی له عقیدې څخه سرچینه اخلي؛ نه د کاپی پیست او تقلید حکومت.

خالد څرګند

د مطلب ادامه...

د «خلافت او تعليم: د طلايي دورې د بيا راژوندي کولو» په نړيوال کمپاين کې برخه واخلئ

 د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې د "خلافت او تعليم: د طلايي دورې بيا را ژوندي کول" تر سرليک لاندې نړيوال کمپاين پيلوي، چې د الله سبحانه وتعالی په اذن سره به د روان ميلادي کال د مارچ په ۱۱مه د اندونيزيا په جاکارتا ښار کې د ښځو په لوی، مهم او نړيوال کنفرانس سره پای ته رسېږي، چې د نړۍ له ګوټ – ګوټ څخه به ويناوالې ولري.

 د دغه کمپاين موخه په نړۍ کې د هغه طلايي دورې د بيا راژوندي کولو لپاره د مسلمانانو رابلنه ده، ترڅو د نبوت پر منهج د دويم راشده خلافت د تاسيس لپاره خپلې هڅې لاګړندۍ کړي. دغه نړيوال کمپاين به د خلافت دولت د تعليمي سياست په اړه ځانګړی لرليد او د هغه عملي قدرت چې د تعليمي نظام په ترڅ کې به مسلمان ځوانان داسې روزي چې ځانګړي، وړ او نمونه شخصيتونه به ورڅخه جوړوي. دې ته ورته د راشد اسلامي نظام تر سيوري لاندې به د تعليم په برخه کې د نارينه وو او ښځو لپاره مساوي امکانات او لاسته راوړنې ولري او دعلم لپاره به طلايي دور يو ځل بيا راژوندی کړي، چې له امله به يې د علم او صنعت په ډګرونو کې په نړيواله سطحه د ابتکار او پرمختګ لوړ او لارښود فرهنګ رامنځ ته کړي.  

کمپاين او دغه ستر نړيوال کنفرانس به د دښمن اوسنۍ اجنډا چې په اسلامي نړۍ کې د تعليمي نظام پر سيکولر کولو باندې يې تمرکزکړی او هغه عوامل روښانه کړي چې په تعليمي برخه کې يې د سيمې په سطحه ناورين رامنځ ته کړی دی. سره له دې به د خلافت دولت د نشتوالي په اوسني حالت کې د مسلمانانو د اولادونو د اسلامي تربيې لپاره ځانګړې لارښوونې وړاندې کړي.

د نړۍ په بېلابېلو ژبو د کپاين برېښناپاڼې:

- عربي:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/ar/index.php/dawahnews/cmo/41863.html

- انګريزي:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/dawah/cmo/12317.html

- ترکي:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/tr/index.php/dava-haberleri/mmo/8381.html

- اردو:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/ur/index.php/دعوت/سینٹرل-میڈیا-آفس/1195.html

- آلماني:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/gr/index.php/dawa-news/zmb/595.html 

نو له ټول اسلامي امت او په ځانګړي ډول د نبوت پر منهج د راشده خلافت له دعوت کوونکو څخه مو هيله دا ده چې د اسلامي امت د تېر برم او عزت د بيا را ژوندي کولو په موخه زموږ د خويندو په دغه ستره هڅه کې پراخ ګډون وکړي او د کمپاين، موخې، پيغامونه، تصاوير، ليکنې او ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو باندې د لاندې هشتګونو په کارولو سره تر خلکو ور ورسوي.

#Khilafah_Education 

#الخلافة_التعليم

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس 

د مطلب ادامه...

کورنۍ جګړه د خبیثې ونې د هغه ښاخ نوم دی چې امریکا یې سیاسي حل لاره بولي Featured

  • خپور شوی په سوریه

(ژباړه)

د هغې جګړې حساسیت چې د استانې کنفرانس ته دعوت شوو ډلو تر منځ نن په شام کې جریان لري، د عقل خاوندانو ته څرګند دی او دوی خپله د دغې جګړې مسول دي. هر یو د دغې جګړې اور وژلی شئ؛ خو تاسو ټول د شام اهل پر دغه بد حالت خوښ یاست. دا ډول جګړې په ځلونو د ډلو تر منځ نښتې او هر ځل یې په ډېرو وړو مسئلو د الله سبحانه وتعالی حکم ته له توجه پرته یو د بل وینې تویې کړې. که څه هم د امت مخلصو بچیانو پر دوي غږ وکړ چې جګړه پرېږدئ، خو له بده مرغه چا پاملرنه ونه کړه

د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۲۹مه د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کېدل د دغو ډلو ترمنځ د جګړې د تېزېدو لومړی ګام و؛ تر څو د دغو جګړو له لارې د امریکا سیاسي حل لارې ته لار هواره کړي. يوازینۍ لاره چې امریکا يې په مرسته یادې ډلې سره جلا کولی شي او هغه کسان چې  سیاسي حل لاره يې ونه مني د ترهګرو ډلو او اشخاصو په نوملړ کې يې شاملوي.

اې د دارلاسلام او شام خلکو! دا جوته ده چې د انقلاب د نتیجې د انحراف یواځینی لامل د سیاسي رهبرۍ نشت او د دښمن له پلانونو څخه ناپوهي وه، چې د جګړې او مسلمانانو د پاکو وینو د تويېدنې مخه يې ونه نیوله. هغه وسلې چې دا ډلې يې لري، باید د شام له خلکو او د هغوی له عزته په دفاع کې ګټه ترې واخلي، نه د یو بل پر وړاندې. د دغه انقلاب ځواک او توان یوې سیاسي رهبرۍ ته اړتیا لري، تر څو یې سم او وسلې یې د موخې لپاره وکاروي.

اې هوښیارانو! اې د شام خاورې د رایې او نظر خاوندانو! ستاسو پر غاړه ستر مسولیت دی او تاسو د هغو انحرافونو چې پاڅون ته زیان رسوي او یا د هغو جګړو چې د وسله والو ډلو تر منځ یې زور اخیستی، مخنیوی کولی شئ. باید داسې پرېکړه لیک صادر کړئ چې په هغه کې جګړه رد او خپل زامن د هغو رهبرانو له اطاعت څخه چې د الله سبحانه وتعالی اطاعت نه کوي، منع کړي؛ ځکه د الله سبحان وتعالی په بې اطاعتۍ کې د هېڅ مخلوق اطاعت جايز نه دی. یاد مو وي چې دغه انقلاب به تر هغه په مستقیمه لاره حرکت ونه کړي، چې تر مخلصه سیاسي رهبرۍ لاندې چې د اسلامي امت لویه پروژه يې په غاړه ده، را نه شي.

مخکې له دې چې د شام له انقلابه د دغه انقلاب وینه زبېښونکي خاینان او قاتلان ناوړه ګټه پورته کړي، نو د انقلاب مشري سم لور ته یوسئ. داسې عمل وکړئ چې الله سبحانه وتعالی یې غواړي او د الله سبحانه وتعالی مخلص بنده ګان شئ. د هغه د رضا په لټه کې شئ او د حکم اطاعت یې وکړئ. له هر څه چې یې منع کړې یاست، ډډه وکړئ او هر څه چې د الله سبحانه وتعالی لپاره کوئ، له هېڅ ملامتوونکي مه وېرېږئ.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ (الانفال:۲۴)

اې مومنانو! د اللله سبحانه وتعالی فرمان او د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دستور ومنئ، کله چې مو داسې څيز ته رابولي چې تاسو ته ژوند. وپوهېږئ چې الله سبحانه د انسان او د هغه د زړه تر منځ جدايي راولي (انسان د زړه غوښتنو او هيلو ته له رسېدو منع کولی شي او مړ کولی یې شي او پرې يې نه ږدي چې اوږد ژوند وکړي، چې د هر انسان د زړه غوښتنه ده). وپوهېږئ چې ټول به د الله سبحانه وتعالی لوري ته ورغونډ شئ.

د حزب التحریر - ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

دښمن ته ستاسو په تسلیمولو بالاخره کنګلونه ویلي شول او د چارواکو او لاسپوڅو ډلو جنایتونه افشا شول؛ نو عبرت واخلئ! او د هغه سیاسي حزب تر شا سره یو شی چې ان شاء الله ستاسو عزت به بېرته را وګرځوي او د دښمنانو دسیسې به مو شنډې کړي

  • خپور شوی په حزب

(ژباړه)

د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په لومړۍ سهار د امنیت په شورا کې یو پرېکړه لیک تصویب شو چې داسې پکې راغلي: «په سوریه کې د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب د رایې په اتفاق د اوربند پر سر پرېکړه وشوه)، د امنیت شورا پرېکړه وکړه چې د سیمې اړمنو اوسېدونکو ته لومړنۍ بشرۍ اړتیاوې په چټکۍ ورسېږي.» (سرچینه: د بي بي سي عربي څانګه د ۲۰۱۷/۱/۱).

د ۲۳۳۶ مې شمېرې پرېکړه لیک له مخې منل شوې چې د امنیت شورا د ترکيې او روسيې اړوند داسې نا تایید شوي اسناد وړاندې کړي چې د ترکیې او روسیې هغه ګډې هڅې په ګوته کوي چې پر بنسټ یې په سوریه کې د تاوتریخوالي پای ته رسول او د یوې سیاسي حل لارې له مخې دغه کړکېچ ته د پای ټکی اېښودل دي. (الجزیره: ۲۰۱۶/۱۲/۳۱)

نو د امنیت شورا په سوریه کې د اوربند له هوکړې چې د امریکا مزدوران، لکه: روسیه، ترکیه، ایران او د انقرې په خبرو اترو کې ښکېلو او ترکیې ته وفادراو ډلو قدرداني وکړه. د امنیت شورا په وسیله د دې پرېکړه ستاینه د هغې معاملې پایله ده چې اردوغان یې ګناه پر ځان پورې د تړلو وسله والو ډلو په ایستلو په غاړه اخلي. ده په ۲۰۱۶ کې حلب د سن پترسبورگ د شرموونکې معاملې په ترڅ کې د سوریې ظالم رژیم ته وسپاره. د دغې ناوړه معاملې پایله   د دوو نورو بدمرغو پرېکړه لیکونو لامل شو، چې درې برخې لري: په سوریه کې اوربند، د جنګي سیمو څارنه او د ۲۰۱۷ د جنوري په ۲۷مه د جینوا د لومړۍ ناستې د طرزالعمل مطابق د استانې خبرې اترې.

د خیانت دغو پړاونو تر اوسني پرېکړه لیک پورې لاندې درې پړاونه تېر کړل:

۱- په لومړي پړاو کې امریکا ایران، حزب او نور پلویان یې د دغه ماموریت لپاره وټاکل، خو هغوی ناکام شول او نېژدې وه چې د اسد رژیم سقوط وکړي.

۲- په دویم پړاو کې امریکا جنایتګرې روسیې ته د رول لوبولو وار ورکړ چې په خپل وار سره یې خورا لوی جنایتونه په خورا قوي وسلو وکړل، خو بیا هم ونه توانېده چې سخت مقاومت له منځه یوسي.

۳- بالاخره په درېیم پړاو کې ترکیه د امریکا په دستور د مزدورۍ ډګر ته د ننه شوه، ځکه چې ترکیې د سوریې په شمال کې ډېرې ډلې ټپلې تر خپلې ولکې لاندې درلودې. ترکیې دا شیطاني ماموریت چې ورسپارلی و، تر پایه تعقیب کړ. د فرات سیند په مقابل کې یې د جګړې اور تېز کړ او زیات وسله وال کسان یې د دې موخې لپاره ډګر ته دننه کړل.‌ ده پاتې وسله والو او په ځان پورې اړوندو ډلو ته دستور ورکړ چې حلب پرېږدي. دا کار تر دې وړاندې هېڅکله په اسلامي خاورو کې نه و پېښ شوی، ځکه اردوغان ملکي خلک د کورونو پرېښودو ته اړ کړل. دا کار هغه چا وکړ چې تل او په تکرار یې د سرې کرښې شعارونه ورکول، خو وروسته حلب په ډېره بې شرمۍ دښمن ته تسلیم شو، چې د اردوغان په دغه نه بښل کېدونکي جنایت کې له ده سره تړون لرونکو او ورپورې اړوندو ډلو لاس درلود. دغو ډلو دښمنانو ته د خپل هېواد په تسلیمۍ په تیاره شپه کې نه، بلکې په رڼا ورځ هوکړه وکړه.‌ دوی په داسې حال کې دا ذلت ومانه چې د بې ګناه انسانانو ټولو تویې شوو وینو ته سپکاوی وشو او د کورونو، ونو او حتی ډبرو تخریب یې هېر کړ. دوی دا هېره کړه او یا یې د هېرولو پلمه لټوله چې غوښتل یې خلک د رژیم او د هغه د نورو متحدینو له ظلم او جنایتونو ازاد کړي.

له پوتین سره د اردوغان شرموونکې ناسته د حلب او د خلکو د پلورولو لپاره او هغه څه چې  وروسته پېښ شول په ځانګړې توګه کله یې چې هغه یوه بریا وبلله او پوتین ته یې مبارکي ورکړه ډېره دردونکې ده او تر دې هم هغه مهال دردونکې وه چې ایران د روسیې په جنایتونو نور هم وراضافه کړل او هغه یې دوه چنده کړل. حتی چې په ظلم، جنایت او ورانیوکې یې له روسیې سیالي کوله.

د رژیم خاینانو ته د جینوا د پرېکړو پر اساس د حلب تسلیمول یو لوی مصیبت او درد دی، چې دغو ډلو خپل دین ډېر ارزانه وپلوره. دوی باید خپلې دا بدبختۍ د اسد رژیم له ملاتړو سره شریکې کړي او له دوی سره هېڅ جنجال ونه کړي. د استانې، جینوا او نورو ناستو د خبرو اترو،  لپاره د اسلامي خاورو د حکامو هرکلی ډېر دردوونکی دی. خو څه ډول ممکنه ده چې دا کار وکړي، په داسې حال کې په تړون ماتوونکو پورې اړونددي.‌ الله سبحانه و تعالی دې دوی نابود کړي‌ چې څه ډول دوکه شول!!

اې د شام خلکو! د حلب کنګل ویلی شول؛ د ګوډاګیو حکامو او په دوی پورې د اړوندو ډلو ټپلو خیانت ټولو هغو کسانو ته چې د بصیرت لري او حتی هغو کسانو ته هم چې بصیرت نه لري؛ روښانه شوه. هېڅ څيز د خلکو له سترګو پټ نه شو او هغوی چې د لیدو وړتیا لري د لمر په څېر ورته روښانه ده. تاسو حکامو په ځانګړې توګه خپلو  ګاونډيو لکه اردوغان او نورو ډلو چې حلب یې د مردارو پیسو لپاره سپکو خاینانو ته تسلیم کړ، وپلورلئ.

اې د شام خلکو! تاسو په لومړي اوربند کې چې دغو ډلو لاسلیک کړ، په لومړي مهاجرت کې دوکه شوئ.  تاسو  د اردوغان د لومړی وعدې په ماتولو دوکه شوئ. نوموړي په خپله لومړۍ وعده کې چې ویې ويل چې د حما پېښه به بیا تکرار نه شي، دوکه درکړه او وروسته یې خپله وعده هېره کړه. مومنان هېڅکله له یوې سوړې دوه ځله نه چیچل کیږي. نو څه درباندې شوي چې په دوامداره توګه د ګاونډيو حکامو له لوري په وار وار چیچل کېږئ؟  څنګه هغو ډلو چې ستاسو د سترګو پر وړاندې د دې پر ځای چې د واحد دښمن پر ضد وجنګېږي، یو له بل سره جګړه کوي، تاسو ته فرېب درکړ؟ هفوی تل د یووالې شعار ورکاوه، خو یو موټی نه وې. د تجزیې د رد ادعا یې کوله، خو په ژوره توګه تجزیه کېدې. مردارې پیسې یې ردولې، خو فکر یې کاوه چې پیسې اخیستل ښه کار دی.

 دغه ډلې به تر هغه هېڅکله کومه خاوره ونه ساتي، تر څو یې چې اصلي ناروغي تشخیص نه کړي او د هغې مطابق درملنه ونه شي، چې درملنه یې هماغه یووالی دی، نه تجزیه او تفرقه. نو باید په یاد ولرئ چې یوازې وحدت هم  هر څه نه شی کېدای، تر څو چې دغه ډلې د اسلام پر اساس تر یوه رښتینې سیاسي رهبرۍ لاندې را ټولې نه شي. ایا د قران کریم د دغه ایت تلاوت درته کافي نه دی؟

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا [آل عمران:۱۰۳]

ټول د الله سبحانه وتعالی په رسۍ منګولې ولګوئ او تفرقه مه کوئ (تیت پرک مه کیږئ)

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآن [محمد:۲۴]

ایا دوی په قرانکریم کې تدبر نه کوي؟

هغه څه چې وحدت تامینولی شي، د الله سبحانه وتعالی په رسۍ منګولې لګول دي. نو مختلفې ډلې باید داسې رښتینی سیاسي رهبري ولري، چې د الله سبحانه وتعالی په رسۍ منگولې ولګوي، چې دوی د اسلام مستقیمې او سمې لارې ته هدایت کړي. نو د نفاق له منځه وړل ستاسو د لیکو د پياوړي‌کېدو لامل کېږي.  خو که دوی د داسې رهبر یا حکامو پيروي کو‌ي چې له الله سبحانه وتعالی وېره نه لري، د تفرقې ناروغي به نوره هم پراخه سخته شي. بیا به دوی د هر خاین په مقابل کې چوپ پاتې شي او د هېڅ ظالم او مجرم  په مقابل کې به ونه درېدای شي. حلب او نورې خاورې په دغه مورد روښانه بېلګې دي،‌ چې دا ډلې د زینې په څېر خاینو حکامو وکارول کېږي،‌ چې بالاخره د پر یوه وژونکي پرېکړه لیک به پای ته ورسېږي. که څه هم دوی خپل نمایشي وحدت د انقرې هوکړه لیک په اډانه کې،‌ چې د ډلو د یووالي هوکړه لیک یې لاسلیک کړ،‌ نندارې ته وړاندې کړ.  

نو باید یادونه وشي‌چې له موږ مخکیني چې کله له حقه لرې شول، له ورته پېښو او واقعیتونو سره مخ شول. لکه په صلیبي جګړو کې دوی له هغه څه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړي وو، منحرف او لرې شول،‌ چې په پایله کې یې قدس (د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسرا او معراج ځای) له بایلود. همدا رنګه د تاتاریانو په وخت کې له حقه واټن پيدا کول د خلافت د مرکز بغداد د له لاسه وتلو لامل شو. په همدې ترتیب د وروستۍ پېړۍ په وروستیو کې د تفرقې له امله خلافت ونړېد او قدس یو ځل بیا له منځه لاړ. که څه هم چې دوی  لومړی او دویم ځل ستونزه درک کړه چې تفرقه ده او بیا د یو واحد امت په توګه یو موټی شول او قسطنطنیه یې تر خپلې ولکې لاندې را وسته، چې د اسلام ستر ښار ترې جوړ شو. دوی د ظالم پوتین ټاټوبي ته ورنېژدې شول او د اروپا دروازې یې وټکولې. په «تور» جګړه کې یې فتوحات د فرانسې له دروازې پيل او تر ویانا پورې ورسېدل. دا ټولې کړنلارې او حللارې د ګټې اخیستنې وړ دي،‌ چې په وسیله یې بریا ته رسېدای شو. استعمارګر کفار او پلویان یې له سوریې او نورو اسلامي خاورو شړلی شو. قدس یو ځل بیا لاسته راوړلی شو. د غاصب یهودي دولت جرړې د فلسطین له سپېڅلې خاورې ایستلی شو،‌ چې حق نه یوازې په اسلامي خاورو،‌ بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته وغځوو،‌ چې د الله سبحانه وتعالی وعده پوره او الهي نظام حاکم شي.

اې د شام مسلمانانو او انقلابیانو! موږ تاسو ته پورتنۍ حللارې ته ورته حللاره وړاندې کوو او تاسو یې هم په مقابل کې دلیل نه شئ راوړلی. بدبختۍ له هر لوري تر موږ چاپېرې دي.‌ نو ایا عبرت ترې وانخلو؟

أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ [توبه:۱۲۶]

ایا دوی نه ویني چې هر کال یو یا دوه ځله په ازمیښت کې اچول کېږي؟ خو بیا هم نه توبه باسي او نه عبرت اخلي!

موږ وګړو،‌ ډلو، واکمنو او فوځونو ته خطاب کوو  تر د واحدې مخلصې سیاسي رهبرۍ تر قیادت لاندې سره راټول شئ او  د راشده خلافت پر بنسټ د اسلامي نظام په تاسیس اسلامي حکومت او واقعي خلافت پياوړی کړئ.‌ له هغه حزب سره یو ځای شئ چې ستاسو لارښود دی او هېڅکله یې خپلو خلکو ته دروغ نه دي ويلي.‌له تاسو سره او په تاسو کې کار او فعالیت کوي.‌ تاسو پوهېږئ چې تاسو ته صادق دی او نصیحت درته کوي. حزب التحریر تاسو ته خبرداری درکوي چې هغه مصیبتونه چې موږ راګیر کړي یو،‌ هره ورځ زیاتېږي او لمن یې پراخېږي.‌ موږ یې لمبه وژلی شو،‌ چې دا موضوع ختمه شي،‌ تفرقه له منځه ولاړه شي او عزت او هوسایۍ ته ورسېږو.

نو موږ ته د نصرت لاسونه راکړئ، لکه څنګه چې موږ تاسو ته د نصرت لاسونه وړاندې کړي؛ ځکه موږ یو بل پياوړي کولی  شو او په دواړو دنیاوو کې بری موندلی شو، چې هغه به لوی بری وي.

إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ [ق:۳۷]

بېشکه په دې خبره کې د هغه چا لپاره عبرت دی چې زړه لري او یا په پاملرنې سره خبره واوري.

د مطلب ادامه...

د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا اوسنی سیاست

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۹مه او نوي ولسمشر ته له واک سپارلو درې اونۍ وړاندې، پر روسیې له یو لړ پیاوړو بندیزونو خبر ور کړ. په دغو بندیزونو کې له امریکا څخه د یو شمېر روسي ډیپلوماټانو ایستل، چې شمېر یې ۳۵ کسانو ته رسېږي او همدارنګه د جاسویۍ په پلمه په نیویارک او میریلانډ کې پر روسي ډیپلوماټانو پورې اړوندو مرکزونو تړل هم شامل دي. دغه اړیکې له هغه وروسته سختې شوې چې امریکا پر روسیه تور پورې کړ چې د انټرنټي فعالیتونو له لارې یې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده. پوښتنه دا ده چې د دغه تور پر وړاندې غبرګونونه د دې سختو اقدامونو لامل کېدای شي؟ یا د دغو سختو اقدامونو دلیل هغه بدلونونه دي چې په سوریه کې د روسیې په رول کې ښکاره شوي دي؟ او یا کوم بل دلیدل دی؟ په ځانګړې توګه دې ته په کتو سره چې «ټرامپ» څرګنده کړه چې له روسیې سره به اړیکې ښې کړي، حال دا چې اوباما د دغو اړیکو د سختېدو په لټه کې دی. جزاک الله خیر.

ځواب:

د ځواب د روښانتیا لپاره لومړی د هغو بدلونونو پر واقعیت چې په دې برخه کې ښکاره شوی، خبرې کوم، وروسته به د پوښتنې ځواب روښانه کړم:

لومړی: د دغو بدلونونو د واقعیت په اړه باید ووایم چې دغه بدلونونه رښتیا دي او د امریکا اوسنۍ اداره هڅه کوي چې له امریکا سره د روسیې اړیکې ګډوډې کړي. روسیې هم د امریکا د دې پیغام په اړه ډېر ژر غبرګون وښود، څنګه چې د نن روسیې او فرانسې ټلویزیونونو د کرملن ماڼۍ له ویاند بیسکوف نه په نقل په یو خبر کې وويل: «د امریکا له لوري لګېدلي بندیزونه د دښمنۍ او ویجاړونکی طبیعت لري دي. نوموړي همدارنګه وویل: د اوباما د حکومت اداره له واک ته رسېدو نه تر اوسه د روسیې او امریکا د اړیکو د ګډوډلو په هڅه کې ده. نوموړي زیاته کړه: مسکو به د واشنګټن اقدامونو ته ډېر ژر ځواب ور کړي». 

ځینې هڅې چې د اوباما ادارې د دغو اړیکو د ګډوډولو لپاره کړې، په دې ډول دي:

  1. د فرانس ۲۴ انټرنټي پاڼې د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۶مه په خپل خبر کې داسې وویل: «د امریکا ولسمشر اوباما د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۱۵مه په خپلو څرګندونو کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتونه به د هغو انټرنټي هڅو په اړه چې روسیې د امریکا په ټاکنو کې کړې، غبرګون وښیي. اوباما چې په (ان بي ار) راډیو کې خبرې کولې وویل: «موږ باید د پردیو حکومتونو پر وړاندې، چې هڅه کوي زموږ د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي، غبرګون وښیو او په دې اړه یو لړ ګامونه واخلو. نوموړي همدارنګه زیاته کړه: زموږ غبرګون به څه وخت چې موږ لازمه وبلله، وښودل شي. د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل: د دې غبرګون ځینې برخې به ښکاره وي او ځینې به یې داسې نه وي». د واشنګټن وروستیو څرګندونو دا وښودله چې هغه غبرګونونه چې اوباما یې خبرې کولې، څه وو.
  2. د امریکا ولسمشر اوباما د مسخرو په ډول روسیه یاده کړه او هغه یې یو کوچنی دولت وباله. د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۰مه له نوموړي څخه په نقل په خپل راپور کې وویل: «هغوی کوچني او کمزوري دي. اقتصاد یې له نفتو، ګازو او وسلو پرته چې هېڅ پرمختګ نه کوي، بل داسې څه نه شي تولیدولی چې نور یې ترې غواړي».
  3.  ډاټ مصر انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۲۰مه په یوه خبر کې وویل: «د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۰مه د روسیې پر خاوره پورې د کریمیې د تړلو په غبرګون کې پر روسیه د یو لړ بندیزونو لګولو خبر ور کړ چې د دې هېواد اووه تنه سوداګر او اته شرکتونه پکې دي. د دغو بندیزونو موخه اووه تنه سوداګر دي چې د روسیې بانک یو شمېر مسولین هم پکې دي، هغه بانک چې تر ډېره د روسیې حکومت پر ځواکمنو پورې تړلی دی. پر دې سربېره په دغو بندیزونو کې څلور ساختماني شرکتونه هم شته چې په کریمیه کې فعالیت لري، هغه کریمیه چې د مسکو په واسطه د روسیې پر خاوره پورې وتړل شوه. د امریکا د حکومت ادارې همدارنګه زیاته کړه چې دغه اقدام د روسیې په واسطه د کریمیې د اشغال پر وړاندې د جدیت ښکارندوی او همدارنګه د هغو اعترافونو پر وړاندې مخالفت دی چې د دې جزیرې په اشغال کې تر سره شوي».
  4. امریکا د روسیې په واسطه د اټومي وسلو د پراخوالي د دوام په غبرګون کې د ستورو جگړې برنامې ته د خپلې نوې تګلارې په اړه خبرې وکړې. د دې نوې تګلارې پر بنسټ د امریکا قوانین به د یو لړ تعدیلونو شاهد وي چې امریکا ته له نظامي فضا څخه د ګټې اخیستنې اجازه ورکوي. دار الاخبار انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۲۴مه ولیکل: «باید اشاره وکړو چې د امریکا کانګرس مخکې له دې چې د دغه هېواد قانون تصویب کړي، دوه مهم بدلونونه یې پکې راوستل: یو یې دا دی چې د واشنګټن د توغندوییز ډال د پراختیا محدودیت لرې کوي او دویم بدلون دې ته اجازه ور کوي چې په راتلونکي کې فضا ته د لېږلو په موخه د دغې برخې د نوو تجهیزاتو د طراحۍ کار په عملي ‌ډول پیل کړي.د لاسانجلس ټایمز خپرونې په دغه برخه کې د ولسي جرګې د یوه غړي ټرینټ فرنکس چې د جمهوري غوښتونکي حزب پلوی دی او د دغو دوو بدلونونو له مهمو مطرح کونکو څخه دی، له خولې یو اعتراف خپور کړ چې ویلي یې دي: «په قانون کې دغه دوه بدلونونه د سټراټیژیکې دفاع د وړاندیز پر پروګرام ولاړ دي چې په ۱۹۸۳ کې امریکا پخواني ولسمشر رونالډ ریګان پیل کړي وو. دغه سټراټیژیک وړاندیز د «ستورو جګړې» په نوم هم مشهور شوی دی». د دې طرحې موخه له روسیې سره اړیکې ترینګلې کول دي.
  5. د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۳مه د راپور په خپرولو سره وویل: «د امریکا ولسي جرګې استازو داسې قانون تصویب کړ چې پر بنسټ به یې د امریکا دفاع وزارت ته ۳.۴ میلونه ډالر ورکړل شي چې په ۲۰۱۷ زکال کې د روسیې د خوځښتونو د مخنیوي لپاره ګټه ترې واخلي. د ولسي جرګې ۳۹۰ غړو د دغه قانون لپاره شنه کارتونه وښودل، خو یوازې ۳۰ کسانو له دغه قانون سره مخالفت کاوه. د امریکا دفاع وزیر اشتون کاټر د دفاع بودیجې طرحې د وړاندې کولو په جریان کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتونه هڅه کوي چې د روسیې د سرغړونو پر وړاندې په ناټو تړون کې خپلو تړون کوونکو ته په نېږدوالي په اروپا کې خپل موقعیت پیاوړی کړي».
  6. پر دې مواردو سربېره، امریکا د سوریې په کړکېچ کې د روسیې مقام هم ټیټ کړ او د جان کېري او لاوروف دوه اړخیزې ناستې یې د روسیې او ترکیې پر دوو اړخیزو ناستو بدلې کړې. مسکو د جان کېري او لاوروف پر ناستو ویاړ کاوه او هغه یې هغه یې نړیوال مقام او عظمت ته د روسیې د رسېدو نښه وبلله. که څه هم امریکا د سوریې په بحران کې د ښکېلو اړخونو له کړنو او رول ادا کولو څخه د ډاډ لپاره تل له روسیې او ترکیې سره په اړیکه کې ده او د هر یوه د هڅو ملاتړ به وکړي؛ خو د امریکا د نوي اقدام پر بنسټ د امریکا او روسیې دوه اړخیزې ناستې د روسیې او ترکیې پر دوو اړخیزو ناستو بدلول په حقیقت کې د روسیې د نړیوال مقام او مرتبې ټیټول بلل کیږي او هغه د ترکیې په څېر د دولتي مقام په کچ معرفي کوي. دغه اقدام د روسیې پر وړاندې د امریکا د فشارونو یوه برخه بللای شوو.
  7. د اړیکو دغه سختوالي روسیه و وېروله. د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۳۰مه د امریکا له خوا پر روسیې د لګېدلو بندیزونو په غبرګون کې د روسیې له ولسمشر نه په نقل سره څرګندونې خپرې کړې او ویې وویل: «روسیه دا حق لري چې د امریکا له خوا پرې د نوو لګېدلو بندیزونو په اړه غبرګون وښیي؛ خو دا غبرګون هېڅکله د امریکا د اوسنۍ ادارې په کچه نه دی او هېڅ وخت به ډیپلوماټان موخه ونه ګرځوي. پوتین زیاته کړه: موږ به هېڅ وخت امریکایي ډیپلوماټانو ته ستونزې جوړې نه کړو او هغوی به له خپل هېواده ونه باسو. موږ به هېڅ وخت د امریکا د ډیپلوماټانو کورنۍ او ماشومان له هغو امکاناتو نه چې د نوي کال د جشنونو په جریان کې راټولېدل، محروم نه کړو؛ بلکې په روسیه کې د منل شوو امریکایي ډيپلوماتانو ماشومان به راوبولو چې په کرملن ماڼۍ کې د نوي میلادي کال په جشنونو کې ګډون وکړي». دا چې مسکو معمول غبرګون ونه ښود او له امریکایي ډیپلوماټانو سره ورته معامله نه کوي، دوه څیزونه ښیي:

لومړی: له واشنګټن سره د ناندریو د زیاتېدو له پایلو او موخو د مسکو سخته وېره.

دویم: مسکو دې ته په تمه دی چې د ټرامپ ادارې ته واک وسپارل شي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو جوړښت د مسکو د خوښۍ ته په پام له سره ورغوي. د روسیې د سیاسي درایت کمزروۍ ته په پام،  روسان انګیري چې د راتلونکي ولسمشر ټرامپ دریځ به د اوباما په پرتله توپیر ولري. خو روسان له دې نه ناخبره دي چې هر ولسمشر چې له هر حزبه وي،‌ چې واک تر لاسه کړي، مکلف دی چې بهرني سیاستونه عملي کړي چې په امریکا کې د حکومتوالۍ د پراخو سازمانونو په وسیله طرحه کېږي او هغه اختلافونه چې د اوباما او ټرامپ ترمنځ لیدل کیږي؛ په اصل کې پلان شوي او موخن دي او د امریکا د مخکې رسم شوو سیاستونو عملي کېدل ښیي.

دویم: د پوښتنې پاتې برخې ته ور ځو:

په دې کې شک نشته چې د اوباما اداره د روسیې پر وړاندې دغه پیاوړي بندیزونه په داسې حال کې عملي کوي،‌ چې ډاډه ده چې روسیه په سوریه کې په خپل نړیوال رول لوبولو کې هېڅکله دوه زړې شوې نه ده او خپل رول به ډېر ښه عملي کړي. ځکه چې امریکا روسیه د سوریې په کړکېچ کې تر دې کچې راګیر کړې چې هېڅ وخت به د سوریې له کړکېچ څخه بېرون نه شي. کله چې امریکا ډاډه شوه چې روسیه په کافي کچه د سوریې په کړکېچ کې ښکېله شوه، د هغې مقام او باور یې له منځه یووړ. د ترکیې حکومت ته یې دنده وسپارله چې د امریکا د حکومت په استازولۍ له روسیې سره په اړیکه کې شي. نو پر همدې بنسټ له روسیې سره د امریکا د اړیکو سختوالی او هغه فشارونه چې امریکا یې پر روسیه راوړي، د سوریې له مسئلې سره هېڅ اړیکه نه لري؛ ځکه چې روسیه په سوریه کې په بشپړه توګه د امریکا د ګټو په چوپړ کې ده او امریکا په دې برخه کې هېڅ شک نه لري؛ بلکې دا هم ویلی شو چې په سوریه کې د روسیې د سیاست وزرونه پر امریکا پورې تړلو هېوادونو لکه ایران او ورپسې روان، د سوریې حکومت، ترکیه او د ترکیې طرفدارو مخالفانو له لوري په بشپړه توګه تړل شوي او روسیه هېڅ وخت په دغه هېواد کې بېل سیاست نه شي ټاکلی. نو له سوریې بېرون نه شي وتلی او هغه نا معلوم راتلونکي ته نه شي پرېښودای. همدا دلیل دی چې هڅه کوي په لاذقیه او طرطوس کې خپلې نظامي اډې پیاوړې او پراخه کړي. د دې وس نه لري چې جګړو ته په خپله خوښه جهت ورکړي؛ ځکه چې په دغه هېواد کې نړیوال اعتبار لرونکي ځمکني ځواکونه نه لري. نو اوس په سوریه کې د روسیې رول نه یوازې دا چې ښکاره شو، بلکې دا هم ویلی شو چې امریکا د سوریې په کړکېچ کې د روسیې لاس په امریکا پورې د سیاسي تړل شوو او خپلو سیاستونو په واسطه په بشپړه توګه تر شا تړلي دي. نو د امریکا او روسیې د اړیکو سختوالی دلیل دا نه دی چې روسیه نه غواړي په سوریه کې د امریکا رسم شوي رول لوبولو ته نور دوام ور نه کړي؛ بلکې روسیه به د امریکا په وسیله رسم شوي رول ته همداسې دوام ورکړي او مجبوره ده چې پر هغه پابنده وي.

دغه موضوع هم باید د یو چا په ذهن کې ونه ګرځي چې پر روسیې د امریکالګېدلي بندیزونه هغه تند او تیز غبرګون وي چې د امریکا په ټاکنو او دیموکرات ګوند او د کاندید په ناکامۍ کې یې د روسانو د انټرنېټي لاسوهنې پر وړاندې وښودل شو. په دې دلیل سره که چېرته داسې وای، د اوباما د حکومت ادارې به د بندیزونو موضوع تر هغه وړاندې مطرح کړې وای،‌چې د امریکا د ټاکنو کمېټې په ۲۰۱۶/۱۲/۱۹ په رسمي ډول ټرمپ ولسمشر اعلان کړي. خو دا چې د اوباما ادارې دغه قضیه د ټرامپ له بریا او د سازمانونو او قانوني مراجعو په وسیله د نوموړي د بریا تر تایید وروسته راپورته کړه؛ د دغو ټاکنو د باور او د ټاکل شوي ولسمشر تر پوښتنې لاندې را وستو په مانا به وي، دا داسې کار دی چې په امریکا کې مخینه نه در لوده او د امریکا د حکومت هېڅ کومې ادارې دا ډول کار نه دی کړی. که فرض کړو چې دغه بندیزونه د قانوني مراجعو په واسطه د ټاکنو د پایلو تر تایید وړاندې نه وی لګول شوي، په دې صورت کې حکومت کولی شول له انټرنټي لاسوهنو پرته بله پلمه وکړي او د عامه فکرونو په شک کې اچولو مخه ونیسي. خو دا چې دغه بندیزونه د ټاکل شوي ولسمشر د بریا تر رسمي تایید وروسته مطرح کیږي او دلیل یې په دغو ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه وبلل شوه، نو په اسانه پوهېدلی شو چې دغه موضوع د بندیزونو لګولو دلیل نه شي کېدای.

ښايي وویل شي چې د هغو فشارونو دلیل چې اوس یې امریکا پر روسیه راوړي دا وي چې روسیه اراده لري چې خپل بریدکونکي توغوندي او اټومي وسلې پراخې کړي. د اناضول اژانس انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۲مه په خپل خبر کې وویل: «د روسیې ولسمشر پوتین هغه لیدنه چې د دفاع وزارت له چارواکو سره یې په مسکو کې در لوده وویل: زموږ د اټومي سټراټیژۍ د ځواکونو وړتیاوې باید تر نویو کرښو لوړې شي، په داسې کچه چې په ټول وس سره د هر ګواښ پر وړاندې چې روسیه ګواښي، ودریږو». که څه هم دا څرګندونې بې اغېزې نه دي، خو د روسیې د اقتصاد ټیټه کچه به د دې سبب شي چې په دې برخه کې د مسکو هڅې جدي نه وي؛ په ځانګړي ډول وروسته له دې چې د امریکا متحده ایالاتونه پر دې بریالي شول چې د شوروي اتحاد تر تیت پرک کېدو وروسته د روسیې د صنعت لویې زېربناوې له پښو وغورځوي. په پایله کې روسیې که څه هم خپل نظامي صنعت وساته، خو په عین حال کې پر داسې دولت بدله شوه چې یوازې اومه (خام) توکي صادرولی شي. دا په دې مانا نه ده چې روسیه په دې هڅه کې ده چې په نړیواله کچه له امریکا سره سیالي وکړي، بلکې واقعیت دا دی چې روسیه له امریکا غواړي چې په نړیوال سیاست کې د دوی لپاره رول په نظر کې ونیسي، هغه غوښتنه چې په ټوله کې امریکا ور سره مخالفت ښیي. تر دې کچې چې په سوریه کې د امریکا لپاره د روسیې خدمتونو هم امریکا ته قناعت نه دی ور کړی چې روسیه د یو نړیوال دولت په توګه ومني او هغې ته په نړیوالو قضیو کې برخه ور کړي.

دا په دې مانا ده چې روسیه د پخواني شوروي اتحاد د وارث په توګه هیله لري چې په سوریه کې له امریکا سره د روسیې مرسته به د دواړو هېوادونو تر منځ د یوځایوالي سبب شي. پرلپسې یې له امریکا غوښتل چې په نړیوالو لوبو کې روسیې ته هم برخه ورکړي. دغه واقعیت د روسانو لنډ سیاسي نظر ښیي، ځکه چې امریکا له شوروي اتحاده د خپل د یوځایوالی دوسیې هغه وخت بېلې کړې چې دغه اتحاد لا تر اوسه په نړیواله کچه درک کېدونکی اغېز هم درلود؛ نو دا څنګه کېدای شي چې دا ډول دوسیې د اوباما په وینا له (کوچیني) دولت سره ومني!؟ روسیه په دغه نوي کوچیني حجم د امریکا لپاره یو عملي ګواښ نه بلل کیږي، چې امریکا له دغه هېواد سره خپلې اړیکې دومره سختې کړي. نو دا ټول موارد دا ښیي چې د اټومي وسلو د پراخولي په اړه د روسیې وروستۍ څرګندونې له روسیې سره د اړیکو د سختوالي رښتنی دلیل نه دی. 

درېیم: په همدې ترتیب؛ یاد موارد د امریکا او روسیې تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا دلیل نه دي، بلکې بل څه دی چې لاندې به خبرې پرې وکړو. 

هر سیاستوال په اسانۍ دا درک کولی شي چې نن د امریکا پر وړاندې تر ټولو غټه ستونزه د چین چټک پرمختګ او لوی اقتصاد ته د هغه لاس رسی دی، چې په نړۍ کې د امریکا اقتصاد له ګواښ سره مخ کولی شي. که چېرته په نظامي برخه کې د چین پانګونې او په دغه برخه کې یې لاسته راوړنې د دغه هېواد پر اقتصادي پرمختګ ور زیاتې کړو، نو  اوسمهال د چین نظامي لګښت د روسیې، انګلیستان او فرانسې په څېر هېوادونو د ټولو تر نظامي‌لګښت زیات دی. دغو مواردو ته په کتو پر دې پوهیږو چې  چین اوسمهال د امریکا د سیاستوالو لپاره اصلي ګواښ بلل کیږي.

 په دې وروستیو کې د امریکایي چارواکو څرګندونې په ټوله کې پر همدې موضوع راڅرخي، د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر په خپلو څرګندونو کې وویل چې چین خپل نظامي فعالیتونه لوړ کړي او امریکا په انتقالي پړاو کې ده. عربي القدس خپرونې د ۲۰۱۵ زکال د نومبر پر ۸مه د یو راپور په خپرولو وویل: «واشنګټن ډي سي د اشتون کارتر څرګندونې چې د کالیفورنیا په ایالت کې یې په یوه دفاعي غونډه کې کړې وې، نقل کړې چې ویلی وو: «موږ چې ۱۴ کاله یوازې له تروریزم سره مبارزه وکړه، په پیل کې په انتقالي سټراټیژیک پړاو کې یو، چې امنیتي برخلیک ټاکونکو ګواښونو ته د ځواب ویلو په موخه مطرح شوې. کارتر همدارنګه زیاته کړه: دا چې چین نوې په جنوبي سمندر کې ځمکې نیسي، کېدای شي نظامي وړتیاوې یې لوړې کړې وي او دا ډېر لوی ګواښ دی.» اوباما هم په خپلو څرګندونو کې وویل چې د امریکا راتلونکی نن ورځ په اسیا کې  لیدل کیږي، د وینټیان او رویټرز خبري اژانسونو د ۲۰۱۶ زکال د سپټمبر پر ۹مه د امریکا له ولسمشر بارک اوباما نه په نقل سره وویل: «دا چې نوموړي د امریکا بهرنی سیاست تر ډېره پر اسیا راټول کړی، یو تېرېدونکی پړاو او د نوموړي د ریاست په دوره پورې به منحصر نه وي». نو ښکاره ده چې پر اسیا د تمرکز موخه له چین سره د امریکا مخ کېدل دي.

امریکا د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د چین او شوروي له نېژدېوالي ځورېده، ځکه چې کمونست حزب یو موټی و او امریکا په خپل بشپړه جدیت د شوروي اتحاد د ماتې په لټه کې وه؛ د چین او شوروي نېژدېوالي موضوع یې ډېره جدي ونیوله او هڅه یې کوله چې دغه نېژدېوالی یې د پخواني شوروي اتحاد د کمزورۍ او ماتې لپاره د یو اړین ګام په توګه له منځه یوسي. نو دا و چې د کیسینجر پروګرام د چین او شوروي اتحاد تر منځ د اړیکو د ویجاړېدو لپاره ښکاره شو او تر ډېره بریالی هم شو. خو وسمهال دغه واقعیت سرچپه شو، څنګه چې امریکا د چین له ځواک څخه په وېره کې وه، نو له روسیې سره د هغه نېژدېوالی یې درک کړی او غواړي چې د دغه نېژدېوالي مخه ونیسي او له روسیې نه د چین د کمزورۍ او کونچ ته کولو لپاره ګټه واخلي. یعنې همغه کار یې وکړ چې وړاندې یې کړی و، خو دا ځل یې طریقې توپیر درلود.

دا هغه څه دي چې واشنګټن پوسټ ورته اشاره وکړه، د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۸مه له دغې خپرونې نه په نقل وویل: «په دغه مقاله کې ویل شوي چې د امریکا پخواني ولسمشر نیکسون ۴۵ کاله وړاندې هڅه کړې وه چې د شوروي اتحاد، امریکا متحده ایالاتونو او چین درې ضلعي مثلث جوړښت ته بدلون ورکړي؛ هغه وخت یې له پېکن سره اړیکې  ګډوډې کړې. نیکسون د ۱۹۷۲ زکال د فبرورۍ پر ۴مه له کیسینجر سره چې د نوموړي د حکومت د ملي امنیت مشاور و، ولیدل او د هغه سفر په اړه چې ټاکل شوې وه چین ته یې وکړي، له نوموړي سره خبرې وکړې. کیسینجر په دغه لیدنه کې نیکسون ته وویل: «چینایان هم لکه روسان ډېر خطرناک  ښکاري او حتی تاریخ ته په کتو تر روسانو څخه هم خطرناک دي. نوموړي نیکسون ته په خبرو کې وویل: که هغه ولسمشر چې تر تا ۲۰ کاله وروسته به د امریکا واګې په لاس کې ولري، ستا په څېر حکیم او باتدبیره وي، نو د چین پر وړاندې سیاست کې به پر روسانو تکیه وکړي».

په همدې ترتیب د روسیې پر وړاندې د امریکا د وروستیو بندیزونو رښتیني مفهوم درک کولی شو. هغه فشارونه چې امریکا یې له څه وخت راهیسې پر روسیه راوړي، په حقیقت کې د روسیې پر وړاندې د امریکا نوی سیاست دی، چې د چین پر وړاندې د یوځای کېدو لپاره د روسانو د هڅولو په موخه تر سره کیږي. د یادولو وړ ده چې دغه فشارونه د امریکا د کانګرس ډیموکراټ ګوند پر غړو سربېره د جمهوري غوښتونکو حزب د غړو له پلوۍ هم برخمن دي؛ یعنې د امریکا راتلونکی ولسمشر ټرامپ ګوند چې ډېر ژر به د قدرت واګې په لاس کې واخلي. اوس امریکا په دغو فشارونو چې روسان یې هم یادوي، غواړي دا ووایي چې که څه هم د اوباما د حکومت ادارې د امریکا روسیې اړیکې سختې ورانې کړې، خو روسیه به د ټرامپ په واک ته رسېدو یو طلایي فرصت لري چې له واشنګټن سره خپلې اړیکې له سره ورغوي.

یعنې هغه سازمانونه چې د امریکا قدرت په واک کې لري، له قصده هڅه کوي چې له پاتې فرصت نه په ګټې اخیستنې سره د اوباما حکومت له روسیې سره اړیکې نورې هم خرابې کړي او ناندرۍ ډېرې کړي چې روسانو ته د ژغورنې هېڅ کومه هیله پاتې نه شي؛ خو دا چې د ټرامپ په هبرۍ د راتلونکي حکومت له ادارې سره کېني او تفاهم وکړي؛ هغه اداره چې پر معامله ایمان لري او د فعالیتونو بنسټ یې جوړوي. یعنې له روسیې سره د اړیکو رغول د چین په اړه د یوې غټې معاملې له پیلولو پرته ناشوني دي. امریکا د دغې موخې د رښتیا کېدو لپاره له داسې های هویه ګټه اخلي چې د امریکا راتلونکی ولسمشر ټرامپ، د روسیې ولسمشر پوتین ته درناوی کوي؛ ګواکي دا چې دغه دوه ولسمشران د دوو دوستانو په توګه د چین پر وړاندې یو موټی کېدای شي.

هغه څه چې دغه واقعیت ډېر پیاوړی کوي، دا دی چې راتلونکی ولسمشر ټرامپ مخکې له دې چې نوموړي ته واک وسپارل شي، له چین سره یې د امریکا اړیکې سختې کړې او ټینګار کوي هغه ژمنې چې نوموړي د ټاکنیزو سیالیو په دوام کې کړې وې چې هغه پر چینایي توکو ډېره مالیه لګول او امریکایي سوداګر یې هڅول چې له چینه را وګرځي، ضرور به یې عملي کړي. دا یو ډېر لوی سوداګریز ګواښ دی چې ټرامپ چین ته کړی. ټرامپ همدارنګه په یو بې ساري ګام کې د ټایوان له ولسمشر سره په اړیکه کې شو او دا په خپله ښیي چې امریکا پر چین د فشار راوړلو په هڅه کې ده. د هغو ګواښونو په ګډون چې امریکا اراده لري چې د چین د سیاست پر وړاندې یو موټی شي. دا د چین لپاره یو لوی سیاسي ګواښ بلل کیږي.

نو پر همدې اساس د امریکا د نوې ادارې لومړیتوب دا دی چې د چین د پرمختګ او ځواکمنېدو مخه ونیسي.  د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۸مه له واشنګتن پوسټ نه په نقل وویل: «د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر ټرامپ کړنې دا ښیي چې نوموړی د چین پر وړاندې د امریکا پر سیاستونو له سره کتنه کوي. ټرامپ په خپلو څرګندونو او ټیلفوني اړیکو کې په ځلونو د دې غوښتنه کړې چې واشنګټن باید د پېکن پر وړاندې له سخت سیاست نه کار واخلي. څنګه چې ټرامپ د ټایوان له ولسمشر سره په اړیکه کې شو او دا لومړی ځل دی چې په څو لسیزو کې د امریکا یو ولسمشر د ټایوان له لوړپوړو چارواکو سره اړیکه نیسي. ټرامپ همدارنګه په خپله مخکینۍ مرکه کې چې له فاکس نیوز امریکایي ټلویزیون سره یې کړې وه، ویلی وو چې زه پر دې ډاډه نه یم چې د چین پر وړاندې د یوموټی کېدو سیاست دې سم وي، متحده ایالاتونو دغه سیاست د ولسمشر نیکسون له تاریخي سفر راهیسې د چین پر وړاندې ټاکلی و. ټرامپ همدارنګه زیاته کړه چې چین پر سوداګریزو فرېبونو تورن دی».

په دې اړه چې ټرامپ د چین پر وړاندې له روسیې سره څه ډول معامله کوي او له هغه نه به کار واخلي، باید وویل شي چې امریکا به په ډاډه زړه د چین پر وړاندې د روسیې د کمزوري اقتصاد په مخکې کولو سره نقشه جوړه نه کړي او د چین پر وړاندې د روسیې له فرهنګ نه به هم ګټې اخیستنې به هم برنامه طرحه نه کړي؛ ځکه چې روسیه د ګډ نظام له ورانېدو وروسته هېڅ ځانګړی فرهنګ نه لري. واقعیت دا دی چې امریکا د روسیې په نظامي وړتیاوو کې سترګې ګنډلې دي، هغه وړتیاوې چې امریکا د چین پر وړاندې ګټه ترې اخیستی شي. هغه داسې چې روسیه وګوماري چې د شمالي کوریا پر اټومي وسلو په فشار راوړلو کې برخه واخلي؛ یا به له روسیې دا وغواړي چې په هغو فعالیتونو کې چې دچین او منځنۍ اسیا تر منځ د انرژۍ د لېږد رالېږد سرچینو په ګواښ کې چولو موخو کې ور سره مرسته وکړي او دا هم شونې ده چې له روسیې وغواړي په هغو ځانګړو سیاستونو کې چې د چین په سمندر کې د لېږد رالېږد پر وړاندې روان دي، برخه واخلي او له امریکا سره له دغې جزیرې نه د چین په ایستلو کې مرسته وکړي.

دغه ټول انتخابونه د دې لپاره دي چې امریکا به روسیه تحریک کړي چې نېغ په نېغه د چین پر وړاندې ودریږي. باید پوه شو دغه ټول موارد په نړیوالو معاملو کې د روسیې لپاره د انتحار مانا لري. خو لرې نه ده چې روسیه به د یوه لوی دولت په توګه د خپل ظاهري دریځ د ساتنې لپاره د امریکا دغو سیاستونو ته غاړه کېږدي او د هغو په پلي کېدو کې به برخه واخلي. خو دا به ډېره ستونزمنه وي چې ووایو روسیه به پر دې بریالۍ شي چې خپل ځان د امریکا له فشارونو وژغوري او د امریکا تر څنګ د چین پر وړاندې ونه دریږي؛ ځکه چې روسیه په سیاسي لنډ نظرۍ ناروغۍ اخته ده او دغه ناروغي یې پر یوه اوږدمهاله ناروغۍ بدله شوې او همدا دلیل دی چې د خپلو کارونو د پایلو وړاندوینه یې له لاسه ور کړې.

د روسیې د دغې اوږدې ناروغۍ تر ټولو لویه نښه دا ده چې په سوریه کې د خپلو وحشیانه لاسوهنو په پایلو ته فکر نه کوي او د مسلمانانو راتلونکو غبرګونو ته د هغو جنایتونو پر وړاندې چې د شام په سپېڅلې خاوره کې یې تر سره کوي، پاملرنه نه کوي. د دغې نه پاملرنې دلیل همغه د روسیې لنډ سیاسي نظر دی، ځکه چې مسلمانانو ته د هغو پاچایانو د شخصیتونو په هنداره کې ګوري چې همدا اوس پر مسلمانانو حکومت کوي او له هغه نه داسې پایله تر لاسه کوي چې د مسلمانانو له لوري به هېڅ ډول ګواښ روسیه ونه ګواښي. روسیه دا نه درک کوي چې امریکا په دې دلیل په سوریه کې له مسقیمې لاسوهنې ډډه کوي چې پوهیږي د مسلمانانو برخلیک پر دوی له حاکمو ولسمشرانو او پاچایانو لوړ دی او ځواک یې د دوی له دروغجن ځواک څخه پیاوړی دی. پورتنیو دلیلونو ته په کتو  داسې پایله تر لاسه کوو: هغه بندیزونه چې اوباما یې پر روسیه لګوي او له روسیې سره د امریکا په اړیکو کې ترینګلتیا د دې لپاره دي چې روسیه منزوي شوې او خپل ملګري ټرامپ ته یې پنا وړې ده او په همدې ترتیب د هغو نقشو لپاره چې ټرامپ له چین څخه د روسیې د لرې کېدو په موخه کښلې، لار هواره کړي.

نو پر دغه اساس په غالب ګومان د دې دلیل چې اوباما د خپل حکومت دورې په وروستیو کې هڅه کوي چې د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې سختې کړې؛ دا دی چې غواړي د ټرامپ لپاره لاره هواره کړي چې نوموړی وکولی شي د روسیې او چین پر وړاندې د امریکا د یاد شوي سیاست پرګرامونه چې د امریکا د سیاست جوړونکو سازمانونو په واسطه طرحه شوي؛ په ښه ډول عملي کړي. د دغې ادعا ښکاره موارد دا دي چې مخکې مو اشاره ورته وکړه. نو واقعیت دا دی چې د امریکا سیاستونه د سازمانونو په واسطه جوړ شوي او د ولسمشرانو په وسیله چې له هر ګوند څخه وي،‌ عملي کېږي.

خو چین دا خطر چې ترې چاپېر دی ښه درک کړی او همدا دلیل دی چې هڅه کوي روسیې ته په بشپړ احتیاط او یو لړ پانګونو  فریب ور کړي. همداراز چین له روسیې سره ګډ مانورونه پیل کړي او د سوریې په قضیه کې د ویټو له حق څخه په ګټې اخیستنې د روسیې تر څنګ ودرېد او هغه یې یوازې پرې نښوه. چین دغه ټول ګامونه د دې لپاره اخلي چې د خپل ځان پر وړاندې له روسیې څخه د واشنګټن د ګټې اخیستلو مخه ونیسي. خو په ښکاره هغه د دښمنۍ لید چې د روسیې پر ضد د چین د سیاستوالو په فکرونو کې دی، ډېر کلک دی، په دې توپیر سره چې هغه نوې ګټې چې په روسیه کې د چین مخ پر ودې اقتصاد یې غوښتنه کوي او په روسیه کې شته خامو توکو او د انرژۍ سرچینو ته د چین سخته اړتیا د دې لامل کیږي چې خپل ناوړه لید د پردې تر شا پټ کړي.

په ورته وخت کې چین د خپل ځان پر وړاندې د امریکا له دښمن موقفه خبر دی او هغه ناوړه سلوک چې اوباما چین ته په وروستي سفر کې ور سره مخ شو، د دغه موقف نښه بلل کېږي. د الجزیرې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د سپټمبر پر ۵مه په خپل راپور کې وویل: «اوباما د متحدا ایالاتونو د ولسمشر په توګه چین ته په خپل وروستي سفر کې دې ته اړ شو چې له هغې الوتکې نه د بهر کېدو لپاره چې نوموړی یې په شل اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه د چین خوانجوی ته وړی و، د الوتکې د مخکینۍ معمولې زینې د کارولو پر ځای د الوتکې په شاتنۍ برخه کې له شته بېړنۍ زینې ګټه واخلي. د دغه کار دلیل اور لګېدنه او یا کومه بله ستونزه نه وه، بلکې چینایي چارواکو کومه ځانګړې زینه په پام کې نه وه نیولی چې اوباما له هغه نه په ګټې اخیستنې په معمولي بڼه له مخکینۍ دروازې بهر شي. د چارو شنونکي په دې باور دي چې د چین دغه کار د امریکا ولسمشر ته سپکاوی و او د دغو دواړو هېوادونو د اړیکو زیاته ترینګلتیا ښیي؛ هغه دوه هېوادونه چې په خپل منځ کې په ډېرو قضیو او دوسیو کې د نظر اختلاف لري او په سر کې یې د جنوبي کوریا په خاوره کې د توغوندويز ډال د نصبولو لپاره د جنوبي کوریا او امریکا ګډ هوډ دی. همدارنګه د چین او امریکا نور مخالفتونه د چین په جنوبي سمندر کې د فلپین او چین تر منځ د شته شخړو پر وړاندې د امریکا د موقف پر سر دي او له چینه د فولادو پر وارداتو د مالیې ډېرول هم د دوی تر منځ بل مخالفت دی.

یو شمېر زماني توپیرونه دا دي چې کیسینجر چې یو وخت د امریکا د ملي امنیت مشاور او د امریکا د بهرینو چارو وزیر و، اوس د ډېر عمر په درلودلو سره د ټرامپ د حکومت په اداره کې له روسیې سره د سیاسي خبرو دنده پر غاړه لري. دا هغه کیسینجر دی چې مسکو ته سفر کوي او له پوتین سره لیدنې او خبرې کوي او نوموړی د چین پر وړاندې له امریکا سره یوځای کېدو ته هڅوي. روسیې هم دې هڅولو ته ښه راغلاست ووایه؛ په دې ګمان سره چې کیسینجر د روسانو ګټو ته پام کوي. د اعلام عربي ډلې انټرنېټي پاڼې په دغه برخه کې د خبر په خپرولو سره وویل: «د روسیې د ولسمشرۍ ماڼي ویاند دیمتري بیسکوف په خپلو څرګندونو کې وویل: مسکو د متحدا ایالاتونو او روسیې تر منځ د اړیکو په بیارغولو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هنري کیسینجر ګډون ته ښه راغلاست وایي. بیسکوف چې نن سه شنبې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې، وویل: د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کیسینجر د امریکا یو پوه، باحکمته او تجربه کار سیاستوال دی، د روسیې په چارو او د روسیې او امریکا د دوو اړخیزو اړیکو په اړه ژورې تجربې لري».

د اورپا یو شمېر باخبره سرچینو دغې کړنلارې ته اشاره کړې ده، د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۸مه په دې اړه د یو راپور په خپرولو وویل: «بلیډ الماني خپرونې لیکلي چې کیسینجر د چین وړتیاوو لوړېدو ته په کتو له روسیې سره د اړیکو ښه کېدل یوه اړتیا بولي. دې ته په کتو سره چې د امریکا د بهرینو چارو وزیر یو سیاسي پوه دی او نوموړي پخپله د روسیې له ولسمشر پوتین سره لیدنې او کتنې کړې دي. داسې تر سترګو کیږي چې نوموړی به د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو دنده پر غاړه ولري. الماني خپرونې د خپل راپور په دوام کې لیکلي: ټرامپ د کیسینجر لارښونو ته په کتو سره هڅه کوي چې پر روسیه لګېدلي بندیزونه لرې کړي. د دغې موضوع بله نښه هغه څېړنه ده چې د اورپا د ځانګړو دستګاوو په غوښتنه په دې برخه کې شوې ده؛ په دغه څېړنه کې په لاسته راغلو اطلاعاتو کې د ټرامپ پر انتقالي ډلې تمرکز شوی دی.

دغه ټول موارد ښیي چې امریکا وسمهال د چین او روسیې پر وړاندې د خپل عملي سیاست د پلي کېدو په هڅه کې ده، هغه سیاست چې اصلي موخه یې د امریکا د ګټو لپاره د چین پر وړاندې د روسیې هڅول دي. اوباما پر روسیې د خپلو فشارونو پړاو پیل کړی او د دغو فشارونو موخه دا ده چې د راتلونکي ولسمشر ټرامپ لپاره زمینه برابره شي چې خپل هڅونکي فعالیتونه د خپل حکومت له پیلېدو سره پر یو وخت پیل کړي. امریکا دغو فشارونو ته د روسیې د غاړه اېښودو او د چین پر ضد د امریکا او روسیې د یو ځای کېدو په اړه هېڅ شک نه لري.

څلورم: په همدې ترتیب وینو چې لوی او حتی کوچیني دولتونه د دغو دولتونو تر منځ د نفوذ د میزان توپیر ته په کتو د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره په زیاتو ستونزو او شخړو کې ګیر دي. په دغو شخړو کې د ټولو دولتونو تر منځ ګډ سبب دا دی چې د دغو شخړو بیه د شر او بدبختۍ په زغملو د نړۍ خلک ورکوي. څه چې ډېر دردونکي دي، هغه دا دي چې اسلام تر اوسه داسې دولت نه لري، چې د چارو واګې پر غاړه واخلي او نه یوازې اسلامي خاورې، بلکې ټوله نړۍ په بې کچې خیر او برکت له دغو ستونزو وژغوري او هغوی به د واقعي نېکمرغۍ لور ته هدایت کړي! خو پر دې سربېره باید پوه شو چې اسلام تل داسې خلک لري چې د قران کریم په تعبیر سره په هغه تړون کې چې له الله سبحانه وتعالی سره یې کړی، تل به رښتني او ټينګ پاتې شي.

[مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا]  (احزاب: ۲۳)

په مومنانو  کې داسې کسان شته چې پر هغه تړون چې له الله سبحانه وتعالی سره یې کړی، صادقانه ولاړ دي؛ ځینو خپل تړون تر پایهرسولی (او د هغه په لاره کې یې د شهادت جام نوش کړی) او ځینې نور بیا په تمه دي او هېڅ وخت یې په خپل تړون کې بدلون نه دی راوستی.

لرې نه ده چې دغه اسلام ته مخلص کسان به اسلامي دولت چې هغه به د نبوت پر تګلاره راشده خلافت وي، د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه بیا پر پښو ودروي او د اسماني احکامو او فرمانونو په پلې کېدو به په ټوله نړي کې توازن ټینګ کړي.

[إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا] (طلاق: ۳)

الله سبحانه وتعالی خپل فرمان سر ته رسوي او الله سبحانه وتعالی د هر شي لپاره کچه (اندازه) ټاکلې ده.

د مطلب ادامه...

د ترکیې زنځیري چاودنې څوک کوي؟

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۷مه په ترکیه کې چاودنه وشوه او څو شېبې وروسته د سي ان ان د عربي ژبې انټرنیټي وېبپاڼې داسې وویل: «د ترکیې له وسلوالو ځواکونو څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ترکیې د قیصریه ولایت د ارجیس پوهنتون ته نېژدې موټربم چاودنې ۱۳ سرتیري ووژل او د ملکیانو په ګډون ۴۸ نور یې زخمیان کړل». له دې یوه اونۍ وړاندې یعنې ۲۰۱۶ ز کال د ډېسمبر پر ۱۰مه د استانبول ښار په زړه کې د بشیکتاش سپورټي استډیوم ته نېژدې هم دوې چاودنې وشوې چې په ترڅ کې یې د ۳۰ سرتېرو په ګډون ۳۸ کسان ووژل او وروسته بیا د وژل شوو کسانو شمېر ۴۴ ته ورسېد. د «د کردستان د خپلواکۍ بازانو» په نوم ډلې د دوو مخکنیو چاودنو پړه ومنله. پوښتنه دا ده چې دغه وروستۍ چاودنه هم د همدې ډلې کار دی او د دې ډلو تاریخچه څه ډول ده؟ بله پوښتنه دا ده چې د دغو چاودنو تر شاه څه انګېزې دي؟

ځواب:

د استانبول د چاودنو په اړه چې د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر۱۰ وشوې، «د کردستان د خپلواکۍ بازانو» ډلې په اعلامیه کې ویل شوي، چې دې ډلې د دغو چاودنو پړه ومنله. د انقرې رویټرز خبري اژانس د ۲۰۱۶ ز کال د ډیسمبر پر ۱۱مه د یو خبر په خپرولو وویل: « د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې چې د کردستان کارګرانو حزب یوه برخه بلل کېږي، د هغه چاودنو پړه ومنله چې د ترکیې د استانبول ښار د فوټبال له لوبغالي بېرون وشوې». په دغو چاودنو کې ۳۸ کسان ووژل شول او ۱۵۵ نور ټپیان شول. د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې چې په روان کال کې یې په ترکیه کې د څو نورو چاودنو پړه منلې وه، پر خپله انټرنیټي ویبپاڼه لیکلي وو: «د شنبې ماښام دوې چاودنې زموږ ډلې کړې دي». دا چاودنې په داسې هېواد کې کېږي چې د پای ته نارسېدلي انقلاب له زیانونو او څو نورو چاودنو څخه چې د کال له پیله تر اوسه شوې؛ ځورېږي. د شنبې ورځې بریدونه د بشیکتاش فوټبال ټیم پورې اړوند د فودافون لوبغالي ته نېژدې د یو لړ لوبو له پای ته رسېدو یو ساعت وروسته وشول. داسې تر سترګو کېږي چې د دغو بریدونو موخه سرتیري وو چې وروسته بیا د وژل شوو کسانو شمېر زیات شو.

 د منځنۍ ختیځ ان لاین خپرونې د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۱۲مه د دوشنبې په ورځ په خبر کې لیکلي: «د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د ترکیې رسنیو د دغه هېواد له روغتیا وزارت څخه په نقل  خپاره کړي؛ د هغو چاودنو د قربانیانو شمېر چې د شنبې ماښام په استانبول ښار کې وشوې؛ تر اوسه ۴۴ کسانو ته رسېدلی. د ترکیې د روغتیا وزیر د دغه هېواد پارلمان ته وویل: «دا ډېره دردونکې ده چې زموږ ۳۶ تنه سرتېري او ۸ ملکي وګړي په دې خونړیو چاودنو کې وژل کېږي». 

د هغې چاودنې پړه چې د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۱۷مه وشوه، چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو ترکي چارواکو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د نن ورځې چاودنه د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر د ۱۰ مې له چاودنې سره ورته ده. العربیه نېټ د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۱۷مه په یوه خبر کې وویل: «د ترکیې لومړي وزیر نعمان قورتولموش ویلي چې په دغه موټربم چاودنه کې داسې توکي کارول شوي چې د تېرې اونۍ په چاودنو کې له کارول شوو توکو سره ورته دي. بریدګر د هغو سرتېرو د لېږد موټر په نښه کړ چې په قیصریه کې یې کاري نوبت پای ته رسېدلی و او خپلې اډې ته روان وو. قورتولموش دغه څرګندونې ان. ټي. في ټلویزیون ته په خپلو خبرو کې وکړې. تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې برید پړه چې ۱۳ کسان پکې ووژل شول او ۵۵ نور پکې ټپيان شول، نه ده منلې.

پورتنۍ سرچینه همدارنګه وایي: «د ترکیې ولسمشر په خپل وار د کردستان د کارګرانو حزب د دغو بریدونو مسوول بللی او په خپله بیانیه کې یې وویل چې د دغو بریدونو پړه د یو «بېلتون غوښتونکي تروریستي حزب» پر غاړه ده. نوموړي دا ډول بریدونه د عراق او سوریې په وروستیو بدلونونو پورې اړوند وبلل». د رجب طیب اردغان په وسيله د «بېلتون غوښتونکي تروریستي حزب» عبارت کارونه د کردستان کارګرانو حزب ته اشاره ده، هغه حزب چې د امریکا متحده ایالاتونه، د اروپا اتحادیه او ترکیه یې د خپلو تروریستي سازمانونو په نوملړ کې لري. نو پر همدې بنسټ په غالب ګومان د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۷مه د شنبې ورځې برید د داسې چا په وسیله تر سره شوی چې د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر د ۱۰ مې بریدونه یې تر سره کړي وو؛ یعنې د د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډله چې د «TAK» په نوم مشهوره ده.

د دغې ډلې تاریخچه او تشکیل به د هغو بدلونونو په اړه له معلوماتو وروسته بیان کړو چې د کردستان د کارګرانو په حزب کې په ځانګړي ډول د دغه حزب د بنسټګر (اوجالان) تر نیولو وروسته ښکاره شول:

ا- له هغه وروسته چې «اوجالان» په ۱۹۹۹ زکال کې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ونیول شو، د کرد ټولنې سیستم د رهبرۍ په موخه شپږ اړخیزه کمیټه جوړه شوه چې د کردستان د نورو حزبونو په پرتله یې جوړښت ډېر پېچلی و. دغه سیستم له څلورو لویو حزبونو جوړېږي چې د لسګونو نورو سازمانونو په ګډون د ځوانانو، محصلینو او ښځو اتحادیې، ټولنیز سازمانونه، د امنیتي خدمتونو کمیټې او داسې نور پکې دي. دغه حزبونه په دې ډول دي: په ترکیه کې د کارګرانو حزب، په سوریه کې د اتحاد ډیموکراټ حزب، په عراق کې د حل ډیموکراټ حزب او په ایران کې د «بیجاک» په نوم د خپلواک ژوند حزب. دا حزبونه هر یو خپله ځانګړې رهبري او جوړښت لري، خو دا ټول د کرد ټولنې د سیسټم په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې له ۱۹۹۹ زکال راوروسته د مراد قره یلان په واسطه رهبري کېږي.

ب‌ـ د ترکیې د حکومت پر وړاندې د کردستان د کارګرانو حزب دریځ د مراد قره یلان د رهبرۍ په دوام کې نرم شو. په ۱۹۹۹ زکال کې د عبدالله اوجالان تر نیولو وروسته د دغه حزب غوښتنې تر بشپړ خپلواک کردستان پورې راټیټې شوې او په فرهنګي حقونو کې د ترکي کردانو خپلواکۍ ته د لاسرسي په غوښتنه بدلې شوې. د کردانو دریځ هغه وخت بدل شو چې د ترکیې حکومت او اوجالان د هغې نقشې پر بنسټ چې د امریکا له لوري جوړه شوه، له کردانو سره په دې برخو کې پرېکړې ته ورسېدل  او په پایله کې د ترکیې دولت او د کردستان کارګر حزب تر منځ ناندرۍ کمې او په نرمۍ بدلې شوې.

ت‌- د مراد قره یلان د رهبرۍ په وخت کې د ترکیې حکومت او کردستان کارګر حزب تر منځ اړیکې د هغو اقدامونو پر بنسټ چې امریکا د د دواړو خواوو تر منځ د ارامۍ لپاره تر سره کول، همداسې دوام وکړ. وروسته د دواړو لوریو تر منځ د ارامۍ وسیلې په ځانګړي ډول له ۲۰۱۲ زکال وروسته ډېرې شوې:

-  د ترکیې د استخباراتو رییس هاکان فیدان د ۲۰۱۲ زکال د ډیسمبر پر ۱۶مه جزیره ایمرالي ته سفر وکړ او هلته یې له عبدالله اوجالان سره ولیدل.

-    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د ۲۰۱۲ د ډیسمبر پر ۹مه پهTRT) ) ټلویزیون کې له اوجالان سره د نوموړي د لیدو خبر ور کړ.   

- د ۲۰۱۳ زکال د مارچ پر ۲۱مه د نوي کال د لمانځلو په اړه د خلکو په لویه غونډه کې د عبدالله اوجالان پیغام ولوستل شو. اوجالان په دغه پیغام کې له خلکو  وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي او سیاسي مبارزې پیل کړي. او جالان د دې پیغام په یوه برخه کې وویل: «د دې وخت رارسېدلی چې وسلې مو پر ځمکه کېږدئ او وسلوال کسان د ترکیې له خاورې بېرون کړئ، دا د مبارزو د پای ته رسېدلو مانا نه لري، بلکې د مبارزې بل ډول دی».

د الجزیرې نټ انټرنیټي وېبپاڼې د ۲۰۱۳ زکال د مارچ پر ۲۲مه په خپل خبر کې وویل: «د امریکا متحده ایالاتونو د کردستان کارګرانو حزب د رهبر هغه پیغام ستایلی چې د دغه حزب د تندلارو کسانو لپاره د وسلو پر ځمکه اېښودلو لپاره و او دایې یو نېک ګام بللی دی. د ترکیې حکومت هم د اوجالان دغه اقدام ستایلی، خو د نوموړي پیغام د ترکیې د نژادپالو غوسه راوپاروله. د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویاند وکتوریا نولاند وویل: «د اوربند په اړه د اوجالان غوښتنې هغه شخړې چې درې لسیزې په ترکیه کې روانې دي، پای ته رسولای شي. نوموړي زیاته کړه چې متحده ایالاتونه به د ترکیې د حکومت او نورو خواو هغه هڅې چې د سولییزې حللارې د رامنځته کېدو او د دیموکراسۍ د ټينکښت لپاره یې په تر کیه کې کړې وې؛ بیا  را ژوندۍ کړي».

-  د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل پر ۴مه د حکیمانو کمېټه چې ۶۳ کسان پکې وو، جوړه شوه. دغې کمېټې د ترکیې یو شمېر برخو ته سفرونه کول او د کردانو د قضیې په اړه یې د حللارې د رامنځته کېدو په اړه له خلکو سره لیدنه او خبرې کولې.

-       مراد قره ایلان د کوه قندیل له رهبرانو څخه د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل پر ۲۵مه سلګونو خبریالانو ته  وویل چې دغه ډله به د ۲۰۱۳ ز کال د مې میاشتې له ۸مې وروسته د ترکیې له خاورې څخه وتل پیل کړي.

ث‌- دغې ارامۍ د مراد قره یلان د رهبرۍ په دوره کې دوام وکړ، خو د کردستان د کارګرانو حزب د نهمې غونډې تر جوړېدو او د مراد د ځایناستې په توګه د جمیل بیک تر ټاکلو وروسته حالات بل ډول شول. د کردستان د ډیموکراټ حزب انټرنېټي ویبپاڼې د ۲۰‍۱۳ زکال د نومبر پر ۶ مه په خپل خبر کې وویل: «د کردستان د کارګرانو حزب نهمه غونډه د تېرې جون او جولای په میاشت کې وشوه. په دغه غونډه کې چې د یاد حزب د ۱۶۲ غړو په ګډون نیول شوې وه، د حزب په رهبرۍ کې یو لړ بدلونونه ښکاره شول.  بیک له قره یلان څخه درې رایې مخکې شو او د یاد حزب د مشر وټاکل شو».

د ځینو کردانو او ترکانو په اند په دغه حزب کې چې ځینې بدلونونه ښکاره شول، دا به د بل پړاو د سیاسي انقلاب په مانا وي. د  رهبرۍ کمېټه بشپړه نوې ټاکل شوې، چې درې نارینه او درې ښځې پکې دي.  رهبري به یې د جمیل بېک، چې د حزب یو فعال غړی دی، په غاړه وي. داسې ویلی شو چې د نوموړي حزب په رهبرۍ کې یاد بدلونونه به د دغه حزب په سټراټیژۍ کې نوی بدلون وګڼل شي؛  هغه که د بشپړ نوي رهبرپه ټاکنه کې وي او که د هغه سیاست په کچه وي چې په بل پړاو کې باید تعقیب شي. هغه پېښې چې وروسته  رامنځته شوې، دغه سیاست څرګندوي:

- جمیل بیک په کوه قندیل کې د کردستان د کارګرانو حزب نظامي قومندان و، نوموړی له پیسي هوزارت سره د ۲۰۱۳ زکال د مې میاشتې پر ۵مه د کرد ټولنې د اتحادیې، چې په KCK)) نومول شوې؛ په راس کې وټاکل شو.

- جمیل بیک د ۲۰۱۳ زکال د جولای پر ۳۱مه بي بي سي راډیو ته په خپلو څرګندونو کې ویلی وو: «که چېرته د ترکیې حکومت د سپټمبر تر لوموړۍ نېټې عملي ګامونه واخلي، د کردستان د کارګرانو حزب به له ترکیې څخه وتل بند کړي. نوموړي پر دې بسنه ونه کړه، بلکې ګواښ یې وکړ چې هغه ځواکونه چې له ترکیې څخه وتلي، دوی به یې بیرته راوګرځوي. 

- جمیل بیک د ۲۰۱۳ زکال د اګېسټ پر ۱۹م مه اعلان وکړ چې د ملي پخلاینې د ناکامۍ په صورت کې به د ترکیې دننه امنیتي حالت له مخکې ډېر خراب شي.

-   د ترک ټولنې اتحادیې KCK))د ۲۰۱۳ ز کال د سپټمبر په لومړیو کې وویل چې له ترکیې څخه د کردستان کارګرانو حزب د ځواکونو د وتلو بهیر په بشپړه توګه ودرول شو.

-  جمیل بیک د ۲۰۱۳ زکال د ډیسمبر پر ۳مه د ترکیې د بدلونونو په اړه بیانیه خپره کړه او په هغه کې یې ویلی وو: «که چېرته حالات همداسې دوام وکړي، نو باید په ترکیه کې جګړه پیل شي. موږ د ترکیې حکومت ته وخت ور کړی و چې تر راتلونکي پسرلي پورې زموږ غوښتنې ومني. نو که د ترکیې حکومت دا غوښتنې پوره کړي، هر څه به په سوله ییز ډول حل شي، خو که د ترکیې حکومت زموږ شرطونه ونه مني، نو بیا موږ له ترکانو سره یو ځای کېدای نه شو».

- جمیل بیک د ۲۰۱۴ زکال د ډیسمبر پر ۲۰ مه پخپلو څرګندونو کې وویل: «له وسلو لاس اخیستل زموږ لپاره د مړینې مانا لري».

- د ډیموکراټ حزب رییس صلاح الدین دیمیرطاش د ۲۰۱۵ زکال د جولای پر ۱۲مه وویل: «که چېرته د کردستان د کارګرانو حزب رهبر عبدالله اوجالان وغواړي، دغه حزب چمتو دی چې وسلې پر ځمکه کېږدي». د کرد اتحادیې ټولنې د نوموړي په ځواب کې وویل: «ټول باید دا واقعیت درک کړي چې د ترکیې دولت پر وړاندې له وسلوالې جګړې لاس اخیستل یوازې زموږ کار دی او هېڅوک دا حق نه لري چې په دې اړه څه ووایي. همدارنګه ټول باید پر دې هم پوه شي چې د ډیموکراتو ملتونو حزب مشر زموږ سیاسي استازی نه بلل کېږي؛ نو پر همدې بنسټ د دې حزب رهبر دا حق نه لري چې موږ ته د وسلو پر ځمکه ایښودلو امر وکړي او موږ ډاډه یو چې زموږ  رهبر «عبدالله اوجالان» به روانو حالاتو ته په کتو له موږ نه دا غوښتنه ونه کړي چې له وسلې لاس واخلو. دا هم باید ووایم چې له وسلې لاس اخیستل هېڅ وخت د اوجالان د غوښتنو د ردېدو مانا نه لري او موږ د ډیموکراتو ملتونو حزب د سیاسي هڅو د ګډوډېدو په لټه کې نه یو».

- د کردستان ټولنې سیستم یا KCK)) د ۲۰۱۵ زکال د جولای پر ۱۲مه د یکشنبې په ورځ د اعلامیې په خپرولو وویل چې له ترکیې سره اوربند له ۲۰۱۲ ز کال راوروسته له منځه تللی. دغه اعلامیه چې د کردستان ټولنې د سیسټم د ګډې اجرایوي غونډې له ریاست نه خپره شوه، د اوربند د له منځه تلو دلیل یې د ترکیې دولت په وسیله رامنځته شوي خنډونه او د نظامي اډو جوړول وښودل او ویې ویل چې د ترکیې دولت په دې کړنې سره د اوربند شرطونه له منځه وړي دي». (سرچینه: ۲۰۱۶ د جولای ۱۲ ارانیوز)

- د کردستان ټولنې سیستم یو مشر (پیسي هوزارت) د ۲۰۱۵ زکال د جولای پر ۱۴مه د « راتلونکی پړاو؛ به د ترکیې انقلابي ملت د جګړې پړاو  وي»، تر نامه لاندې لیکنه په اوزغور غوندم خپرونه کې خپره کړه.

ج‌- هغه څه چې تېر شول دا پایله ترې راوځي چې د مراد قره یلان تر رهبرۍ لاندې د کردستان د کارګرانو حزب امریکا ته ډېر نېژدې و او د ترکیې حکومت او کارګرانو حزب تر منځ د امریکا د هوکړه لیک په اجرا کې یې ډېره همکاري ښودله. د دواړو لورو تر منځ د مرستو ډېروالی د سولې د هغه هوکړه لیک پر بنسټ و چې د ۲۰۱۳ زکال په مارچ میاشت کې لاسلیک شو. د یو شمېر کردانو ناخوښي د حزب  دننه د اعتراضونو او وېشنو لامل شوه. د مراد قره یلان رهبري چې له ۱۹۹۹ زکال نه بیا تر ۲۰۱۳ زکال پورې وه، ځینې کردان یې ډېر وځورول، ځکه په هغه پړاو کې حاکمې فضا تل ارامۍ ته هڅونه کوله او دا د ناخوښو کردانو په نظر د پاتې راتګ په مانا و. د کردستان خپلواکۍ بازانو ډله د دې پړاو په دوام کې له کارګرانو حزب څخه بېله شوه.

دغه ډله چې (TAK) نومیږي، د ۱۹۹۳ زکال راپدېخوا یې له کارګرانو حزب سره اړیکې درلودې، خو په ۲۰۰۴ زکال کې ترې بېله شوه او اوس په خپلواک ډول فعالیت کوي. دا ډله اوس پر دې ټینګار کوي چې فعالیتونه یې په بشپړه توګه خپلواک دي او له هېڅ کومې ډلې سره اړیکې نه لري. د دې ډلې غړي «فدایي ځواکونه» نومیږي او موخه یې د ترکیې نظامي اردو سرچینو ته زیان رسول او د ګرځندويۍ په سکتور کې یې ګډوډي رامنځته کول دي. د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې لومړني عملیات په ۲۰۰۵ زکال کې وو، چې د یو شمېر بهرنیو کسانو د لېږد موټر یې په نښه کړ چې ۵ کسان پکې ووژل شول او ۲۰ نور پکې ټپیان شول. نو د ترکي چارواکو د وینا پر بنسټ دغه ډله له ۲۰۰۸ ز کال راوروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري یوه تروریستي ډله وبلل شوه او د تروریستي ډلو په لېست کې شامله شوه. اروپایي اتحادیې هم نوموړې ډله یوه تروریستي ډله وبلله.

ح‌- له هغه بدلون وروسته چې د کارګر حزب د نهمې غونډې په ټاکنو کې ښکاره شو او په تعقیب یې  جمیل بیک په ۲۰۱۳ زکال د جولای په میاشت کې د یاد حزب د رییس وټاکل شو، لیدل کېږي چې د کردستان د کارګرانو حزب انګلیسانو ته لېوالتیا پیدا کړې او اردغان او حکومت یې په مادي فعالیتونو، د د وژنو او چاودنو په ګډون په نښه کوي. دا ډول فعالیتونه ډېر د خپلواکۍ بازانو په ډله کې په ځانګړې توګه په روان کال کې لیدل کېدل، ځکه یادې ډلې ته فضا برابره وه چې د ترکیې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپل فعالیتونه ډېر کړي. نو پر همدې بنسټ د کردستان خپلواکۍ بازانو ډلې فعالیتونه په دغه پړاو کې ډېر شول. دلته غواړو چې د دې ډلې هغه فعالیتونه وښیو چې د تېر کال له وروستیو رانیولې بیا تر روان کال پورې دوام درلود. د یادې ډلې وروستي سخت عملیات د ۲۰۱۶ د ډیسمبر پر ۱۷مه وو، چې ومولیدل: 

-  د ۲۰۱۵ زکال په ډیسمبر کې یې د استانبول کوکجن هوایي ډګر په توغوندي وویشت چې د یوې ښځینه کار کونکې د وژنې لامل شو.

- د ۲۰۱۶ په فبرورۍ کې یې د انقرې په ښار کې د موټر بم برید وکړ، ۲۸ کسان پکې  وژل شول، چې ډېری یې سرتیري وو.

- د ۲۰۱۶ په مارچ  کې یې هم په انقره کې یو موټر بم ته چاودنه ور کړه چې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او زخمي کېدو لامل شو.

- د ۲۰۱۶ په جولای کې یې بل موټر بم ته د استانبول په فزنګیلار سیمه کې چاودنه ور کړه چې ۱۱ کسان یې ووژل او ۳۵ نور یې ټپيان کړل، چې ‌ډېر یې بیا هم سرتیري وو.

- د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې یې د استانبول ښار په یني بوسنای سیمه کې یې په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوو توکو ته چاودنه وکړه، چې ۱۰ کسان پکې ووژل شول.

- د ۲۰۱۶ زکال په نومبر میاشت کې یې د ترکیې په جنوب کې د اضنه ولایت د ودانۍ ورودي دروازې مخې ته موټر بم ته چاودنه ور کړه، چې یو شمېر ملکي کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

- د ۲۰۱۶ د ډیسمبر پر ۱۰مه یې په بشیکتاش سیمه کې دوې چاودنې وکړې چې ۴۴ کسان پکې ووژل شول او د دې چاودنو ډېری کسان سرتیري وو او کابو ۲۰۰ کسان پکې ټپیان شول.

- د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۱۷مه په ترکیه کې چاودنه وشوه او څو شېبې وروسته د سي ان ان د عربي ژبې انټرنیټي ویبپاڼې داسې وویل: «د ترکیې له وسلوالو ځواکونو څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ترکیې د قیصریه ولایت د ارجیس پوهنتون ته نېژدې موټر بم چاودنې ۱۳ سرتېري ووژل او د ملکیانو په ګډون ۴۸ نور یې زخمیان کړل. امنیتي سرچینو ویلی دي چې دغه موټر بم چاودنه د ارجیس پوهنتون ته نېژدې د یو سرویس موټر تر څنګ وشوه چې یو شمېر نظامیان تر کاري دورې وروسته په رخصتۍ کور ته روان وو. د پولیسو ډلې او د ژغورنې ټیمونه ژر د پېښې ځای ته راغلل، مړي او ټپیان يې روغتونو ته یووړل.».

خ‌- پورتنیو معلوماتو ته په کتو د کردستان خپلواکۍ بازانو د ډلې پر سیاسي شالید پوهېدای شو او په دې ډول یې ډلبندي کوو:

له هغه وروسته چې جمیل بیک د ۲۰۱۴ زکال د ډیسمبر پر ۲۰ مه اعلان وکړ چې د وسلو پر ځمکه ایښودل د مرګ مانا لري، نو د کردستان کارګرانو حزب د «بیک» پر مشرۍ له تاوتریخوالي نه ډکې کړنې پیل کړې، تر دې چې دا کړنې د ۲۰۱۵ د جولای پر ۱۲ مه ډېرې سختې شوې. د بیک پر مشرۍ د کردستان ټولنې سیسټم په څرګند ډول اعلان کړه چې د اردغان له حکومت سره اوربند پای ته ورسېد. د بازانو ډلې یا TAK هم په یو لیک کې د ترکیې حکومت د حیاتي سرچینو پر وړاندې په ځانکړي ډول په امنیتي برخه کې مادي کړنې پیل کړې، تر دې چې دوه وروستي عملیات د ۲۰۱۶ د ډیسمبر پر ۱۲مه او ۲۰۱۶ د ډیسمبر پر ۱۷مه وشول. دا په دې مانا ده چې د خپلواکۍ بازانو ډله له بیک سره یو ځای په خوځښت کې ده او پر دې هم پوهیږو چې د بیک تګلاره اوس د اورپا له تګلارې په ځانګړي ډول له انګلیستان سره چې هڅه کوي په امریکا پورې د اردغان تړلی حکومت ګډوډ کړي، همغږې ده.

د‌- د  بیک څرګندونې چې د کردستان د کارګرانو حزب له بنسټګرانو څخه دی، پورتنۍ شکونه پیاوړي کوي. نوموړي د ۲۰۱۶ د مارچ پر ۱۵مه انګلیس ټایمز خپرونې ته پخپلو څرګندونو کې وویل: «موږ د اردغان د واکمنۍ او د اعدالت او پراختیا ګوند د نسکورېدو هڅه کوو، تر هغې چې اردغان او حزب یې له مخې لرې نه شي، هېڅ وخت به په دې هېواد کې دیموکراسي واکمنه نه شي». دا خبر بي بي سي راډیو ټلویزیون د ۲۰۱۶ د مارچ پر ۱۵مه خپور کړ.

د جمهوري غوښتونکي حزب رییس کلیګدار اغلو چې د انګلیستان مزدور دی، نوموړي هم د ترکیې سوداګرۍ خونې اتحادیېTOBB) ) په ۷۲ یمه غونډه کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې وویل: «دا نو څه ریاستي نظام دی چې په ترکیه کې واکمن دی، یو کس خبرې کوي او ټوله ترکیه یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده. هېڅ وخت ریاستي نظام له وینې تویولو پرته پلي کېدی نه شي». (سرچینه: ۲۰۱۶د مې ۱۳مه Tna  ۲۴)

ذ‌- له پورتنیو شواهد ښیي چې د استانبول د چاودنو تر شاه د انګلیستان لاس دی. د انګلیستان د دا ډول لاسوهنو انګېزې داسې بیانوو:

د ناوړه حالت رامنځته کېدل او په ترکیه کې پر امریکا پورې د تړلي ګډوډ نظام له امله انګلیستان په دې هڅه کې دی چې وروستۍ کودتا چې مزدورانو یې پیل کړې وه، اوږده او دوام ور کړي. له شک پرته چې دوی پر دې پوهیږي چې په ترکیه کې شته حاکمیت ته بدلون ور کول اسانه نه دي، ځکه اردغان پر دې توانېدلی چې په دغه هېواد کې د امریکا لپاره کلکې ستنې جوړې کړي؛ خو د ګډوډۍ په رامنځته کېدو  یادو ستنو ته ټکان ور کولی شي.

دا د قضیې یو اړخ و او بل اړخ یې دا دی چې انګلیستان په ترکیه کې د مصطفی کمال په وسیله په ۱۹۲۴ کال کې د خلافت له نسکورېدو وروسته د پارلماني نظام بنسټ کېښود او دا په دې مانا ده چې په حقیقت کې په ترکیه کې د پارلماني نظام روحاني پلار انګلستان دی. نو پر همدې بنسټ اردغان او امریکا غواړي چې پارلماني دروازه د تل لپاره وتړي او هغه په ریاستي نظام بدله کړي او وروسته ولسمشر ته ډېر واکونه ور کړي. خو انګلیستان له ریاستي نظام سره جوړ نه دی،  مخکې مو اشاره وکړه چې د جمهوري غوښتونکي حزب رییس کلیګدار اغلو پخپلو څرګندونو کې وویل: « هېڅ وخت ریاستي نظام له وینې تویولو پرته تطبیقېدای نه شي». وروسته بیا ترکي خپرونې چې «صباح» نومیږي، تر دغه عنوان لاندې«هغه د پارلمان، خلکو او سیاست سپکاوی کوي» لیکنه خپره کړه. د دې ورځپاڼې اشاره د جمهوري غوښتونکي حزب مشر کلیګدار اغلو څرګندونو ته وه، چې ویلي يې وو: « هېڅ وخت ریاستي نظام له وینې تویولو پرته نه شي پلی کېدای». (سرچینه: ۲۰۱۶ د مې ۱۳مه ترکیه پوسټ).

لنډه دا چې انګلیستان په دې هڅه کې دی چې د وژنو او چاودنو په پیلولو چې د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې په ګډون په انګلیستان پورې تړلي کسان یې کوي، په یو غشی دوه نښانه وولي:

  1. په امریکا پورې تړلي د ترکیې په نظام ثبات له منځه وړل.
  2. د پارلماني نظام پر ځای د ریاستي نظام د ټاکلو لپاره د اردغان د هڅو پر وړاندې درېدل.

خو دا چې تصور کېږي دا کړنې به د خپلواکې سیمې د  رامنځته کېدو لامل شي، باید ووایو چې د دا ډول کار څرک په نېژدې راتلونکې کې نه تر سترګو کېږي.

په پای کې باید یادونه وکړو چې هغه څه چې ډېر دردونکي دي او د تاسف وړ دي، دا دي چې د مسلمانانو وینه د اسلام او اسلامي امت لپاره نه، بلکې د کافرانو د ګټو لپاره تویږي. موږ باید دا په یاد ولرو چې دا امت د خیر او برکت امت دی او د الله سبحانه وتعای په مرسته به یو ځل بیا بریالی شي. د دغه امت تاریخ د دې مدعا ښکارندوی دی. چا دا فکر کاوه چې اسلامي امت به له صلیبیانو او تتاریانو سره تر جګړو وروسته بیا په پښو دریږي!؟ هغه تتاریان چې د خلافت پلازمېنه بغداد یې وران کړ او د دجلې سیند پاکې او روښانه اوبه یې د مسلمانانو په وینو او د کتابونو په رنګ سرې او تورې  کړې. چا دا فکر کاوه چې مسلمانان به له دې ټولو مرګژوبلو وروسته یو ځل بیا پر پښو دریږي او پر دې به بریالي کېږي چې قسطنطنیه فتحه کړي.

باید هېره نه کړو چې الله سبحانه وتعالی تل داسې کسان په مرچل کې کېنولي، چې هېڅ وخت د په ستونزو کې نه نهیلي کېږي او سر نه ټیټوي. د دې تر څنګ هېڅکله له ظلمه نه دي وېرېږي، چوپ او بې پروا نه پاتې کېږي. تر هغې چې حق یې حقدار ته نه وي سپارلی او د راشده خلافت بیا تاسیس او د هغه د ستنو تر ټینګېدو وړاندې هېڅکله د ارامۍ او سوکالۍ احساس نه کوي.

د دې خلکو حال په دغه مبارک ایت کې درک کولی شو، الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا] (احزاب: ۲۳)

په مومنانو کې داسې شخصیتونه شته چې له الله سبحانه وتعالی سره کړې ژمنه یې پوره کړې.ځینو په خپله ژمنه سر ورکړ  او ځینې انتظار باسي.‌ هغوی په خپله کړنلاره کې هېڅ تبدیلي رانه وسته.

[إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا] ) الطلاق: ۳)

الله سبحانه وتعالی خپل فرمان تر سره کوي او الله سبحانه وتعالی د هر شي لپاره اندازه ټاکلې ده.

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې