جمعه, ۲۰ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 ذولقعده 1439

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 01 آګست 2018 م

شمېره:      ۱۸۰۵۰PR

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
رومانه خور ازاده کړئ!

کله چې یوه مسلمانه خور د حق له امله په شپه کې له خپل کوره تښتول کېږي؛ په حقیقت کې پر امریکایي حاکمیت دلالت کوي

(ژباړه)

د ۲۰۱۸م د جولای په ۳۰مه زموږ قدرمنه «رومانه حسین» خور چې د اسلام یوه مشهوره استاده او د څلورو ماشومانو مور ده، د امنیتي ځواکونو لخوا وتښتول شوه. هغه د سنت جوزف له معتبر پوهنتون څخه د روانشناسۍ او فلسفې له څانګې فارغه وه او د اسلامي مطالعاتو په برخه کې یې د ماسترۍ سند درلود. لنډغرو هغه د کراچۍ په ښار کې له دې پرته چې د کور او ماشومانو درناوی یې په پام کې ونیسي، په ډېرې بې حیایۍ سره په دې دلیل ونیوله، چې په کور کې یې د حزب التحریر کتابونه پیداکړي دي. زموږ د رومانه خور پر وړاندې دغه پست او ناوړه عمل د قریشو د ظالمانو په څېر دی، چې د ښځو عزت ته یې هېڅ پام نه کاوه؛ لکه حضرت سمیه رضی الله عنها یې چې په ډېرې بې رحمۍ سره ربړوله او هغه یې د رسول الله ﷺ د امت د لومړي شهید په توګه شهیده کړه.

زموږ د قدرمنې خور رومانه پر وړاندې دغه ناوړه او رذیل عمل د امریکا (د پیړۍ شیطان) یا د هغو رژیمونو د اصلي بادار په امر شوی، چې پاکستان یې د ټاکنو او بېلابېلو کودتاوو له لارې شاهد دی. دغه ناوړه عمل په ډاګه ثابتوي چې هېڅکله به نوی پاکستان او فاضله یي مدینه (د ټولنې له غوښتنو سره سم دولت) رامنځته نشي. په اصل کې، که یوه مسلمانه او پاک لمنه مېرمن له دیني ازادۍ څخه برخمنه نه وي او په ځانګړې توګه د دین پر وړاندې یې ملاتړ ونه لري، له شک پرته چې پاکستان به تر امریکایي واک لاندې پاتې شي.

نو حزب التحریر-ولایه پاکستان حکامو او مسولینو ته د عبرت اخیستو لپاره د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ وعید بیانوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ﴾

[بروج: ١٠]

ژباړه: چا چې با ایمانه نارینه او ښځې وربړولې او بیا یې توبه ونه کړه، د هغوی لپاره د دوزخ سخت عذاب او د دوزخ سوځوونکی اور دی!

رسول الله صل الله وعلیه وسلم فرمایي:

«ومن عادى أولياء الله فقد بارز الله بالمحاربة»

(رواه حکیم له معاذ ابن جبل څخه)

ژباړه: څوک چې د الله د اولیاوو (هغه کسان چې الله سبحانه وتعالی ته نژدې دي) پر وړاندې ودرېږي او ورسره جګړه وکړي؛ په حقیقت کې له الله سبحانه وتعالی سره جګړه کوي.

همدارنګه په حدیث قدسي کې روایت شوی دی: 

«قالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ»

(بخاری)

ژباړه: رسول الله فرمایلي: الله سبحانه وتعالی فرمایي: څوک چې زما له ولي سره دښمني کوي، په حقیقت کې یې له ما سره جګړه اعلان کړې.

نو ځکه حزب التحریر د دغه هېواد له نویو حکامو څخه غواړي چې له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شي، تقوا غوره کړي او له خپل دغه ناوړه عمل څخه لاس واخلي، هغه جبران کړي او ډېر ژر زموږ خور رومانه حسین ازاده کړي، چې خپلو زامنو ته یې ور وګرځي. پرېږدئ چې د اسلام د واکمنولو لپاره د ژوند د تګلارې په توګه د نبوت پر منهج د اسلامي خلافت د بیا تاسیسولو په موخه خپل سوله ییز دعوت ته دوام ورکړي او همداراز د پاکستان نوي حکام باید د یوه غلام په توګه د خپل بادار (امریکا) د امر په عملي کولو ټینګار وکړي؛ خو باید پوه شي، چې که له مخکنیو څخه عبرت وانخلي، نو د ځان له ذلیلولو پرته به بل څوک ذلیل نه کړي او د هغوی له برخلیک سره به مخ شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾

[غافر: ٨٢]

ژباړه: ایا د ځمکې پر مخ یې له دوی څخه د مخکنیو کسانو پایله ونه لیدله؟! همغوی چې شمېر یې له دوی څخه ډېر او پر ځمکه یې واک زیات و؛ خو هېڅکله یې هر هغه څه چې لاسته ته راوړي و، ونشو کولی د دوی ساتنه وکړي (او الهي عذاب ترې لرې کړې)!

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې