دوشنبه, ۲۵ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 ربیع الثانی 1446

میلادی نېټه :     شنبه, 26 اکتوبر 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ ۱۰/۱۴۴۶

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د نیویارک ټایمز وروستۍ مقاله د افغانستان د مجاهدینو ترمنځ د امریکا د تفرقې اچولو سیاست بله بېلګه ده

نیویارک ټایمز د روان کال د اکتوبر په ۲۴مه د مقالو یوه ټولګه خپره کړه چې د افغانستان د کورنیو چارو له اوسني وزیر سره د مرکې پر بنسټ لیکل شوې ده. له دغو مقالو د یوې سرلیک «ایا د افغانستان تر ټولو ډیر تر تعقیب لاندې شبه‌نظامي اوس د بدلون لپاره غوره هیله ده؟» دی. د یادو مقالو هڅه دا ده چې د تفرقې اچولو له لارې د مجاهدینو ځینې مهمې څېرې د امریکا د ګټو خواته کاږه کړي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر وړاندې هم د امریکا او غرب د دغه ډول سیاستونو په اړه خبرداری ورکړی و. د ۲۰۲۳م کال په لومړیو کې حزب التحریر «د مجاهدینو پر وړاندې د غرب نوی او خطرناک روایت» تر سرلیک لاندې یو کمپاین ترسره کړ چې په هغه کې یې د امریکا د هغه منافقانه سیاست په اړه خبرداری ورکړی و چې غواړي مجاهدین په «افراطي طالبانو» او «منځلارو طالبانو» ووېشي. په دې اړه یو ۱۱ مخیز مستند فایل هم شریک شوی و چې څنګه رسنۍ او د غرب فکري مرکزونه دغه تفرقه اچوونکی سیاست مخته وړي.

امریکا د افغانستان د مجاهدینو وحدت د خپل سیاسي، استخباراتي او ارزښتي نفوذ لپاره خنډ ګڼي. ځکه خو هڅه کوي چې دوی په «افراطي او بدو طالبانو» او «منځلارو او ښو طالبانو» وویشي او له «منځلارو طالبانو» سره چې د امریکا په فکر «معتدل او ښه دي»، تعامل وکړي. د نیویارک ټایمز په مقاله کې هم د ځینو څېرو لپاره له هڅوونکو او انګیزه ورکوونکو اصطلاحاتو کار اخیستل شوی چې هغوی تعامل ته وهڅوي؛ دغو کسانو ته د «عمل‌پال» او «معتدل» په توګه اشاره شوې ده.

کوم اصطلاحات چې د غرب سیاسیون او رسنۍ د حاکم نظام د چارواکو لپاره کاروي، هيڅکله ساده او بې معنی نه دي. د دغو اصطلاحاتو تر شا لویه سیاسي اجنډا پټه ده. ځکه چې استعماري قدرتونه د تاریخ په اوږدو کې تل د خپلې ولکې ټینګولو لپاره ډلې په بېلابېلو نومونو ډلبندي کوي او د هرې یوې لپاره جعلي هویت جوړي. د دغه کار موخه لومړی د خلکو په ذهن کې د تفرقې رامنځته کول او په اوږدمهال کې «د قدرت پر سر د تفرقې او کشمکش رامنځته کولو» لپاره لاره هوارول دي. دا تګلاره د مشهور سیاست «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» مصداق ده.

د سړې جګړې پر مهال امریکا له دغې تګلارې په استفادې د «منځلارو» او «افراطي» کمونیستي اړخونو ترمنځ توپیر رامنځته کاوه او  په دې هڅه کې وه چې په کمونیستي هیوادونو کې له «منځلارو رهبرانو» یا حکومتونو سره د تعامل له لارې د شوروي د نفوذ پر وړاندې مقابله وکړي. دا تګلاره همداراز د فلسطین او سوریې د مجاهدینو او د شوروي يرغل په وخت کې د افغانستان د مجاهدینو پر وړاندې هم تکرار شوه. غرب په «افراطي» او «معتدل» د دوی د ویشلو او له «معتدل» سره د تعامل له لارې د هغوی اسلامي اجنډا کمزورې او دوی یې منحرف کړل.

موږ پوهېږو چې يو جهادي شخصیت هم د تفرقې پلوی نه دی؛ خو باید د غربي پلانونو پر وړاندې هوښیار وو او حذر ترې وکړو. ځکه چې غربیان د مداهنت په حال کې دي او غواړي مجاهدین هم دا کار وکړي. دوی ځینې شخصیتونه هدف ګرځوي او هغوی د افغانستان او غرب ترمنځ پُل ګڼي. داسې چې دا کسان د «بدلون» لپاره تر ټولو غوره هیله ښيي. خو حزب التحریر – ولایه افغانستان پرته له دې چې د چا تزکيه وکړي، د مجاهدینو ځینې رهبران د دوی د اخلاص له امله د اساسي بدلون لپاره هيله ګڼي؛ هغه بدلون چې پایله به یې د ثاني راشده خلافت تاسیس، د اسلام بشپړ پلي کول، نورې نړۍ ته د اسلام حمل او د امت وحدت وي.

فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِينٍ هَمَّازٍ مَّشَّاءٍ بِنَمِيمٍ مَّنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ (القلم، ۸-۱۲)

ژباړه: «نو، د دروغجنو [خبره] مه منه. د دوی خوښېږي، چې جوړجاړى او نرمي ورسره وکړې، چې دوى هم نرمي او جوړجاړى درسره وکړي. او د هر قسم خور سپک (سړي) مه منه؛ هغه چې ډېر عيبونه لټوي او هر [چېرې] په چوغلۍ (خبرچینۍ) پسې ځي؛ او د خير ښېګڼې د چارو ډېر منع كوونكى، تېرى کوونکی  [او] ګناهګار دى.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې