شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 13 فبروری 2021 م

شمېره:      ۰۹/ ۱۴۴۲

بريطانيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له خلافت پرته سل کلونه! اې مسلمانانو خلافت بیا تاسیس کړئ

حزب التحریر سږ کال، په رجب میاشت کې د استعمار په لاس د وروستي اسلامي دولت د ړنګیدو د سلمې کلیزې په پار یو نړیوال کمپاین پیل کړی دی. د ۱۳۴۲هـ.ق کال، د رجب په ۲۸مه د بریتانیا استازي مصطفی کمال خلافت ړنګ کړ او وروسته د ترکیې د سیکولار حکومت مشر شو.

وروسته له هغې اسلامي امت رهبري له لاسه ورکړه، داسې سره وویشل شول لکه مخکې چې هیڅ سره یو ځای نه وي. وروروڼه او خویندې مو اړ شول چې په بېلا بېلو ملتونو او حکومتونو کې ژوند وکړي. استعمار، اشغال او استازي یې یو پر بل پسې راښکته شول. له هغه وخت وروسته د ولسمشر، لومړي وزیر او پاچا په توګه ځای ناستي ټاکل کیږي، ترڅو خلک اړ کړي چې د دوی سرچینې او حاکمیت بهرني استعماري قدرت ته وسپاري.

خلافت له زوال وړاندې په نړۍ کې یو رهبري کوونکی دولت و. کولای یې شوی چې ټولې نړۍ ته د اسلام دعوت ورسوي. د دښمنانو پر وړاندې له خپلو اتباعو څخه دفاع وکړي او یوازې د اسلام احکام پر ځمکه پلي کړي. وروسته له دې موږ ته نشنلیزم، سیکولاریزم، سوسیالیزم او کپیټالیزم راوړل شول او وروسته له دې پر موږ باندې دیکتاتوري، سلطنتي، مسیحي رژیمونه او دیموکراسي تحمیل شول. چې له هغه وخت وروسته امت داسې ځوریدلی چې تر دې مخکې هیڅ نه و ځوریدلی.

 د سلو کلونوراهیسې فاسدو اشغالګرو د نړۍ او خلکو د له منځه وړلو لپاره ازاد سلطنت درلودلو. د حق دښمنانو د ژوند کولو لپاره ټوله نړۍ د بدبختۍ ځای کرځولې وه. فساد، دروغ، غلامي، استثمار او وژل دا ټول د سیکولاریزم په ايډيالوژۍ کې جواز لري چې نن ورځ زموږ پر ژوند حاکم دي. که څه هم اوس نږدې د ټولې نړۍ خلک پاتې راغلي دي او د مظلومانو لپاره هیڅ د پناه، لارښووني او مرستې ځای نشته.

کله چې د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس شي، نو نړۍ به وژغورل شي. فاسدان به پر مجازاتو ورسېږي او له ظالمانو سره به حساب وشي.

د دې لپاره موږ حزب التحریر د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره شپه او ورځ کار کوو. وایو چې له دولت او خلافت پرته سل کلونه بس دي او په ټولو مسلمانانو غږ کوو چې له هغو خلکو سره یو ځای شئ چې د خلافت لپاره لاس په کار دي او بیا یې تاسیس کړئ.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ]

ژباړه: «اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه در کړي چې تاسې ته ژوند بښونکی دي. وپوهېږئ چې الله سبحانه و تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی. او د هماغه لوري ته به تاسې ورغونډ کړای شئ.» [انفال: ۲۴]

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#
خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

یحیی نسبت

د حزب التحریرـ بریتانیا مطبوعاتي استازی

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې