جمعه, ۲۹ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

کنال التناصح: قدس ولې سقوط وکړ؟!

د «التناصح خبرې اترې» د خپرونې وړاندې کوونکي شیخ عبد الله الجعیدي د «التناصح» په انټرنټي کانال کې د حزب التحریر ولایه لبنان غړی، پیاوړی استاد احمد القصص د «قدس ولې سقوط وکړ؟!» په نوم خبرو اترو کې مېلمه کړ.
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۱۷مه شنبه/ ۲۰۱۸م، د جون دویمه

د مطلب ادامه...

ولایه سوډان: له مسجد څخه پیغام «د بدر غزوه، درسونه او عبرتونه»

حزب التحریر ولایه سودان په ود مدني ښار کې له مسجد څخه «د بدر غزوه، درسونه او پندونه» تر عنوان لاندې پیغام وړاندې کړ چې دغه پیغام د حزب التحریر ولایه سودان د ویاند رسمي مرستیال استاد محمد جامع (ابو ایمن) وړاندې کړ.
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۱۷مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د جون دویمه.

د مطلب ادامه...

ولایه ترکیه: فعالیتونه: «د امت د اسلامي ورورولۍ لپاره دعا... د امت د وحدت او یوالي لپاره»

حزب التحریر ولایه ترکیې او د حزب انصارو (د حزب ملاتړ کوونکي) د ترکيې په ‍۱۶ لویو ښارونو او مرکز کې «د امت د اسلامي ورورولۍ لپاره دعا... د امت د وحدت او یوالي لپاره» تر شعار لاندې د قنوت د دعا فعالیتونه تر سره کړل.
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۲۵مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د جون ۱۰مه

د مطلب ادامه...

نېکمرغه فطر عيد دې له کابله تر بیت المقدس پورې د رسول الله ﷺ ټول امت ته مبارک وي! Featured

د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د نېکمرغه فطر عيد د رارسېدو له امله ټول اسلامي امت په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمان ولس ته د زړه له کومي مبارکي وايي او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي ترڅو زموږ او ستاسو صيام، قيام، طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول کړي.

د رمضان د مياشتې اصلي پيغام يوازې له خوراک او څښاک څخه په ډډه کولو کې نه خلاصه کيږي؛ بلکې د هغې مفهوم د ژوند ټولې برخې رانغاړي. په اسلامي نړۍ کې خلک د سهار له آذان څخه تر ماښامه روژه نيسي، مګر متاسفانه هغوی نشو کولای چې له هغو افکارو او نظامونو څخه روژه ونیسي چې د الله سبحانه وتعالی له شريعت سره په ټکر کې دي. مسلمانانو په دغه مياشت کې له يوې خوا روژه نېولې وه، مګر له بل پلوه ورباندې غربي افکار، احساسات او نظامونه پلې کېدل او تر دې ډېر بد خو لا دا دي چې د عيد په نېکمرغه شپو ورځو کې – چې د صميميت او خوښۍ شپې ورځې دي- د هغوی تر منځ قومي، ژبني، مذهبي، سمتي او سيمه ييز ړانده تعصبونه را پارول کيږي، چې د کورنيو اختلافاتو او د هغوی د ځواک او يووالي د له منځه تلو سبب کيږي.

څومره به ښه وي چې د رمضان مياشتې اصلي پيغام له رمضان پرته هم پلی کړو او د همېش لپاره له قومپالنې، سمت پالنې، ځان غوښتنې، له امريکا او غرب څخه د مرستې غوښتنې، د ډيموکراسۍ او آزاد بازار له پلي کېدنې څخه هم روژه ونيسو. الحقّ چې د مؤمنانو ريښتينی عيد هغه وخت دی چې له دغو پوچو مفکورو سره مخه ښه وکړي او د خپلو اعمالو، افکارو او سياسي نظم لپاره يوازينی معيار د اسلام ژوند بښونکي ارزښتونه وټاکي. 

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: ازادې خبرې اترې «له سختو حالاتو سره سره ناهیلي د الله سبحانه وتعالی له مرستې څخه نه ده»

د حزب التحریر ولایه سوریې ښاغلي شیخ سعید الزعلان (ابو مصعب الشامي) د «له سختو حالاتو سره سره ناهیلي د الله سبحانه وتعالی له مرستې څخه نه ده» په اړه له الواقیه تلویزیون سره په ژوندۍ بڼه خبرې اترې وکړې. 

    ۱۴۳۹ه، د رمضان ۲۲مه پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د جون ۷مه

د مطلب ادامه...

۷. رمضان د فتوحاتو او بریالیتوبونو میاشت ده

  • خپور شوی په سیاسي

د معتصم په وسیله د «عموریې» فتحه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين

ژباړه: د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي.

اما بعد:  

د ایمان وروڼو!

د درېیمې هجري پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې پر عباسي دولت دوو سترو قدرتونو یرغل وکړ:

لومړی: د مجوسو دولت، چې د "بابک خرمدین" له پيروانو جوړ شوی و، چې د ۲۰ کالو په اوږدو کې يې ۲۵۵ زره نرینه او ښځینه مسلمان ووژل.

دویم: د بیزانس یا شرقي روم امپراتوري، چې د قسطنطنیې او آناتولي پاچا "تیوفیلوس" د زوی میکائیل پر لښکرو یې تکیه کړې وه او له مسلمانانو سره جګړې ته یې تر ۱۰۰ زره زیات جنګي ځواک چمتو کړی و.

کله چې اسلامي اردو پر بابک فشار راوړ او زیات نظامیان یې د شرق پر خوا واستول، چې د جګړو په تاریخ کې يې چا ساری لیدلی نه و، په همدغه وخت کې د اسلام د دو دښمنو تیوفیلوس او بابک پيغامونه رد و بدل شول.

تیوفیلوس په شرق کې له بابک خرمدین څخه د فشار کمولو په موخه په شمال کې له مسلمانانو سره جګړې ته راودانګل. کله چې "محمدیه" لښکر په اذربایجان او ارمنستان کې د مجسویانو د رهبر په ځپلو بوخت و، تیوفیلوس هغه اسلامي ښارونه چې د اناتولي پر لاره پراته وو، لکه "ملطیه" او "زبطره" له تېغه تېر کړل، مسلمانې ښځې یې بندیانې او د سپين‌ږيرو سترګې يې ورباندې وایستې. د ماشومانو پوزه او غوږونه یې پرې کول او داسې غمیزې یې رامنځته کړې، چې په ویلو یې د انسان بدن په لړزه راځي. څنګه چې د هغې خاورې اردو په بابک کې پر جګړه بوخته وه، نو ده له دغه فرصته ګټه پورته کړه.

د هغو ښځو له ډلې چې د زبطرې او عموریې تر منځ د تیوفیلوس په اسارت کې راغلې وې، یوه ښځه له بني هاشمو څخه وه، چې د عزت، زړورتیا او شرف بېلګه وه او په دې ښه پوهېده چې خلیفه او امیر المومنین معتصم بن هارون الرشید په دنیا کې د عزت، شجاعت او شرف ساتنه کوي؛ ځکه د مسلمانانو امام او د لښکر رهبر دی، میلیونونه زړور او غیرتي جنګیالي د ده تر امر لاندې دي، د الله دین ته نصرت ورکوي او وړتیا لري چې هر ډول ستره سختي له منځه یوسي.

د ایمان وروڼو!

د ۲۲۳هـ.ق/ ۸۳۸م کال په مارچ کې د یوې ژمنۍ ورځې غرمه کې امیر المومنین په "سامراء" ښار کې په خپله ستره ماڼۍ کې ناست و، شاوخوا یې درباریان او د ماڼۍ کسان راټول، چې ساتونکی ورته راغی او عرض یې وکړ، اې امیر المومنینه! یو سپين‌ږیری مسلمان چې د روم له اسارته راتښتېدلی، په دروازه کې دی او د ننوتو اجازه غواړي. اجازه یې ورکړه، راننوت او ویې ویل: اې امیر المومنینه له اموریې نه راغلم او هلته بندي وم. د زبطرې د بندیانو د یوې ښځې فریاد مې واورېد، چې وامعتصما نارې يې وهلې، که څه هم ستا او هغې تر منځ زیات غرونه او وچې دښتې پرتې دي! زه له زندانه راوتښېدم او زیات خطرونه مې ومنل، ترڅو د هغې غږ تا ته راورسوم!

امیرالمومنین معتصم بن هارون الرشید چې د دغه سپين‌ږیري خبرې واورېدې، ژر پورته شو او د هغې ښځې فریاد ته یې لبیک وویل، د بغداد قاضي عبدالرحمن اسحاق، یو ستر عالم شعبه بن سهل او ۳۲۸ نور عادل کسان یې راوغوښتل او ورته ویې ويل: «زه د الله سبحانه وتعالی په لاره کې ځم، ترڅو هغې مسلمانې ښځې ته نجات ورکړم، چې د روم له ښارونو څخه یې پر ما غږ کړی او ښايي بېرته راونه ګرځم، تاسو دې شاهد وئ چې ما خپله ټوله شتمني په درېیو برخو ووېشله، یوه برخه مې خپل زوی، یوه مې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې او یوه برخه مې خپلو غلامانو ته وروبښله.»

بیا یې امر وکړ چې په ماڼۍ کې د لښکر د عمومي بسیج غږ پورته کړي! بیا یې د خپل اس زین وتاړه، د خپل سفر توښه یې ورسره واخیسته او امر یې وکړ، چې دومره ستر لښکر جوړ کړي، چې تر اوسه یې په ځمکه کې ساری نه وي لیدل شوی!

لښکریان یو په بل پسې په امیر المومنین پسې روان شول، یو شمېر آنکارا او عموریې ته د رسېدو لپاره د ساحل لاره ونیوه او د "طرطوس او مرسین" له څنګه تېر شول او یو شمېر نورو له قونیې څخه ځانونه ورسول او نور لښکریان له داخلي لارو خپل هدف تعقیب کړ، په دغو لارو کې لښکر نه ځایېده، ځکه یې له څو لارو برید وکړ. اناتولي او کلاوو ته یې اور واچوه او د ۲۲۳ هـ.ق په ربیع الاول چې له ۸۳۸م سره سم دی، آنکارا ته ورسېدل او ښار یې ویجاړ کړ.

د ایمان وروڼو!

کله چې معتصم د دغه ښار کار یو طرفه کړ، د عموريې په لور وکوچېد. عموریې د هغه مهال خورا سخت امنیتي تدابیر درلودل او روم ته له قسطنطینیې هم مهمه وه. له کلاګانو، برجونو او دېوالونو څخه چې د هغه مهال خورا لوړ دېوالونه وو، ښکته شول او له منجیقونو او نورو وهم اچوونکو وسایلو څخه په استفادې د همغه کال په رمضان میاشت کې ښار ته په ننوتو بریالي شول او څنګه چې ننوتل، د هغې ښځې مرستې ته ورغلل چې کمک یې غوښتی و. له زندانه یې ازاده کړه او هغې ته یې لومړۍ کلمه "لبیک، لبیک" وه.

په تاریخ کې راغلي چې امیر المومنین معتصم خپله په دغو پېښو کې نظامي تحرکات مدیریت کول او خپلو لښکریانو ته یې اوامر صادرول. ده خپله د دې جګړې نقشه جوړوله او د برید محل یې تعیناوه.

د ایمان وروڼو!

معتصم چې کله د بابک له وژلو او د ده د خاورې له فتحه کېدو وزګار شو، فرمان یې ورکړ چې د کشف لپاره داسې مجهز لښکر ولېږي، چې تر اوسه هېڅ خلیفه داسې تجهیزات نه وي لیدلي او له ځان سره یې دومره جنګي وسایل، توښه، اوښان، حیوانات، غوړي، اسونه او قچرې یوړل چې هېچا یې مثال لیدلی نه و او د غرونو په څېر لښکرو سره د عموریې په لور وخوځېد. د کشف لښکر کې خپل مشهور جنګي امیران ګومارلي او طرطوس ته نږدې د سیند په غاړه یې واړول.

د روم پاچا له خپل لښکر سره معتصم ته راغی او دواړه لښکر یو بل ته دومره نږدې شول، چې تر منځ یې څلور فرسنګه واټن و. دا په داسې حال کې وه، چې د مسلمانانو یو رهبر ورم ته ننوتی و او د روم لښکر یې تعقیباوه. د روم پاچا خپل یو شمېر لښکریان د مبارزې لپاره ورولېږل او نور له ده سره پاتې وو، په دې توګه د روم لښکر سست او کمزوری شو. د اسلامي لښکرو یو رهبر د روم له پاچا سره جکړې ته ورودانګل او په ټول ثبات له رومیانو سره وجنګېد، تردې چې زیات رومیان یې ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل او د روم پر پاچا غالب شو. د روم پاچا ته خبر ورسېد چې پاتې لښکر تښتېدلی او پاشل شوی. نوموړی ژر بېرته وګرځېد، ویې لیدل چې لښکر یې پاشل شوی، خپلو نږدې کسانو ته په غوسه شو او له قهره یې خپله غاړه پرې کړه!

دا ټول اخبار معتصم ته ورسېدل او دی یې خوښ کړ، بیا ژر تر ژره له خپلو لښکریانو سره د آنکارا په لور وخوځېد، کله چې ښار ته ننوت، ټول خلک تښتېدلي وو. بیا معتصم خپل لښګر په درېيو برخو ښي، چپ او مرکز ووېشه او د هر لښکر تر منځ واټن دوه فرسنګه و. هر یوه قوماندان ته یې امر وکړ، چې خپل لښکر په ښي، کيڼ، مرکز، مخکینۍ او د لښکر په وروستۍ برخه ووېشي او هر کلي ته چې رسېدل هغه یې نیوه، افراد یې بندي کول او شتمني یې په غنیمت نیوه. د معتصم او آنکارا د لښکریانو تر منځ اوه منزله وو، لومړی کس چې عموریې ته ورسېد د لښکر د ښۍ برخې امیر و، د پنجشنبې په غرمه چې د رمضان پنځه ورځې وتلې وې، هلته ورسېد، یوه دوره یې ترې وکړه او دوه میله لرې یې خېمه ووهله. بیا د جمعې په سهار معتصم راورسېد، ده هم د ښار په شاوخوا دوره وکړه او نږدې یې خېمه ووهله.

د دغه ښار خلکو بشپړه اماده‌ګي نیولې وه او برجونه یې له وسلو او افرادو ډک کړي وو. دا یو لوی ښار و، چې لوړ دېوالونه او زیات ستر برجونه یې درلودل.

معتصم برجونه د جنګ پر امیرانو ووېشل او هر امیر ځان خپل برج ته ورساوه. یو شمېر مسلمانان چې نصراني شوي وو او له نصراني ښځو سره یې ودونه کړي وو، چې امیر المومنین یې ولید، اسلام ته راوګرځېدل، ځانونه یې خلیفه ته ورسول او متعصم ته یې د دېوالونو ځينې ځایونه وښودل، چې سېلاب ویجاړ کړي وو او بېرته اساسي نه وو رغول شوي. معتصم فرمان ورکړ چې منجنیقونه د عموریې اطرافو ته نصب کړئ او لومړی ځای چې تخریب شو، هماغه برخه وه چې بندي ورښودلې وه. ښاریانو هغه ځایونه د لرګیو په انبارونو بېرته وصل کړل، خو منجنیقونو پرلپسې بمباري کول او دې چارې هم په درد ونه خوړل او په دېوالو کې هماغه ځایونه وران شول. د عموریې والي د روم پاچا ته یو لیک ولیکه او حالت یې ورته بیان کړ او لیک یې د دوو غلامانو په لاس وراستوه. د مسلمانانو لښکر له دغو غلامانو سره مخ شو، د لښکر امیر ورباندې مشکوک شو او ترې ویې پوښتل: څوک یاست؟

ويې ویل: د مسلمانانو د یوه امیر ملګري.

دا دواړه یې معتصم ته وروستل او اقرار یې ورباندې وکړ، چې د والي لیک یې ورسره وموند او په هغه کې د محاصرې حال، د ښار له دروازو څخه د لښکر د ناڅاپي وتلو تصمیم او له مسلمانانو سره بوختوونکی جنګ پکې لیکل شوي وو.

د ایمان وروڼو!

معتصم چې له دې موضوع خبر شو، امر یې وکړ چې غلامانو ته ډالۍ او جامې ورکړئ، غلامان ژر مسلمان شول. خلیفه امر وکړ، چې دا دواړه د ښار په اطرافو کې وګرځوي، پیسې ورباندې وپاشي او د عموريې د والي لیک چې د شام پاچا ته یې لیکلی و، هم ورسره و. رومیانو دوی دواړه ښکنځل او لعنت یې ورباندې وایه.

بیا معتصم پر روم د ناڅاپي برید تدابیر ونیول. په دې توګه رومیان سست شول او مسلمانانو خپلې محاصرې ته دوام ورکړل او پر دې سربېره د منجنیقونو او نورو جنګي وسایلو په وسیله یې خپل بریدونه نور هم سخت کړل.  

معتصم چې ولیدل چې خندق ډېر ژور دی، د کلاوو دېوالونه لوړ او منجنیقونه کار نه ورکوي، دوی د لارې په اوږدو کې ډېر زیات پسونه په غنیمت نیولي وو، پسونه یې پر خپلو لښکریانو ووېشل او امر یې وکړ چې هر سړی دې یو پسه ذبحه کړي او له خوړلو وروسته یې دې څرمن له خاورو ډکه او خندق ته یې دې وغورځوي. لښکریانو دا کار وکړ او خندق د ځمکې له سطحې سره سم شو. بیا یې امر وکړ چې پر هغه دې خاوره واچول شي، چې جنګي وسایلو ته لار هواره شي او ورباندې نصب یې کړي. خو الله سبحانه وتعالی په دغه کار د ده اړتیا پوره کړه. خلک د ویجاړ شوي پله پر سر وو، چې منجنیق نړولی و او د دوو برجونو تر منځ دېوال چپه شو، خلکو د دېوال د چپه کېدو له امله لوړ اواز واورېد او چا چې نه و لیدلی، فکر یې وکړ چې رومیانو خپله بوختوونکې حمله وکړه.

معتصم یو څو کسان ولېږل چې په خلکو کې غږ وکړي، چې دا اواز د دېوال د ړنګېدو و، نو مسلمانان ډېر خوشحاله شول. خو د دېواله تخریب دومره نه و، چې د معتصم ستر لښکر ترې تېر شوی شي.

روم د دېواله پر هر برج امیر ګومارلی و، ترڅو د هغه ساتنه وکړي. هغه امیر چې دېوال د ده په ناحیه کې وران شوی و، کمزوری شو او له نورو امیرانو نه یې مرسته وغوښته، خو هر یوه د ده له همکارۍ ډډه وکړه او ويې ويل: موږ به د هغه څه ساتنه پرېنږدو چې ورباندې ګومارل شوي یو!

د ایمان وروڼو!

څنګه چې دا امیر د نورو امیرانو له همکارۍ نهیلی شو، معتصم ته د خبرو اترو لپاره ورغی او ده ته چې ورورسېد، معتصم خپلو لښکریانو ته امر وکړ، چې له هغه ځایه ننوځي چې له جنګیالیو خالي شوی.

مسلمانان له همغه سوري ننوتل او رومیانو یوازې اشاره ورته کوله، خو له ځانه د دفاع وړتیا یې نه درلوده او ډېر مسلمانان ورننوتل. رومیان له خپلو ځایونو وپاشل شول او مسلمانانو به چې هر ځای وموندل، وژل یې. رومیان مجبور شول چې په یوه خورا ستره کلیسا کې راټول شي، مسلمانانو یې دراوزې په زور خلاصې کړې او دننه چې څوک وو، ټول یې ووژل، د کلیسا دروازو ته یې اور واچوه او څه چې پکې وو، وسوځېدل! رومیانو ته هېڅ امن ځای پاتې نه شو، یوازې د عموريې د والي ځای امن و، ځکه چې هغه ډېر قوي جوړ شوی و.

معتصم پر خپل اس سپور شو او د عموریې د والي کلا ته ورسېد. نارې وهونکي ناره وکړه: افسوس دې وي درباندې اې والي! امیر المومنین درته راغلی، له داخله دوه ځله اواز راغی چې والی نشته.

معتصم په قهر بېرته وګرځېد او امر یې وکړ، چې زینې نصب کړئ. پیغام رسوونکی ورغی او ورته ویې ویل: هلاک شې، د امیر المومنین فرمان ته تسلیم شه او راښکته شه. نوموړي ډډه وکړه، خو بیا په داسې حال کې راښکته شو، چې توره یې په اوږه ځوړنده وه. امیر المومنین ته راوړل شو، امیر المومنین په کمچینه پر سر وواهه او امر یې وکړ، چې دی د اهانت په ډول د خلیفه د وهلو ځای ته یوسئ او بندي یې کړ.

مسلمانانو له عموریې دومره مالونه په غنیمت یووړل چې اندازه یې نه شي بیانېدی، څه یې چې وړلی شول یو یې وړل او پاتې نور یې وسوځول. دغه‌راز منجنیقونه او نور جنګي وسایل یې وسوځول، ترڅو رومیان ګټه ترې وانخلي. معتصم په عموریه کې ۲۵ ورځې تېرې کړې او د همدغه کال د شوال په وروستیو کې طرطوس ته ولاړ.

په اناتولي کې پر رومیانو د عباسي دولت دا بری او د بابک په فتنه کې، چې ۲۰ کاله اوږده شوه، پر مجوسیانو بریا پر دې خورا صادق دلیل دی، چې الله سبحانه وتعالی له مسلمانانو سره د خپل نصرت د وعدې په پوره کولو کې صادق دی، کله چې مسلمانان په خپل دین کې اخلاص ولري او د آخرت ژوند په کمه بیه -چې لنډ ژوند او د هغه بېکاره لذتونه دي- وپېري. الله سبحانه وتعالی دې پر هغو ورځو رحم وکړي، چې مسلمانان په ټوله معنی مسلمان وو او هغه سبحانه وتعالی دې ژر داسې ورځې راولي چې اسلام او اهل یې عزت پکې ومومي او کفر او اهل یې پکې ذلیل شي.

او په پای کې اې د ایمان وروڼو!

له الله سبحانه وتعالی غواړو چې د رمضان میاشتې په دغو غوره او مبارکو ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو خوږې کړي، موږ خپل وفادار او اخلاصمن پوځیان وګرځوي، اسلامي امت ته د عزت او برکت ورځې بېرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. له الله سبحانه وتعالی څخه غوښته کوو، چې دا هر څه په نږدې وخت په رمضان کې زموږ په لاسونو تر سره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو ځواکمن او ولي ذات دی.

والسلام عليكم و رحمت الله تعالى و بركاته

استاد محمد احمد النادی

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې