یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 محرم 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 20 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۴

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
امریکا د وخت د راجا داهېر (موډي) پر وړاندې د عمران خان د زغم ستاینه کوي

د پاکستان لومړي وزیر د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر په ۱۸مه وویل: «که یو څوک له پاکستان څخه کشمير ته د جګړې په موخه ځي.... په حقیقت کې هغوی له کشمیریانو سره دښمني کوي.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان یادې څرګندونې وستایلې. د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست معاون «الیس جي ولز» د سپټمبر په ۱۹مه پر ټویټر ولیکل: «موږ د عمران خان د هغو مهمو څرګندونو قدرداني کوو، چې د پاکستان وسلوال یې د پاکستان او کشمیر ګډ دوښمنان وبلل، ځکه په کشمیر کې تاوتریخوالی رامنځته کوي». هغه زیاته کړه: «د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان دوامداره ژمنتیا د سیمه ییز ثبات لپاره خورا اړینه ده.» په افغانستان کې د وسلوال مقاومت له خوا په ګونډو شوې امریکا غواړي په اشغال شوي کشمیر کې د ډارنو هندو سرتېرو پر وړاندې ټول مقاومتونه مات کړي. ښکېلاکګر غواړي هند په سیمه کې واکمن کړي، څو په سیمه کې د امریکا د لویو سیالانو (چین او نږدې راتلونکي خلافت) مخه ډپ کړي. سربېره پر دې امریکا په پام کې لري چې د اشغال شوي کشمیر تر ټولو ستراتیژیکه سیمه (لداخ) کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړي او د سیمې مسلمانان د لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! ایا یوازې ښکېلاکګرو، شکنجه کوونکو او زموږ د خویندو او میندو توهینونکو ته د جګړې اجازه شته او مقاومت کوونکو باید له جګړې منعه شي؟! د باجوا-عمران رژیم په ډېره سپین سترګۍ سره د امریکا او هند تر څنګ ولاړ دی. دا رژیم په اشغال شوي کشمیر کې  شته مقاومت د «ترهګرۍ» په نامه غندي، که څه هم چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ

[بقره:۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره چې هر ځای مخ شئ، وجنګېږئ او له هغه ځای څخه یې وباسئ، چېرې یې چې تاسو ترې ایستلي یاست.

د باجوا-عمران خاین رژیم په ډېرې بې رحمۍ سره د مظلومو د چیغو پر وړاندې غلی دی. دا رژیم د ښکېلاکګرو د پلانونو په عملي کولو ویاړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَا تَرَكَ قَوْمٌ الْجِهَادَ إلاّ ذُلّوا»

(احمد)

ژباړه: کوم قوم چې جهاد پرېږدي، ذلیل کېږي.

زموږ او ستاسو مکلفیت دا دی چې په وسلوالو ځواکونو کې له خپلو پلرونو، وروڼو او زامنو څخه وغواړو، چې ژر تر ژره د دغه خیانت مخه ونیسي. موږ له خپلو دغو زمریانو څخه غواړو چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپل نصرت (مادي ملاتړ) راکړي، څو دوی د جګړې په ډګر کې د بریا او شهادت پر لوري رهبري شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ

[توبه:۱۲۳]

ژباړه: ای مومنانو! د حق له هغو  منکرانو سره وجنګېږئ، چې تاسو ته نږدې دي او باید هغوی په تاسې کې کلکوالی (زیږوالی) ومومي او پوه شي چې الله سبحانه وتعالی د پرهېزګارانو ملګری دی.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې