یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 11 فبروری 2019 م

شمېره:      ۳۰/۱۴۴۰

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
عمران خان له IMFڅخه په مرستې اخیستنې، د پاکستان اقتصاد استعمار ته په لاس ورکوي

په ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ په ۱۰مه په دوبۍ کې د IMF له مشر سره د عمران خان لیدل په اصل کې د استعمار په لاس د پاکستان ډوبولو ته لار هواروي. IMF د بدبختۍ سرچینه ده، لکه څنګه چې په «د امریکا د اردو د غیر رسمي جګړو د ځانګړو عملیاتو په ۳-۰۵-۱۳۰ لارښود کې» چې د ۲۰۰۸ په سپتمبر کې لیکل شوی، راغلي؛ د IMF، نړیوال بانک او OECD په څېر مالي سازمانونه د غیر رسمي جګړو پر مهال د وسلو په توګه کارول کېږي. په حقیقت کې IMF یوه استعماري وسیله ده او یوه هېواد ته هېڅکله د دا داسې پورونو اجازه نه ورکوي چې استعماري قدرتونه وګواښي. عمران خان د ۲۰۱۱م کال د سپټمبر په ۱۸مه له بریتانوي ګارډین ورځپاڼې سره په یوه مرکه ویلي: «د هغه هېواد لپاره مرګ غوره دی چې په مرستو تکیه کوي. څه ډول چې استعمار ستاسو د پرمختګ او ظرفیت مخینوی کوي، په همغه ډول مو د مرستو اخیستل هم کمزوري کوي. د هغو هېوادونو پایله چې له IMF او نړیوال بانک سره اړیکې لري، یوازې دا ده چې بېوزله وګړي یې لا بېوزله او شتمن یې لا شتمن کړي دي.» په ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ په ۱۰مه عمران خان بیا دا ډول ټویټ وکړ: «نن مو د IMF له مشر کریستین لارګارد سره په لیدنه کې په دې اړه خبرې وکړې، چې د یوه هېواد د تل پاتې پرمختګ لپاره بنسټیز ریفورمونه اړین دي؛ څو د هغه ټولنې له زیانمنو برخو څخه ملاتړ وکړي.» په داسې حال کې چې دا بنسټیز ریفورمونه له واقعیت څخه ډېر لرې دي.

دا ریفورمونه په اصل کې د واشنګټن په هوکړې او د استعماري فورمولونو پر بنسټ د دې لپاره رامنځته شوي، څو په نړیواله سوداګرۍ کې د هېوادونو د پیسو، صنعت او کرنې په ارزښت د ډالر واک وساتي.

اې د پاکستان مسلمانانو! عمران خان ثابته کړه چې د سیاسي څېرو په بدلون سره په پاکستان کې کوم بدلون نه راځي. پاکستان به تر هغه مهاله ګړېږي، څو چې بشري نظام او قوانین پرې واکمن وي.تر هغه چې پاکستان په استعماري لومه کې راګیر وي، هر مخکینی حاکم به له اوسني څخه ښه ښکاريږي. موږ د مالیاتو د زیاتوالي، د مرستو د کمښت، د پیسو د ټیټېدلو او ملاماتوونکو قېمتونو له امله تر فشار لاندې یو. تر هغه مهاله چې پاکستان د IMF غړی وي، وضعیت به نور هم خرابېږي. موږ باید د هغو کسانو ملاتړ وکړو چې د خلافت لپاره کار کوي. هغوی غواړي چې پاکستان باید د IMF او ملګرو ملتونو په څېر ټولو استعماري سازمانونو څخه بهر شي؛ ځکه دا هغه سرچینې دي چې کفارو ته پر موږ د واک اجازه ورکوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 (وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا)

[النسا:۱۴۱]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی  کفارو ته پر مسلمانانو د برلاسي کېدو لپاره کومه لار نه ده جوړه کړې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «لاَ ضَرَرَ وَلاَ ضِرَار» (نورو ته ضرر مه رسوئ او له بل چا ضرر مه منئ) [مؤطا بن مالک، بن ماجه]. پر موږ لازمه ده چې د نبوت پر منهج د خلافت نظام د بیا جوړولو لپاره شپه او ورځ کار وکړو، څو پاکستان د خپل رښتیني ظرفیت د لاسته راوړلو لپاره نور هم پیاوړی شي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې