یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     28 صفر 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 27 اکتوبر 2019 م

شمېره:      1414/16

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د کشمیر د ازادولو په موخه د پوځي اقدام په تړاو د عمران خان نه زړه توب د ټرمپ، مودي او جنرال راوت د اجنډا ملاتړ کول دي

 

﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُم﴾

[بقره:۲۱۶]

ژباړه: پر تاسو باندې جهاد فرض شوی دی که څه هم تاسو یې نه خوښوئ

د کشمیر د ازادولو په موخه د پوځي اقدام په تړاو د عمران خان نه زړه توب د ټرمپ، مودي او جنرال راوت د اجنډا ملاتړ کول دي

د عمران خان د اکټوبر د ۲۷مې ثبت شوې وېډیو پر بنسټ چې نوموړی وايي چې د کشمیر ازادېدل یې هېڅ موخه نه ده، په اصل کې د ټرمپ، مودي او جنرال راوت د پلانونو او تګلارو د ملاتړ په معنا ده. په دغه وېډیو کې عمران خان په ښکاره د الله سبحانه وتعالی دغه حکم رد کړی دی چې هر هغه څوک چې د اشغال شوې ځمکې د ازادولو توان ولري، مکلف دی چې یادې ځمکې ازادې کړي. نوموړي ویلي وو، چې د جهاد په موخه د کنټرول له کرښې تېرېدونکي کسان د کشمیریانو او پاکستان ګډ دښمنان دي او په دغه ډول یې د پاکستان د زړه ورو وسلوالو ځواکونو پر سپېڅلو او رښتینو احساساتو سړې اوبه وشیندلې.

کله چې هند په اګېسټ کې د کشمیر ځانګړی حالت لغوه کړ، ټرمپ د باجوه-عمران رژیم ته امر وکړ چې خپل وسلوالو ځواکونو او خلکو ته اجازه ور نه کړي، چې په کشمیر کې د خپلو مظلومو وروڼو او خویندو مرسته وکړي. له همدې امله رژیم په پرله پسې توګه د امت د تېر اېستلو هڅه کوي او او په ناوړه ناکامۍ سره د غوړه مالۍ لاره نیسي. دغه خاین رژیم تر اوسه یوازې د ۳۰ دقیقو لپاره درېدل، د تورو لاسبندونو اچول او د ونو کېنول د اشغال شوي کشمیر د ازادولو د حللارې په توګه پېشنهاد کړي دي. دا یوازې تش په نامه پلمې دي، ځکه د ملګرو ملتونو د استعماري سازمان لخوا د کشمیر په تړاو د رژیم ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې دي او هېڅوک په کشمیر کې د هندي ځواکونو د وحشیانه کړنو خلاف غږ نه شي پورته کولی؛ د کشمیر ازادول خو بیخي لرې خبره ده. مودي له کشمیر څخه تر ټولو لوی بې سرپوښه زندان جوړ کړی او په خپله خوښه ډېری هغه ورک شوي کسان په ډېرې بې رحمۍ سره قرباني کوي، چې په پاکستاني وسلوالو ځواکونو کې زموږ د زمریانو د ډزو په بدل کې یې نیولي دي.

زموږ مظلوم وروڼه او خویندې د ازادۍ د زړه ور پوځ د حرکت په تمه دي. په داسې حال کې چې د ټرمپ، مودي او جنرال راوت  اجیر (باجوه-عمران رژیم) لاهم زموږ ملا راماتوي. د دغه خاین رژیم دریځ د هغه غدار (ابو رغال) په څېر دی، چې د «ابري» په لاس یې د سپېڅلې کعبې ورانولو ته لاره هواره کړه. ابو رغال هغه غدار و چې نوم به یې د خاین له کلیمې سره په مترادف ډول اخیستل کېده. نو الله سبحانه وتعالی په خپلو رښتینو سرتېرو (مرغانو) سره، چې وسلې یې وکړې وې، هغه سرکښه لښکرې ختمې کړې. په ورته ډول د اسلامي امت رښتینې لښکرې همدا نن چمتو دي، چې د هغو خاینو واکمنانو ناوړه پلانونه له خاورو سره خاورې کړي، چې په دغې دنیا کې په خیانت سره تورن دي، په داسې حال کې چې د اخرت حال به یې تر دې هم بدتر وي. د اوس وخت تر ټولو اړین اقدام دا دی، چې د نبوت پرتګلاره د خلافت د تاسیس لپاره د خلافت مدافعینو ته د نصرت ورکړئ، ترڅو راشد خلیفه اسلامي لښکرې د ازادۍ د جګړې لپاره سره راټولې او د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم احکام پلي کړي.

﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ

[البقره: ۲۱۶]

ژباړه: پر تاسو باندې جهاد فرض شوی دی، که څه هم تاسو یې نه خوښوئ، کېدای شي یو شی درته په زړه پورې نه وي، خو همغه ستاسو لپاره غوره وي او کېدای شي چې یو شی درته په زړه پورې وي، خو همغه ستاسو لپاره ناوړه وي. تاسو نه پوهېږئ او یوازې الله سبحانه وتعالی پوهېږي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې