شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 ذولحجه 1439

میلادی نېټه :     یکشنبه, 12 آګست 2018 م

شمېره:      ۳۸/۳۹

ولاية الأردن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اسلام د بې ګناه خلکو وژل منعه کوي

(ژباړه)

موږ هغه دردوونکې پېښې چې په السلط کې رامنځته شوې په ډېر غم سره تېرې کړې؛ کبر، موقف غوښتل او د سرتېرو او ملکي خلکو وژل هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی ترې موږ په دغه ایت سره منعه کړي یو:

﴿مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا﴾

[مائده: ۳۲]

ژباړه: په همدې اساس مو بني اسرائیلو ته وویل: هر هغه څوک چې د ځمکې پر سر یو انسان پرته له دې چې په قتل او فساد کې ښکېل وي ووژني، داسې دی لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي او هر هغه څوک چې یو انسان له مرګ څخه وژغوري، داسې دی لکه ټول خلک یې چې ژوندي کړي وي. 

همداراز د دغو پېښېو په څارلو سره غواړو څو ټکو ته اشاره وکړو:

اول: اسلام له حق پرته د نفس وژل منعه کړي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ﴾

[اسراء: ۳۳]

ژباړه: او هغه څوک چې الله سبحانه وتعالی یې وینه حرامه کړې له حق پته مه وژنئ!

همدارنګه هغه سبحانه وتعالی د یو او بل پر وژلو مسلمانانو ته خبرداری ورکړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع کې فرمایلي:

«وَيْلَكُمْ لا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ»

ژباړه: افسوس پر تاسو! له ما وروسته کافر نشئ، چې ځینې مو د ځینو نورو غاړې ووهي.

په حقیقت کې موږ د مسلمانانو ـ سرتیرو او ملکي خلکوـ د وینې د هر څاڅکي لپاره اندېښمن یو، ځکه چې رسول الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ أَشَارَ إِلَى أَخِيهِ بِحَدِيدَةٍ فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَلْعَنُهُ حَتَّى يَدَعَهُ وَإِنْ كَانَ أَخَاهُ لِأَبِيهِ وَأُمِّه»

ژباړه: څوک چې د خپل مسلمان ورور په لوري وسله ونیسي، ملایکې تر هغه وخته پرې لعنت وایي څو یې چې لرې کړې نه وي، که هغه یې حقیقي(له پلار او مور څخه) ورور هم وي.

دویم: موږ د الکرک په تېرو پېښو کې رژیم ته خبرداری ورکړ او ومو ویل: په الکرک کې د سرتېرو او ملکي خلکو وژنه د اردن د رژیم د سیاستونو پایله ده؛ همداراز د دعوت لېږدوونکي او مستنیر مفکرین ګواښي او بندي کوي، له هغوی سره په جوماتونو کې جګړه کوي او سیمه پرې تنګوي، په ټول توان سره هغوی ځوروي او حتا محصلین په ځنځیرونو تړي او ګواښي یې چې نور یې غږ وا نه ورېدل شي او افکار یې خپاره نشي.

دوی هغه خلک دي چې فوځ د امت لپاره یوه هیله بولي چې کولی شي واقعیت یې بدل کړي. همدوی دي چې د اسلام له نصرت، بریاليتوب او دبدبې څخه ساتنه کوي. په حقیقت کې د فوځیانو او زړورو سرتېرو وینې په الکرک او زموږ په نورو ښارونو کې باید تویې نشي؛ بلکې د اصلي خلکو په ډګرونو او د الاقصی او د بیت المقدس د دروازو د ازادولو لپاره باید د جهاد په لاره کې تویې شي.

رژیم د دوی پر وړاندې بې پروایي وکړه او خپل ناوړه سیاست ته یې دوام ورکړ. د ازادۍ لېږدوونکو او دعوتګرو نیول او زنداني کول او حتا په ویبسایټونو کې د هر غږ تعقیبول، چې فساد دی. د دوی وروستۍ ځورونه د حزب التحریر-ولایه اردن مطبوعاتي دفتر د فسبوک پاڼې بندول وو. ایا رژیم دغه د دعوت د لېږدوونکو او مستنیرو مفکرینو نیول، په جوماتونو کې له دوی سره مبارزه کول، پرې د بېلابېلو فشارونو راوستل زده کوي او د دوی تعقیبول او د محصلینو ځورول او شکنجه د هغه څه لپاره یو ښه مخنیوی ګڼي چې دوی یې لېږدوي؟ دوی د بدلون د راوستلو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارې پیروي کوي. دوی وسله نه لېږدوي او بې ګناه کسان په مرګ سره نه ګواښي؛ خو نور د دوی غږ نه اورېدل کېږي او افکار یې نه خپریږي.

درېیم: اشغال له ځینو ناوړو غږونو څخه یوازې د یوې ښکاره سلسلې څارل دي، چې د امریکا لخوا رامنځته شو او هڅه کوي چې اسلام او د هغه مفاهیم د السلط له پېښې سره وتړي، چې له دغو پېښو څخه د اسلام، عقیدې او د هغه د قوانینو پر وړاندې په جګړه کې د دې لپاره ګټه واخلي څو اسلام په تروریزم، بنسټ پالنې او افراطیت پورې وتړي. دغه اوازونه یې له ویوونکو سره ډېر کمزوري دي او د الله سبحانه وتعالی په مرسته نشي کولی چې د اسلام حقیقت، د عدالت او رحمت دین له منځه یوسي، هغه دین چې الله سبحانه وتعالی د ټول بشریت لپاره ثابت کړی دی او خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې په رحمت سره ستایلی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ﴾

[انبیاء: ۱۰۷]

ژباړه: او اې محمد صلی الله علیه وسلم! ما د نړیوالو لپاره ته له رحمت پرته  نه یې لېږلی.

ټول هغه څه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راوړي، د بشریت لپاره رحمت دي او د اسلام له احکامو او هغو دستورونو څخه پیروي یو رښتینی رحمت دی چې الله سبحانه وتعالی یې پلي کول له موږ څخه غوښتي.  موږ د الله سبحانه وتعالی دغه خبره دوی ته وایو:

﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ * هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾

[صف: ۸ – ۹]

ژباړه: دوی غواړي د الله سبحانه وتعالی نور په خپلو خولو سره مړ کړي؛ خو الله سبحانه وتعالی خپل نور بشپړوي، که هر څو د  کافرانو خوښه نه وي. دی هغه څوک دی چې خپل رسول صلی الله علیه وسلم یې له هدایت او حق دین سره ولېږه، څو پر ټولو دینونو یې برلاسی کړي، که هر څو د مشرکانو نه وي خوښه.

په پای کې: موږ حزب التحریر-ولایه اردن، د اردن شریف خلک او هر هغه څوک رابولو چې د فوځ د سرتېرو او ۷ ملکي خلکو د وینو په اړه اندیښمن دي، هغوی د ځينو کسانو لخوا د قومي تعصب د خپرولو په اړه خبروو او دې ته یې رابولو څو هغه کسان وغندي چې خلک دغو تعصبونو ته دعوتوي او پر اساس یې راټولوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ دَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ فَهُوَ مِنْ جُثَا جَهَنَّمَ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَإِنْ صَامَ وَصَلَّى قَالَ وَإِنْ صَامَ وَصَلَّى وَزَعَمَ أَنَّهُ مُسْلِمٌ»

ژباړه: هر څوک چې خلک جاهلیت (عصبیت) ته رابولي، د دوزخیانو له ډلې څخه دی. اصحابو وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم حتا که روژه ونیسي او لمونځ وکړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: حتا که روژه ونیسي، لمونځ وکړي او د مسلمانۍ دعوه وکړي.

هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ»

ژباړه: (عصبیت) پرېږدئ، ځکه فاسد دی!

همدارنګه موږ پر تاسو غږ کوو چې د ژوند صحنې ته د اسلامي نظام د بیا راوستلو لپاره را ودانګۍ، هغه نظام چې د نړۍ روزونکي د ټول بشریت لپاره خوښ کړی دی او هغه نظام چې د مسلمانانو وینې دروي او د هغوی له عزت څخه ساتنه کوي. یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه راشده خلافت هغو جرمونو او فسادونو ته د پای ټکی ږدي چې د کافرو پانګوالو هېوادونو په واسطه زموږ په خاورو کې تر سره کېږي. موږ تاسو رابولو چې د هغه د بیا تاسیس لپاره کار وکړئ او پوی شئ چې ان‌شاء الله په چټکۍ سره به راشي. ځکه چې د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی.

﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ﴾

[یوسف: ۲۱]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی پر خپل کار لاس بری دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي.

د حزب التحریر-ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې