هجری قمری نېټه : 22 ربیع الثانی 1447
میلادی نېټه : سه شنبه, 14 اکتوبر 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
وروسته له هغې چې ډونالد ټرمپ په کنیست کې د خپلې وینا پر مهال د هغې «بریا» یادونه وکړه، چې ګواکې ده او د هغه روزل شوي یهودي رژیم ترلاسه کړې؛ هغه «بریا» چې د کوم پوځ پر وړاندې نه، بلکې د بېوسه ملکي وګړي، ښځو، ماشومانو، سپینږیزو او ان ونو او ډبرو پر وړاندې یې ترلاسه کړې. «د غزې قصاب» هم دغه کنفرانس ته - چې په مصر کې یې مزدور، عبدالفتاح السیسي جوړ کړی و – لاړ؛ د ده ترڅنګ ټول هغه حکام وربلل شوي وو چې د فلسطین د سپېڅلې خاورې پر ضد دسیسې جوړوي.
دغه کنفرانس د ۲۰۲۵م کال، د اکټوبر په ۱۳مه، په شرمالشیخ ښار کې «د شرمالشیخ د سولې کنفرانس» تر غولوونکي سرليک لاندي جوړ شو، چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د مصر د ولسمشر السیسي په مشرۍ تر شلو ډېرو هېوادونو او نړيوالو ادارو ګډون پکې درلود؛ لکه د اردن پاچا، د قطر امیر، د فرانسې ولسمشر، د ترکیې ولسمشر، د پاکستان او اندونيزیا لومړي وزیران او همداراز د نورو اروپايي او اسيايي هیوادونو استازي او پلاوي.
دغه کنفرانس د اشغالګر یهودي رژیم او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې – چې د بندیانو تبادله، د شخړو درېدل او د غزې د مدیریت او بیارغونې لپاره د مذاکراتو پیل پکې شامل وو - تر اعلان څو ورځې وروسته ونیول شو.
سره له دې چې د دغه کنفرانس سرلیک ظاهران ښکلی و او د «سولې، ثبات او بیا رغونې» پشان راښکونکي شعارونه یې لرل؛ خو په حقیقت کې یوازې د ټرمپ لخوا د «یهودي رژیم د بریا» جشن و؛ دا د دې د ښودلو لپاره یوه سیاسي ننداره وه چې دا جنایت یوه «ستره لاسته راوړنه» ده چې ټرمپ د نوبل د سولې جایزې – چې هېڅکله هغو کسانو ته نه ده ورکړل شوې چې په ریښتیا د انساني ارزښتونو او عدالت په چوپړ کې وي - وړ کوي.
په یاده غونډه کې ټرمپ هڅه وکړه، چې ځان یو «بېسیاله واکمن» او د منځني ختیځ وروستی پرېکړه کوونکی وښيي. سربېره پر دې، هغه په ښکاره توګه د اسلامي خاورو له نالایقه حکامو وغوښتل چې له «ابراهيمي تړونونو» سره یوځای شي؛ یعنې یهودي رژیم ته د هغه «نوي منځني ختیځ» د واکمن او اصلي محور په توګه مشروعیت ورکړي چې دی یې په پام کې لري.
مصر د دې غونډې په کوربتوب کې مرکزي رول ادا او د امریکا د ترتیباتو لپاره یې عربي پوښښ برابر کړ؛ د «اوربند» په تېرو هوکړو کې یې هم تل همدا کار کړی. د مصر نظام د کمپ ډېوېډ تړون ته پابند دی چې نظامي حرکتونه یې محدود کړي او خپل پوځ یې د یهودي رژیم د پولو ساتونکي کړي دي؛ سره له دې نن ورځ ځان د یوه «بېطرفه» منځګړي په توګه معرفي کوي. خو د دغه رژیم ریښتینی رول دا دی چې تل له یهودي رژيم سره د نورو اسلامي خاورو د اړيکو عادي کولو ته لار هواروي او د امریکا د ارادې د پلي کېدو لپاره د امت لخوا پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې د یهودو امنیت تضمینوي.
په شرمالشیخ کې دغه شرير حکام د فلسطین د قضیې استازي نه دي او په هېڅ ډول هم د اسلامي امت استازي نه شي ګڼل کېدای. د فلسطين د ازادولو او د شهیدانو د غچ اخیستلو مسولیت یو دروند امانت دی چې یوازې هغه کسان یې پرغاړه اخیستی شي چې په ریښتیا له الله سبحانه وتعالی سره کړې ژمنې ته وفادار وي؛ اوسني روبیضه او نالایق حکام له دې ډلې څخه نه دي. هر هغه تړون یا کنفرانس چې د یهودي رژیم په رسمیت پېژندلو او له هغو سره د ګډ ژوند او د هغه د شتون د تثبیت پر بنسټ وي، له اساسه باطل دي؛ ځکه دا د فلسطین سپېڅلې خاورې د بشپړ ازادولو او د دغې سپېڅلې خاورې د ان یوې لوېشتې پرېښودلو د حرمت د واجبوالي له قطعي شرعي حکم سره په ښکاره ټکر کې دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ﴾ [بقره: ۱۹۳]
ژباړه: «له دوی سره تر هغې وجنګېږئ چې د ځمکې پر مخ فتنه پاتې نه شي او دین یوازې د الله وي»
او همدارنګه فرمایي:
﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ ﴾ [النساء: ۷۵]
ژباړه: «ولې باید د الله په لار ه کې او د مستضعفينو (د ژغورنې) لپاره ونه جنګېږئ!؟»
دغه کنفرانس سیمې ته په خپل زړه د بیا نظم ورکولو، دغه «نظم» ته یهودي رژیم داخلولو او په په جګړو او محاصرو د غزې د خلکو له پښو غورځولو وروسته د کاذبو سیاسي مسیرونو له لارې د فلسطین د قضیې لرې کولو لپاره د امریکايي پروژې یوه برخه ده. دغه مسیرونه د نړیوالو څارونکو ځواکونو تر داخلولو وروسته راوړاندې کېږي چې امنیتي ترتیبات وڅاري او د یهودو امنیت تضمین کړي. دغه کار د مصر په مشرۍ، د عربي رژیمونو په مرسته شونی کېږي. دا رول لوبول ستر خیانت دی؛ ځکه چې دا د امت د مصلحت پر بنسټ نه، بلکې د «امریکا» د تبعیت او امر منلو او د هغې د پلانونو پلي کولو پر نسټ دی.
د غزې په اړه مسولیت او مکلفیت پر کنفرانسونو تکیه او د نړیوالو پرېکړو ته په تمه کېناستل نه دي؛ بلکې باید په بشپړ ډول د فلسطین د سپېڅلې خاورې د ازادولو لپاره د مسلمانانو پوځونه په حرکت راشي. دا پوځونه یوازې په څو ساعتونو کې د یهودي رژیم د له منځه وړلو توان لري؛ خو د حرکت پر وړاندې یې تر ټولو لوی خنډ همدا خاین او ذلیل حکام دي چې د «کمپ ډېوېډ، وادي عربه، اوسلو، او ابراهیمي تړونونو» په څېر ذلیلوونکو او له نظامي اړخه محدودوونکو تړونونو او هوکړو ته ژمن او ورپورې تړلي دي. نو د فلسطین د ازادۍ حقیقي کار د دغو نظامونو د ریښو له ایستلو او د نبوت پر منهج راشده خلافت له تاسیس سره پیلېږي؛ هغه خلافت چې پوځونه په حرکت راولي، هغوی د خپلو شرعي مکلفیتونو پر لور رهبري کوي؛ د فلسطین سپېڅلې خاورې د ازادولو لپاره جهاد کوي او امت ته وحدت او یووالی وربښي.
اې د کنانه سرتېرو! تاسو د امریکا عسکر او د هغې د پلانونو د پلي کولو وسیله نه یئ! تاسو د رسولالله صلی الله علیه وسلم د امت برخه یئ چې شرعي مکلفیت مو د مستضعفانو مرسته او د کلمة الله لوړول دي. هغه څه چې په شرمالشیخ کې ستاسو د سترګو پر وړاندی او ستاسو د دفاع پر مټ وشول، د غزې ملاتړ نه؛ بلکې د غزې د محاصرې تثبیت، د هغې پر برخلیک د دښمن د نفوذ ټینګول، او یهودو ته د هغو ځانګړو امتیازاتو ورکول دي چې د غزې پر خلکو د دومره ظلمونو او وحشتونو سربېره یې په لاسته راوړلو کې پاتې راغلل. شرعي او واجب غبرګون د داسې کنفرانسونو رد، د هغوی د اهدافو افشا کول او د واقعي ازادۍ پر لوري حرکت دی؛ دا نه چې د داسې دروغجنې او کاذبې سولې پر مسیر حرکت وکړئ.
﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ﴾ [النساء: ۷۵]
ژباړه: «ولې باید د الله په لار کې او مستضعفو (بېچاره او مظلومو) نارینهوو، ښځو او ماشومانو (د ژغورنې) لپاره ونه جنګېږئ!؟»
د حزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۲۲مه
۲۰۲۵م کال، د اکټوبر ۱۴مه
د صدور ګڼه: ۱۸/ ۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل