
هجری قمری نېټه : 2 جمادی الاول 1447
میلادی نېټه : جمعه, 24 اکتوبر 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د تحریک لبیک (TLP) د لاریون پر وړاندې د پاکستان د حکامو تاوتریخجن او وحشیانه چلند، د پاکستان د علماوو او مذهبي ډلو تر منځ د اندېښنې څپې رامنځته کړي او هر د پوهې څښتن مسلمان یې حیران کړی دی. سره له دې، د دوی دا د زور چلند نه کوم بېل چلند دی او نه داسې دی چې پخوا تکرار شوی نه وي؛ بلکې دا د هغو پرلهپسې کړنو یوه برخه ده چې دوی په دې وروستیو ورځو کې یو په بل پسې ترسره کړي دي. دغو کړنو هغه وخت زور نیولی چې دوی د ټرمپ د پلان - چې موخه یې د فلسطیني ولس پر وړاندې د یهودي رژیم ملاتړ کول دي- عملي کولو لپاره د اسلامي خاورو له نورو حکامو سره یو ځای شول.
کله چې د پاکستان مسلمانانو د ټرمپ پلان رد کړ، حکامو د وېرې فضا جوړولو ته مخه کړه؛ د حزب التحریر د شبابو په ګډون یې هغه فعال ځوانان بندي او لا درکه کړل چې د فلسطين د ملاتړ غږ یې پورته کاوه. دغو شبابو د خپلو دعوتي فعالیتونو په ترڅ کې د یهودي رژیم د له منځه وړلو او مسجد الاقصی د ازادولو لپاره د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو بیړنی بسیج او حرکت غوښت.
د دغه ظلم او ځپلو د دوام د پټولو لپاره، اوس حکام ادعا کوي چې په تحریک لبیک (TLP) پورې تړلې ډلې پخوا قوانین مات کړي او تاوتریخجنې لارې یې کارولې؛ خو حقیقت دا دی چې اصلي مجرمان پخپله همدا حکام دي؛ د هغوی سیاستونو د لسګونه میلیونه پاکستانیانو په منځ کې د خپلو مقدساتو او ارزښتونو پر وړاندې د نا امنۍ او اندېښنې حس پیدا کړی. د پاکستاني حکامو چلند د خلافت دولت له وضعیت سره بشپړ توپير لري؛ په خلافت دولت کې به د اسلام احکام د خلکو تر غوښتنې مخکې پلي کېدل؛ خلکو هغه دولت خپل ګاڼه او اسلامي موخو ته د رسېدو لپاره یې ملاتړ ترې کاوه؛ دې ته هېڅ اړتیا نه وه چې خلک سړکونو ته راووځي.
د پاکستان له تاسیس راهیسې، د وخت حاکم نخبهګان پوهېدل چې د پاکستان خلک احساس کوي چې خیانت ورسره شوی او پوهېږي چې له حکامو یې د یوه سیکولر دولت د جوړولو لپاره کار اخیستل شوی. د دغه دیني محرومیت او جمعي هدف د نشتون د ساتنې او دوام لپاره؛ حکامو د سیکولر نظام پر سر د اسلام یو نری پوښ واچاواه. د هغه وخت د جیوپولیټیکو شرایطو په سبب، د دوی استعماري بادارانو اجازه ورکړه چې ځينې شرعي احکام عملي کړي. خو د تېرو درېیو لسیزو په اوږدو کې په پاکستان او ټولو اسلامي خاورو کې د اسلامي نهضت او ویښتابه چټک پرمختګ، او د غزې د نسلوژنې پر وړاندې د حکامو مجرمانه چوپتیا د مسلمانانو د زړونو ارامولو او دوکه کولو لپاره دا ظاهري نقاب لرې کړی او نور نه پرې دوکه کېږي. ځکه خو پر حکامو د پاکستان د عوامو فشار ورځ تر بلې زیاتېږي چې خپلې بهرنۍ اړیکې او مناسبات د امریکا د اوامرو له مخې نه، بلکې د اسلام د اوامرو پر بنسټ تنظیم کړي.
د پاکستان خلک غواړي چې خپل زړور وسلهوال ځواک د یهودي رژیم پر وړاندې جهاد کې وویني؛ چې وحشي یهودي رژیم له منځه یوسي او بیتالمقدس ازاد کړي؛ دوی خپل پوځ په داسې حال کې لیدل نه غواړي چې د ټرمپ تر رهبرۍ لاندې د یهودي رژیم لپاره امنیتي تضمینونه برابروي. د پاکستان د خلکو د دغه زیاتېدونکي فشار په ځواب کې، حکامو د «پولیسمحور دولت» ماډل ته مخه کړې او د مصطفی کمال (د سیکولريزم بنسټګر)، آلسعود او حسني مبارک پر لار روان دي؛ دا یې هېر کړي چې الله سبحانه وتعالی ظالم حکام د ځمکې د خلکو لپاره عبرت ګرځوي.
د پاکستان حکام د دغې خاورې له خلکو سره په دوامدار کشمکش کې دي؛ دوی هڅه کوي چې د ټوپک په خوله او خپلو خبیثانه چلندونو د خلکو اسلامي لیدلوري او احساسات بدل او د دولت له سیکولر لیدلوري سره یې همغږي کړي او پخپله هم د طغیانکوونکو په توګه عمل وکړي. همدا سبب دی چې ریښتینې دیندارۍ ته «افراطیت» وایي، څو له دې لارې د اسلام د بشپړ پلي کولو په اړه د خلکو د غوښتنو مخه ونیسي. حکام ځینو دیني څېرو ته د رشوت په ورکولو او د ځینو نورو په وېرولو، هغوی د خپلو سیاستونو او موخو خدمت ته کېنوي؛ دوی غواړي له اسلام سره د پاکستان د خلکو د تړلو زړونو تصویر تخریب کړي او قانع یې کړي چې «دینداري ناوړه پایلې لري». تعلیمي نظام یې قصداً داسې جوړ کړی چې خلک له اسلام څخه جلا وساتي چې د اسلام د پلي کولو فکر په ټولنه کې ریښې ونه کړي. دوی د لیبرال رسنیو د سیاست له لارې خلک د مادیت، لذتغوښتنې، او سیکولر ژوند ته بیايي او له اسلامي ژونده یې لرې کوي. په سرمایهسالارۍ (Plutocracy) تګلارو یې د پاکستان اکثریت وګړي د فقر ژرندې ته اچولي چې د خپلو ورځنیو اړتیاوو او بقا په غم کې پاتې شي او د سیاست کولو میدان تل د سیکولر سیاسي اشرافو او نخبهګانو تر کنټرول لاندې پاتې شي.
د پاکستان حکام په مطلق شر بدل شوي؛ دوی شر رامنځته کوي، تغذیه کوي یې او د خپلو شخصي ګټو لپاره پاکستان په خپل اور کې سوځوي. د ټرمپ د «سولې» پلان پر وړاندې د هر ډول مقاومت د مخنيوي لپاره یې پنجاب د ویرې او وژنو په ډګر بدل کړی. تر دې وړاندې یې په قبایلي سیمو کې په افغانستان کې د اشغالګرو امریکايي ځواکونو پر وړاندې مقاومت ماتولو لپاره سور اور بل کړی و؛ د بلوڅستان له خلکو سره د ظلم کمولو پر ځای یې پر هغوی ظلمونه لا زیات کړل او زموږ دښمنانو (امریکا او هند) ته یې زمینه مساعده کړه چې په دې سیمه کې ازادانه وګرځي او فعالیت وکړي. دغه حکام د سرطان دانه ده چې د پاکستان د خلکو د ژوند په ټولو برخو کې خپره شوې ده.
نو هېڅ دیني يا علمي رهبر بايد پر کوچنيو غوښتنو قانع نه شي؛ بلکې باید د دغو حکامو د راپرځولو لپاره یو موټی شي او د اسلامي نظام (خلافت) د تاسیس لپاره ګډه مبارزه وکړي؛ په دې توګه به د ستونزې ریښه راوایستل شي، شر به لرې شي او د دې سیمې مسلمانان به د اسلامي عدالت تر سيوري لاندې امن او هوسا ژوند ولري. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُسَلِّطَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ شِرَارَكُمْ ثُمَّ يَدْعُو خِيَارُكُمْ فَلَا يُسْتَجَابُ لَكُمْ» (رواه الطبراني)
ژباړه: تاسو به خامخا امربالمعروف او نهی عن المنکر کوئ؛ (که یې ونه کړئ) الله به ستاسو پر سر تر ټولو ناوړه کسان واکمن کړي؛ بیا به ستاسو نېک کسان (د حالت د بدلېدو لپاره) دعا کوي، خو دعا به يې نه قبلېږي.
د پېړۍ له یوې ربعې راهیسې، د حزبالتحریر شبابو د پاکستان په اسلامي خاوره کې کار کړی. نو اې مسلمانانو، را مخکې شئ او د حزبالتحریر د شبابو د دغو مخصلانه هڅو د مټ زور زیات کړئ.
د حزب التحریر – ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷هـ.ق، د جمادی الاول ۲مه
۲۰۲۵م، د اکتوبر ۲۴مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۱۱




