یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 جمادی الاول 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 16 جنوری 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳۸


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
سلطان فاتح خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو زیری په حقیقت بدل کړ او دا اوس زموږ مکلفیت دی چې نورو زېریو (د خلافت بیا تاسیس، د یهودو ماتې او د روم فتحه) ته یې د حقیقت جامه ور واغوندو.

حزب التحریر-ولایه پاکستان په ټول هېواد کې د حزب التحریر د نړیوال کمپاین د یوې برخې په توګه د عامه اړیکو او ټولنیزو رسنیو له لارې «د قسطنطنیې د فتحې زیری په حقیقت بدل شو... او نور زیري هم را روان دي» تر سرلیک لاندې یو پراخ کمپاین پیل کړ. دوی  په ۸۵۷ ه-ق ۱۴۵۳م کال کې د قسطنطنیې د فتحې په اړه د حزب التحریر د لوی عالم عطا بن خلیل ابوالرشته وینا متنفذینو، پېژندل شوو اشخاصو او عامه وګړو ته د مقالو او ټولنیزو رسنیو له لارې ورسوله. همداراز یې د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په ۱۱مه په ټویټر کې یو کمپاین پیل کړ، چې د پاکستان په کچه د ټویټر دویم لوی بهیر (رونډ) شو. په دغه کمپاین کې بحثونه وشول او د امیر صاحب غږیزه وینا په اوو برخو کې په اوردو او انګلېسي لیکلې بڼې سره نشر شوه. دوی په عامه ځایونو کې د «اې د پاکستان وسلوالو زمریانو! د سلطان محمد فاتح په لاس د قسطنطنیې فتحه، تاسو ته د کشمیر او اقصی د فتحه کولو لار ښیي» تر سرلیک لاندې بنرونه ووېشل.

د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۱۵مه چې د جمادي الاول د ۲۰ مې، یعنې د قسطنطنیې له فتحې سره برابره ده؛ حزب التحریر-ولایه پاکستان د قسطنطنیې د فتحې نمانځلو په ویاړ د حزب التحریر د امیر د وینا په اړه غونډې جوړې کړې. هغه په خپلو خبرو کې ویلي وو: «رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیې او روم د فتحې، له یهودیانو سره د جګړې او د هغوی د ماتې او د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس زیری ورکړ...د الله سبحانه و تعالی سنت دا دي چې موږ پر هغه سبحانه وتعالی تکیه وکړو، هغه مو بیا بریالي کوي. په دې توګه د هغه سبحانه وتعالی د قانون بنسټ کېږدو، د دولت ودانۍ یې اوچته کړو، د هغه په لاره کې تر خپله وسه کار او هڅه وکړو.»

په اصل کې اوسمهال دا زموږ مکلفیت دی، چې د خلافت د بیا تاسیس زیری په حقیقت بدل کړو او خپل ځان د الله سبحانه وتعالی د احکامو په پلي کولو سره پیاوړی کړو. خلافت به د خپلو ځانګړو بنسټونو له لارې د امت د سرچینو ظرفیت لا پیاوړی کړي. د خلافت نظامي ځواک به د هر ښکېلاکګر له نفوذ څخه خوندي وي او د اسلام او  مسلمانانو د ساتلو لپاره به هر ډول اقدام ته تیار وي. د خلافت سیاست او قضایه قوه به له فاسد غربي فرهنګ څخه پاکه او چارواکي به یې یوازې د قران او سنتو پر اساس محاسبه کېږي. د خلافت اقتصادي نظام به د ښکېلاکګرو له استعمار څخه خوندي وي او د امت پراخه سرچینې به د یو پیاوړي اقتصاد په جوړولو کې وکارول شي. د خپلو ټولو وګړو اړتیاوې به پوره کړي او صنعت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه صنعت د یو پیاوړي نظامي ځواک د رامنځته کولو اساس دی. نو راځئ چې د عظمت او بریا د نوي دور د پیل په موخه په وسلوالو ځواکونو کې د امت له زمریانو وغواړو، چې د مشهور عالم عطا بن خلیل ابو الرشته تر امارت لاندې حزب التحریر ته خپل نصرت ورکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

[روم:۴-۵]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په ورکړل شوي بري سره به په هغه ورځ (کله چې روم فتحه شي) مومنان خوشحاله وي. الله سبحانه وتعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي، چې خوښه یې شي او هغه سبحانه وتعالی برلاسی او پوره رحم لرونکی دی.

 حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې