یکشنبه, ۱۱ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

پاکستان او افغانستان به د واحد اسلامي دولت (اسلامي خلافت) برخه وي

د ۲۰۱۸م د مارچ پر دویمه د پاکستان او افغانستان د ګډې خونې او صنعت مشر، زبیر موتي والا پاکستاني ورځپانې ډان ته په خپلو څرګندونو کې وویل: «هند په کابل کې د خپل نفوذ په پراختيا کې بريالی شو، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان مارکيټ ته ۵۰ سلنه زیان واوښت. هغه وويل: « د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د پاکستان سوداګري له ۲.۷ ميليارد ډالرو څخه ۱.۲ ميلياردو ته راټیټه شوه، ان پر دوديزو صادراتو لکه: اوړو، جامو او غوښو یې هم ژور اغېز کړی. هندوستان د افغانستان د بازار د لاسته راوړلو لپاره  ۷۵ سلنه په هوايي ټکيټونو کې د تخفیف او د ارزانه اجناسو صادراتو ته زمینه برابره کړه».  نوموړي زياته کړه، د افغانانو لپاره اسانه ده چې  په ارزانه هوايي ټکيټونو، وړیا څو اړخيزه ويزو، د پوليسو له تلاشۍ او پلټنې پرته  هند ته سفر وکړي.

له دې سره سره، چې بریټانوي امپراتورۍ ډيورنډ کرښه د دواړو لورو ترمنځ رسم کړه، بیا هم مسلمانانو دواړو غاړو ته ګډ ژوند کاوه او هېڅکله يو له بله نه دي بېل شوي. د پاکستان په هر ګوټ کې د افغانستان مسلمانانو کار او بار درلود او يا یې هم د کاريګرو په توګه کار کاوه او په ياد پېر کې یې هېڅکله هم د پرديتوب احساس نه دی کړی. په ورته ډول، په افغانستان کې د پاکستان مسلمانانو ګڼې سوداګريزې راکړې ورکړې لرلې او د پاکستان ماهره کاريګرو په دې هیواد کې له وېرې پرته کار کاوه. د يادې سيمې د مسلمانانو لپاره، پاکستان او افغانستان د يوې سکې دوه مخونه دي او  ياد واقعیت د شوروي اتحاد د يرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د جهاد په ترڅ کې ښه په ډاګه شو، کله چې دواړو غاړو ته مسلمانانو په ګډه جګړه کوله، شوروي اتحاد ته يې ماتې ورکړه او په پايله کې یې د منځنۍ اسيا اسلامي هېوادونه آزاد شول.

پر افغانستان باندې د امريکا له يرغل سره سم په پاکستان او افغانستان کې امریکايي پلوو ګوډاګيانو په منظمه توګه هڅې کولې، چې د دې سيمې د اوسېدونکو ترمنځ هغه ځانګړې اړيکې له منځه يوسي چې له اسلامي عقيدې څخه یې سرچينه اخیستې دي. د امريکا تر څارنې لاندې افغاني او پاکستاني مشران يو له بل سره په لفظي شخړو اخته شول، ترڅو د مېشتو مسلمانانو د ملتپالنې احساسات راوپاروي او پر مټ يې دښمنۍ ته لمن ووهي. څو ځله پاکستاني مشرانو د افغانانو پرمخ په دې پلمه پوله بنده کړه، چې ګواکې پاکستاني خاورې ته د ترورستانو مخه نيسي. خو د پولې تړل د دواړو هيوادونو ترمنځ راکړه ورکړه زیاته ستونزمنه کړه، ان دا چې څوک نه پوهېدل تر کله او تر څومره وخته به پوله تړلې وي. چارواکي مو پوهېږي چې دا  ټول ددې لپاره ترسره کېږي، چې امريکا په افغانستان کې د هند د پښې ايښودلو د ځای په لټه کې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د کمښت اصلي لامل د چارواکو خيانت او درغلي ده. ياده سوداګري به هغه وخت بيا ځلې رامنځته شي، چې نوموړي خاين چارواکي لرې شي او د نبوت پر منهج خلافت تاسيس شي، چې په مرسته به یې د ډيورند کرښه له منځه ولاړه شي او د دواړو سيمو مسلمانان به له وېزې او نورو اسنادو پرته په ازاده توګه راکړه ورکړه کوي. د ډيورند کرښې له منځه تلل به نه يوازې د يادې سيمې مسلمانان له اقتصادي پلوه سوکاله او ښېرازه کړي، بلکې له داسې غوره حالت څخه به برخمن شي چې د امریکا او هند له لوري د رامنځته کېدونکي سياسي او امنيتي ننګوونو پر وړاندې به ګډ دريځ خپل کړي. بېلتون مو له منځه وړي، یووالی مو بريالي کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ﴾

[ الانفال:۴۶]

ژباړه: او په خپلو منځونو کې شخړه مه کوئ، که نه نو مېړانه مو له لاسه ورکوی او ځواک به مو له منځه ولاړ شي.

حزب التحریر- ولایه پاکستان

د Khilafah.com ادیټور

ژباړن: صدیق احمدزی

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: اردني قبایلو ته فوري نامه؛ نارینه به څه وخت زړورتیا مومي؟!

ریس استاد ممدوح ابو سو اقطیشات ویدیو،  هغه کس چې د اردن امنیتي دستګاه د جمعې په ورځ ۱۶/۲/۲۰۱۸ د کور د دروازې له ماتولو وروسته د وسلې په زور سره ونیولو او کمپیوټر، مبایل او ځینې ورقې یې ترې ضبط کړې؛ تر ننه د حزب التحریر له نورو شبابو سره په دې جرم چې وایي پرودګار مو الله دی، په زندان کې بندي دی!.

                                      ۱۴۳۹هـ.ق، د رجب دریېمه/۲۰۱۸م، د مارچ ۲۱مه

د مطلب ادامه...

شئون امت خپرونه: « د لبنان زندانونه جعلي پروندې او سیستماتیک ظلمونه»

په لبنان کې د اسلامپالو زندانیانو د اهالي له پلاوي شیخ احمد الشمالي سره مصاحبه

           وړاندې کوونکی: استاد عدنان مزیان  ۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۲۹مه/ ۲۰۱۸م، د مارچ۱۷مه

د مطلب ادامه...

اسکندناویا: د جمعې خطبه:« د مسلمانانو هویت قران جوړ کړی، د ظلم او بهتان فرهنګ یې نه شي فاسدولی»

په الفرقان مسجد کې د استاد منذر عبد الله د جمعې خطبه:« د مسلمانانو هویت قران جوړوي، د ظلم او بهتان فرهنګ یې نه شي فاسدولی»  کوپنهاګن، ۱۴۳۹ه.ق، د جمادي الثاني۲۸مه/۲۰۱۸م، د مارچ ۱۶مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د شام د اووه کلني انقلاب د یادښت په اړوند په سرمدا سیمه کې لاریون

حزب التحریر ولایه سوریې د شام د اووه کلني انقلاب د پیل په یاد کې د شام د انقلاب پر اساساتو او اصولو د ټینګار او د هغو رهبرانو د لرې کولو لپاره  چې یاد اصول یې ترک کړي، د حلب په حومه کې په سرمدا کې لاریون وکړ.

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: ایا زموږ اوسني چارواکي په رښتیا سره زموږ د چارو مسولین دی؟!

د «حلقه علی الهواء» خپرونې یوه برخه، چې استاد احمد القصص د ستر عالم شیخ تقي الدین النبهاني رحمه الله تعالی تالیف شوی کتاب (نظام) پکې تدریسوي.

                                ۱۴۳۹ه.ق، د رجب دویمه / ۲۰۱۸م، د مارچ ۲۰مه

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د شام د انقلاب پر اصولو او اساساتو د ټینګار په اړه د سحارې سیمې د یو شمېر مشرانو او خلکو بیانیه

د حلب په لودیځه حومه کې، د سحارې سیمې د یو شمېر مشرانو او خلکو بیانیه، چې د شام خلک یې  د شام د انقلاب اصولو او اساساتو رابلل

                                                  ۱۴۳۹ه.ق، د رجب دویمه / ۲۰۱۸م، د مارچ ۲۰مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې