یکشنبه, ۱۷ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۸/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 ربیع الاول 1448

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 19 آګست 2026 م

شمیره:      ۰۳۱/ ۱۴۴۸

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې مسلمانو پوځونو! هره ورځ یو ماشوم شهيدېږي او ستاسو پر اوږو پروت مسوولیت نور هم درنېږي!

(ژباړه)

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د «جګړې د اوربند» د ۳۰۰ ورځو په ترڅ کې، د یهودي رژیم د هغو تېریو له امله چې پر غزه تړانګه لا هم دوام لري، ۳۰۰ ماشومان شهیدان شوي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي، چې دا چاره د نظامي عملیاتو د بندولو او د بشردوستانه او امدادي مرستو د بشپړ واردولو پر سر له هوکړې سره سره، رامنځته شوې ده.

دا یو عادي او تېریدونکی خبر نه دی او نه هم یوه بې‌ارزښته احصایه ده؛ دغه خبر په پوره مانا یوه غمیزه ده. دا خبر ښيي چې دغه نړۍ له خپلو ټولو رژیمونو او نړیوالو بنسټونو سره، په لومړۍ درجه په دغه جنایت کې شریکه ده؛ هغه نړۍ چې د دریو کلونو په ترڅ کې یې هڅه وکړه، ترڅو د نړۍ ملتونه قانع کړي چې د جګړې غوښتونکې نه ده او د سولې لپاره هڅې کوي، په داسې حال کې چې د خبرو اترو په ټولو میاشتو کې، تر ټولو سخت فشارونه راوړل کېدل، ترڅو د غزې مجاهدین د خپلو وسلو تسلیمولو ته اړ کړي. په مقابل کې، ان وروسته له دې چې ټرمپ په ویاړ سره اعلان وکړ چې ویې کولی شول، چې په غزه کې جګړه بنده کړي، اوس وینو چې د امریکا نازولی ماشوم (اسراییل) لا هم خپل وحشت ورځ تر بلې زیاتوي؛ په داسې حال کې چې د هغې پر وړاندې د هېچا غږ نه اورېدل کېږي، پرته له هغو کسانو چې د شهیدانو شمېرلو ته ناست دي او د هغوی مړینه د یوه تېریدونکي خبر په توګه اعلانوي.

اې د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم امته! دغه خبر په دې مانا دی چې تاسو د خپلو دښمنانو په سترګو کې خورا بې ارزښته یاست او تر هغه وخته چې خپلې قضیې د تنګ نظره ملي پالو له زاویې او په دې لیدلوري چې «ترڅو زما د کور دروازې ته اور نه وي رسېدلی، یوازې په دعا بسنه کوم» تعقیبوئ، نو زموږ د ماشومانو، ښځو او ځوانانو وژنه به همداسې دوام ولري.

دغه خبر په دې مانا دی چې اې د وسلو خاوندانو، اې د پوځونو قومندانانو او اې هغو کسانو چې د خپل امت د مرستې لپاره د حرکت توان لرئ؛ هر څوک چې د اقدام توان لري او چوپتیا غوره کوي، د ګناهونو غرونه او د معصیت دروند بار پر خپلو اوږو لېږدوي؛ هغه ګناه چې د قیامت په ورځ به د خپل پروردګار پر وړاندې ورسره مخامخ کېږي!

﴿وَاتَّقُواْ يَوْمًاتُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَيُظْلَمُونَ﴾ [بقرة: ۲۸۱]

ژباړه: د هغې ورځې له رسوایۍ او کړاو څخه ځان وژغورئ چې د الله لوري ته ورستنېږئ؛ هلته به هر چاته د هغه د کړې نېکۍ یا بدۍ پوره بدله ورکړل شي او پر هېچا به هېڅکله تېری (ظلم) ونه شي.»

د حزب التحریرـ مرکزی مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۶مه

۲۰۲۶م کال، د اګست ۱۹مه

د صدور ګڼه: ۰۳۱/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې