یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 محرم 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 14 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۰۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
عمران خان د ټرمپ په غوښتنه د اشغال شوي کشمیر مسله ملګرو ملتونو ته وسپارله، په داسې حال کې چې د کشمیر د مسلې حل یوازې جهاد دی

د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۱۳مه د پاکستان لومړي وزیر تازه څرګندونې وکړې. له دې سره یې د ازاد کشمیر په تړاو د راټولو شوو لاریون کوونکو احساسات غلي کړل. ده د خپلو خبرو په لړ کې داسې وښوده، چې مودي د اسلامي امت په وړاندې لا ښکاره جګړه نه ده پیل کړې. ده وویل: «که جګړه پیل شي، نو دا ملت به تر وروستۍ سلګۍ پورې وجنګېږي». عمران خان د کشمیر مخلصو ځوانانو ته په خبرو کې وویل: «زه پوهېږم چې ستاسو ډېره کسان غواړي چې تر وروستۍ سرحدي کرښې پورې مخکې لاړ شي؛ خو زما له امر مخکي حرکت مه کوئ. لومړی اجازه راکړئ چې د کشمیر مسله د حل په موخه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړم». په دې ډول د عمران خان رژیم یوازې د اشغال شوي کشمیر د ازادولو په تشو ژمنو باندې مسلمانان داسې تېر باسي، لکه وږي کسان چې یوازې د تیږو په جوشولو باندې غولول کېږي. په داسې حال کې چې  مسلمانان هلته له روان وضعیت څخه سخت ځوریږي. سربېره پردې د عمران خان رژیم د پاکستاني پوځ د پیاوړو زمریانو او ځوانانو د چمتو کولو مخه نیولې ده. د پاکستاني رژیم دغې کړنې هغه ډارن هندي ځواکونه زړور کړي، چې د اشغال شوي کشمیر له مسلمانانو سره د مخامخ کېدلو له وېرې پر ځان وژنې او نورو رواني ناروغیو اخته وو. د هند د اردو مشر جنرال بیپن راوت پرته له دې چې د اټومي وسلو له کارولو یا اقتصادي فشار څخه ووېریږي؛ په ډېرې زړورتیا سره یې د سپټمبر پر ۱۲مه داسې وویل: «په بل ګام کې PoK (د پاکستان تر واکمنۍ لاندې کشمیر) باید ازاد شي او دا سیمه باید د هند یوه برخه شي.»

اې د پاکستان مسلمانانو! د ښکېلاکګرو د وسلو او جګړې په ځواب کې د عمران خان وسلې غلې دي. دغه ډارن رژیم له خبرو پرته د بل هېڅ ګام پورته کولو جرآت نه شي کولای؛ ځکه خو د اسلامي خاورې وحشي ښکېلاکګر په پوره جرات سره د خپل اشغال د پراخولو ګواښونه کوي. دغه رژیم د الله سبحانه و تعالی د اوامرو نافرماني کوي. دا زموږ د دښمنانو له زړونو څخه زموږ وېره لرې کوي. لکه چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

﴿انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ

[توبه:۴۱]

ژباړه: که سپک یاست یا درانه، غزا ته ووځئ او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په خپلو مالونو او سرونو سره جهاد وکړئ. دا ستاسو لپاره ډېره غوره ده، که پوهېږئ.

په واقعیت کې د اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې له ښکېلاک څخه د اسلامي خاورې د ازادولو په موخه، خلک د الله سبحانه و تعالی په امرجګړې (جهاد) ته رابلل شوي. له شک پرته، له دغه رژیم څخه نور هېڅ تمه نه کیږي. دا زمونږ ټولو مکلفیت دی، چې خپل ډال (خلافت) د نبوت پر تګلاره د دویم ځل لپاره تاسیس کړو، څو د ذلت او ماتې دغه څپه په بري او شهادت بدله کړي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ

[توبه:۳۸]

ژباړه: اې مومنانو! په تاسې څه شوي دي، چې کله تاسې ته د الله سبحانه وتعالی په لار کې د وتلو لپاره وویل شول؛ نو تاسې پر ځمکه درانده کښېناستلئ؟ ایا تاسو د اخرت پر وړاندې د دنیا ژوند غوره کړی؟ که داسې ده نو تاسو باید خبر وی، چې د دنیوي ژوند ټول وسایل به په اخرت کې هېڅ ارزښت ونه لري.

حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې