یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 صفر 1441

میلادی نېټه :     دوشنبه, 14 اکتوبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۱۱

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د (KPK) د سیمه ییزو روغتیایي چارواکو د ۲۰۱۹م کال پرېکړه په تدریجي ډول د دولتي روغتیایي مرکزونو شخصي کول به بې وزله خلک له ستونزو سره مخ کړي

د سیمه ییزو روغتیایي چارواکو د ۲۰۱۹م کال د قانون د تصویب پر وخت د «KPK» د روغتیا ولایتي وزیر ډاکتر حیشام انعام الله خان وویل « زموږ هېوادوال بې وزله دي او موږ هم دومره توانایي نه لرو چې هرچا ته وړیا روغتیایي خدمتونه، دواګانې او ډاکتران تیار کړو. موږ غواړو په ځینې ځایونو کې  ګډ عامه او خصوصي شرکتونه جوړ کړو او لګښتونه لوړ کړو.» په داسې حال کې چې د پاکستان دولت تل دا ادعا کړې، چې د مدینې په شان دولت به جوړوي او خپلو خلکو ته یې د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کړې.

 واقعت دادی چې ډیموکراسي یوازې د پانګوالو، قدرتمندو او د ټولنې د بانفوذه خلکو په خدمت کې ده، د دوی ناروا کړنو ته قانوني رنګ ورکوي او د ټولنې بېوزله برخه د دغو ظلمونو او ناروا کړنو د بیې پرې کېدو ته اړ باسي. د دغه نوي قانون له تصویب وروسته به ټول ولایتي روغتونونه، سیمه ییز روغتیایې مرکزونه، د دوا جوړولو مرکزونه، د میندو او ماشومانو ځانګړي روغتیایي مرکزونه او دولتي لابراتورونه سیمه ییزو روغتیایي چارواکو ته تسلیم شي. چارواکي به له دولت څخه محدوده مالي بودیجه ترلاسه کوي او پاته برخه به یې خپله چمتو کوي. مانا دا چې بې وزله خلک به یا دغه لګښتونه کوي او یا به د خپلې بې وزلۍ په کړاو کې مري.

له دې وړاندې هم د پاکستان ۷۵سلنه خلکو د روغتیایي ستونزو د حل په موخه په دولتي روغتونو کې د اسانتیاوو د کمښت او ټیټ کیفیت له امله خصوصي روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

له دې وروسته هغه بې وزله خلک چې د دولتي روغتونونو له کارولو پرته بله لار نه لري، هم له وړیا یا کم لګښته روغتیایي خدمتونو څخه بې برخې شول. ډیموکراسۍ لومړني روغتیایي خدمات د ساتېرۍ په مصرفي توکو بدل کړي، دوی ناروغانو ته د تادیه کوونکو مشتریانو په سترګه ګوري، ځکه چې د دوی لوړې ګټې خوندي کوي.

 پر دغه روښانه حقیقت سربېره اوسني چارواکي ټنګار کوي، چې د دوی موخه د روغتیایي خدمتونو  شخصي کول نه دی، بلکې غواړي یوازې دولتي روغتونونه معیاري کړي. په غرب کې هم پانګوال نظام خلک له ورته ستونزو سره مخ کړي دي، ځکه هلته هم روغتیایي خدمتونه د بیمې شرکتونو ته سپارل شوي دي. واقعیت دادی چې ډیموکراسي په نړیواله کچه د بیمې د شرکتونو او خصوصي روغتونونو  د ګټو خوندي کولو ته ژمنه ده.

اسلام د روغتیا، زده کړو او د ټولنیز امنیت اړتیاوې په ډاګه کړې او خلیفه یې مکلف کړی چې په ټولنه کې یادې اسانتیاوې رامنځته کړي. امام مسلم له جابر رضی الله عنه څخه روایتوي:

«أَرْسَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ طَبِيبًا، فَقَطَعَ مِنْهُ عِرْقًا، ثُمَّ كَوَاهُ عَلَيْهِ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ابي بن کعب ته یو ډاکټر واستاوه؛ هغه یې رګ پرې کړ او بیا یې بېرته وګانډه.

حکیم په خپل مستدرک کې لیکي، چې زید بن اسلام د خپل پلار څخه روایت کوي، چې پلار یې ویل: زه د عمر بن خطاب په وخت کې سخت ناروغ شوم، هغه ډاکتر راوغوښت، چې زما وجود ګرم کړي. وروسته زه دومره روغ شوم، چې د خرما د دانو د ژولو وړتیا مې هم درلوده. همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«وَالإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

[البخاري:۲۷۵۱]

ژباړه: حاکم سرپرست او د ټولو کړنو مسوول دی.

په ټولنه کې د روغتیایي اسانتیاوو برابرول د اسلامي دولت اساسي مکلفیت دی. خلیفه منصور په ۱۲۸۳هـ.ق کې د المنصوري په نامه روغتون جوړکړ، چې تر نن ورځې پورې په ټوله نړۍ کې ساری نه لري. پر یوه وخت د ۸ زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او له هر ناروغ سره دوه کسه ګمارل شوي، چې د هغې پاملرنه وکړي. ډیموکراسي او دکتاتوري د خلکو د حقونو په خوندي کولو کې پاتې راغلې. یوازې د نبوت پر تګلاره جوړ شوی او د الله سبحانه وتعالی له اوامرو سره سم رهبري کېدونکی خلافت دا توانایي لري، چې بشریت د پانګوالۍ له چور او لوټونکي نظام څخه خلاص کړي. 

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې