یکشنبه, ۲۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 ربیع الاول 1446

میلادی نېټه :     یکشنبه, 22 سپټمبر 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 9/۱۴۴6

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د ایران منافقانه سیاست؛ له شیعیه‌ګانو سره خیانت او امریکا ته خدمت

په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۵۰۰ مسلمانان په لبنان کې د یهودي دولت د بریدونو له امله په شهادت رسېدلي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي. دغه بریدونه په بېلابېلو بڼو ترسره شوي دي، د بېلګې په توګه؛ د اړیکو د دستګاوو لکه، د پیجرونو او بې‌سیمونو له لارې او همدارنګه پر ښځو، نرانو او ماشومانو هوایي بریدونه شوي دي. دغو پېښو د افغانستان د مسلمانانو احساسات هم را پارولي دي.

له بده مرغه چې اوسمهال اسلامي خاورې له هغه خلیفه څخه بې برخې دي، چې د ډال په څېر د یهودو د ظلم پر وړاندې ودرېږي. له همدې امله دغو بریدونو ته غبرګون ښودل، د نورو پېښو په څېر یوازې تر لفظي غندنو پورې محدود شوي دي. په دغو غندنو کې د اسلامي خاورو حکام د اروپایي هېوادونو له حکامو سره کوم توپير نه لري.

همدارنګه دغه حکام د ایران د دولت او په هغه پورې د اړوندو ډلو په څېر، د عامه افکارو په بېلارې کولو لګیا دي او د دغو جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې دي. کله چې په غزه کې وحشي جنایتونو او نسل‌وژنې د ایران حکام غبرګون ته اړ نه کړل، ښکاره ده چې په لبنان کې جنایتونه هم هغوی ته ټکان نه ورکوي. له کلونو راهیسې د ایران دولت له مسلمانانو په ځانګړې توګه له شیعیه‌ګانو څخه د ملاتړ شعارونه ورکوي، خو کله چې د عمل وخت راشي، نو چوپتیا او خیانت یې بربنډېږي. په حقیقت کې د ایران دولت نه اسلامي دی او نه له شيعه‌ګانو سره همدردي لري. ایران یو دولت -ملت دی، چې په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره کار کوي او له شیعیه‌ګانو څخه دفاع د خپلو سیاستونو د مشروعیت لپاره یوازې د شعار په توګه کاروي. دغه سیاستونه یو شمېر هغو سطحي فکره خلکو ته فرېب ورکوي، چې له سیاسي وضعیت څخه دقیق لید نه لري.

په واقعیت کې هر ملي دولت چې د اسلام شعار ورکوي، د مسلمانانو لپاره د هېڅ کار د ترسره کولو وړتیا نه لري. دغه دولتونه له کلونو راهیسې د سني او شیعه تر نامه لاندې په اسلامي امت کې تفرقه خپروي، خو نن ورځ هېڅ سني دولت د غزې د خلکو لپاره او هېڅ شیعه دولت د لبنان د خلکو لپاره اقدام ونه کړ. ځکه هر ډول اساسي اقدام د هغوی له ملي ګټو او د امریکا له غوښتنو سره په ټکر کې دی. کله چې امریکا د سوریې د انقلاب د ځپلو غوښتونکې وه، همدا د سیمې خاین حکام ډګر ته راووتل او انقلاب یې وځاپه. همدغه ایران و چې د افغانستان او عراق په جګړه کې یې له امریکایانو سره مرسته وکړه او په ښکاره توګه پر دغه مرسته ویاړ هم کوي. بناءً کله چې د امریکا ګټو ايجابوله، ایران د شیعه‌پالنې او ملت‌پالنې په شعار سره له ځینو نیابتي ډلو ملاتړ کاوه؛ خو نن چې د امریکا سیاست او پالیسې بدله شوې، ایران هم د هغه پر اساس خپل سیاست بدل کړی دی. دغه واقعيت څرګندوي چې دا دولتونه یوازې د خپلو ملي ګټو او د بهرنیو قدرتونو په ځانګړې توګه د امریکا د دستور له مخې عمل کوي، نه د اسلام او مسلمانانو د ګټو لپاره.

پر دغه اساس هېڅ کس او هېڅ ډله باید د دغو حکامو په ځانګړې توګه د ایران د حکامو په ملاتړ پورې هیلې ونه تړي. دغه حکام د خپلې بقا لپاره له هرې ډلې، هر قوم او مذهب سره خیانت کولو ته چمتو دي. بل خوا بیا حزب‌التحریر هغه قیادت دی، چې خپلو خلکو ته دروغ نه وایي، پر مذهبي تعصبونو ککړ نه دی او ټول مسلمانان د دویم راشده خلافت تاسیس ته را بولي. ځکه یوازې د نبوت په منهج د خلافت په تاسیس سره شونې ده چې مخلص حکام ولرو، چې د سني او شيعه په ګډون به له مسلمانانو څخه ملاتړ د خپل ایماني رسالت اساسي جز ګڼي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» (رواه البخاري وأبو داود)

ژباړه: د مسلمانانو امام (خلیفه) ډال دی، چې تر شا يې جګړه (جهاد) کېږي او د هغه په تدبیر سره مسلمانان د دښمن له شر څخه خوندي کېږي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې