دوشنبه, ۲۵ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 ربیع الثانی 1446

میلادی نېټه :     جمعه, 18 اکتوبر 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۱۰

د فلسطين سپېڅلې خاوره
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د سنوار شهادت ټول هغه څه په ډاګه کوي چې په سترګو یې وینئ او هغه چې له سترګو مو پټ دي

﴿وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ﴾ [محمد: ۴]

ژباړه: « او هغه کسان چې د الله په لار كې وژل شوي؛ نو (الله) يې هېڅكله عملونه له منځه نه وړي (موخو ته یې رسوي او هڅې یې بابیځه نه کوي.)»

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱۷مه یهودو او امریکا د یحیی سنوار، چې په مېړانه وجنګېد او هیڅکله یې دښمن ته شا نه کړه، پر شهادت خوښي وکړه.

د سنوار شهادت ټول هغه څه په ډاګه کوي چې په سترګو یې وینئ او هغه چې له سترګو مو پټ دي.

دا چې د امریکا سیاستوال د هغه په قتل تر یهودو ډیر خوشاله دي؛ خپله هغه ژوره کینه او عقده په ډاګه کوي چې په زړونو کې یې پټه کړې وه. دوی د مسلمانانو لپاره دردوونکې او کفارو لپاره خوشالوونکې صحنه کې په خپله خوشالۍ د غزې، مجاهدینو، بلکې د ټول فلسطین د خلکو او ان ټول اسلامي امت پر وړاندې خپله دښمني اعلان کړه.

د طوفان الاقصی عملیاتو زموږ په خاورو (یعنې صهیونیستي رژیم) کې د امریکا مرکز او هډو ته سخته ضربه رسولې؛ داسې چې امریکا اوس د دغه رژیم په لاسونو موږ بمباروي تر څو د دغه رژیم تللی اعتبار او ابرو بیرته راولي. امریکا او یهود هڅه کوي چې په خپل ټول توان او ټولوژنو، د لږ شمېر مجاهدینو ـ چې ډیر ابتدايي تجهیزات لري ـ شهیدول لویه بریا وښيي. ایا دا دولتونه چې د یوه سړي وژل دومره ستره بریا ګڼي؛ په ریښتینې جګړه کې څه شی ګڼل کېږي؟ او ایا دا دولتونه چې د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو وږي ساتل او سوځول بریا ګڼي، پیاوړي دولتونه دي؟

د ښځو او ماشومانو شهادت چې تر خیمو لاندې وسوځېدل او د جګړې په ډګر کې د سنوار شهادت؛ د مسلمانانو د حکامو -چې له ذلت، خوارۍ او خیانت سره راحت ژوند لري - پر مخ خاورې شیندي. هغه حکام چې په خپلو ماڼیو کې پراته دي او په خیانت کې ژوندي خښېږي؛ هغه حکام چې امریکا او یهودو یې پزه پر ځمکه موږلې او ذلیل کړي یې دي؛ خو دوی هیڅ حس نه لري!

امریکا او د دوی د بریدونو مخته وړونکي پر ځان ویاړي چې وژل کوي، ویجاړول کوي، ترورونه کوي او خلک وږي ساتي؛ په داسې حال کې چې زموږ د حکامو حس بیخي له منځه تللی. زموږ له منځه تر ټولو کوچنی عاقل کس دغه وضعیت ته په غوسه دی؛ خو حکام ان یوه ذره احساس هم نه ورته لري! افسوس پر دوی او د دوی پر کړنو!

د یحیی سنوار شهادت او د هغو مجاهدینو شهادت چې تر ده وړاندې یې ځانونه قربان کړل او د دښمن پر وړاندې د ثبات، زړورتیا، فداکارۍ، قربانۍ او عزت نمونې یې وړاندې کړې؛ د اسلامي امت سرتېرو ته ستر او ګرم پیغام ورکوي.

ای د اسلامي امت سرتېرو! دغو کسانو، چې ډیر لږ تجهیزات لري، پرې نه ښوده چې د جګړې له میدانه بهر ووژل شي؛ بلکې د شهادت لپاره یې د جګړې ډګر غوره کړ؛ خو له تاسو سرتېرو ډیرو مو تر اوسه په ریښتینې جګړه کې ګډون نه دی کړی؛ په داسې حال کې چې د جګړې او جنګېدو خلک یئ او باید د جګړې په ډګر کې وئ! که مجاهدینو د جګړې اور بل کړ، تاسو باید دوی ته د جګړې په ډګر کې د خپلو استازو او ځایناستو په سترګه ونه ګورئ؛ بلکې دوی ستاسو د ویښتابه زنګ وو چې په وروستۍ جګړه کې ګډون وکړئ!

ایا راضي یئ چې په جنت کې ستاسو مقامونه له دوی لرې وي؟ په داسې حال کې چې دوی وړاندې شول او تاسو شاتګ وکړ! دوی وجنګېدل او تاسو یې مرستې ته ور ونه دانګل! دوی قیام وکړ او تاسو هیڅ ونه خوځېدئ! دښمن له تاسو تېر شو خو تاسو یې پر وړاندې ونه درېدئ؛ په داسې حال کې چې د مخنیوي قدرت یې درسره و! دښمن د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبله‌ګاه اشغال کړه خو تاسو یې د ازادۍ لپاره ور ونه دانګل! دښمن مو په غزه، فلسطین او لبنان کې کورنۍ در ووژلې خو تاسو هيڅ له ځایه پورته نه شوئ او د الله سبحانه و تعالی په لار کې مو حرکت ونه کړ!

ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې له مجاهدینو سره ـ چې دښمن ته یې ضربه رسولې- غبطه وکړئ او د ازادۍ مخکښان او د بدلون پیلوونکي وئ؟ ایا د دې وخت نه در رارسېدلی چې د حکامو تختونه مات کړئ، پولې تر پښو لاندې کړئ، یو موټی شئ او د اسلام او جهاد بیرغ پورته کړئ؟

ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې د دښمنو ځان ستاینه ـ چې موږ تر مرګ هم ډیر ځوروي- بنده کړئ او زموږ زړونو ته شفا ورکړئ؟ اې د اسلام سرتېرو! ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی؟ ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی؟

ای د محمد صلی الله علیه وسلم امته! ای تر ټولو غوره امته چې د خلکو لپاره راغلي یئ!

زموږ باور او اعتماد پر الله سبحانه و تعالی دی! هغه سبحانه و تعالی زموږ ولي دی او کافران هیڅ ولي نه لري. الله سبحانه و تعالی له تاسو شهدا ټاکي. ای اسلامي امته! تاسو به نور اتلان راوړئ. نو موږ تاسو او ستاسو سرتېري په دغه الهي بلنه رابولو:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (۷) وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ (۸) ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنْزَلَ اللهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ (۹) أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ دَمَّرَ اللهُ عَلَيْهِمْ وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا (۱۰) ذَلِكَ بِأَنَّ اللهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ﴾[محمد: 7- 11]

ژباړه: «ای مومنانو! كه د الله (د دين) مرسته وكړئ؛ نو مرسته به درسره وكړي او پښې به مو ټينګې كړي. او څوک چې کافران شوي؛ پر هغوی دې مرګ وي! او عملونه یې دې ورک وي؛ دا ځكه چې دوی له هغه څه (قرآن) کرکه وکړه چې الله نازل کړي‏؛ نو الله يې (هم) عملونه باطل او بې ګټې کړل. نو ايا دوى په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې وګوري له دوی د مخکې کسانو عاقبت څنګه و؛  الله دوى وځپل او كافرانو ته همدغسې سزاګانې دي! دا ځكه چې الله د مومنانو سرپرست او ولي دی؛ خو د كافرانو کوم سرپرست او ولي نشته»

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر – سپېڅلې خاوره (فلسطین)

۱۴۴۶هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۵مه

۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱۸مه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې