هجری قمری نېټه : 7 ربیع الاول 1447
میلادی نېټه : شنبه, 30 آګست 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د حزب التحریر – ولایه سوډان له لوري د هغه کمپاین د یوې برخې په توګه چې موخه یې د دارفور د جلا کولو له لارې د سوډان د ټوټه کولو پلان شنډول دي، او د امت یووالی د مرګ او ژوند حیاتي مسله ګڼي، د حزب التحریر غړو په عباسیه تقلي کې، جمعه، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ربیع الاول ۶مه، چې د ۲۰۲۵م د اګسټ له ۲۹مې سره سمون خوري، د جمعې تر لمانځه وروسته د شیخ یحیی د قرآن د حفظ جومات کې غونډه وکړه. دوی د سیاسیونو، د رسنیو کارکوونکو، علماوو، افسرانو، سرتیرو او نورو په ګډون له ټولو مسلمانانو څخه جدي غوښتنه وکړه چې د دارفور د بېلتون د مخنیوي لپاره خپله شرعي وجیبه ترسره کړي.
دغه غوښتنه د حزب التحریر غړي، استاد عبد الرحیم عبدالله د ګڼ شمېر لمونځ کوونکو په منځ کې ولوستله. د هغه په ښي او کیڼ اړخ کې د حزب یو شمېر غړي ولاړ وو چې د دغه بېلتون د رد او غندولو او همداراز د الله پر رسۍ د منګولو ټینګولو په اړه د شعارونو پوسټرونه یې پورته کړي وو.
ګډونوالو د دغې غوښتنې تود هرکلی وکړ او دعا یې وکړه چې الله تعالی خو دې د حزب غړو ته اجر ورکړي او د دوی هڅې دې برکتمنې کړي.
ابراهیم عثمان (ابو خلیل)
د حزب التحریر – ولایه سوډان رسمی ویاند
۱۴۴۷هـ.ق کال د ربیع الاول ۷مه
۲۰۲۵م کال، شنبه، د اګسټ ۳۰مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۲۰