یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 محرم 1441

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 18 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له هندو دولت سره ګډ فوځي تمرینات؛ د اشغال شوي کشمیر له مظلومو مسلمانانو سره خیانت دی

د باجوا-عمران رژیم به له هند او نورو هېوادونو سره په ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخلي. په داسې حال کې چې هندو دولت په ډېره سپین سترګۍ سره د اشغال شوي کشمیر پر خلکو بریدونه کوي. نارینه یې شکنجه کوي او ښځینه وو ته یې سپکاوی کوي. «ISPR» د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر په ۱۷مه تایید کړه، چې پاکستان به له شانګهای (SCO) غړو هېوادونو سره یو ځای د روسیې د Tsentr (مرکز) د ۲۰۱۹م کال په تمریناتو کې برخه واخلي. د دې پر ځای چې زموږ د وسله والو ځواکنو زمریان د مظلومو مسلمانانو په ملاتړ وخوځوي؛ د باجوا-عمران رژیم د هند وحشي دولت ته دا زمینه برابروي، چې زموږ له جنګي وړتیاوو سره بلد شي. ولې د پاکستان په شان پیاوړی وسلوال ځواک د یوه وحشي سیال پر وړاندې د خپلو وړتیاوو په ډاګه کولو ته اړ اېستل کیږي؟ ولې له دښمن سره دومره لویه مرسته وشي؟ په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی یوازې له هغو مسلمانانو سره د مرستې امر کړی، چې د دښمنۍ له امله ځورېدلي دي؛ الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ

[انفال:۷۲]

ژباړه: که هغوی له تاسو څخه د دین په اړه مرسته وغواړي، نو له هغوی سره مرسته کولی در باندې فرض دي.

پر الهي امر سربېره ولې باید دا ډول ښکاره خیانتونه وزغمل شي؟ په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:

«لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللهِ»

[احمد او طبراني]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په نافرمانۍ کې د مخلوق لپاره هېڅ اطاعت نه شته.

څنګه له هندو دولت سره دا ډول نظامي مرسته د منلو وړ ده؟ که دا له هندو دولت سره د اړیکو د عادي کولو پیلامه بولي، نو مانا دا چې اشغال شوی کشمیر هند ته پرېږدي او په دغه سیمه کې د هند واکمنۍ ته تسلیمېږي.

اې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریانو! نور باید د دغه خیانتونو مخه ونیسئ. ایا ستاسو منځ کې اسد بن زراره، اوسید بن حیدر یا سعد رضی الله عنه نشته؟ هغه کسان چې د خپل اخرت د خوندي کولو لپاره به یې د اور، فولادو او خپل روح د پراخوالي دوعاګاني کولې! ایا ستاسو په منځ کې هغه باایمانه کس نشته، چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپل نصرت (مادي ملاتړ) ډالۍ کړي او د انصارو عالي میراث را ژوندی کړي؟ همدا د یوه رښتیني خلیفه وخت دی، چې موږ رهبري کړي؛ هغه به مو د دښمن پر وړاندې له جګړې څخه را ونه ګرځوي، بلکې د هغوی پر وړاندې به مو جګړې ته واستوي. مسلم له ابو هریره رضی الله عنه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام په حقیقت کې هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کوئ او خوندي وئ.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې