یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 27 فبروری 2019 م

شمېره:      HTS/۱۴۴۰/۳۵

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د دولتونو د بقا یواځینی معیار عدالت دی، نه بیړني قوانین

(ژباړه)

ولسمشر بشیر د ۲۰۱۹م د فبروري پر ۲۲مه د جمعې په ورځ د بېړني حالت د اعلانېدو له امله د بیړنیو فرمانونو په صادرولو پیل وکړ او تر اوسه یې پنځه فرمانونه صادر کړي دي. ایا دا او  نور فرمانونه په هېواد کې د شته بحران حللاره ده؟ یا د خلکو د خولو تړلو او د رژیم د عملونو د محاسبې د مخنوي لپاره هڅه ده، د هغو عملونو لپاره چې سوډان یې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې له هلاکت سره مخ کړی دی؟

که دغو فرمانونو ته ځیر شو، وینو چې هغه یوازې امنیتي فرمانونه او دستورالعملونه دي، چې د حکومت او هغو چارواکو د کمزورو چوکیو د ساتنې لپاره صادېرېږي، چې د خلکو د سخت ژوند د ناورینونو لپاره حللاره نه لري. دغه کار ته په کتو ځینې دلته شرحه کوو:

۱ـ د خلکو د ترور، نیولو او د هغوی د شتمنیو او مالونو د غصبولو لپاره د رژیم د ځواکونو پرېښودل، چې دا نیول د قطعي شواهدو پر اساس نه، بلکې د ګمان او د ځنګل د قانون پر  اساس دي. په داسې حال کې چې د شک او ګمان پر اساس د خلکو نیولو ته د اسلام قانون جواز نه ورکوي. له حضرت عایشې رضي الله تعالی عنها نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«ادْرَءُوا الْحُدُودَ عَنِ الْمُسْلِمِينَ مَا اسْتَطَعْتُمْ؛ فَإإِنْ كَانَ لَهُ مَخْرَجٌ، فَخَلُّوا سَبِيلَهُ، فَإِنَّ الإِمَامَ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعَفْوِ، خَيْرٌ مِنْ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعُقُوبَةِ»

ژباړه: د مسلمانانو له قانوني مجازاتو څخه چې څومره کولی شئ پرهېز وکړئ، که مو یې د خلاصون لپاره لاره پیدا کړه، لاره ورته خلاصه کړئ. همدارنګه د یوه قاضي لپاره د مسلمانانو په بښلو کې تېروتنه، د هغه په مجازاتو کې تر تېروتنې غوره ده.

۲ـ سیمینارونو او بېلابېلو غونډو لپاره به دولت د خلکو راغونډېدو ته هېڅکله اجازه ور نه کړي چې په حقیقت کې دا کار د خلکو د خولو تړلو او د رژيم  د محاسبې د مخنیوي لپاره د خلکو د منعه کولو لاره ده. ابن مسعود رضی الله تعالی عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وفرمایل:

«...كَلاَّ وَاللهِ لَتَأمُرُنَّ بالمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ المُنْكَرِ، وَلَتَأخُذُنَّ عَلَى يَدِ الظَّالِمِ، وَلَتَأطِرُنَّهُ عَلَى الحَقِّ أطْراً، وَلَتَقْصُرُنَّه عَلَى الحَقِّ قَصْراً، أَوْ لَيَضْرِبَنَّ اللهُ بقُلُوبِ بَعْضِكُمْ عَلَى بَعْضٍ، ثُمَّ ليَلْعَننكُمْ كَمَا لَعَنَهُمْ»
(ابوداود و ترمذی)

ژباړه: په الله سبحانه وتعالی قسم تاسو نېکۍ ته امر او له بدۍ څخه منعه کولی شئ، د ظالم لاس ونیسئ، هغه عدالت ته وهڅوئ او د حق لور ته یې تشویق کړئ که نه  الله سبحانه وتعالی مو په خپل منځ کې سره اچوي او پر تاسو هم د هغو نورو په څېر لعنت وایي.

۳ـ په حقیقت کې له لغوه شوي اساسي قانون څخه د اخیستل شويو او بېړنیو قوانینو تر منځ توپیر نشته، ځکه هغه په بشپړه ټوګه د انسانانو د غوښتنو پر اساس جوړ شوی دی، په داسې حال کې چې موږ اصلا مسلمانان یو اساسي او ټول قوانین مو باید د عقیدې پر بنسټ وي. دا قوانین بیړې او یا کوم بل څه ته اړتیا نه لري، ځکه دا قوانین د بشر د پروردګار له خوا چې د خلکو ګټه او زیان پېژني، را لېږل شوي دي:

﴿أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ﴾
[ملک: ۱۴]

ژباړه: ایا هغه کس چې موجودات یې پیدا کړي دي، د هغوی له حاله خبر نه دی؟ په داسې حال کې چې هغه باریک لیدونکی(په پټو رازونه) پوه او باخبره دی.

موږ په حزب التحریرـ ولایه سوډان کې تائیدوو، چې دا ګمراه رژیم تر اوسه په خپلو تېروتنو کې سرګردانه دی، نصیحت او نصیحت کوونکی نه خوښوي او په صداقت ځواب نه ورکوي. هغوی نه پوهېږي یا نه غواړي چې پوه شي، چې دا رژیم په پوځونو او بېړنیو قوانینو نه، بلکې په عدالت ساتل کېږي:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ﴾
[أنبیاء: ۱۰۷]

ژباړه: ته مو نړیوالو ته له رحمت پرته بل څه نه یې لېږلی.

نو د دغه امت رښتیني بچیان دې د دغه هېواد د حکامو لاس ونیسي او له هغو کسانو سره کار پیل کړي چې د رسول الله په طریقه د خلافت د بیا راوستلو لپاره کار کوي. دا کار د هېواد او نړۍ د ستونزو د حل لپاره غوره لاره ده.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾
[أنفال: ۲۴]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم دعوت ومنئ، کله چې تاسې د هغه څه په لوري بولي چې تاسو ته ژوند درکوي.

ابراهیم عثمان(ابوخلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې